وادي کمراټ او د غزڅنو مزاحمت—ګمنام کوهستاني/ مختيار حېران

دا ليکنه شريکه کړئ

کله چې زموږ نیکونو د کمراټ درې ( دیر کوهستان) کښې پناه واخسته ، نو دا ځاے هغه وخت یو سوړ دوزخ و هغوي ته د میداني سیمو لکه لاندې دیر، سوات، بونیر، باجوړ او کونړ نه راتلونکو یرغلګرو افغان قبیلو د غرونو خواته شړلي وو، هلته چې ویرونکي ځنګلي خونخوار ځناور او د نۀ زغملو يخنې وه .د سیمې د مقامي روایاتو له مخې، دلته د اوړي موسم ډېر لږ وي، کال تر ډېره  واوره وي او دومره سخته يخني وي چې د جوارو کر هم پکښې نۀ کېږي. خلکو به دوه قسمه ځنګلي فصلونه کرل چې نومونه یې “لو” او “بهرو” وو، له دې نه به هم ډېر لږ اوړه ترلاسه کېدل. اکثر وخت به خلکو اوړه نه لرل، د شودو، مستو او د غوښو خوراک به یې کاوو. د نسلونو نسلونو دغه  حالات روان و، او په دغه دوران کښې به بهرني یرغل ګرو هم پرلپسې حملې کولي. د دغو حملو د وجې خلک د میدانونو په ځائے د غرونو په ډنډونو (غاړو ) کښې اوسېدل، او لاندې غرونو په لمنو کې به یې کروندې کولې چې “لو” او “بهرو” به پکښې کرل کېدل.چې اوس هم د زړو کورونو، او د هغوي سره نزدې لاندې د غرونو په لمنو کښې د جوړ شوو پټو او د کروندو آثار تر ننه لیدل کېږي. د چکیاتن نه تر تهل پورې د دواړو غرونو په غاړو  زاړۀ کورونه، قلاګانې او د کر کیلي نښې نښانې اوس هم شته. د کلکوټ ریمن کس، چادر، لونټور، تهل د ډډار، او بلخوا تر بلسکوټ پورې په غرونو کورونه موجود دي ، او لاندې د بلوط (Oak) ونو تر منځ د کروندې آثار لا هم شته. څه خلکو د خزانو په لالچ کښې څه ځايونه هم وکنستل خو عموماً به یې سلیماني کاڼي، کورني لوښې پیدا کړل، تر اوسه خو دلته هېڅ لويه خزانه نۀ ده پېدا شوې خزانه وه نۀ نو پېدا شوې به څنګه وه.خزانې خو هغه لاندي علاقو کښې پاتې وه، دې خلکو خو بس صرف یوازې خپل ژوند بچ کولو له بهانه کتله او خپل ځانونه يې بچ کول. معلومه نۀ ده څو نسلونو به دلته د سړې هوا او د دښمن سره مقابله کړې وي، خو د روایاتو د مخې وروسته له ماتې خوړلو نه پس خلک بېرته له غرونو ښکته میدانونو ته راکوز شول نو موسم هم یو څه ښه شو. اوس به د جوارو کښت کېده، خو د لنډ اوړې د وجې به نۀ پخېدل. خلکو به د کچه وږو (سټې) په غرمو وچ کړل او بيا به يې د وږو  سره یوځائے اوړه کړل دا اوړه به “شتي آټ” بلل کېدل او څو نسلونو پورې دا د مقامي خلکو روايتي خوراک و. د یخ موسم او کلکې خاورې له وجې “شتي آټ” هم ډېر لږ پېدا ګير ورکاوو د خلکو د ژوندي پاتې کېدو لاره هم هغه د شودو، مستو او د غوښې خوراکو د. د شتمنۍ معیار به لکه نن ورځ روپۍ، جایداد نۀ وو، بلکه مالونه( څاروي) وو. چا چې زیات څاروي لرل، هغه تر ټولو شتمن ګڼل کېدو.وخت بدل شو، موسم بدل شو، د جوارو حاصل پخېدل شروع شول، نو خلکو د مالونو سره سره کروندې هم شروع کړي شاړې زمکې يې بیا آبادې کړې. تر ډېره موده روسته خلکو په مړۀ خېټه ډوډۍ وخوړۀ ، حال دا چې تر صدو صدو دلته ډوډۍ نایابه وه. چې خلک د سختو موسمونو، د قدرتي آفتونو، او د یرغلګرو سره مخامخ وو ۔ نن د کمراټ په دره کښې په یو کال کښې دوه یا درې فصلونه کېږي، خوندوره هوا، ګڼ ځنګلونه، په واورو ډک سپين غرونه، او سپين روڼ  بهېدونکے د پنجکوړې سيند دا ټول  چې را يو ځائے شي نو دا علاقه جنت ګرځوي، خو ددې مطلب دا هم نۀ دے چې دا علاقه تل هم داسې وه. زمونږ نیکونو ددې خاورې دپاره په کلونو پېړو او په  صدو قربانۍ ورکړې دي، وينې يې توي کړې دي، نسلونه یې پرې قربان کړي دي د، سختې سړې، قدرتي افتونه او لوږه یې زغملې ده، تر څو چې مونږ ته دا ښکلے، د قدرتي وسایلو ډک وطن په میراث کښې پاتې شو.نن دا زموږ کور دے، د دې زمکې په مخ یوازینۍ ټوټه ده چې مونږ یې د خپل کور، د زیږون ځائ او وطن په نامه یادولے شو. کمراټ ډیویلپمنټ اتھارټي یا بل هېڅ چا ته دا حق نشته چې زمونږ دا کور زموږ نه واخلي یا د دې ځائې  قدرتي وسایل زمونږ په ځايې نورو ته ورکړي. دا زمونږ خاوره ده، ړومبے حق زمونږ دے، وروسته زمونږ د ګاونډیانو، او بیا د نورو.که خداي مکړه دا ونه شول او زمونږ د کور نه مونږ اجنبیان وګرځول شو، نو موږ به مزاحمت وکړو. لکه څنګه چې زموږ نیکونو د یرغلګرو په وړاندې کلک مزاحمت کړے و،  نن هم که څوک زمونږ کور او وسایل په ظلم او جبر زمونږ نه تښتوې نو مونږ به کلک مزاحمت کوو، که هغه په هر شکل یې وي، مزاحمت به نۀ پرېږدو

نورې ليکنې۔۔۔

اداريه – مۍ 2019

‘یاغستان نمبر’: نومبر 1946 نه اپرېل 2018 پورې د ‘پښتون’ د نومبر 1946 ځانګړې ګڼه د ‘یاغستان نمبر’ پۀ نامه د ‘قبائیلي سیمو’ پۀ حواله

ټوله ليکنه ولولئ