سردار داؤد خان د خپلو بچو سره ووژل شو ثور انقلاب راغلو او نورمحمد ترکے ولسمشر شو۔ ماسکو مطمئن شو یوه پېړۍ هم نۀ وه تېره شوې چې ترکے خپل انقلابي ملګري حفيظ امين د لارې نه لرې کړو۔ ماسکو اندېښمنه شوه دوه مياشتې لا نۀ وي تېرې شوې چې د سوويت پوځ د ولسمشر ماڼۍ ګېره کړه او حفيظ ووژل شو۔ واک د ببرک کارمل لاس ته راغلو ماسکو يو ځل بيا مطمئن شو، کله چې ماسکو مطمئن شو نو واشنګټن بې قراره شو۔ هم دغې بې قرارۍ افغان مجاهدين پېدا کړل ۔ مجاهدينو لس کاله د واشنګټن په برخه جګړه وکړه ۔ بالاخره د سوويت ځواکونه وتلل او د مجاهدينو تر مېنځ د واک لپاره جګړه پېل شوه ۔ ولسمشر نجیب د اقوام متحده په دفتر کښې محصور شو ۔ د اقتدار په وېش کښې د صدراعظمۍ قرعه د ګلبدین حکمتیار په نوم شوه د صدارت مستحق استاد رباني جوړ شو د دفاع وزارت د احمد شاه مسعود په برخه شوه د دفاع وزارت مسعود ته مناسب هم وه ولې چې د هغې ګوریلا ذهنيت دښمنانو هم ستایلو خو په کابل کښې د هغه شتون ګلبدین نه هضم نۀ شو۔ چې خپله برخه موړ نۀ شو نو ګلبدین د کابل په ښار د راکټو باران شروع کړو چې د کابل بنيادونه وجړقېدل، د پنځوو کلونو خانه جنګۍ طالبانو ته لاره هواره کړه له قندهاره راغلل او په کابل یې قبضه وکړه، پخوانے ولسمشر نجیب الله يې د اقوام متحده له کمپونډه را ويستو او له خپل ورور سره يې یو ځائے په چوک کښې ځوړند کړو د ګلبدین حکمتیار په شمول ټول مجاهدین مشران ترهګره وګرځول شول او له افغانستانه بهر شول، احمدشاه مسعود د لوېې چالباز ؤ، د کابل څخه خو ووتو، خو له افغانستان څخه نۀ و وتلے ۔ په پنجشېر کښې یې مورچه ونیوه او کېښناستو، د طالبانو د شپږو کالو دوامدارو حملو باوجود هم پنجشېر مسعود څخه وانخستو، د هغه د مزاحمت یو سمبول وګرځېدو هغه خلکو دپاره اتل ؤ څوک چې د طالبانو د فرسوده نظام نۀ تنګ راغلې وو، خو زمونږ لپاره طالبان اتلان وو نو ځکه احمدشاه مسعود دلته ولن وګرځېدو۔1999 کال راغے اکتوبر کښې د پاکستان یو ټاکل شوے حکومت ړنګ شو۔ د واک رسۍ جنرال مشرف ته ورغله۔ په سپتمبر کښې احمدشاه مسعود په ځانمرګي برید کښې ووژل شو۔ دوه ورځې وروسته د سپتمبر 11 هغه پېښه وشوه چې مونږ ورته ناین الیون وایو۔ د امريکې هايې جېک شوې الوتکې د ورلډ ټرېډ ټاور سره وجنګولے شوې، نړۍ بدله شوه۔ د وار آن ټېرر نعره پورته شوه۔ په نازک تار باندې تړل شوے د طالبانو حکومت د لږ زور سره مات شو، دِیزی کیټر بمونه په افغانستان کښې ورېدل جیټ الوتکو په وزیرستان کښې بمبارۍ کولې، په کابل کښې د ژوند پاتې هیله هم ورکه شوه۔ په پېښور کښې د روښانه فکرۍ څراغونه په چټکۍ سره مړ کېدل، مېدان د ټي ټي پي ایوانِ مجلسِ عمل تر قبضې لاندې روان و۔ ناڅاپه خبر راغے چې د طالبانو یو ډله ګُډ شوه څو ورځې وروسته څرګنده شوه چې غلط فهمي شوې ده، ټول په اصل کښې هم هاغه دي ۔ د ګُډ بېډ او بېډ ګُډ موسیقۍ د يوې اوږدې مودې پورې روانه وه، بالاخره یوه ورځ ټول ګُډ شو۔ په دوحه کښې مزاکرات وشو، ولسمشر اشرف غني له ايوان ولاړو او ملا هیبت الله راغے، دلته طالبان بدنام شول او د خلکو په زړونو کښې د احمدشاه مسعود لپاره درناوے پېدا شو۔دا ټول څه و؟ دا د طاقت بې رحمه لوبه وه۔ په دې لوبه کښې ټول عراق کنډر جوړ شو او بیا هم وايي: “بښنه غواړو، موږ تباه کن وسلې نۀ لرلې۔” په شام کښې القاعده په ضد جګړه روانه وي او په پائې کښې طالبان واک ته ورسي۔ په افغانستان کښې د طالبانو په ضد جګړه وي او طالبان بیا واک ته ورسي، د دې شاته د انتها پسندۍ یو مبهم سرلیک پاتې کېږي او پاکستان او افغانستان ته ویل کېږي چې ددې زمه دار صرف تاسو یئ۔ د ختمولو ذمه واري هم یوازې تاسو ته سپارل کېږي۔ حال دا چې ددې زمه دار د نيبراسکا پوهنتون او په هغه کښې قائم “افغان سټډي سنټر” هم شامل دے۔ هم دغه سنټر ترتیب شوے عسکري بیان جوړوي چې لومړے افغانستان ته رسي او بیا د پېښور کډوالو کيمپونو ته رسي، له هغه ځایه عسکري تنظیمونو ته ور رسي او ډېر ژر په ټول پاکستان کښې خپرېږي، همدغه بیان د پاکستان او افغانستان په مذهب کښې تر ټولو پراخه تعبیر جوړېږي۔ لوبغاړي خپله جګړه په لسو کلونو کښې کوي او وځي، خو افغانستان او پاکستان د راتلونکو پنځه څلوېښتو کالو لپاره د دې بیان او تعبیر قيمت ادا کوي۔لکه څرنګه چې په سیمه کښې د بد امنۍ راتلل د منصوبې یوه برخه وي، همداسې د شخړو پاتې کېدل هم د منصوبې برخه وي۔ د جګړې بیانیه راوړونکو ته ولي پته نشته چې دا بيانيه څنګه ختمېږي، دوي پوهيږي، خو ختمول نۀ غواړي۔ که چېرې دا بیانیه ختمه شوه شخړې به ختمې شي، شخړې ختمې شوې نو د مداخلت جواز له منځه لاړ شي ۔ رښتیا دا ده چې په سیمه کښې شته شخړې د سیمې اصلي غوښتنه نۀ ده۔ لکه د نړۍ نورو برخو په څېر دلته هم خلک امن غواړي۔ لکه د يورپ دوي هم خپل سرحدونه نرمول غواړي۔ کاروبار کول غواړي او د ژوند خبرې کول غواړي، خو یوازې غوښتل څه نۀ بدلوي، خبره خو هغه وخت ده کله چې د تقدیر د ليکلو قلم هم د هغوی په لاس کښې وي، هغه وخت ددوې په لاس کښې صرف بېلچه وي او سر باندې د FATF په څېر دوه تيرې تورې ځوړندې وي۔د هر دوو جګړو تر منځ یو وقفه وي چې په هغې کښې دوي د جګړې ملبه ټولوي۔ د ملبې پورته کولو په دې عمل کښې دوست دښمن او دښمن دوست کېږي۔ اتل ولن او ولن اتل کېږي، خلک د تاریخ دفترونه پرانیزي او د خبرو پیل کوي۔ شخړې او مکافاتونه کېږي او بیلچې په یو بل تېریږي۔ ګاونډیان منځګړي شي۔کله په کعبه کښې نو کله په دوحه کښې عهدونه او تړونونه کېږي۔ کېږی خو هغه څه چې د خداے ته منظور وي، ټهيک ده صدر ټرمپ جګړه نۀ غواړي، خو بیا هم بگرام ائیر بیس ورته پکار دے او په هره بیه یې غواړي۔ داسې ښکاري چې دا ځل ورته موقع په لاس ورغلي، اوس داسې ښکاري چې څه لاس ته راغلي وو هغه یوه وقفه وه، که موقع وے نو مونږ به مشورې هم ورکولې، چونکې دا وقفه ده، نو ددې دپاره لعنت او د تورونو لړۍ به مناسب وي۔ راځه ملګريه چې یو بل ته تر هغه وخته پورې کنځلې وکړو تر څو چې راتلونکے لوبغاړے له پویلین څخه راوتلے نۀ وي ۔
د اکرام الله ګران شعر، عدم تشدد او د قران پاک اٰیت – ابشام افریدے، کراچۍ
کۀ څوک مې وژني لاس ئې هم نۀ نيسم زما پۀ يو حالت کښې شر نۀ لګي د ارواښاد اکرام الله ګران دا پورتنے شعر