پښتانۀ څوک دي يو سپيناوے—ډاکټرخلیل الله اورمړ

دا ليکنه شريکه کړئ

  • په ټولنیزو رسنیو کښې نن سبا د پښتنو َنَسبي جوړښت ته ډېره پاملرنه شوې ده.
  • څو ورځې وړاندې د محترم ډاکټر صاحب اباسین یوسفزي مرکه: «د پښتنو تاریخ او شجره و نصب» تر عنوان لاندې په فېسبوک کښې خپره شوه او خپل نظر ئې په لاندې ډول وړاندې کړی دی:
  • پښتانۀ د ابراهیم علیه سلام د بي بي کتوره اولاده دي.

پښتانۀ د حضرت یعقوب علیه سلام اولاده دي او بنی اسراییل دي.

  • پښتانه آرین دي».

2-  بله لیکنه د خدای بخښلي بارک عاطفي څېړنه د (د شرق پاچاهان/ لرغوني پښتانه/ عبرےان تر اسلام وړاندې دوره، ۱۳۹۹ لمریز کال) تر سلیک لاندې په ۷۶۳ مخونو کې ما ته د تقریظ له پاره راستولې وه.

3-  جمعه خان صوفی تاریخ نویس: پشتون ها توسط ترک ها و تاجیک ها به دین اسلام مشرف شدند. زبان پشتو یک زبان نو است که پیشینه تاریخي قدمت تاریخی چندانی ندارد. نام افغان را بالای پشتونها  ایرانی ها ګذاشتند و  رودکی شاعر پارسی زبان در اشعارش نام از افغان برده است.

4- همدا ډول په فیسبوک ځیني ویډیوګانې شته چې پښتانه یهود بلل شوي دي.

زه د ټولو پوهانو او لیکوالانو نظریو ته احترام لرم خو هره څېړنه باید علمي وي هره څېړنه باید د علومو د تیورۍ له اصولو، قوانینو او میتود سره برابره وي، حقیقت او واقعیت ولري تر څو لوستونکی له ګمراهۍ سره مخامخ نه کړي. دا لیکنه به د دغو څو تنو په نظریو او په ځانګړي توګه  د جمعه خان صوفي تاریخ نویس په درواغو به متمرکزه وي . جمعه خان صوفی تاریخ نویس، وایي: « پشتون ها توسط ترک ها و تاجیک ها در زمان بابر به دین اسلام مشرف شدند. زبان پشتو یک زبان نو است که پیشینه تاریخي و قدامت تاریخی چند انی ندارد. نام افغان را بالای پشتونها  ایرانی ها ګذاشتند و  رودکی شاعر بخارایي پارسی زبان در اشعارش نام از افغان برده است.» زۀ د پښتنو دفاع نۀ کوم، پښتون یو با عزته او با غېرته لوي قوم دے خو داسې خلق هم لیدل کېږي لکه جمعه خان صوفي تاریخ نویس، چې د خپل قوم او د افغانستان له پنځه زره کلن تاریخ خبر نۀ دي. په دې لیکنه کښې به د تاریخي ژبپوهنې په دلایلو د افغانستان په پنخه زره کلن تاریخ او د پښتنو په نسبي جوړښت نظر واچوو.جمعه خان صوفي د داسې هېواد لکه پاکستان چې عمر ئې تر شپېتو کلونو زیات نۀ وي جعلي تاریخ ورته لیکلے شي خو داسې  پوهه نۀ لري چې د لرغوني هېواد لکه اریانا او خراسان چې افغانستان ئې استازیتوب کوي او د ورونو قومونو پنځه زره کلن ګډ تاریخ چې هر قوم په خپل وخت او زمان سره په تاریخ جوړولو کې برخه اخستې ده، پوه شي او تحلیل ئې کړي.جمعه خان صوفي دې لومړے د علامه احمد علي کهزاد «د افغانستان پخوانے تاریخ، لومړی ټوک، میر غلام محمد غبار «افغانستان در مسیر تاریخ»، علامه عبدالحی حبیبی «د افغانستان لنډ تاریخ لومړۍ او دویم ټوک» او د نړۍ لرغوني تاریخونه ولولي بیا دې د افغان، افغانستان او پښتون په تاریخ او نامه قضاوت وکړي او بیا دې خپله ویډیو خلګو ته خپره کړي.د لرغوني یونان مؤرخ، د نړۍ د تاریخ پلار هرودوت چې (490 تر 425 له مېلاده نه مخ کښې) ژوند کوۀ. دا دۀ تاریخ چې په 9 کتابونو کښې لیکل شوے دے د نړۍ د اقوامو لکه د یونانیانو، پارسیانو، مصریانو، کاسیانو، آشوریانو، بابلیانو، ساکانو، آریانو (هراتیانو)، خوارزمیانو، سغدیانو، پارتیانو، باختریانو، پښتنو (پكتويس Paktues پکتیا وال او pacticya پکتیکایانو)، هندیانو او نورو طوایفو په تاریخي پېښو، فرهنګ او میشتځایونو خبرې کړي دي.  دوه زره اوه سوه کاله پخوا هرودوت د خپل تاريخ د درېیم کتاب په 93 او 102 بند کې د «څالیا- ثالیا» تر عنوان لاندې د مالیاتو اندازه لیکلې ده. چې  «دیارلسم ایالت  پكتويس Paktues (پکتیا والو)او ( pacticya پکتیکایانو)، ارمنیانو او د تورې بحیرې تر پولې پورې د داریوش امپراتورۍ ته 400 تالان مالیه ورکوله». د اووم کتاب په 67 او 68 بند کښې د «پولومنها» تر عنوان لاندې د اوسني افغانستان قومونه او قبیلې داسې انځوروي:

«بلخیان (باکتریا Baktrya) کلاهي شبیه کلاه مادیها بر سر می ګذاشتند و با تیر و کمان بومی و خنجر و تبرزین جنګی مجهز بودند. ساکها ( Scythia )  Sacae   قوم سګزی از تیرۀ امیرګه (آمورګه) بودند ایشان و بلخیها زیر فرمان ویشتاسپ  پور داریوش از آتوسا دختر کوروش بودند. هندیان (اندوس) لباس شان کتانی بود و با کمان و تیر های ساخته شده از نی که پیکان فلزی داشت مجهز بودند…آریان ها (هراتیان) تیر و کمان مادی داشتند: تجهیزات ایشان همان بود که بلخی ها به کار می بردند….

ګنداری (کندهار در جنوب غرب افغانستان) و دادیک ها به سرکرده ګی ارتیوفوس با قبای چرمی و قداره و تیر و کمان و نیزۀ مادی مسلح و از لحاظ لباس درخشان رنګین خود و چکمه که تا زانو می رسیده کاملآ برجسته بودند.»

« پكتويس Paktues (پکتیا والو)او ( pacticya پکتیکایانو) نیم تنه ای از پوست بُز به تن داشتند و دارای کمان ها و خنجرهای بومی بودند. فرمانده اینان ارتایانتس  [ارتیانت] پسر ایتامتیرس بود.» د پكتويس Paktues (پکتیا وال) كلمه له هرودوت مخ کښې (1700 د میلاد نه مخ کښې) په وېدایي سنسكريت ژبه كښې مستند لیدل کېږي:د پكتويس Paktues (پکتیا وال) كلمه په وېدایي سنسكرت ژبه كښې pakthin، paktha ده او هغه خلك به ئې په دې نامه يادول، چې خدايانو ته به ئې پخه فديه وړاندې كوله. دا ويدايي پكت او پكتين د هماغه پښتنو يا پختنو نوم دے، چې په لرغونې دوره كښې د ويدایي خلکو ګاونډيان ول.د لرغوني يوناني پكتويس او د سنسكرت پكت او پكتين كلمې د معاصرو ژبو د تكامل له مخې پختو كيدے شي. د دري د پخته poxta او پخت poxt كلمې، چې د پخلي په معنا دي د اوستائي pak «پخول» ريښې څخه چې مفعولي صفت ئې puxta  دے مشتق شوي وي. په سنسكرت كښې هم همدا ريښه pak- د «پخولو» په معنا او مفعولي صفت يې paktha دے ۔ د سنسكرت له همدې مفعولي صفت او د لرغونې يوناني د  پكتويس له كلمې څخه ډېر امکان لري چې پختو یا پښتو جوړه شوي وي. ماركورات او مارګنستيرن په خپلو ډيرو ليكنو كې د پښتو او پشتو كلمه له *parsuwāچې د آریاني د *parsu  له ريښې څخه او paštun   يې د *parswāna له كلمې څخه پيشنهاد كړې ده او دا يې د سنسكريت د parśu له كلمې سره پرتله كړې ده. د ريګويدا په اتم كتاب، شپږم سرود او 46 كرښه كښې د parśu كلمه د زړورو او جنګياليو خلكو په معنا تعريف شوې ده ۔

پاڼيڼي، چې په 350 ق.م کښې د ګندهارا د سلاتور په ښار كښې ژوندكوه په خپلو ليكنو كښې ئې غېر هندي اريائي ستر قوم پرشوادي parśuvādi نومولې دي او parśvādi د پښتو ژبې د تكامل له مخې پشتووالي paštuwāli، چې وروسته بيا د اوستايي منځتاړي ana په زياتولو سره پشتونوالي paštunwāli شوے دے ۔

د پشتونوالي په اتحادیه كښې ئې په لاندې توګه د يوولسو دولسو قومونو يادونه كړې ده:

پرشو parśu ئې ګندهاريانو  ته (د هغو خلكو په ګډون، چې له تكسيلا څخه تر کابله پورې ميشت وو) وئيلي دي.

بهليكايان Bahlika: (د بلخ د سيمې خلك)

كپشه kapśa (د اوسني كاپيسا ولايت خلك): د كابل د شمال خلك، د نورستان د غرونو، د لوېې مشرقي د سيمې او د هندوكش خلك. كمبوجيان Kamboja: د آمو سيند د سرچينو خلك (د پامير غلچه ژبې خلك) مروت marwat، مهمند madhument،اپريدي Aparytai بړيڅا، مسيد masit هغه خلك، چې له ګندهارا څخه تر تيرا، خيبر درې او كوهاټ پورې اوسيدل.پاڼيڼي همدلته د پشه يې pišāč قوم نوم اخلي، چې په اوس وخت كښې د افغانستان په ختيځ كې پراخه سيمه په واک كښې لري ۔ د پاڼيڼي له وېنا څخه دا نتيجه اخيستل كېږي، چې پر شوادي يوه قبیله ئې اتحاديه وه، چې د پښتنو بيلابيل قبیلو د پښتون په نوم په كښې سره راټول شوي وو. جمعه خان صوفي او دې په دې وپوهېږي چې پښتانه درې زره او څلور سوه کاله مخکې په دې نامه یادېدل. او دې تاریخ نویس دے دے باید وپوهېږي چې  بابر، رودکي بخارایي شاعر پارسي زبان په کومه پېړۍ کښې ژوند کوۀ ۔موږ به دلته د ظهیرالدین محمد بابر لیکنه ټکي په ټکي وژباړو:((ظهیرالدین محمد بابر په خپل نومي کتاب  «بابرنامه» کښې لیکلي دي د کابل په شا و خوا سیمو کښې ډېر قومونو ژوند کوي  په دښتو او کوچنۍ درو کښې ئې ترکان، عربان په ښارونو او کلیو کې پشیان پراچیان، تاجیکان برکیان او پښتانۀ قبایل مېشت دي. په جنوب لوېدیځو غرونو کې د هزاره او نکودری قبایل چې ځیني یې په مغولي خبرې کوي او د شمال لورته ئي کافر او کتور او گیبرک ژوند کوي او په جنوبي سیمو کښې د پښتنو د قبایلو میشتځایونه دي په کابل کښې له یوولسه تر دولسو ژبو د تفهیم وړ دي چې هغه دا دي: عربي،  فارسي، ترکي، مغولي، هندي، پشتو، پشه یي، پراچي، گیبري او برکي(اورمړي).» [بابر نامه له روسی ژباړه ۲۲۵].د جمعه خان صوفي تاریخ نویس به دغه درواغو دې لوستونکي قضاوت وکړي. دی تر دې اندازې نا پوهه دي دا د بابر نوم اېښودنه ده که د کابل د ښار د شا اوخوا سیمو د قومونو او توکمونو او ژبو معرفي او تاریخ. د پښتنو  د نسبي څېړنې لپاره باید د دوي له تاریخ، فرهنګ په لومړي سرکښې د دوي د ژبې د تاریخي ژبپوهنې له لارې څخه کار واخیستل شي. ځکه ژبه د اتنوګرافي د څېړنو یو اصلي رکن بلل کېږي ۔  پښتانه اصیل آریایان دي ځکه د پښتو ژبې د لغوي زېرمې ټولې ریښې په اندو اروپایي ژبو کښې لیدل کېږي. د نمونې په ډول د پښتو لاندې مثالونه په پرتلیز ډول به نورو آریاني ژبو کښې تر اندواروپایي مورینې Proto Indo-European  پورې تر څېړنې لاندې نیسم:  د پښتو ژبې خوږه کلمه و ده  wādə  « عروسى»، ود  wadawəl  « عروسي كردن » او ودېدل wadedǝl «عروسي شدن»:       د واده vādə  ویې د لرغوني ارياني له *vadu + ka    څخه چې  د آریاني د *√vad له ریښې  څخه د «لارښودنه ، ناوې وړل» په معنا مشتق شوې ده اوستايي vaδū-«ميرمن»، vadrya   « د وادۀ عمر ته رسيدلي نجلۍ » [Bartholomae 1314]وګوري يزغلامى vaδok «ناوې » ، خوفى waδak سـنګليچى wotuk  «جـشـن» يـدغـاwalδ < *vadu-ka «وادۀ، جشن»، منځنے فارسي wayodagān  «واده، جشن»، سغدىwaδ/ wδu ،  خوارزمي wud/ wδ  « میرمن»، ساكى bāy- < *vāδaya  «واده وړل»، پارتي   vāy  «د ناوې لارښودنه». همدارنګه دا ریښه په ټولو اندو اروپايي ژبو كښې په لاندې ډول بدلېدنه (تحول) او بشپړېدنه (تکامل) لري:سانسكريت vadhu  «پيغله، ‎ناوې»، ليتوانيايي vedekle ، لرغوني يوناني ednon «ناوې»،  لرغوني انګليسي weatuma ، زړى الماني widomo  کلمه د vad- له ريښې څخه، اندواروپایي ریښه یي *uedh  «د مېړه كورته د ناوې وړل» په معنا. ورېدل  wǝredəl (مص.ل.) «باریدن» واوره، باران او ږلۍ اورېدل، د وزیرو په لهجه کې وُر wor د ورښت، اوريا او باران په معنا ؛ (wǝr-eẓ-, wǝr-eẓ- : wǝr-ed- )، ورښت wǝrəṣt  د اندواروپایي ریښه یې*wer-, *awer-  «اوبه، ورښت او ورېدل» د آریک لهa- war-  *، د آریاني له *vāra- د *vār-(ورېدل) د ریښې له مضارع مادې څخه د «اوبو» په معنا او په  سنسکریټ کې.

  vār-, vāri- «ورېدل، اوبه» ده. وګورې په آریاني ژبو کې: اوستا vār- « ورېدل» ، فارسي bārān «ورښت»او ابرabr ، bāridan «ورېدل» ، منځنۍ فارسي  wāridan «ورېدل»،  wārān « ورښت» ، پارتيwār  «ورېدل»،  خوارزميwār «ورېدل» ، ختنيbār « ورېدل» او bāra « ورښت» ، اورمړي bārān « ورښت» او γorok  «ورېدل» ، واخيwūr«ورښت » ، کُردي wāridan « ورېدل» baran, barin,  waran   « ورښت». له دې ریښې څخه ورېدا wredā ښځ.م. ورېدنه.

 د پښتو دمخاطب مفرد ضمیر ( ته tə ) د آریاني له *tuvam،  اندواروپایي شخصي ضمیر *tu . وګورئ د اوستا tvəm، tūm  tū,، زړه فارسي tuvam، سنسکرېټ  tuvám، پارتي tw  [to]، منځنۍ فارسي to، ، ختني thu  ، فارسيtu  ، اورمړيtu  ، یغنوبيtu  ، واخي  tu, tə  ، منجي tu, tə  ، شغنيtu, tə  ، کُرديtu ، آسي dy/du، زړه سلاويты ، روسيты ، لاتینtū ،  لتوانیایيtù، زړه یوناني τù، σù، آلمان du . او همداسې  د پښتو  < *hača-tā      stā «از شما»  او tāso یا stāso  د مغیره حالت جمع د «شما» په معنا او انکلیتیکي بڼه یې مفرد مخاطب de د اوستا tē څخه اخیستل شوې ده.پورتنۍ درې مثالو دا په ډاګه کوي چې د پښتو د لغوي زېرمې ټولې ریښې د تاریخي ژبپوهنې د اصولو او قوانینو پر بنسټ تر اندواروپایي مورینې Proto Indo-European  پورې رسېږي او ژبپوهانو لکه جمیز ډارمستتر، ویلهیلم ګایګر، مارګنستیرين او برتولومې دا په اثبات رسولې چې پښتو ژبه په اندواروپایی کورنۍ the hndo-European Languages Familyکښې آریاني ژبه ده ۔ پر دې بنسټ نو پښتو ژبه د پښتنو مورنۍ ژبه ده او نۀ د بل کوم قوم او پښتانه آرین دي. د تاریخي ژبپوهنې له مخې کومې څېړنې چې تر اوسه شوي دي پښتو ژبه يې د اندوارو پایي له کورنۍ څخه د آریک له ژبښاخه او آریاني له شمال ختیځې ژبڅانګې څخه او پښتانۀ  یې مطلق ارین بللي دي. له هغو تاریخي او ژبني څېړنو چې په دغه برخه پورې اړه لري ځینی یې دادي : د ویلهیلم ګایګر په قلم لاندې درې څېړنې: لکه د پښتو ژبې د اېتیمالوژي (ریښه پېژندنه) لومړۍ قاموس، د پښتو غږپوهنه (Lautlehre des Afganischen) او پښتو ژبه (Die Sprache der Afghānen, das Pašto) د آریاني  په فلالوژي بنسټ (Grundriss der Iranischen philology, vol. i-ii, 1895 – 1901) په ټولګه کښې دویم مقام خپل کړی دی او له همدغه وخت څخه د پښتو ژبې تاریخي علمي او اساسي څېړنې پيليږي. د پښتو ژبي واولونه او کانسونانټونه یې تثبیت او تاریخې هویت یې ورکړے دے ۔ د مورفولوژي په برخه کښي یې په تاریخي توګه د کلام د اجزاوو پولې مشخصې کړې دي او پښتو ژبه یې آریاني بللې ده نو پښتانه هم آرین دي.      د ویلیلم ګایګر ایتیمالوژي قاموس د مارګنستیرن د 1927 م کال د اېټیمالوژي قاموس اساس او بنسټ وګرځېده او مارګنستیرن هم په ډېره امانت داری سره ټول ویيونه چي د ګایګر په قاموس کښي په کومو شمیرو ثبت وو د مارګنستیرن په ایتیمالوژي قاموس کې هم په همغو شمېرو خوندي کړي دي.Geiger, W. Etymologie und Lautlehre des Afganischen.  Abhandi.  D.  k.  Bayer.  Ak.

  1. W., I Cl., Bd. 20, 1893.

د پښتو ژبې دویم ایتیمالوژي قاموس د مارګنستیرین لیکنه چې په ۱۹۲۷م. کال کې چاپ شوے  ده. Morgenstierne G.. A New Etymological Vocabulary of Pashto,1927.

د پښتو ژبې درېیم قاموس د مارګنستیرین د قاموس دویم چاپ د الفينبين Elfenbein ، مكنيزي MacKenzie  او نيكولاس سيمز ويليامز Sims-Williams  په سموونه او اهتمام له اضافاتو سره په ۲۰۰۳ م كال په Wiesbaden  كې چاپ شوے دے ۔

Morgenstierne G.(MEMN). A New

Etymological Vocabulary of Pashto (Compiled

and Edited by J. Elfenbein, D.N. MacKenzie and Nicholas Sims-Williams) Wiesbaden, 2003.

دا موضوع هر اړخیزه علمي څېړنه غواړي، اوس په نړۍ کې په اتنوګرافي څېړنو کې تاریخ، فرهنګ او په تېره بیا ژبې ته اهمیت ورکوي او دا په  اثبات رسېدلې چې هر قوم ځانته مورنۍ ژبه  لري او د هغه قوم هره قبیله ځانته د هغې ژبي لهجه لري ۔ دوه قومه د نړۍ د مختلف ژبکورنیو له یوه نَسَبه نه وي او نا ممکنه ده. ځیني غیر پښتانه قومونه چې د پښتنو او تاجیکو په ګاونډ کې مېشت دي د خپلې مورنۍ ژبې پرځای یې پښتو او یا دري  ژبه خپله کړې ده لکه: عربانو د (سادات او یا قریش، هاشمي) قوم خو  خپل هویت یې په خپل نامه او تخلص کې ساتلی دئ نو دوی پښتانه او تاجیک نه دي عربان دي، لکه: سید محی الدین هاشمي، سید نظیم سیدی او داسې نور…اورمړیان هم د پښتنو ګاونډیان دي اورمړیان په قوم اورمړ د آرین له توکمه او مورنۍ ژبه یې اورمړي ده خو پښتانه نه دي ۔ براهویان دراویدیان دي په بلوڅي او براهوي ژبو خبرې کوي د دوی مورنۍ ژبه براهوي ده چې د دراویدي ژبو له کورنۍ سره تړاو لري. دوی بلوڅ نه دي ځکه بلوڅان او بلوڅي ژبه آریاني ده ۔پښتون آریاني قوم دی پښتو یې مورنۍ ژبه ده. او په قبیلو وېشل سوې ده او هره قبیله ځانته لهجه لري ۔ د ابراهیم ع او یعقوب ع اولادې پښتو ژبه له چا زده کړه؟ که واقعا دوی د پښتنو سیمې ته راغلي وي. نو د افغانستان مشهورو مؤرخینو به لکه: علامه احمد علي کهزاد، میر غلام محمد غبار او علامه عبدالحی حبیبی په خپلو آثارو کې د دغې موضوع یادونه کړې وه.

نورې ليکنې۔۔۔