دا زمونږ خپل جنګ و–ډاکټر ابرار افغان

دا ليکنه شريکه کړئ

د نړۍ هر هېواد خپله خارجه پاليسي د خپلو مفاداتو او قامي اهدافو په رڼا کښې وضع کوي او کله کله د دغه اهدافو پوره کولو لپاره مشکلې او خطرناکې فېصلې هم کوي۔ معنی دا چې ملکونه په مذهبي يا جذباتي بنيادونو نه بلکې د زمکني حقيقتونو په بنسټ خپل سياسي، معاشي او ستراتیژیک اهدافو ته ځان رسوي۔ کله کله دا Rhetoric/بيانيه مونږ په پاکستاني مېډيا کښې د سياسي او د بعضې رسنیو په حلقو کې وينو چې مونږ د امريکا جنګ په سر واغستو، مونږ پردي جنګ تۀ اودانګل يا دا چې دا زمونږ خپل جنګ نه و په اتيايمه لسيزه کې د شوروي اتحاد راتلل او بيا د وار آن ټيرر د ختمولو له پاره د امريکې راتلل دواړه پاکستان ډېر په هنر په خپلو ګټو تمام کړي ۔ د امريکا د پاکستان سره پارټنرشپ او د شوروي اتحاد په ضد د فرنټ لاين اتحادي جوړېدل کومه غېر ارادي يا جذباتي پرېکړه نۀ وه۔ پاکستان د‌جوړېدو پس د شرقي يا Eastern Block په ځايي د امريکې يا غربي اتحاد سره تعلقات جوړ کړل بل خوا هندوستان هر څو که د شوروي بلاک غړې نه وو او يو‌NonAligned پوزيشن يې ساتلے و ولې د دې سر بېره ئي جهکاو شوروي اتحاد اړخ ته زيات و۔ د محدودو وسائلو او کمزوري معاشي نظام له وجې د پاکستان د جوړېدو کال لا نه و پوره چې د امريکا په مالي امداد ئي انحصار شروع کړو پاکستان په وړومبي ځل په کال 1948 کښې امريکا ته د‌2 ملياردو ډالرو د‌ مالي امداد سپارښتنه کړې وه کوم چې امريکا مسترد کړې وه، بيا وروسته يي د10 ملين ډالرو افر ورکړې وو۔ د امريکې پخوانې سيکيورټي ايډوائزر هنري کیسنجر وائي چې په ۶۰مه او ۷۰ مه لسيزه کښې د پاکستان په اهميت او په ممکنه توګه د شوروي اتحاد په ضد يوه مورچه جوړولو باندې غور او فکر شروع شوے و۔ د امريکا د پخواني صدر جيمي کارټر د انتطاميې يو مهم غړي او پخواني نېشنل سيکيورټي ايډوائزر زبګنيو برزنسکي د وينا تر مخه د شوروي اتحاد خلاف د پاکستان د‌فرنټ لائن سټېټ جوړيدل يو اټل حقيقت وو ۔ دغه اتحاد نۀ  يواځې دا چې جغرافيايي او تاريخي طور مناسب و بلکې د پاکستان قبايلي علاقو وسله وال ماحول هم پکښې يو مهم عناصر ګڼلې شو ۔ د شوروي اتحاد پۀ  ضد د امريکا او پاکستان شراکت داري په په کال 1950 کښې هغه وخت شروع شوه کله چې پاکستان د سي آيي اے او د امريکا د  National Security Agency   NSA سره په يو خفيه نيټ ورک کښې شامل شو۔ د دغه نيټ ورک کار دا و چې د شوروي اتحاد سره د افغانستان او د چين د پولو سروۍ اوکړي او له دې سره سره مهم معلومات او برقي جاسوسۍ کښې يو بل سره تعاون اوکړي۔  د هندوستان سره 1971 د‌جګړې وروسته پاکستان د مالي ستونزو سره سره عسکري طور هم کمزورے شوے و چې د دې لپاسه هندوستان په 1947 کښې ايټمي دهماکې هم وکړې ۔ د هندوستان سره د وسلو په زغل کښې پاکستان کله هم شاته نۀ شو پاتې کيدلې۔ چون په خطه کښې د هندوستان سره د وسلې يوه ذبردسته مقابله روانه وه نو پاکستان غوښتل په هر حال کښې په تندۍ سره خپل ايټمي پروګرام مخ په وړاندې بوځي او د ‌هندوستان سره ځان سيال کړي ۔ پاکستان غوښتل څنګه اوکړے شي د امريکا پام ځان ته راوګرځوي چې د دوي څخه بندېزونه هم لرے کړي، ترې مالي او عسکري کومک هم ترلاسه کړي او د خپل اېټمي پروګرام لپاره ترې رعايت هم واخلي۔  په پاکستان باندې بندېزونه د امريکا په Foreign Assistance Act 1961 کښې د Symington Amendment (1967) له وجې لګولې شوي وو ۔

دغه ترميم د امريکا د Nuclear Non Proliferation Policy تحت شوي وو۔ په ياد ترميم کښې دا يادونه شوې وه چې کوم هېوادونه د يورېنئيم Enriching کوي او په ممکنه توګه د International Atomic Energy Agency(IAEA) د قواعدو او ضوابطو سره سم نۀ وي نو به سخت فشارونه او بندېزونه ګالي۔ هم په دغه ورځو کښې د پاکستان د مالي مرستو لپاره درخواست هم ځنډولے شوے و ۔ په ستمبر 1979 کښې د امريکې د هغه وخت صدر جيمي کارټر ته په يو خفيه راپور کښې دا خبر وړاندې کړے شوے و چې د پاکستان مالي وضعیت دومره خراب شوے دے چې شايد صدر ضياء الحق دغه کال هم پوره نۀ کړي ۔ د خراب سياسي او مالي وضعیت سره سره د پخواني وزیر اعظم ذوالفقار علي بټو د عدالتي قتل له وجې هم په ملک دننه او په اسلامي نړۍ کښې بلعموم د ضياء الحق Reputation ډېر زيات خراب شوے و۔ ضياء الحق هيڅ کله هم دغه جنګ ته غېر ارادي يا جذباتي طور نۀ دي دانګلي بلکې هغه ډېر په محتاط اوCalculated انداز کښې خپلې پتې ښودلې۔ هغه نه يواځي دا چې خپل پوځ بيا په خپلو پښو ودرول غوښتل بلکه د مالي مرستو او ايټمي طاقت جوړيدو سره سره يي په راتلونکي کښې په افغانستان کښې ځان ته امکانات هم لټول۔ هغه په افغانستان کښې د سياسي او عسکري اثر رسوخ لپاره اوږد مهاله ستراتیژیک پلانونه په نظر کښې نيولي وو۔ دا هم دغه اهداف وو چې وروسته بيا د ستراتیژیک ژورتيا/Strategic Depth په نوم مخکښې راغلل۔ ددې سره سره د ضیاء خپل الټرا اسلامسټ او پېن اسلامسټ خيالات هم وو چې تر شا ئې خپل واک ته دوام اوو Legitimacy ورکول وو۔ د امريکې د کانګرس غړي چارلي ولسن کوم چې د افغان جهاد لپاره په امريکا کښې ډېره غټه لابي چلوله، د هغه د وېنا مطابق چې ضياء الحق د کنفيډرېشن خوبونه هم ليدل او په دغه لړ کښې چارلي ولسن ته يوه نقشه هم ښودلې وه چې پکښې د‌ پاکستان، افغانستان او منځني اسيا نه علاوه کشمير هم شامل وو ۔ د ضیاء الحق او د امريکا د پارټنرشپ له برکته نۀ  يواځې دا چې د پاکستان امداد‌ بحال شو بلکې د افغان جهاد لپاره د کال په سر يو ارب ډالر د امريکا او يو ارب ډالر د سعودي حکومت له خوا د پاکستان په لاس راتلل شروع شو ۔  دغه شان نه يواځې دا چې Symington Amendment ته په صفر کښې ضرب ورکړے شو بلکې وروسته د کال 1985 Pressler Amendment هم تر کال 1989 پورې تش په کاغذونو کښې و۔ Pressler Amendment هم لکه د Symington Amendment د Nuclear Non Proliferation Policy لپاره شوې وو۔ په دغه ترميم کښې دا خبره هم وه چې د امريکې صدر به هر کال د امريکې کانګرس په دې خبره مطمئن کوي چې پاکستان نيوکلئير هتهيار نه جوړوي، حال دا چې په دې کار روان و ولې امریکا پرې سترګې پټې کړې وې ځکه چې د پاکستان په کومک ئې خپل غټ دښمن ته ماتې ورکوله ۔  د شوروي اتحاد د افغانستان نه د وتلو پس په کال 1990 کښې Pressler Amendment يو ځل بيا سر راپورته کړو او يو ځل بيا په پاکستان باندې بندېزونه ولګېدل تر دې پورې چې د پاکستان اغيستي شوي F-16 الوتکې ئې هم د ورکولو نه انکار وکړو۔ يعنې جهاد ختم امداد ختم ۔ ضياء الحق د افغان جهاد بابا ګڼلے شي او د مجاهدينو په زړۀ کښې ئې يو خاص مقام لرلو، د هغۀ  په مرګ باندې ټول ډېر سوګوار وو کرنل امام پۀ خپل کتاب کښې ليکي چې د الوتکې د پېښې وروسته ما خپله کتلي چې افغان کمانډرانو او مجاهدینو په جنرل صېب پسې په سرو سترګو ژړل، چارلي ولسن هم په جنازه جنرل حميد ګل ته دغه وئيل چې `نن ما خپل پلار وبائيلو` هم دغه راز په يوه ويډيو کښې کومه چې په ټولنیزو رسنیو موجود ده چې څۀ  مجاهدينو پکښې د مرد مومن مرد حق په شان کښې څه داسې ډول نظم په  ترنم کښې وائي چې

رهبر د مسليمينو د جهان نن شهيد شوے

جنرال ضياء الحق په ډېر ارمان نن شهيد شوے

تضاد چې د الحاد و حامي د پاک جهاد و

دښمن د کمونيزم هغه ځوان نن شهيد شوے

دغه رقم په يو بل تقرير کښې دا هم ليدې شي چې ضیاء الحق پکښې وايي چې

“ یہ جو افغانستان مي لڑ رهے هي يه اپنی نهی بلکه  پاکستان کي بقآ کی جنگ لڑ رهے هي، کيونکه اگر انهو نی شکست کهايي تو اگلا نمبر پاکستان کا هے“

ژباړه: دا چې په افغانستان کښې جنګېږي دا خپل نه بلکې د پاکستان د سالميت جګړه کوي، که دوي ماتې اوخوړه نو ورپسې نمبر د پاکستان دے ۔ کرنل امام پخپل کتاب کښې وائي چې `زه غواړم لږ رڼا په دې واچوم چې دا زمونږ خپل جنګ و، مونږ د بل چا لپاره جنګونه نۀ دي کړي۔ مونږ ته معلومه وه چې که مونږ د ډيورنډ لاین هغې غاړې ته سرې لښکرې حصار نه کړې شوې نو ډېر زر به د پاکستان انجام هم د منځني اسيا د هېوادونو په څېر د غلامۍ شي ۔

نورې ليکنې۔۔۔