قهوه—-ډاکټر ارشاد پښتون

دا ليکنه شريکه کړئ

قهوه زمونږ قومي مشروب يا څښاک دے نو ځکه دا صرف ګرمې اوبۀ چيني يا پاڼې نۀ دي بلکې زمونږ د قام پرستو جذبات او روحانيات ورسره تړلي دي۔ منم چې جذبه د عقيدت ذهنونه نۀ پرېږدي بل سوچ ته خو مونږ بيا هم د څۀ نه څۀ څيز سره د عقيدت جذبه ساتو۔ ما تل د دغه قام پرستۍ پت پاللے دے خو يوه خبره بايد وکړم چې زۀ هيڅ کله هم خپلې قام پرستۍ تنګ نظره کړے نۀ يم يعني ما د نورو مشروباتو لکه تور چاے چې زه ورته بلېک لېبل هم وايم، جوس، شومله ريګل وغېره نه هم مخ نۀ دے اړولے۔ زۀ اکثر پۀ کور کښې د خپل قومي مشروب فرمائش او غوښتنه کووم۔ د کور وګړي هم زما د دغه جذبې خيال ساتي او وخت بې وخته راله قهوه پخوي يا يې په خپله پخووم ځکه چې فرمائشونه چې د حده واوړي نو هم ښه خبره نۀ وي دې سره د زغم د ختمېدو امکان وي لکه که يو پيالۍ کښې قهوه وي نو داسې وخت راشي چې د اخري ګوټ سره هغه غائبه شي۔

پۀ مات زړۀ د پخ شوې قهوې اندازه هم لګېدے شي او پۀ دې د قهوې مئينان او مينه وال ښۀ پوهېېږي۔ کله چې د بې بې د قهوې پخولو ته زړۀ نۀ وي نو هغه ما سره ډپلومېسي شروع کړي او څۀ مات ګوډ دليلونه راوړي پۀ دا خاطر چې جناب به اوس د قهوې نه منکر شي۔ هغه وائي “قهوه خو تيار خلق څښي تۀ خو خوار و زار نرے نروچکے يې دا قهوې مه څښه خراب به دې کړي”۔ زۀ ورته موسکے شم بې بې د څادين نه به طوفان څۀ يوسي چې اوبۀ دې په سر واوړي نو يا يوه نېزه يا شل۔ بيا هغه اووائي تا خو څۀ ګډان نۀ دي خوړلي چې قهوه څښې۔ زۀ ورته وايم بې بې مونږ به ګډان نۀ شو خوړلے نو قهوه به نۀ څښو۔ ګوره بې بې که ساګ وي که سوکړک که توره وي که سپوره خو چې قهوه ورپسې وڅښې نوسود پرې وشي۔ بې بې زما د افلاطونۍ يا باسطۍ فلسفې د وړاندې بې جوابه شي قهوه حاضره شي او پۀ قار اووائي هن دا زهر وڅښه او زۀ لکه د افلاطون د استاد سقراط غوندې يو څو پيالۍ د حلقه تېرې کړم۔

که څوک دا وائي چې قهوه پخول اسان کار دے نو دا به دروغ وي۔ د دې پال پرهېز ډېر زيات دے۔ د دې دومره اصول او قوانين دي چې دومره د ناول د جوړښت توکي هم نۀ وي۔ کومه سنسني چې ناول او ډرامه کښې وي دغه په قهوه کښې پېدا کول کمال دے۔ څنګه چې فکشن کښې سنسني سېوا کېږي دغسې د قهوي د يوې پيالۍ نه دوېمه کښې سېوا وي۔ دغه تجسس هله ختم شي چې د قهوې اخري پيالۍ وڅښل شي اخري پيالۍ د قهوې کلائمکس ګڼل شي۔ که څوک دا وائي چې دومره قهوه څښل خو زياتے دے نو غوره ځواب دا دے چې قهوه خو دغه لس پيالۍ خوند کوي باقي خو هسې خېټه ډکول وي۔ د قهوې خاص خوند او رنګ وي۔ د دې خوند لکه د نورو ښکلو پۀ شان خوږ نۀ وي ښۀ بلکې لږه پيکه مزه کوي۔ رنګ يې هم د ښکلو د منلي شوي رنګونو پۀ څېر سور سپين يا سکڼ مزه نۀ کوي بلکې زيړ رنګ يې د عالمي معيار وي او که لاچي هم په کښې وي نو د مس ورلډ د مقابلې د پاره موزون شي او دا د کاميابې قهوې علامتونه وي د لاچي نه علاوه چې د قهوې روح دے که يو څو څاڅکي لېمبو په کښې واچولے شي نو دا يې غاښ په خلۀ کښې زېب کا که ژاله شوه په لاله کښې او دې ته د يارانې قهوه وئيلے شي چې زمونږ د کلتور ائينه داره وي قندهار اپريدي په خوا ويېلي وۀ

(منمه چې يورپ کښې ملګرتيا په مېکدو شي
خو دلته کښې جوړېږي په قهوه انډيوالي)
او هم دا وجه ده چې زمونږ د قهوې انډيوالان شته دے۔ قهوه ځينې خلقو دومره فېشن ساز کړے دے چې د سا اخستو غوندې لازمي شوې ده۔ د يو ملګري د نزدې ځاے مېلمانۀ راغلۀ۔ چاے ډوډۍ ټول تکلفات وشو کور يې د قهوې وېنا کړې وه او مېلمنو د تلو تادي کوله چې ملګرے کور ته راغے نو قهوه لا نۀ وه پخه دا په قار شو مور ورته ډېر په نرم انداز اويېل چې کور هم ډوډۍ پسې قهوه څښي؟ ۔يوه واقعه بيانوم خو ما فقط اورېدلې ده چرته کتاب کښې مې نۀ ده ليدلې۔ حواله کمزورې ده خو خبره غټه ده۔ وائي چې يوه ورځ خوشحال خټک د اورنګ زېب دربار ته لاړو د بابا نه يې د چاے اوبو تپوس وکړو نو بابا ورته اويېل چې قهوه به څښو۔ اورنګ ورته اوئېل چې قهوه خو خرۀ هم نۀ څښي۔ بابا ورته اوئېل چې خرۀ قهوه نۀ څښي خو زۀ انسان يم زه يې څښم۔ د دې سخت ځواب نه پس د بابا او اورنګ تر مينځه نفاق پيدا شو۔

”د نفاق که يو بڅرے و ما اور کړو
اور مې پورې د اورنګ باچا په کور کړو“
دغه رنګ د يو نامعلوم شاعر شعر خلق ډېر ډېر وائي چې پۀ کښې يې ډېره غټه فتوه ورکړې۔

څوک به چاے او څوک اوبۀ به د انګور څښي
چې پښتون وي نو قهوه خو به ضرور څښي
قهوه اوس زما عادت شوے بلکې نشه ده مور مې هم خوشحاله وي ځکه چې د نورو نشو نه پرې بچ يمه د نشې نه اوړېدل اسان کار دے خو د قهوې نه ګران کار دے دا لکه د دارو ۔ (سحر غرمه ماښام زۀ څښم د قهوې جام) ۔

اوس اوس راله يو ماهر قهوه جات په علم کښې د يوې خبرې اضافه وکړه او ډېر غم راسره هم پېدا شو هغۀ اويېل چې قهوه چائنک کښې واپس لېږل بد شګون دے دې سره د کور برکت ختمېږي۔ ځکه نو زۀ ژمن يم چې نور به پۀ کښې ګوت هم نۀ پرېږدم ګورو چې څۀ ترې جوړېږي۔

 

نورې ليکنې۔۔۔