په رياستِ دير کښې د “خال” علاقه د خپلې مردم خېزۍ په اساس د توجه مرکز پاتې شوې ده ۔ په رياستي دور کښې هم او په وروستو دورونو کښې هم دا خاؤره د علمي، اصلاحي او سياسي هلو ځلو مرکز پاتې شوې ده ۔ فيرنګي سرکار هم په خپلو خفيه دستاويزاتو کښې دا خاؤره د فيرنګي ضد سازشونو آماجګاه ګڼلې ده ۔ دلته چې څومره فيرنګي ضد مبارزين پاتې شوي دي نو د هغوي هلې ځلې هم د فيرنګي سرکار لۀ خوا د ژور نظر لاندې ساتلے شوي دي ۔1 دې خاؤرې د اخون احمد بابا، ملا اردت بابا، اخون ميا نور بابا، حافط بابا، پاچا بابا، ملا بابا، قابل اخونزاده، محمود جان اخونزاده، بادشاه اخونزاده، سيفور اخونزاده، محمد اميراجان اخونزاده، نائب قريب الله خان، عبدالواحد اخونزاده، عبدالجليل اخونزاده، حضرت سېد اخونزاده، سيد حضرت اخونزاده، محمد زرين اخونزاده، بهادر سېد اخونزاده، مظفر سېد اخونزاده، شېر حضرت اخونزاده، فضل الهي اخونزاده او سنېټر بهرور سېد اخونزاده غوندې نوموړي علمي، روحاني، قامي او سياسي شخصيات زېږولي دي ۔ په دې شخصياتو کښې يو شخصيت حاجي محمد جان اخونزاده هم دے چې د يو قامي مشر سره د خدائي خدمتګار تحريک کلک غړے هم پاتې شوے دے ۔
حاجي محمد جان اخونزاده د اخونزادګانِ خال د علمي، روحاني او سياسي کورنۍ سره تعلق لرلو ۔ په پښتون وطن کښې د داسې کورنيو اثر رسوخ ډېر زيات وۀ ۔ په دې بنياد د فيرنګي سرکار د کال 1933ء په يو خفيه دستاوېز کښې په دې حقله ليک دي:
Perhaps the strongest influence at work in the social sphere has been religion. The results are deeply marked on the community of the present day and pious superstition has helped to build up great digious families, whose influence has extended over temporal as well as religious affairs.2
هم په دې خفيه دستاوېز کښې وړاندې د اخونزادګانِ خال په حقله داسې ليک دي:
The important family of the Akhunzadas of Khal (Dir) furnishes yet another example of the growth in the power of the church in the regions with which we are sealing.3
د دير، سوات او چترال پوليټيکل ايجنټ کپټن ميک مېهن او اسسټنټ پوليټيکل ايجنټ لفټننټ ريمزي د کال 1901ء په خپل مرتب کړي رپورټ کښې د اخونزادګانِ خال په حقله ليکي:
The Akhunzadas of Khal are probably of other descent than Yousafzai, but they are now classed as Sultan Khel, Malaizai.4
د اخونزادګانِ خال په حقله دغه دعوه په حقيقيت مبني نۀ ده، ځکه چې اخونزادګانِ خال صاحبِ حېثيت، صاحبِ جائيداد و دوتر مليزئي يوسفزئي دي ۔ لۀ دې رپورټ نه علاوه تر دې دمه بل کومه محقق او مورخ دا بې بنياده دعوه هم نۀ ده کړي، بلکې ټولو محققينو او مورخينو اخونزادګانِ خال مليزئي يوسفزئي ياد کړي دي ۔ لکه د فيرنګي سرکار د کال 1887ء په يوه خفيه دستاوېز کښې په دې حقله ليکلے شوي دي چې:
The Khaluna (Khal) valley embraces that portion of the Panjkora river which lies between the fort of Rabat and chutiatan. The tribes occupying this tract are the Sultan Khel and Akhunzada Khel sections of the Malizai.5
د حاجي محمد جان اخونزاده د پلار نامه محمد آميراجان اخونزاده او د نيکۀ نامه ئې محمود جان اخونزاده ده ۔ دا دواړه هم د دې سيمې نوموړي شخصيات او علاقائي مشران وو ۔ د حاجي محمد جان اخونزاده شجرۀ نسب خپل جد امجد حضرت اخون ميا نور بابا ته داسې رسي: “حاجي محمد جان اخونزاده بن محمد آميراجان اخونزاده بن محمود جان اخونزاده بن عبدالرسول اخونزاده بن اخونزاده حافظ بابا بن حضرت اخون ميا نور بابا بن ملا اردت بابا”۔6 د حاجي محمد جان اخونزاده نيکۀ محمود جان اخونزاده د رياستِ دير د نوموړي حکمران خان رحمت الله خان مشير پاتې شوے وۀ ۔7 د نواب محمد شريف خان په وړومبي دور 1885)ء- 1890ء (کښې هم د هغۀ دستِ راست او مشير پاتې شوے وۀ ۔ دغه شان په رياستي دور کښې د دې علاقې قامي مشر او چيف آف خال هم پاتې شوے وۀ ۔ لکه د دير، سوات او باجوړ د کال 1906ء په ملټري رپورټ کښې ليک دي:
Khal is held by Mahmud Jan, Akundzada: the district comprises 28 villages on the right bank of the Panjkora almost oppositc Robat, the population is 2,700.8
په دې رپورټ کښې د محمود جان اخونزاده او د هغۀ د مشر ځوي سيفور اخونزاده په حقله دا هم ليک دي:
Mahmud Jan Akhunzada, is the chief of Khall. Karibullah and Saifur Akhunzadas are both disaffected and dangerous men.9
دغه شان د حاجي محمد جان اخونزاده پلار محمد آميراجان اخونزاده هم د دې سيمې قامي مشر پاتې شوے دے ۔ د خپل مشر ورور محمد سيفور اخونزاده نه وروستو د دې سيمې يو بااثره شخصيت او قامي مشر وۀ ۔ د فيرنګي سرکار د کال 1933ء په يو خفيه دستاوېز کښې په دې حقله ليک دي:
Muhammad Amira Jan: One of the leading Akhundzadas of Khal. An old man with considerable infludnce. Not in favour with the Nawab.10
د محمد اميراجان اخونزاده د مرګ وروستو دغه ذمه واري د حاجي محمد جان اخونزاده په برخه شوه ۔ سلېما شاهد په دې حقله ليکي:
“سيفور اخونزاده کا دوسرا بھائی امیراجان اخونزادہ ان کے بعد سلطان خیل قوم کا سردار تھا۔ ان کے بعد امیراجان کا بیٹا محمد جان اخونزادہ بھی سردار بنا”۔11
محمد سيفور اخونزاده د نواب محمد شريف خان په اميرانو او مشيرانو کښې شامل د مجلسِ مشاورت خاص غړے وۀ او د نواب محمد اورنګ زېب خان په ابتدائي دور کښې هم په دغه منصب برقرار وۀ ۔ کله چې د رياستِ دير د علاقه سيند د خوانينو او ملکانو د نواب محمد اورنګ زېب خان سره اختلاف پېدا شۀ نو دې اختلاف د محمد سيفور اخونزاده په مشرۍ کښې د بغاوت صورت اختيار کړۀ ۔ په دې سلسله کښې د سرلړې په مقام سخت جنګ وشۀ چې محمد سيفور اخونزاده پکښې زخمي شوے هم وۀ ۔ په دې تسلسل کښې د بارون په قلعه هم جنګ شوے وۀ چې د محمد سيفور اخونزاده د ترۀ ځوے محمد حليم اخونزاده او دوه نور اخونزادګان پکښې وژلے شوي وو ۔ هم په دې جنګ کښې د محمد سيفور اخونزاده ورور محمد اميراجان اخونزاده ګرفتار کړے شوے هم وۀ ۔12 د محمد اميراجان اخونزاده په قبر چې د دوي د نمسي اخونزاده خليل اکبر مرحوم لۀ خوا کومه لوحه لګېدلې ده نو په هغې دا عبارت ليک دے: “تاريخ وفات شبِ جمعه بعد نماز مغرب 22 جمادي الاخر 1357 هجري، سازندۀ تربت مستري عبدالمجيد مقام مانکي شريف دکان صدر نوشهره”۔13 لۀ دې لوحې څخه دا جوتيږي چې محمد آميرا جان اخونزاده په 22 جمادي الاخر 1357 هجري بمطابق 18 اګست 1938 عيسوي، د جمعې مبارکې په شپه، د ماښام مانځه نه وروستو وفات شوي دي ۔ غالب ګمان دے چې تدفين به ئې په 23 جمادي الاخر 1357 هجري بمطابق 19 اګست 1938 عيسوي د جمعې مبارکې په ورځ شوے وي ۔ وئيلے شي چې د وفات په وخت ئې عمر اتيا کاله وۀ نو په دې حساب سره ئې د زېږون کال 1858ء خواؤشا جوړيږي ۔
حاجي محمد جان اخونزاده د خپل پلار محمد آميراجان اخونزاده د وفات نه وروستو د هغۀ جانشين مقرر شۀ چې دغه منصب ئې ډېر په احسنه طريقه سر ته رسولے دے ۔ اخونزاده ګل واحد )زېږون: 1951ء( راته په خپله مرکه کښې د دوي په حقله اووې چې:
“حاجي محمد جان اخونزاده ډېر با حياء، نېک سيرته، صلحه جو او د صوم صلوات پابند انسان وۀ ۔ د خدائي خدمتګار تحريک نه وړاندې ئې هم د عبدالغفار خان سره تعلقات وو ۔ ځکه خو ئې عبدالغفار خان په خصوصي دعوت خال رياستِ دير ته راغلے وۀ ۔ عبدالولي خان ئې هم ملاقات له راغلے وۀ او نور خدائي خدمتګار لکه د جندول شهاب الدن خان او د سمکوټ ملېزے خان به ئې هم وخت په وخت ملاقات له راتلل ۔ د نواب محمد شاه جهان خان همزولے او تعلق دار وۀ او تګ راتګ به ئې هم کېدۀ”۔14
د حاجي محمد جان اخونزاده کشر ځوي اخونزاده رحيم اکبر )زېږون: 1954ء( راته په خپله مرکه کښې د خپل پلار حاجي محمد جان اخونزاده په حقله اووې چې:
“حاجي محمد جان اخونزاده د محمد اميراجان اخونزاده په کالۀ زورمنډۍ خال کښې په کال 1895ء کښې زېږېدلے وۀ ۔ څلور وروڼه يعني اکبر جان اخونزاده، قادر جان اخونزاده، کريم شاه اخونزاده او عمرا جان اخونزاده (لا ولد) ئې وۀ ۔ څلور ودونه ئې کړي وو چې مشره بي بي ئې د حضرت سيد اخونزاده لور او دويمه بي بي ئې د کوټکي باباجي لور وه ۔ دريمه بي بي ئې د دې ځاے د ملايانو او څلورمه بي بي د سېټانو د کورنۍ نه وه ۔ د ښکار او مطالعې شوقين وۀ ۔ د تفسير، حديث او تاريخ کتابونه به ئې لوستل ۔ د شېخ غلام حضرت اخونزاده خاص شاګرد وۀ او د هغوي نه ئې بنيادي ديني علوم ترلاسه کړي وو ۔ د پښتو سره سره په فارسۍ او اردو ئې هم عبور لرلو ۔ خودار، با اصول او سنجيده انسان وۀ ۔ ټول ژوند ئې د يوې قاعدې او ضابطې لاندې تېر کړے وۀ ۔ مونږ ته به ئې هم د اخلاقياتو او حسنِ سلوک تلقين کولو ۔ د صوم و صلوات پابند وۀ او په کال 1935ء کښې ئې د حج سعادت هم حاصل کړے وۀ ۔ په دې سيمه کښې حاجي محمد جان اخونزاده دويم سړے وۀ چې په هغه زمانه کښې د حج سعات حاصل کړے وۀ ۔ لۀ دې نه وړاندې حضرت سيد اخونزاده دا سعادت حاصل کړے وۀ ۔ د نواب محمد شاه جهان خان سره ئې ښۀ مراسم وو ۔ کله چې نواب محمد شاه جهان جان وفات شۀ نو زۀ هم ورسره د فاتحې په مراسمو کښې شريک شوے وم ۔ د خدائي خدمتګار تحريک سره تړلے وۀ او وخت په وخت به ئې خدائي خدمتګار ملاقات له هم راتلل ۔ لکه په کال 1971ء کښې ئې عبدالولي خان ملاقات له راغلے وۀ چې حاجي محمد جان اخونزاده ورته چغه هم ډالۍ کړې وه ۔ د سمکوټ ملېزے خان او د جندول شهاب الدين خان به ئې هم د صلاح او مشورې د پاره وخت په وخت ملاقات له راتلل ۔ کله چې د جندول شهاب الدين خان په لاهور کښې نظر بند وۀ نو هم به ئې حاجي محمد جان اخونزاده ملاقات له تللو ۔ په کال 1977ء کښې ورسره يو ځل زۀ او د کمبړ خان بادشاه جان هم تلي وو چې په وزير آباد کښې ګرفتار کړے شوي هم وو او بيا په ضمانت باندې راخلاص شو ۔ د محمد اميراجان اخونزاده حجره “کوز دالان” د هغوي د وفات نه وروستو د حاجي محمد جان اخونزاده په مشرۍ کښې د سياسي، سماجي او قامي هلو ځلو مرکز وۀ ۔ د مختلفو علاقائي تنازعاتو د حل کولو د پاره به جرګې او فېصلې کېدلې ۔ د مرګ نه تقريبا شپږ مياشتې وړاندې ورته د فالج دوره اوشوه چې بيا ورته د مرګ نه دوه ورځې وړاندې برېن هيمرج وشۀ او هم لۀ دې نه په 05 مارچ 1979ء کښې چربانګ وخت وفات شۀ ۔ جنازه ئې يوولس بجې د پنجکوړې سيند په غاړه په لوے مېدان کښې مولوي فضل معبود (صاحبِ حق و مهتمم صاحب) ادا کړه او په نامسير خال کښې په خپله خانداني هديره کښې د خپل پلار محمد آميراجان اخونزاه په څنګ کښې خاؤرو ته وسپارلے شۀ”۔15
د حاجي محمد جان اخونزاده نمسي اخونزاده غفران الله )زېږون: 1968ء ( راته په خپله مرکه کښې د دوي په حقله اووې چې:
“حاجي محمد جان اخونزاده څلور ودونه کړي وو چې د دې څلورو بيبيانو نه ئې اووۀ ځامن يعني محمد صالح اخونزاده، فضل اکبر اخونزاده، سعيد اکبر اخونزاده، خليل اکبر اخونزاده، عبدالسلام اخونزاده، نورالسلام اخونزاده او رحيم اکبر اخونزاده زېږېدلي وو ۔ يوه کورودانه يعني زمونږ نيا بي بي ئې د فيرنګي ضد مبارز مولوي فضل الرحمان المعروف شهزاده ريحانکوټ و کوټکي باباجي لور وه ۔ حاجي محمد جان اخونزاده په “حاجي اخونزاده” هم شهرت لرلو، ځکه چې په کال 1935ء کښې ئې د حجِ بېت الله سعادت حاصل کړے وۀ ۔ د خپل وخت مروجه علوم ئې لوستي وو او وسيع مطالعه ئې لرله ۔ د عبدالغفار خان سره د ذاتي تعلق او خدائي خدمتګار تحريک سره د وابستګۍ په بنياد ئې د دې تحريک د پوره لټريچر ژوره مطالعه لرله ۔ د مولوي فضل محمود مخفي د خال قامي مدرسې سره منسلک وۀ او په دې حواله ئې خپل خدمات وړاندې کړي وو ۔ د دې سره سره ئې د خپل پلار محمد اميرا جان اخونزاده په حجره “کوز دالان” کښې د علاقائي مشر په حېث د اولس خدمت ته ملا تړلې وه ۔ په دې سيمه کښې د خدائي خدمتګار تحريک د سيوري لاندې د تعليم رڼا خورول، شعور او بېداري راوستل، د معاشرې اصلاح کول، علاقائي تنازعات ختمول او په خېراتي کارونو کښې برخه اخيستل ئې ښکاره خدمتونه دي ۔ دغه شان د سخاوت په حواله ئې هم خپله يوه ځانګړي پېژندګلو لرله”۔16
د حاجي محمد جان اخونزاده سياسي ملګري حاجي غلام بهادر )زېږون: 1940ء( راته په خپله مرکه کښې د دوي په حقله اووې چې:
“په کال 1961ء کښې مې په وړومبي ځل د عبدالغفار خان سره ملاقات شوے وۀ او د هغوي نه متاثره شوے ووم ۔ چونکې حاجي محمد جان اخونزاده د عبدالغفار خان او خدائي خدمتګار تحريک سره د وړاندې نه منسلک وۀ نو په دې بنياد مو تعلق پېدا شۀ ۔ حاجي محمد جان اخونزاده په صورت او سېرت دواړو ښائسته وۀ ۔ په اشنغر چارسده کښې د مياګانو دوستانو سره د قيام په دوران کښې د عبدالغفار خان د آفاقي نظرياتو څخه متاثره شوے وه چې تر مرګه هم د دغه فکر سره منسلک وۀ ۔ اشنغر چارسدې ته به د خپلو دوستانو او ولي باغ ته د عبدالغفار خان ملاقات له وخت په وخت ضرور پېښېدۀ ۔ کله چې عبدالولي خان د ذوالفقار علي بهټو په دور کښې د قيدِ بامشقت تېرولو نه وروستو د حېدر آباد جېل څخه بري شۀ نو مونږ ئې د حاجي محمد جان اخونزاده په سربراهۍ کښې مبارکۍ او ملاقات له ولي باغ چارسدې ته تلي وو ۔ دې سفر کښې راسره د حاجي محمد جان اخونزاده ورارۀ معظم جان اخونزاده هم راسره وۀ ۔ د دير څخه تخت بائي ته لاړو چې هلته مو په پاتۍ نومې علاقه کښې د هغه ځاے د مياګانو سره شپه وکړه، څوک چې د حاجي محمد جان اخونزاده نظرياتي ملګري وو ۔ سحر لۀ دغه ځايه بيا ولي باغ چارسدې ته لاړو چې هلته د عبدالولي خان سره عبدالغفار خان هم موجود وۀ ۔ ولي باغ کښې عبدالولي خان زمونږ استقبال وکړو او مونږ ئې د عبدالغفار خان خواله بوتلو ۔ خواؤشا يوه ګېنټه مونږه د عبدالغفار خان سره ناست وو ۔ په مختلفو سياسي او قامي موضوعاتو د حاجي محمد جان اخونزاده او عبدالغفار خان خبرې اترې وشوې ۔ د خال علاقې او د خال د قامي مدرسې تذکره پکښې هم وشوه او ډېرې زړې خاطرې پکښې هم شريکې شوې ۔ د عبدالغفار خان او عبدالولي خان سره دغه ملاقات يو يادګاري ملاقات وۀ او د هغوي عظمت، محبت او خدمت د کتلو وۀ ۔ د عام خلقو سره په عامو کټونو کښې ناست وۀ او چاته هم دغلته ځان غېر نۀ محسوسېدۀ ۔ د حاجي محمد جان اخونزاده خواله به د جندول شهاب الدين خان، د اوچ ظاهر شاه خان او د سمکوټ ملېزے خان هم د صلاح مشورې د پاره راتلل ۔ يو ځل عبدالولي خان هم د حاجي محمد جان اخونزاده خواله راغلے وۀ، کله چې د هغوي زوم مهتاب اخونزاده په “نيشنل عوامي پارټۍ” کښې شموليت کولو ۔ په دې موقع عبدالولي خان دا هم وئيلي وو چې د دې جنډې خېژول اسان دي خو د دې پالل او ساتل ګران دي”۔17
د جندول نوابزاده شهاب الدين خان بيا د کال 1970ء په عامو انتخاباتو کښې د ضلع دير څخه د “نيشنل عوامي پاړټۍ” لۀ خوا د قومي اسمبلي نامزد امېدوار هم وۀ، چې جونګړه ئې انتخابي نخښه وه ۔18 د حاجي محمد جان اخونزاده ورارۀ محمد معظم جان اخونزاده د کال 1983ء په بلدياتي انتخاباتو کښې د يونين کونسل خال زورمنډۍ څخه ممبر او بيا د يونين کونسل خال چئيرمېن هم منتخب شوے دے ۔ دغه شان د حاجي محمد جان اخونزاده ځوے خليل اکبر اخونزاده د يونين کونسل منډهۍ څخه هم د يونين کونسل ممبر منتخب شوے دے ۔19
حاجي محمد جان اخونزاده د خدائي خدمتګار تحريک يو داسې معتبر رکن او د عبدالغفار خان قابلِ اعتماد ملګرے وۀ چې په دعوت ئې عبدالغفار خان خال دير ته تشريف راوړے وۀ ۔ لکه چې سلېمان شاهد ليکي:
“1930ء میں کانگرس کا بیج بونے خان عبدالغفار خان (المعروف بہ باچا خان) اخونزادہ محمد جان کی دعوت پر خال آئے۔ اخونزادگان نے انہیں ریاست میں علمی فقدان سے آگاہ کیا۔ باچا خان کے ہاتھوں ایک سکول کی داغ بیل ڈالی گئی۔ مگر کچھ عرصہ بعد نواب کے کارندوں نے اسے آگ کی نذر کر کے علم کی یہ شمع بجھا دی”۔20
د سلېمان شاهد لۀ دې اقتباس څخه دا جوتيږي چې عبدالغفار خان د حاجي محمد جان اخونزاده په خصوصي دعوت خال ته راغلے وۀ ۔ ولې خو دا خبره چې په کال 1930ء کښې د کانګرس د پرچار د پاره راغلے وۀ، د تاريخي حقائقو سره سمون نۀ خوري ۔ ځکه چې په 21 اپرېل 1930ء کښې عبدالغفار خان ګرفتار کړے شوے وۀ او تقريبا درې کاله بنديوان وۀ ۔21 نو په دغه کال د عبدالغفار خان رياستِ دير ته د راتګ دعوه په حقيقت مبني نۀ ده ۔ دغه شان دا دعوه چې عبدالغفار خان رياستِ دير ته د کانګرس د پرچار د پاره راغلے وۀ، هم سراسر باطله ده ۔ ځکه چې دغه زمانه کښې د کانګرس سره د عبدالغفار خان باقاعده کومې اړيکې نۀ وي او رياستِ دير ته د هغوي د راتګ مقصد د هغوي په خودنوشت “زما ژوند او جدوجهد” کښې په تفصيل سره موجود دے ۔ دغه شان عبدالغفار خان په کال 1930ء کښې نۀ بلکې د تحريک هجرت نه وروستو په کال 1920ء کښې رياستِ دير ته راغلے وۀ ۔ لکه د فيرنګي سرکار د 29 اکتوبر 1920ء په هفته وار خفيه ډائيرۍ کښې په دې حقله ليک دي:
Abdul Ghafar Khan of Utmanzai, the well known agitator, arrived in Jandul on 16th October. It is understood that he desires to return to British territory.22
بيا د 05 نومبر 1920ء په يوه بله هفته وار خفيه ډائيرۍ کښې ليک دي:
Abdul Ghafar Khan arrived in Dir on 21st October and is staying in Haryan Kot. He visited the Nawab and made a speech exhorting the assembly to promote education as a means of securing Muslim unity. His address was coldly received by the Nawab.23
او بيا د 13 نومبر 1920ء په يوه بله هفته وار خفيه ډائيرۍ کښې ليک دي:
Abdul Ghafar Khan has left Dir and is now at Khar in Bajaur.24
لۀ دې خفيه دستاوېزاتو څخه دا جوتيږي چې عبدالغفار خان په 16 اکتوبر 1920ء د جندول سيمې ته رارسېدلے دے او بيا په 21 اکتوبر 1920ء خاص دير ته رارسېدلے دے ۔ په ريحان کوټ دير کښې د خليل الرحمان المعروف شاؤ باباجي د ځوي مولوي فضل الرحمان المعروف شهزاده ريحانکوټ سره پاتې شوے دے ۔ د نواب اورنګ زېب خان سره ئې هم ليدل کتل شوي دي او دلته ئې د تعليم او اتحاد په حقله د خپلو خيالاتو څرګندونه هم کړې ده ۔ دغه شان د 13 نومبر 1920ء نه وړاندې بيا لۀ رياستِ دير څخه باجوړ او بيا خپلې سيمې ته ستون شوے دے ۔ لۀ دې نه دا هم جوتيږي چې عبدالغفار خان د 16 اکتوبر 1920ء او 21 اکتوبر 1920ء تر مېنځه په خال کښې پاتې شوے دے ۔ عبدالغفار خان په خپل خود نوشت “زما ژوند او جدوجهد” کښې په دې حقله ليکي:
“د هغې نه پس د دير علاقې ته لاړو ۔ خالونو نومې کلي ته راغلو ۔ د خالونو په کلي کښې اخونزادګان او پراچګان اباد دي ۔ دا دواړه کورنۍ ډېرې روشنفکره او ښۀ خلق دي ۔ دواړه قوم پرست او دولتمند وو ۔ د دوي په مرسته مونږ دلته يوه مدرسه جوړه کړه او دوي ته مو ووئيل چې د دې مدرسې د انتظام د پاره مخفي صاحب راوغواړئ او مونږ ترې دير ته لاړو ۔ دې مدرسې ډېره زر ترقي وکړه او په لږه موده کښې ئې شاګردان څلورو سوو ته ورسېدل ۔ د ملاکنډ پولېټېکل اېجنټ د پښتنو د بېدارۍ سخت مخالف وۀ ۔ هغۀ د دير نواب وغوښت، ورته ئې ووئيل چې دې مدرسو او تعليم مونږ ته څومره مشکلات پېدا کړل، تۀ ځان له دا مشکلات مۀ پېدا کوه ۔ دا مدرسه ورانه کړه ۔ د دير نواب راغے، مدرسه ئې ورانه کړه، اور ئې ورته کړۀ”۔25
وړاندې ليکي:
“مونږ چې دير ته ورسېدو نو د شاهو بابا د زوي سره چې د ترنګزو د حاجي صاحب ماذون وۀ او په ترنګزو کښې مونږ سره اشنا شوے وۀ، دېره شو ۔ هلته مو څو شپې وکړې ۔ يوه شپه د نواب صاحب استازے صفدر خان راغے، راته ئې ووئيل چې نواب صاحب غوښتے ئې ۔ ما وې اوس شپه ده، ناوخته دے، سبا به لاړ شو ۔ هغۀ ووې چې هم د شپې ئې غوښتے ئې ۔ زۀ ورسره روان شوم چې ورغلو نواب صاحب زما په انتظار کښې يواځې ناست وۀ ۔ هېڅوک ورسره نۀ وو ۔ په خبرو کښې ئې راته ووئيل چې پټ په زړۀ کښې مې انګرېز ډېر بدي شي، تۀ چې څۀ غواړې، زما هم دغه ارزو ده خو زۀ څۀ وکړم، ميا ګلے (د سوات باچا) ئې راته کښېنولے دے، چې ايله حرکت وکړم، راباندې ئې را اچوي، کۀ سبا د قام او خلقو په مخکښې ما ستا د خبرو مخالفت وکړۀ نو چې تۀ خفه نۀ شې ۔ زما د زړۀ مينه او پټه مرسته به تاسره وي”۔26
د خال د دې قامي مدرسې د بنياد تيږه د حاجي محمد جان اخونزاده د سخر او فيرنګي ضد مبارز مولوي فضل الرحمان المعروف شهزاده ريحانکوټ و کوټکي باباجي په لاس ايښودې شوي وه ۔ لکه د فيرنګي سرکار د 30 اپرېل 1922ء په هفته وار خفيه ډائيرۍ کښې په دې حقله ليک دي:
There is considerable fresh activity in the matter of establishing pan-Afghan schools. During the week the Shahzada of Rehankot laid the foundation stone for a school at Khal, the site for which was purchased by Mian Said Seth of Khal for Rs. 2800 Kabuli. The villagers are busily engaged in collecting stones. After the ceremony of laying the foundation stone, Maulvi Makhfi delivered and impassioned speech, advocating the use of swadeshi articles. Maulvi Makhfi and a Hindustani named Muhammad Fakir, who is said to be a muhajir from Panipat, are superintending the construction of the school.27
د فيرنګي سرکار د خفيه دستاوېزاتو نه دا هم څرګنديږي چې د خال دا قامي مدرسه د رياستِ دير د سپه سالار صفدر خان په ايماء او د نواب محمد اورنګ زېب خان په وينا ولي عهد محمد شاه جهان خان ورانه کړې وه ۔ لکه د فيرنګي سرکار د 19 مئي 1923ء په هفته وار خفيه ډائيرۍ کښې په دې حقله ليک دي:
The Nawab of Dir has written from Karachi to Khan Bahadur Shah Jehan Khan, directing him to demolish Makhfi’s School at Khal. He has also written to the Shahzada of Rehankot, advising him to abstain from encouraging these institutions. This action by the Nawab probably indicates that the influence of his travelling companion, Safdar Khan, is now high and the latter is endeavoring to make matters difficult for Khan Bahadar Shah Jahan.28
د فيرنګي سرکار د خفيه دستاويزاتو نه دا هم څرګنديږي چې مولوي فضل محمود مخفي د خال د دې قامي مدرسې د ورانېدو نه وروستو د دې د بيا ودانېدو د پاره د اخونزادګانِ خال په مرسته هڅې هم کړي دي ۔ لکه د 26 مئي 1923ء په يوه هفته وار خفيه ډائيرۍ کښې په دې حقله ليکي:
Maulvi Makhfi has gone to Khal and is trying to persuade the Akhunzadas there to rebuild his school at that place.29
دا وجه وه چې فيرنګي سرکار د رياستِ دير نواب په دې مجبورولو چې د مولوي فضل محمود مخفي او د هغوي د همکارانو خلاف دې اقدامات وکړي ۔ په دې سلسله کښې د پوليټيکل ايجنټ په موجودګۍ کښې د لړم په مقام يو اجلاس هم منعقد شوے وۀ چې د 14 جولائي 1923ء په هفته وار خفيه ډائيرۍ کښې ئې احوال داسې ليک دي:
At a meeting held on the 6th July on the Laram, and in the presence of the Political Agent, the Nawab of Dir gave definite orders to leading Akhunzadas of Khal to remove Maulvi Makhfi from their midst. The Akhunzadas attempted to argue, but were angrily silenced by the Nawab. The result will be an interesting indication of the reality or otherwise of the Nawab’s influence in Khal.30
د 14 جولائي 1923ء د يوې بلې هفته وار خفيه ډائيرۍ نه دا هم جوتيږي چې د خال د قامي مدرسې سره منسلک دې فيرنګي ضد مبارزينو ته د حاجي محمد جان اخونزاده سره د هغوي د پلار آميراجان اخونزاده پُشت پناهي حاصله وه:
The National School at Khal has been knocked down by men sent by the Nawab. The Hinustani Mullah, Muhammad Faqir has, however, not yet departed. He is staying with Akhunzada Amira Jan. 31
دغه شان د مولوي فضل محمود مخفي او نور فيرنګي ضد مبارزينو د سره د اړيکو او کومک په بنياد د رياست دير نواب د اخونزادګانِ خال څخه د خفګان اظهار هم کړے دے ۔ لکه د فيرنګي سرکار د 05 جنوري 1924ء د يوې هفته وار خفيه ډائيرۍ څخه داسې جوتيږي:
The vigour displayed by the Nawab in this matter is in striking contrast to the treatment hitherto accorded by him to these same Akhundzadas for supporting and encouraging Maulvi Makhfi and other seditionists.32
لۀ پورتني اقتباساتو څخه دا په ښۀ شان څرګنديږي چې د خال خاؤره په هر دور کښې د علم، پوهې او سياست په حواله مردم خېزه خاؤره پاتې شوې ده ۔ په رياستي دور کښې دلته د تعليم او پوهې په حواله مختلفې هلې ځلې شوي دي ۔ دغه شان د فيرنګي ضد مبارزې په حواله هم دا خاؤره د اهميت وړ پاتې شوې ده ۔ ګڼ شمېر فيرنګي ضد مبارزين دلته پاتې شوي دي او خپله مبارزه ئې لۀ دې ځايه جانداره ساتلې ده ۔ حاجي محمد جان اخونزاده د دې خاؤرې يو داسې پياوړے او نوموړے شخصيت وۀ چې په دې سيمه د عبدالغفار خان په ابتدائي ملګرو کښې شامل وۀ ۔ د مولوي فضل محمود مخفي او عبدالغفار خان د تعليمي، اصلاحي او سياسي تحريک غړے وۀ ۔ د خدائي خدمتګار تحريک په ابتدائي غړو کښې شامل وۀ چې تر مرګه پورې هم د دغه تحريک سره منسلک وۀ ۔
د حاجي محمد جان اخونزاده په مزار چې کومه کتبه لګېدلې ده نو د هغې مطابق ئې د زېږون کال 1312 هجري بمطابق 1895 عيسوي دے او د مړينې نېټه ئې 06 ربيع الثاني 1399 هجري بمطابق 05 مارچ 1979 عيسوي، د دوشنبې ورځ ده ۔33 (په ګور ئې نور شه)
عبدالرحمان اوچوي (قاضي کوټيګرام) د حضرت سيد اخونزاده آف خال رياستِ دير په حواله په فارسۍ کښې يوه قصيده نما مرثيه په 17 محرم الحرام 1365 هجري بمطابق 29 دسمبر 1945 عيسوي ليکلې ده ۔ په دې قصيده نما مرثيه کښې ئې د ځينې نور اخونزادګانِ خال تر څنګ د حاجي محمد جان اخونزاده يادونه هم کړي دي ۔ لکه چې وائي:
باد صد رحمت به محمد جان حاجی محترم
دور صد زحمت زِ محمد جان حاجی محترم
نسل اخونزادگان ز اول آمده پاکيزه شرست
هر يکے زيشان معزز در ادب حسن سيرت34
حوالې:
- Confidential, N.W.F. Provincial Diaries Weekly 1923, Deputy Commissioner Peshawer, Bundle No. 5, File No. 62, Directorate of Peshawer, Page: 264
- Confidential, Who’s who in the Dir, Swat and chitral Agency, New Delhi Government of India Press, 1933, Page: 01
- Confidential, Who’s who in the Dir, Swat and chitral Agency, New Delhi Government of India Press, 1933, Page: 02
- Cap: A.H. McMahon / Lieut: A.D.G. Ramsa, Reports on the tribes of Dir, Swat and Bajaur together with Utman Khel and Sam Ranizai, Saeed Book Peshawar, 1981, Page: 16
- Lieut Colonel A. LE. Holmes, Gazetteer of the North West Frontier, Vol: 01, Government Central Branch Press Simla, 1887, Page: 511
- شجرۀ نسب اخونزادګانِ خال، مملوکه: اخونزاده ګل واحد (سابق ډي ۔ آر ۔ او)، زورمنډي خال دير
- Lieut Colonel A. LE. Holmes, Gazetteer of the North West Frontier, Vol: 01, Government Central Branch Press Simla, 1887, Page: 514
- Military Report on Dir, Swat & Bajaur, 1st Edition, Intelligence Branch Government of India Simla, 1906, Page: 46
- Military Report on Dir, Swat & Bajaur, 1st Edition, Intelligence Branch Government of India Simla, 1906, Page: 102
- Confidential, Who’s who in the Dir, Swat and chitral Agency, New Delhi Government of India Press, 1933, Page: 10
- سلیمان شاہد، گمنام ریاست، جلد اول، دانش پبلشنگ ایسوسی ایشن پشاور، اشاعت دوم جنوری 2006ء، ص: 112
- قاضی، عرفان الدين، بدرِ منير در احوال دولتِ دير معروف تذکره اورنگ زيبیہ، قلمی نسخہ: 1338 هجری، ص: 103
- د محمد اميرا جان اخونزاده د قبر لوحه، ذاتي قبرستان نامسير خال دير، نېټه: 22 جمادي الاخر 1357 هجري
- د اخونزاده ګل واحد (د حاجي محمد جان اخونزاده خپلوان) سره مرکه، زورمنډي خال دير، 12 اپرېل 2026ء
- د اخونزاده رحيم اکبر (د حاجي محمد جان اخونزاده ځوے) سره مرکه، زورمنډي خال دير، 12 اپرېل 2026ء
- د اخونزاده غفران الله (د حاجي محمد جان اخونزاده نمسے) سره مرکه، مېن بازار خال دير، 10 مارچ 2026ء
- د حاجي غلام بهادر (د حاجي محمد جان اخونزاده سياسي ملګرے) سره مرکه، مېن بازار خال دير، 02 اپرېل 2026ء
- د نوابزاده شهاب الدين خان انتخابي پوسټر، شعبه نشر و اشاعت سرحد نيشنل عوامي پارټي، 1970ء
- ماہنامہ رواں دواں، دیر نمبر، محکمہ بلدیات و دیہی ترقی صوبہ سرحد، 1986ء، ص: 153
- سلیمان شاہد، گمنام ریاست، جلد دوم، علیز سکین پشاور، اشاعت اول اکتوبر 2007ء، ص: 49
- عبدالولي خان، باچا خان او خدائي خدمتګاري، وړومبے ټوک، ولي باغ اشنغر چارسده، مارچ 1993ء، ص: 95
- Confidential, North West Frontier Provincial Dairy, Dated: 29 October 1920, Deputy Commissioner Peshawer, Bundle No. 5, File No. 57, Directorate of Archives Peshawar, Page: 219
- Confidential, North West Frontier Provincial Dairy, Dated: 05 November 1920, Deputy Commissioner Peshawer, Bundle No. 5, File No. 57, Directorate of Archives Peshawar, Page: 225
- Confidential, North West Frontier Provincial Dairy, Dated: 13 November 1920, Deputy Commissioner Peshawar, Bundle No. 5, File No. 57, Directorate of Archives Peshawar, Page: 231
- عبدالغفار خان، زما ژوند او جدوجهد، کابل دولتي مطبعه افغانستان، 1983ء، ص: 178
- عبدالغفار خان، زما ژوند او جدوجهد، کابل دولتي مطبعه افغانستان، 1983ء، ص: 179
- Confidential, North West Frontier Provincial Dairy, Dated: 30 April 1922, Deputy Commissioner Peshawar, Bundle No. 5, File No. 61, Directorate of Archives Peshawar, Page: 71
- Confidential, North West Frontier Provincial Dairy, Dated: 29 May 1923, Deputy Commissioner Peshawar, Bundle No. 5, File No. 62, Directorate of Archives Peshawar, Page: 84
- Confidential, North West Frontier Provincial Dairy, Dated: 26 May 1923, Deputy Commissioner Peshawar, Bundle No. 5, File No. 62, Directorate of Archives Peshawar, Page: 84
- Confidential, North West Frontier Provincial Dairy, Dated: 14 July 1923, Deputy Commissioner Peshawar, Bundle No. 5, File No. 62, Directorate of Archives Peshawar, Page: 167
- Confidential, North West Frontier Provincial Dairy, Dated: 14 July 1923, Deputy Commissioner Peshawar, Bundle No. 5, File No. 62, Directorate of Archives Peshawar, Page: 128
- Confidential, File No. 13/Dir, 36/4A-FRP, 1924, Title: Situation in Dir and Bajaur, Civil Secretariat NWFP, Trible Area Reseach Cell Peshawer, Page: 32
- د حاجي محمد جان اخونزاده د مزار کتبه، خاندانی مقبره نامسير خال دير، 05 مارچ 1979ء
- اوچوي، عبدالرحمان، قصيده، د ليک نېټه: 17 محرم الحرام 1365، مملوکه: اخونزاده سعادت سيد، زورمنډي خال دي