افسانه: په ټکر جنګ دے—ډاکټر شېرزمان سيماب

دا ليکنه شريکه کړئ

شاندانې په ټکر ګولۍ اوورېدې د بابا وینې وجود مې اولیدو زۀ پرې دوه سلګو ته هم ظالمانو پرې نۀ ښودم  او د تورو تمبو شاته ئې را اورسولم زما د وجود زخمونه جوړ شو خو د زړۀ په سر مې هغه زخم لا اوس هم تازه دے بې بې مې یادېږي هغه هم په ځوانه ځوانۍ کښې کونډه شوه او تۀ هم په سره جوړه او شتۀ خاوند کښې داسې پاتې شوې ـ د قامي ننګ په دې قیصه کښې دا سختې وي ـ خو چې د بابا د جنازې کټ له مې اوږه ورکړے وې او په خپلو لاسو مې د وطن خاورو ته د وطن دغه شهید سپارلے وے ـ ـ ـ ـ    درې کاله د هندوستان په جېلونو وګرځېدم د یوې تورې کوټې نه مې اوباسي او په بله  توره کوټه کښې مې روان کړي چې په بله توره کوټه مې ور دننه کړي ـ دا درې کاله راسره د کلي وطن هیڅوک نۀ وو ـ دوه میاشتې وړاندې د اګرې جېل ته راغلے یم دلته د محمد ناړۍ څۀ ملګري وو چې د یو تن پکښې د بیمارۍ په وجه رهائي وشوه نو دا خط به تاسو ته در اورسوي . شاندانې تۀ خبر ئې دلته په دې ښار کښې یو لوے محل دے چې تاج محل ورته وائي دا محل  شاهجهان باچا د خپلې بېګم ممتاز محل په قبر جوړ کړے وو او بیا دغه باچا خپل زوي اورنګ زېب جېل ته اچولے وو ـ وائی چې هغۀ به چرته په روشندان کښې د تاج محل ننداره کوله  ــــــــــ    شاندانې ما به تاله په ژوند د اوسېدو د پاره تاج محل جوړ کړے وو دا به د کوم باچا تاج محل نۀ و دا به زما د غریبۍ تاج محل و خو زۀ دا وخت د زندان نه لکه د شاهجهان غوندې قېدي د ازادۍ د تاج محل د منارو سرونه وینم ــــــــ زۀ خوبونه وینم  ـــ د ازادۍ د ناوې خوبونه ــــ یو ورځ به وي چې دا وطن به ازاد شي او دا ارمان به پوره شي ـ    شاندانې تۀ څنګه ئې ما ته په خط کښې د بې بې او خپل حال اولیکه او د کور کلي د خدائي خدمتګارو د حالاتو نه مې خبر کړه ـ په تا او بې بې به ډېر تکلیف وي په ناویتوب کښې یوازې پاتې شوې خو شاندانې ۔

په جېل خانه کښې مرګے نشته

چې د یارۍ مې توبه ګار نۀ شې مئينه

نورې ليکنې۔۔۔