د ارتقاء پوهه مونږ ته څۀ ښايي؟– ډاکټر محمد طارق

دا ليکنه شريکه کړئ

ارتقاء تر ټولو مخکښې مونږ ته د تنوع قدر کول راښائي ځکه چې دا زمونږ پام دې خبرې ته را اړوي چې د هر ساه لرونکي جسماني ځانګړتیا، عادتونه، (او تر یوه حده رویه، د فکر انداز، ترجيحات) او تر دې چې کمزوري په حقیقت کښې د میلیونونو کلونو د هغو حالاتو نتيجه ده چې د دغه ساه لرونکي پلرونه/نیکونه ترې تېر شوي دي ۔ رنګ، قد، نسل یا شکل او صورت کښې توپیر د کومې لوړوالي یا ټیټوالي نښه نۀ ده، بلکې دا په مختلفو چاپیریالونو کښې د ژوند د بقاﺀ مختلفو حکمت عمليو عکس دے ۔ دا ټکے انسان دې ته هڅوي چې له نورو د قضاوت کولو نه مخکښې دې ته فکر وکړي چې د هر توپیر شاته یوه تاریخ او یوه علت وي ۔ بله مهمه خبره چې ارتقاﺀ مونږ ته ښائي دا ده چې موافقت (adaptation) د بقاﺀ بنيادي شرط دے ۔ هغه ساه لرونکي چې چاپيرچل د حالاتو سره د ځان برابرولو توان ئې لرلو، هم هغه ژوندي پاتې شول، خو هغه چې جمود ئې غوره کړو، له مينځه لاړل ۔ دا اصول په انفرادي او ټولنیز ژوند دواړو باندې اپلائي کیږي ۔ له بدلون نه د ویرېدو په ځاے ئې منل او له نویو حالاتو نه زده کړه کول ډېر هوښیارتوب دے ۔ هغه کسان یا ټولنې چې لچک ښائي، هم هغه له وخت سره سره پیاوړي کیږي ۔ دریمه خبره چې له ارتقاﺀ نه زده کېدے شي دا ده چې د دې موخه “بشپړ” کېدل نه، بلکې “کارامد” کېدل دي ۔ فطرت هیڅکله د یو مثالي یا بشپړ ډیزائن په لټون کښې نۀ وي، بلکې هغه حل غوره کوي چې په اوسنیو حالاتو کښې کار وکړي، کۀ هغه نیمګړے او په ظاهره عېب لرونکے هم وي ۔ یعنې په ژوند کښې د کمال په لټولو نه  ډېره اړینه دا ده چې انسان د خپلو حالاتو په مقابل کښې ښۀ فعالیت وښائي نیمګړتیاوې ومني او د هغو سره سره مخکښې ولاړ شي ۔ او ارتقاﺀ دا هم ښائي چې ټول ژوندي موجودات یو ګډ اصل (اصلي سرچینه) سره تړلي دي ۔ دا فکر د فطرت او نورو مخلوقاتو لپاره یو ژور درناوے پېدا کوي ۔ کله چې دا خبره زده شي چې انسان، حېوانات او بوټي ټول د یو حياتياتي جوړښت برخه دي، نو د ځان د کائنات مرکز ګڼلو لويۍ له مينځه وځي ۔ دا پوهه عاجزي، مینه/همدردي او د چاپیریال د ساتنې احساس زیږوي ۔ ارتقاﺀ یوازې یو ساینسي نظریه نۀ ده،بلکې دا مونږ ته د ژوند لیدلو یو پراخه او مینه ناکه/شفقت لرونکے زاویه هم ښايي ۔

نورې ليکنې۔۔۔