انتخابات پۀ جمهوریت د اولس باور او د دې نتیجې د ریاست رویه ښائي – اداريه

د دې میاشت پۀ پینځویشتمه نېټه عام انتخابات کېدونکي دي. جمهوري نظام کښې انتخابات بنیادي مرحله وي. یو فلاحي ریاست کښې جمهوریت د بالغې رایې پۀ ملاتړ ووټ اخستو د پاره هر سیاسي ګوند ته د هغۀ منشور مخې ته راوړلو، د کاندیدانو )امیدوارانو( ټاکلو او هغه څوک چې کوم سیاسي ګوند سره تړون نۀ لري، ته پۀ ځانګړې توګه ازاد حېثیت کښې د ودرېدلو حق ورکوي. هم داسې د خپلو سیاسي منشورونو پۀ څۀ نکتو د اتفاق پۀ صورت کښې بېلابېل سیاسي ګوندونه هم خپلو کښې سره پۀ یوه حلقه، پۀ ډېرو حلقو یا ټول پۀ ټوله د اتحاد حقوق محفوظ لري. ټاکلې شوي لګښت کښې د ورکړے شوي ضابطه اخلاق دننه د ګوندونو نامزد امیدوارانو او ازادو کاندیدانو ته د خپل منشور اولس کښې د تبلیغ کولو حق هم حاصل وي.

د پاکستان د باني محمد علي جناح لۀ خوا د پاکستان د جوړېدو یوه اوونۍ )هفته( پس پۀ عام انتخاباتو کښې د څرګند اکثریت لرونکي حکومت پۀ دوویشتم اګست 1947)ز( د برطرف کولو د کومې غېر جمهوري رویې بنیاد چې ايښودے شوے ؤ، کله یو او کله بل صورت کښې دغه روایت تر کال 2008ز پوره قامي جذبې سره ژوندے ساتلے شوے ؤ. 2008ز کښې جوړ شوي جمهوري حکومت د خپل ائیني مدت پوره کولو نه پس د ملک پۀ تاریخ کښې پۀ وړومبي ځل د اقتدار د انتقال روایت جوړ کړو او دا اوس 2018ز کښې د دغه روایت دوېم منظر مونږ ولیدو چې د جمهوریت خوښه قوتونو د پاره به یقیناً تر یوۀ حده د ډاډګیرنې سوب وي. مونږ دې دا کله هم هېر نۀ کړو چې 2008ز نه د 2018 پورې دا لس کلونه د جمهوري قوتونو او ‘پټو طاقتونو’ تر منځ د یو اعصاب شکن جنګ ماحول جوړ ؤ. پۀ سیاسي ګوندونو شلېدلي فشار د جمهوري ادارو د مضبوطولو او د اولس د پاره د ترقیاتي منصوبه بندۍ پۀ ځاے زیات وخت د احتجاجو، دهرنو او پُر تشدده مظاهرو پۀ شور ماشور او شړنګهار کښې تېر کړو. د یوسف رضا ګېلاني نه د شاهد خاقان عباسي پورې دوه ائیني مدتونه پۀ څلورو برخو وېشل د جمهوري قوتونو د ساهو او پېزواني ساتلو د نوراکشتۍ نتیجه ده.

اتلسم ائیني ترمیم، چې دې ملک کښې د جمهوریت خوښو قوتونو لویه لاس ته راوړنه وه او د دې ترمیم سره د جمهوري ادارو پۀ خپلو پښو د ودرېدو او د ریاست د فلاحي تصور قیام طرف ته د تګ امکانات پېدا شوي وو )او دا امکانات نن هم موجود دي کۀ سیاسي ګوندونه د خپلو جمهوري ازادو د تحفظ د پاره یو غږ یو ګام شي(، نه پس د سیاسي ګوندونو د مشرانو، کارکنانو او نمائندګانو پۀ غاړو کښې زاړۀ پړي د نوي ‘دیانت’ سره پرېوتل ـــ مختلفو عدالتونو کښې د کېسونو بورۍ پرانستلو سره د احتساب، پۀ یو بل بې ترسه الزامات، د وسله والو ډلو دوړه دباو، د مختلفو ادارو د سروے راپورټونو پۀ ذریعه پۀ اولسي رایې اثر انداز کېدل او د ریاستي ادارو او محکمو سره سره د میډیا بټنې د قابو لاندې ساتل داسې حربې شروع شوې چې تېر یو نیم کال نه ئې د دې میاشت پۀ پینځویشتمه نېټه کېدونکو انتخاباتو د پاره د زر او زور د خاوندانو ترجیحات پۀ ګوته کړل.

د ترهګرۍ پۀ ضد جنګ کښې د پښتنو خصوصاً او د پاتې پاکستان د اولس عموماً قربانیو سره د امنیتي ادارو لۀ خوا د اوږدو اپرېشنونو پرته هم چې FATF د خپلو تحفظاتو پۀ نتیجه کښې پاکستان پۀ ګرے لسټ کښې د شاملولو اعلان کولو نو پاکستان کښې د نړیوال فشار تر مخه د بندېز لاندې راغلي جنګیالي )جهادي( تنظیمونه د نوو نامو سره پۀ الېکشن کمېشن کښې رجسټرډ کېدل، ملک کښې د سیاسي فائدو د پاره د مذهب نامه د احتجاجونو او فتوو صورت کښې استعمالېدل عام وو، د سیاسي ګوندونو لۀ خوا د چیف جسټس اٰف پاکستان او چیف اٰف دي اٰرمي سټاف تصویرونه پۀ خپلو انتخابي اشتهارونو کښې لګول رواج شوي وو او د دې هېڅ ازد خود نوټس نۀ اخستلے کېدو، مخصوص سیاسي ګوند چې پۀ ذاتي حېثیت کښې ئې د مبینه دوویشت کلن سیاسي جدوجهد پۀ نتیجه کښې دوویشت (22) ‘خپل’ امیدواران پېدا نۀ کړے شول او د ‘الېکټېبلز’ د اصطلاح سره د موسمي او ‘مجبوره’ شوو مرغیو پر ته پۀ خپله څانګه هرکلے وائي، ته پۀ میډیا بې توله ائیر ټائم ورکول او داسې نور ډېر خبرونه او ډېرې خبرې چې مخې ته راځي؛ نه د راتلونکو انتخاباتو ممکنې نتیجې پۀ نظر راځي.

د الېکشن کمېشن لۀ خوا د امیدوارانو د درخواستونو د جمع کولو د عمل نه د حتمي فهرست جاري کولو تر منځ چې کومې حلف نامې، د فارمونو د بدلون مرحلې او رویې برقرار وې، دغه هر څۀ نه قطع نظر د انتخاباتو د پاره د بېلټ پېپرو چاپ نه بېلټ پېپرې پولنګ سټېشنو ته د رسولو او د پولنګ پوره کېدو نه پس دا بیا الېکشن کمېشن ته سپارلو د پاره چې د ‘درې نیم لکهه’ (350,000) پوځ غوښتنه شوې او منلې شوې ده، پۀ ملک کښې د انتخاباتو تناظر کښې د پوځ د کردار پۀ حواله هغه کۀ غلط فهمي ولې نۀ وي خو چې کومه عامه رایې ده، د انتخاباتو د شفافیت پۀ حواله یو لوے شک ته ډاډ ورکوي. څومره چې انتخابي عمل کښې د پوځ ځوانان زیات ښکاري، دومره به د انتخاباتو شفافیت غېر یقیني تصور کېږي. تر څو چې د امن و امان صورت حال د پوځ د موجودګۍ د پاره جواز دے نو دا ځل به د امن و امان صورت حال پۀ دې وجه هم ښۀ وي چې د جنګیالي )جهادي( تنظیمونو نمائندګي او پۀ ‘روښان فکره’ سیاسي ګوندونو کښې د هغوي نظریاتي ‘شېوډ’ ملګري ټول اٰب و تاب سره برخه اخلي.

پۀ پینځویشتمه جولایۍ کېدونکو انتخاباتو د پاره مختلف عوامل د اولس پۀ رایه اثر انداز کېږي. د عدالتونو پېشۍ، د نېب کېسونه، د الېکشن کمېشن عملداري او د میډیا د جانبدارانه کورېج سره د مذهب او حب الوطنۍ پۀ نوم مختلف الزامونه او تاویلونه هم د ائین او د انتخابي ضابطه اخلاق خلاف کارولے کېږي. دې پس منظر کښې عوامي نېشنل پارټۍ د خپل روایت سره سم د باوقاره سیاسي سوچ او اپروچ مظاهره کړې ده. د انتخابات د پاره د ټکټونو اجراء کښې د پارټۍ لۀ خوا پارلېماني بورډ د خپلو مقامي تنظیمونو رایې هم واخستله او پۀ کومو حلقو چې د یو نه زیات امیدوارانو ټکټ د پاره درخواستونه جمع کړي وو، د هغوي تر منځه ئې هم د جرګو مرکو ترلارې مسئلې هوارې کړې. د تېرو پینځۀ کلونو موده کښې د ګوند مختلف ذیلي تنظیمونه او د پوهانو ډله د انتخابي منشور تیارۍ کښې بوخت وو او د انتخابي مهم پۀ اغاز کښې د واړۀ اختر پۀ درېمه ورځ باچاخان مرکز کښې د ګوند د مرکزي مشر سېکتر لۀ خوا یو پرېس کانفرنس کښې د ګوند د انتخابي منشور اعلان هم وکړے شو او پۀ پښتو، اردو او انګرېزۍ ژبه چاپ شوي منشورونه د میډیا راغلو ملګرو له ورکولو سره سره ضلعي تنظیمونو ته هم د یونین کونسلو او تپو د پاره واستولے شول. د عوامي نېشنل پارټۍ انتخابي منشور د ملک د سلامتیا تحفظ سره د دې د فلاحي او جمهوري تصور مخې ته راوړلو؛ تېر حکومت کښې د عارضي امن سمجهوتې پۀ ځاے د مستقل یقیني امن راوستلو د پاره د جامع منصوبې عملي کولو، د ‘شهداء سِل’ د قیام؛ ترهګرۍ او فرقه واریت ځپلو کورنیو د پاره د جامع انشورنس پلان؛ د صنف، مذهب او فرقې پۀ نوم د بنیادي انساني حقونو د تروړلو د مخنیوي؛ د پینځو نه د شپاړلسو کالو پورې ماشومانو د پاره مورنۍ ژبه کښې د مفت لازمي تعلیم ورکولو؛ هره ضلع کښې د یو پوهنتون، یو اډیټوریم، یو سپورټس کمپلکس او یو اٰرټس کالج جوړولو؛ د صحت د پاره پۀ هنګامي او سائنسي بنیادونو د یو قابلِ عمل ‘هېلتهـ نېټ ورک’ راوړلو؛ صنعتي زونز قیام؛ د مزدور أجرت پینځویشت زره کولو؛ غېر سرکاري کمپنیو او ادارو کښې د مزدورانو د پاره د پنشن متعارف کولو؛ د ‘پښتونخوا سټاک اېکسچېنج’ د قیام؛ د ملازمتونو او روزګار مواقع پېدا کولو؛ ډاګیز او یو مخیز احتساب؛ سېلګرۍ ته د باقاعده صنعت حېثیت ورکولو او نوو سیاحتي مقاماتو متعارف کولو، نوو ادغام شوو ضلعو کښې پۀ هره حواله اولسي ژوند معیاري جوړولو د پاره پلان او د نړۍ نورو ملکونو سره عموماً او ګانډو هېوادونو سره خصوصاً د مساویانه او دوستانه تعلقاتو قائمولو د پاره د ازادې او معقولې خارجه پالیسۍ لوظونه کړي دي.

د عوامي نېشنل پارټۍ مشران، نامزد امیدواران، غړي او کارکنان پۀ ملک کښې د تهرډ امپائر، خلائي مخلوق، لوټا کرېسۍ او الزاماتو د سیاست نه قطع نظر خپل منشور اولس ته د رسولو د پاره شپه ورځ سیاسي مهم چلوي. دې مهم کښې هغوي هرې حجرې، جومات او درشل ته د خپل منشور رسولو کوشش کوي. د سوشل میډیا پۀ استثنٰي سره پۀ پرنټ او الېکټرانک میډیا کښې عوامي نېشنل پارټي د یو دوه کالمه خبر یا د لسو سېکنډو ائیرټائم نه زیات امکان او مکان نۀ لري.

انتخابات پۀ جمهوریت د اولس باور ښائي. داسې حالات چې هغې کښې د جمهوري قوتونو کرېډیبلټي د وړاندې نه پۀ باقاعده توګه مشکوکه کړې شوې وي، داسې حالات چې هغې کښې جمهوري عمل خپله لاره کښې د یو شمېر درینجقونو چورلکونو او ازمېښتونو سره مخ وي، داسې حالات چې هغې کښې ملک پۀ نړیوال کچ ښکېل وي او د داخلي او خارجي مشکلاتو سره مخ وي؛ پۀ داسې حالاتو کښې د زر او زورواکۍ، چل او چالاکۍ پۀ ذریعه پاتې اولسي رایه هم مشکوکه کول پۀ یو لحاظ د اولس رایې پسې ملنډه او د جمهوریت د قتل کولو اقدام دے.

د انتخاباتو نتیجې د ریاست رویې سره سره د ریاست د زر او زور د خاوندانو د ترجیحاتو غمازي هم کوي. د جمهوریت د کنټرول ساتلو رویه به د ځپل شوو او محروم شوو اولسونو د پاره د جمهوریت د متبادل لټون بلنه وي. دا به ملک د عدم استحکام او انتشار طرف ته بوځي. د جمهوریت پۀ ضد اقدام یواځې د کوم پوځي اٰمر لۀ خوا د اٰرټیکل 6 ارتکاب نۀ وي، کۀ د میډیا غېر ذمه وارانه خپرونې وي کۀ د اعليٰ عدلیې مقننه او انتظامیه تصادم سره د مخ کولو اقدام وي او کۀ د کوم پارلېماني نمائندګۍ دعويٰ کوونکي لۀ خوا د ادارو د سپکاوي یا مداخلت کوشش وي؛ دا هر څۀ خپل معنون کښې د ارټیکل 6 اقدام بلل پکار دي.

هر څو کۀ دا روایت نشته، بیا هم هیله کوو چې پۀ پینځویشتمه جولایۍ اولس د کارکردګۍ پۀ بنیاد د خپلې رایې اظهار ته پرېښودلے شي. خېبر پښتونخوا )پۀ شمول د نوو ادغام شوو ضلعو( د اولسونو ذمه وارۍ د خپلې خاورې پۀ حواله تکنیکي طور ډېرې زیاتې دي. د عوامي نېشنل پارټۍ پۀ تېر حکومت کښې د اتلسم ائیني ترمیم صورت کښې ریاست سره د شوې نوې عمراني معاهدې تر مخه د صوبې تاریخ نوم پۀ ځاے کولو او د صوبې د وسائلو د اختیار لاس ته راوړلو نتیجه کښې صوبه کښې رېکارډ ترقیاتي کارونه شوي وو. د چېنج پۀ نوم راغلي حکومت چې پۀ عوامي نېشنل پارټۍ ئې د بدعنوانۍ او کرپشن بې ځایه تورونه لګول، خپله غاړه کښې د مالي او اخلاقي بدعنوانیو فهرسټ ځوړند کړے د سپریم کورټ او نېب پۀ درشل حاضریانو نه پس کله جرابو کښې عمرې کوي او کله د بابا فرید روضې کښې تهېټر چلوي. خپل ټول حکومتي بغض او سرکاري مشینرۍ سره ئې د عوامي نېشنل پارټۍ یو مشر، یو د اسمبلۍ ممبر یا عهدېدار هم پۀ پینځۀ کاله کښې ضلعي کمشنر ته هم قدرې پېش نۀ کړے شو او دا ځکه چې دغه تورونه ډډ او دروغ وو. کندې کندې پېښور لیدلو، صوبه پۀ تاریخ کښې پۀ وړومبي ځل درې سوه پینځۀ شپېتۀ اربه اتۀ څلوېښت کروړه قرضداري کولو او د تعلیم، صحت، بلدیاتي نظام او نورو ادارو مونډ ویستلو سره د خپل وزیر اعليٰ، خپلو وزیرانو او د اسمبلۍ د ممبرانو د کرپشن پټولو د پاره د صوبائي احتساب کمېشن ور ته تاله لګولو نه پس چېنج د بابا فرید پۀ درشل د پنجاب ووټ ته ځولۍ خوره کړې ناست دے. د عوامي نېشنل پارټۍ هر کارکن باید اولس پولنګ سټېشن ته راوستلو او د خپلې رایې اظهار کولو ته تیار کړي. هم دا د قام او وطن د خدمت د پاره د اختیار ترلاسه کولو بهترینه وسله او وسیله ده.

دا هم ولولئ

د باچاخان او ولي خان کليزه

پۀ باچاخان او ولي خان ډېر زيات کار شوے دے، ډېر پرې روان دے کېږي …