د عدم تشدد د نړيوالې ورځ شاليد – مشتاق احمد دُراني

هر کال د اکتوبر دوېمه نېټه پۀ ټوله نړۍ کښې د عدم تشدد نړيوالې ورځې پۀ توګه نمانځلے کېږي، خو ډېرو لږو لوستونکيو ته به دا معلومه وي چې دا ورځ اصل کښې د ګاندهي جي د زېږون ورځ هم ده. دوېم اکتوبر د عدم تشدد د ورځې پۀ توګه د نمانځلو خبره پۀ کال ۲۰۰۴ کښې پۀ اول ځل د هند سره تعلق لرونکي د پوهنتون يو ښوونکي د ایران د نوبل جایزې ګټونکي شیرین عبادي ته کړې وه. وروستو دې خبرې پۀ هند کښې هم زور ونيوو او د هند د سياسي ګوند کانګرس څۀ مشرانو هم دې ته پام شو. د کال ۲۰۰۷ جنورۍ مياشت کښې کانګرس پارټۍپۀ يوه غونډه کښې د سونيا ګاندهي پۀ مشرۍ کښې پۀ ډلي ښار کښې يو قرارداد پاس کړو او د ملګري ملتونو نه ئې غوښتنه وکړه چې د ګاندهي جي د زېږون ورځ يعنې دوېم اکتوبر دې پۀ ټوله نړۍ کښې د ملګري ملتونو پلويانو هېوادونه لۀ خوا د عدم تشدد د نړيوالې ورځې پۀ توګه ونمانځلے شي. پۀ ۱۵ جون کال ۲۰۰۷ د ملګري ملتونو د جنرل اسمبلۍاجلاس کښې پۀ دې ووټنګ وشو، پۀ ۱۹۲کښې ۱۴۳ هېوادونو د دې قرارداد پۀ حق کښې خپله رايې ورکړه او دا قرارداد منظور کړے شو چې د شمسي کال د اکتوبر د مياشتې دوېمه نېټه به د عدم تشدد د نړيوالې ورځې پۀ توګه نمانځلے شي .

د تشدد او عدم تشدد لنډه پېژندګلو:

تشدد:

چا ته زيان رسول، ظلم کول، بد اخلاقي، زور زياتے، بد کلامي، د چا ګرېوان ته لاس اچول، د انسانيت نه پۀ ډډه صرف د خپل ځان او فائدې سوچ کول،او انسان او انسانيت ته درد او تکليف ورکول، دا ټول څيزونه خوا کۀ د خولې نه ادا کېږي کۀ د لاس نه او کۀ د بلې يوې لارې نه خو چا ته زيان، تکليف، درد، زورنه رسول او خپل حق د زور جبر او ظلم د لارې تر لاسه کول ټول د تشدد پۀ زمره کښې راځي. د تشدد پېژندګلو د ډاکټر مائيکل نيګر د دغه وېنا نه پۀ ښۀ ډول کيږي، هغه وائي چې :

” تشدد د زيان رسولو نيت ته وائي يعنې کۀ يو څوک چا ته خولۀ ور اچوي يا لاس وراچوي يا يوازې د زيان رسولو نيت لري نو دا د رښتياو يا صداقت نه سر غړوي او دې ته مونږ پۀ لنډو ټکو کښې تشدد وايو”.

دا یوه منلې شوې خبره ده چې تشدد تل پۀ ټولنه کښې پۀ اجتماعي توګه او افرادو کښې پۀ انفرادي توګه کرکه، بغض، نفرت او کينه ځايوي. خلک او اولس د يو بل نه لرې کوي.

عدم تشدد:

د تشدد پۀ ضد کښې يو بل توکے سر راپورته کوي کوم ته چې عدم تشدد وائي. اوس عدم تشدد څۀ څيز دے او د دې لاره څۀ ده او طريقه کارئې څۀ دے؟ واقعي چې عدم تشدد يو لوے زړۀ، لويې ارادې، د خپل قام سره بې کچه مينې او د امن او خوشالۍ جذبه او د ژوند ټول ارام او اسانتياوې قربانول غواړي. د دې خاصيتونو نه خالي انسان صرف پۀ خولۀ وئيلو سره نۀ خو د عدم تشدد فلسفه خورولے شي او نۀ ئې عملي کولے شي.

کله چې انسان د خپلو لاسونو، خولې او نيت نه بل انسان ته شر، نقصان او زيان نۀ رسوي نو دا عدم تشدد دے. هغه لاره پۀ کومه لاره چې انسان دا سوچ کوي او دې سوچ ته عملي جامه ور اغوندي چې پۀ کومه طريقه به يو انسان خپل ځان او د ټولنې نور وګړي د تشدد يا زور زياتي ځان وساتي، هم دغه عدم تشدد دے. د عدم تشدد تعريف مائيکل داسې کوي چې:

” کله چې انسان د زور زياتي ضرورت نۀ محسوسوي نو دا عدم تشدد دے، کله چې يو انسان له يو څۀ کرکه نۀ کوي او خلقو سره نزدې کېږي هم دغه عدم تشدد دے. لۀ خلقو سره مينه کول وجداني يا روحاني عدم تشدد دے. کله چې بيا پۀ ټولنه کښې يو انسان دغه ټول څيزونه عملي کړي يعنې د ضرر رسولو پۀ ځاے د خلقو سره مينه وکړي نو دا عدم تشدد دے، خلقو سره د عدم تشدد رشته د مينې رشته ده”.

د عدم تشدد لوے علمبردار حضرت باچا خان د تشدد او عدم تشدد تر مېنځه توپير ډېر پۀ لنډو، ساده او جامع ټکو کښې څۀ داسې بيانوي:

” تشدد کرکه ځايوي او عدم تشدد مينه”

د عدم تشدد فلسفه څۀ نوې خبره نۀ ده، دا فلسفه د جېن مت او بدهـ مت مذهبونو پۀ عقيدو اډاڼه لري. خو تر ډېره موده اولسونه او ملتونه د دې فلسفې د اصل روح نه لرې پاتې شوي وو. دا فلسفه د شلمې پېړۍ پۀ اوږدو کښې يو ځل بيا رامېنځته شوه او د ټولنیز بدلون نظریاتو مخکښې وړو کښې ئې ډېره لویه مرسته وکړه. مونږ د عدم تشدد پۀ اړه لیکو، اورو او خبرې کوو لکه دا چې يوازې یو تکنیک ؤ، خو دا نۀ ده ځکه چې دا مونږ ته اصل کښې د سوله ایزو اصولو د لارې د ظلمونو او تاوتريخوالي د مخ نيوي مبارزه کښې لار ښودنه کوي. نو له همدې عمله عدم تشدد نۀ يوازې دا دے چې د زور زياتي، تاو تريخوالي او ظلم نه ډډه کول دي بلکې د عدم تشدد فلسفه مونږ ته د تاوتریخوالي په ځواب کښې د خپلې مبارزې لاره او اصول هم راښائي. عدم تشدد د مهربانۍ عمل دے، عدم تشدد د خپلې انرژي مثبت استعمال عمل دے، عدم تشدد د ځان، ټولنې او نورې نړۍ سره د سولې عمل دے، عدم تشدد د زور زياتي د مخنيوي عمل دے، عدم تشدد پۀ ټولنه کښې د مثبت بدلون راوستلو عمل دے. باچا خان وائي، “عدم تشدد يو طاقت دے او د تشدد په شان فوځ لري، خو د عدم تشدد وسله تبلیغ دے، د خلکو پوهه ده، او د تشدداو تاوتریخوالي وسله ټوپک دے.ځینې خلک دا دليل خپلوي چې تشدد د ځان دفاع لپاره ضروري دے خو دوي پۀ دې سر نۀ خلاصوي چې د عدم تشدد سره دوي د تشدد لاره نيسي او تل د پاره ئې تړي. د عدم تشدد فلسفه د ځان د دفاع میکانېزم لري ځکه چې پۀ دې لاره کښې د شکست خبره نۀ وي، او تشدد کښې به خامخا د بريا او شکست خبره مخې ته راځي “.

د عدم تشدد د فلسفې پرچار کونکے د دې فلسفې د لارې د خپل مخالف وګړي سوچ او ذهن باندې بريا موندے شي او اخر کښې به ستا سيال دا مني چې ستا نظر سم دے.

نن کۀ وګورو نو پۀ ټوله نړۍ کښې د ظلم، تاو تريخوالي، وحشت او بربريت يو بازار ګرم دے. کۀ جنګونو د اسمان لمنې تورې کړي دي نو کرکو او نفرتونو هم انسانان لۀ يو بله لرې باسلي دي. پۀ سپينه ورځ ورور د ورور حق وهي، پۀ سپينه ورځ پۀ ناحقه وينې توئېږي، حقونه تروړلے شي او د ظلم داستانونه جوړولے شي . انسان چې د مينې د پاره جوړ دے، نن ترې مينه هېره ده او داسې ښکاري چې د نفرت پۀ خټه کښې اغږلے شوے دے. نن هر انسان چې وس لري نو خپل کار يا خو پۀ زرو وباسي او يا بيا د ظلم نه هم ډډه نۀ کوي. يو خوا کۀ پۀ زياتره ټولنو کښې انصاف نشته نو بلخوا د عدم تشدد پرچار هم نۀ کېږي . او هم دا وجه ده چې نن پۀ هر ځاے کښې تشدد پۀ يو نه يو کريهـ او بدصورته شکل کښې موجود دے . دا نفرت ولې دے، کرکه ولې ده، ولې يو انسان پۀ بل ظلم کوي، ولې يو انسان د بل حق تروړي . دا ځکه چې نن د عدم تشدد د تبليغ پۀ ځاے د تشدد تبليغ کېږي، نفرت او کرکې ته وده ورکولے کېږي او يو انسان د بل پۀ نظر کښې سپکولے شي . دې هر څۀ ته بيا د مذهب، رنګ او نسل ملاګانې هم حاصلې دي او مونږ ګورو چې نړۍ خو پۀ ټېکنالوجۍ او سائنس کښې مخکښې روانه ده خو پۀ انسانيت کښې ورځ پۀ ورځ مخ پۀ ښکته روانه ده .

د پښتنو لوے محسن، ستر مبارز او خپلو غرونو پۀ شان دنګ لوړ سړي فخر افغان باچا خان د نن نه يوه پېړۍ مخکښې د ټولنې دا مرض معلوم کړے ؤ او علاج ئې ورله د عدم تشدد پۀ وسله کولو . چې څنګه مونږ دا وئيلي چې عدم تشدد پۀ خولۀ خو ډېر اسان کار دے خو پۀ دې عمل کول د فولادو سينه او د غرونو هومره حوصله غواړي . خو لۀ ښۀ مرغه باچاخان لۀ خداے کۀ قد لوے ورکړے ؤ نو حوصله ئې هم د خپلو دنګو غرونو پۀ شان لوړه وه،کۀ پښتون قد ئې د چنار ؤ نو سينه ئې هم فولادي وه او هم دغه وجه ده چې کۀ د شلمې پېړۍ پۀ اوائلو کښې نيمه نړۍ د ظالم پېرنګي زور ته سرټيټې وه نو ملنګ بابا ورته لکه د غر ولاړ ؤ . د باچاخان د اوږدمهاله او نۀ ستړې کېدونکې مبارزې پۀ شا هم دغه د عدم تشدد د وسلې زور ؤ. باچاخان پۀ دغه وخت کښې دا هم کمال وکړو چې پښتون قام ئې هم د دې وسلې پۀ زور سمبال کړو او د عدم تشدد پۀ زور ئې پوهه کړل او بيا دنيا وليدل چې څنګه بې د ټوپکه راخستلو باچاخان پېرنګے د خپلې خاورې نه پۀ تللو مجبوره کړو .

د دوېم اکتوبر ورځ بايد ښۀ پۀ جوش او جزبه ونمانځلے شي ځکه چې پۀ دې ورځ کښې زمونږ د لوے بابا خوب او نظريه خوندي ده . بايد پوهان او مشران خپل نوے کهول او ماشومان د دې ورځ پۀ اهميت او مقام پوهه کړي . راځئ چې د عدم تشدد لار خپله کړو ځکه چې :

” تشدد کرکه ځايوي او عدم تشدد مينه” (حضرت باچاخان)

دا هم ولولئ

د میا مشتاق او ‘قاسم’ قسمتونه او ریاستي قلعه – مشتاق احمد درانے

د کنېډې نامتو ليکوال وليم پال ينګ خپل ناول “دي شېک” کښې ليکي چې “دروغ …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *