د بي اېس پښتو مجوزه څلور کلیز کورس – ‘پښتون’

 

‘پښتونخوا مطالعاتي مرکز’ باچاخان پوهنتون چارسده کښې د ‘بي اېس پښتو’ د څلور کلیز پروګرام د پرانستې اجازت ورکړے شوے دے چې دې پروګرام کښې بریالیتوب ترلاسه کوونکي به پۀ شعوري توګه پۀ جدید علومو هم سینګار وي. هغوي به د خپلې خاورې، خپلو خلقو، خپلو مسائلو، خپلو وسائلو، خپل کلتور، خپل فوکلور، خپل تاریخ، خپلو ادبیاتو او د خپلو ادبیاتو د ډسکورس نه هم خبر وي.

د دې څلور کلیز کورس تفصیلاتو د پاره باچاخان پوهنتون چارسده کښې ‘پښتونخوا مطالعاتي مرکز’ سره تماس نیولے شئ. یاده دې وي چې پښتونخوا مطالعاتي مرکز کښې د اېم فل داخلو د پاره هم شپاړس ستمبر اخرۍ نېټه ده.

د څلور کلیز کورس دا لنډه پېژندګلو د ‘پښتونخوا مطالعاتي مرکز’ پۀ مننه خپره کړې شوه.

اغراض او مقاصد:

  1. پښتانۀ زده کوونکي د پښتو ژبې او ادب د داسې مضمونونو سره اشنا کول چې د هغې پۀ ذريعه قامي او ټولنيز شعور وده وکړي.
  2. د مجوزه کورس پۀ برکت پۀ طالب علمانو کښې د خپل تهذيب، کلتور او پښتني اقدارو احساس رابېدارول.
  3. زده کونکو ته د روزګار او معاش پۀ لړ کښې اسانۍ پېدا کول اود هغوي پۀ داسې خطوط لارښودنه کول چې پۀ عملي ژوند کښې ئې پکار راشي.
  4. د پښتو ژبې او ادب داسې طالب علمان تيارول چې هغوي د بي اېس کولو نه پس پۀ بهرني هېوادونو کښې د اعليٰ تعليم جوګه وګرځي.
  5. يو داسې نصاب ترتيبول چې هغه د دې اولس د هلکانو او جينکو د عملي غوښتنو او ذهني رجحاناتو مطابق وي.
  6. د څلور کليز نصاب د پاره لازمي، عمومي، بنيادي، تخصيصي او اختياري تخصيصي عنوانات او موضوعات د مختلفو درجو د پرچو پۀ مشوره سره ټاکل.
  7. د موجوده دور د ترجيحاتو پۀ اړه د سائنس او ټيکنالوجۍ د علومو سره سره پۀ معاشره کښې د ادب وجود برقرار ساتل او اولس ته د ادب د ضرورت احساس ورکول.
  8. د څلور کليز نصاب پۀ ذريعه پۀ زده کوونکو کښې د څېړنې جذبه راپېدا کول او هغوي د اېم اېس/ پي اېچ ډي پۀ سطح تحقيق د پاره تيارول.
  9. زده کوونکو ته د پښتو ژبې او ادب نه سربېره نور داسې مضامين ښودل چې د هغوي پۀ عملي ژوند کښې پۀ کار راشي.
  10. مختلف مضامين لکه عمراني علوم، فطري علوم او کمپيوټر سائنس د مضمونونو سره د ژبې او ادب داسې اړيکې جوړول چې کۀ يو خوا ادب د ژوند ترجماني وکړي نو بل خوا دې دغه علوم د ژوند او ادب د مطالبو پۀ جوتولو کښې مرستيال ثابت شي.
  • وړومبے سمسټر:

English-I

Pakistan Studies

History -1 د پښتونخوا مطالعه 1

General-I ټولنپوهنه )سوشيالوجي( 1

General-II د برصغير پښتانۀ بادشاهان

Foundation-I پښتو املاء او رسم الخط )ليک دود(

  • دوېم سمسټر:

English-II

Islamic Studies/Ethics

Univ. Optional پښتو کښې طنزيه او مزاحيه ادب

General-III د خېبر پښتونخوا د ژبو تاريخ

General-IV د ژباړې هنر

Foundation-II علم الکلام او ادبي اصطلاحات

  • درېم سمسټر:

English-III

Introduction of computer

General-V بنيادي ژبپوهنه )لسانيات(

General-VI ټولنپوهنه 2

Foundation-III د پښتو شفاهي او اولسي ادب

  • څلورم سمسټر:

English-IV

General-VII غږپوهنه )لسانيات(

General-VIII د تحقيق اصول

Foundation-IV شعري اصناف )کلاسېکي او جديد(

Foundation-V رومانويت او پښتو شاعري

  • پینځم سمسټر:

Foundation-VI نثري اصناف (کلاسېکي او جديد)

Foundation-VII پښتونخوا مطالعه (۲)

Major-I د پښتنو د تاريخ مطالعه

Major-II د پښتو ژبې تاريخ

Major-III پښتو ادب ابتدائي دورشاعران

  • شپږم سمسټر:

Foundation-VIII تنقيد

Foundation-IX د هندي سبک کلاسېکي شاعران

Major-IV د پير روښان تحريک او اخون دروېزه

Major-V خوشحال او د هغه کورنۍ

Major-VI رحمان بابا او د هغۀ مکتب

  • اووم سمسټر:

Major-VII د پښتو ادب جديد دور

Major-VIII خدايي خدمتګار تحريک او پښتو ادب

Elective-I د حمزه شينواري مطالعه

Elective-II غني خان او د هغۀ فن او فکر

Major-IX Research Project/ Internship

  • اتم سمسټر:

Major-X Research Project/ Internship

Major-XI پښتو کښې افسانوي ادب

Major-XII پښتو کښې ترقي پسند ادب

Elective-III د ازادۍ تحريک او پښتو ادب

Elective-IV د پښتو د صحافت تاريخ

دا هم ولولئ

!!!Absolutely Not – پښتون

اېمل ولي خان دې خداے زر کلن کړي چې څۀ هم وائي نو بېخي د …