پۀ زېر باندې پوهېږمه نۀ زور راله راځي
د مينې يو سبق دے سراسر راله راځي
د مينې جوارۍ کښې زۀ پۀ ګټه نۀ پوهېږم
بېلات پۀ دې بساط د مال و سر راله راځي
برق1
د برق د ژوند تېر خاپونه کۀ څوک لټول غواړي نو دا خبره به ورته د نمر غوندې څرګنده شي چې برق د مينې جوارګر دے؛ هغۀ ټول عمر دغه جواري کړې او د هر جوارګر غوندې د مينې دې جوارګر هم ټول عمر پۀ نقصان او تاوان کښې تېر کړے دے.
د برق تاريخ پېدائش یوولسمه مۍ 1940ز دے. د پلار نوم ئې عجب خان او د نيکۀ نوم ئې محمود خان ؤ. برق د نوښار ضلعې خېبر پښتونخوا ډاګ بې سود نومې کلي اوسېدونکے دے.
د برق نيکۀ محمود خان د باچاخان )خان عبدالغفارخان( د خدائي خدمت ګار تحريک يو پُر جوشه او څرګند کارکن ؤ. انګرېزانو د خدائي خدمتګارو د تحريک سره د تړون پۀ سزا کښې پۀ هغه باندې پۀ هغه زمانه کښې زر روپۍ جرمانه لګولې وه کوم چې ډېړ لوے رقم ؤ. محمودخان د دغه جرمانې ادا کولو د پاره خپله پینځويشت جیربه زمکه پۀ څلوېښت روپۍ جیرب خرڅه کړې وه. پۀ موجوده وخت کښې د دغه زمکې قېمت پۀ کروړونو روپو کښې دے.2
د عشق کار پۀ لېونتوب دے نور څۀ نۀ دے
راشه واوره نۀ پۀ عقل نۀ شعور
خوشحال بابا
د برق پلار عجب خان هم د خپل پلار محمود خان غوندې باچاخان او د هغۀ خدائي خدمت ګار تحريک سره ډېر نزدې تړون او عقيدت لرلو. هغه يو ځل د حکومت خلاف د خدائي خدمت ګارو يو احتجاج کښې موجود ؤ چې ګرفتار او قېد کړے شو.
د جېل دننه پۀ ژمي کښې به هغه د واورو پۀ سانچو څملولے شو او سزاګانې به ورکولې شوې. د دغه تشدد او سزا د وجې هغه مستقل د ساه لنډي مريض شو او پۀ کال 1968 کښې د اتۀ څلوېښتو کالو پۀ عمر کښې د نمونیا نه وفات شو.3
پۀ لاره د طلب کښې د خپل ځان فنا کول دي
پخوا راسې هم دغه د مئينو روايت دے
برق
برق تر اووم جماعته پورې تعليم د پبو پۀ هائي سکول کښې حاصل کړے دے. بيا ئې د معاشي تنګدستۍ لۀ وجې د تعليم سلسله جاري ونۀ ساتلې شوه. وروستو ئې بيا پۀ پرائيوېټ توګه مېټرک وکړو. هغه خپله د خپل تعليم باره کښې وائي:
“زما تعليم صرف د سحر نه تر غرمې ؤ. پلار سحر اتۀ بجې سکول کښې داخل کړم او غرمه استاذ زما د غېر نصابي قابليت نه دومره متاثره شو چې څلور د څلورم جماعت هلکان ئې راوغوښتل او هغوي ډنګه ډولۍ خپلې کوڅې ته راورسولم.”4
د مياشتنۍ ‘پښتون’ رسالې د پاره ورکړې شوې انټرويو کښې چې کله د برق نه پوښتنه وشوه چې تا زياته زدکړه د سکول يا مدرسې نه کړې او کۀ د حجرې يا جومات نه؟ نو برق ورته پۀ دې شعر کښې جواب ورکړے ؤ چې:
برقه! د دنيا پۀ مدرسه کښې ډېر وخت وشو
ډېر وهل مې وخوړل خو يو ټکے مې زده نۀ کړو
برق چې دومره تعليم ئې نه ؤ نو هغه څنګه دومره ستر ليکوال شو؟ د شعر و شاعرۍ او ليکلو دا جراثيم هغۀ ته څنګه او د کوم ځاے نه لګيدلي وو؟ دې باره کښې برق خپله وائي:
“زما مور د کاکاخېلو د کورنۍ وه، هغې به کور کښې د پښتو منظومو قيصو کتابونو وېنا کوله. بله دا چې د ماماخېلو پۀ حجره کښې به مې پۀ ژمي کښې د شپې د قيصو کتاب وئيلے کېدو. پۀ حجره کښې ماشومانو ته د ناستې اجازت نۀ ؤ خو د ماماګانو مجبوري مې دا وه چې کور ته د تلو راتلو د پاره د يو ماشوم ضرورت ؤ نوځکه ما ته پۀ دغه محفل کښې د ناستې اجازت ؤ. د مور او ماماګانو دغه د منظومو قيصو وېناګانو زۀ پۀ لاشعوري طور سره کتاب سره ډېر نزدې کړم او بيا پۀ پبو کښې به يو کس پۀ کټ باندې څادر غوړلے ؤ او پۀ هغې به ئې کتابونه ايښي وو. ما به بيا د هغۀ نه کتابونه راوړل او هغه به مې لوستل.”5
يواځې مينې شاعران نۀ کړو مونږ
برقه! اول نه پاګلان هم ډېر وو
د برق د ادبي ژوند باقاعده اغاز د بنو ښار نه شوے دے. پۀ بنو ښار کښې د هغۀ د ترۀ د زوي د مصالحو او نکريزو کاروبار ؤ او برق به هغۀ سره مزدوري کوله. دا زمانه د 1960 نه تر 1965 پورې وه. برق ته پۀ بنو ښار کښې د لويو لويو اديبانو او شاعرانو سره ناسته نصيب شوه چې پکښې ډاکټر اسلم، غازي سيال، طاهر کلاچوي، عبدالرحيم مجذوب، رحمت الله درد او مطيع الله قرېشي شامل وو.
پۀ دغه موده کښې برق د هاغه ځايه روزنامه ‘شهباز’ ته خپل کلام رالېږل شروع کړل. راحت زاخيلي صاحب دغه ورځو کښې د ‘شهباز’ اخبار د پښتو برخې مشر مدير ؤ چا چې پۀ هغه دور کښې د برق ډېره رهنمائي کړې وه.
پۀ بنو کښې چې کله د برق د ترۀ د زوي روزګارختم شو نو برق پېښور ته واپس راغلو او دلته ئې بيا دياړي شروع کړه. دا د کال 1966 يا 1967 خبره ده چې د پېښور ښار رېلوے سټېشن ته مخامخ اباسين فلور مل جوړېدو. برق به پۀ دوه نيمې روپۍ ورځ د دغه مل اووم چهت ته خټه خېژوله. هغه وائي يوه ورځې چې ماښام ستړ ے ستومانه خپل ځاے ته راغلم نو هلته د قلندر مومند صاحب يوه رقعه پرته وه چې ليکلي وو، سبا د ‘بانګ حرم’ اخبار دفتر ته راشه. دغسې د قلندر مومند او ايوب صابر پۀ مرسته هغۀ ته پۀ وړومبي ځل ‘بانګ حرم’ کښې د کالم ليکونکي پۀ حېث د کار کولو موقع ملاو شوه. د قلندر مومند باره کښي برق پۀ يو ځاے کښې وائي:
برقه! دا ځکه دې غزل کښې خوشبوئي پېدا شوه
چې هم نشين شوې قلندر غوندې ګلانو سره6
پۀ کال 1969 کښي چې کله يحيیٰ خان پۀ سياسي بنيادونو ‘بانګ حرم’ اخبار بند کړو نو د نورو ملګرو سره برق هم د دې پابندو ښکار شوے ؤ.
برق بيا روزنامه ‘شهباز’ له ليکل شروع کړل خو دلته هم چې کله د اختياراتو واګې خورشيد نومې صحافي ته ورکړې شوې د چا باره کښې دا مشهوره وه چې هغه د مسلم ليګ نمائنده دے نو دلته هم د سياسي نظرياتو د اختلاف پۀ وجه برق او قلندر مومند دواړو پۀ يو ځاے ‘شهباز’ اخبار نه لارې جدا کړې.7
برق بيا رېډيو پاکستان پېښور کښې د CASUAL STAFF ARTIST )عارضي سټاف اٰرتسټ( پۀ توګه ملازمت اختيار کړو. دلته هم پۀ کال 1973 کښې مولانا کوثر نيازي چې دغه وخت کښي وزير اطلاعات ؤ، د هغۀ پۀ حکم اتۀ کسانو باندې پابندي پۀ دې وجه ولګېده چې د هغوي تعلق د قوم پرست سياسي جماعت سره ؤ او دې کښې سعدالله جان برق هم شامل ؤ.8
حقيقت دے چې ژوند د حلوه نمړۍ نۀ ده، د اوسپنې نېنې چيچل دي؛ د هوسۍ پۀ ښکر ګډا ده، پۀ پل صراط باندې تېرېدل دي او پۀ دې دومره ګران ژوند کښې چې د برق غوندې خلق ځان له يوه پېژندګلو او مقام پېدا کوي نو دا اسان کار نۀ دے ــــ ځکه خو برق خپله وائي:
د غرۀ پۀ سر باندې به لار وي دې کښې شک نشته دے
خو پۀ ميږي به څۀ تېر شوي وي چې غر ته رسي
برق
د رېډيو د ملازمت د ناکامه تجربې نه پس برق دا فېصله وکړه چې د ژوند تېرولو د پاره خپل څۀ هنر ډېر ضروري دے. دغه مقصد حاصلولو د پاره هغۀ د اسلام اباد نه د هوميو پېتهک ډاکټرۍ کورس وکړو او څۀ موده ئې د هوميوپېتهک ډاکټرۍ کلينک هم کړے دے.
دغه دوران کښې د پېښور نه د پي ټي وي پېښور څانګې باقاعده اغاز شوے ؤ. برق پېښور څانګې د پاره وړومبۍ پښتو ډرامه د ‘ګړنګ’ پۀ نوم وليکله. د دې ډرامې پروډيوسر ارباب خان ؤ. د نشر کېدو پۀ لحاظ دا ډرامه د پي ټي وي پېښور څانګې وړومبۍ او د رېکارډنګ پۀ حواله دوېمه ډرامه وه ځکه چې د رېکارډنګ پۀ لحاظ د خالقداد اميد ډرامه د پېښور سنټر وړومبۍ ډرامه وه.
پۀ کال 1975 کښې برق د پي ټي وي پېښور څانګې د سکرپټ پروډيوسر د ملازمت د پاره درخواست ورکړو خو دلته هم د هغۀ څو ملګرو د پي ټي وي مېنېجنګ ډائريکټر ته يوه ګمنامه چيټۍ وليکله چې پکښې ئې د برق تعلق د قوم پرستې پارټۍ سره ښکاره کړے ؤ او دغسې برق د دغه ملازمت حاصلولو نه هم محروم پاتې شو. برق د داسې دوستانو چې کردار ئې د لستوڼي د مار وي، باره کښې وائي:
دا خو برقه! ما پرون اشنا له مې ورکړے ؤ
زۀ چې دښمنانو نن پۀ کوم خنجر وهلے يم
او بل ځاے کښې د موجوده زمانې يار داسې يادوي:
د بېلتانۀ پۀ شپه کښې تښتي ما يواځې پرېږدي
سيورے د دې زمانې يار دے پۀ رڼا راستون شي
برق د خپل ژوند باره کښې داسې وائي:
“د يو قول زرين مطابق زمونږه نيمه زندګي زمونږ مور پلار برباده کړې او باقي نيمه زندګي راله اولاد خاورې ايرې بلکې ګزګښت کړې؛ خو زه پۀ دې معامله کښې لږ خوش قسمته ختلے يم. خپله اوله نيمه زندګي هم ما ځان له پۀ خپله برباده کړې ده او چې نيمه برباد شوه نو بيا مې وئيل چې اوس دا پاتې نيمه پۀ بل چا څۀ له بربادوم، پۀ پردي لاس ‘مار’ هم وژل نۀ دي پکار او اوس چې دا کوم لږ ډېر خيرے پاتې دے چې د زندګۍ نه ورته شرمندګي وئيل زيات بهتر دي؛ دې ته مې هم دغه اراده ده ــــ ‘خپله لاسه ګله لاسه'”9
د ځان پۀ بربادولو کښې خپل ملګري ئې هېر نۀ دي، وائي:
“د ځان بربادولو پۀ دې عظيم الشان پراجېکټ کښې ماسره هم څۀ ملګري وو او شته دے خو دا ورته نۀ شم وئيلے چې ‘خداے دې لري’؛ ځکه چې دا څومره بربادي ئې تر اوسه کړې ده دا هم تر قيامته بلکې د قيامت نه پس هم کافي ده.”10
ګل محمد بېتاب د برق د فن او هنر باره کښې وائي:
“دې کښې شک نشته چې برق ډېر لوے شاعر، افسانه نګار، ډرامه نګار او طنز ومزاح ليکونکے دے. پۀ پښتو او اردو کښې ئې يو شان قلم چليږي او دواړو ژبو کښې ئې خلق د ليکونو نه متاثره شوي دي ولې چې ليک پۀ عامو انساني مسئلو کوي او پۀ ډېر ښۀ انداز کښې ئې کوي. د طنزيه او مزاحيه ډرامو لوے ليکوال ګڼلے شي او ډېرې ډرامې ئې نشر شوي چې پۀ اولسي توګه خوښې کړې شوې دي خو زما پۀ خيال د هر څۀ نه ئې شاعري ډېره زورداره او فطري ده، ولې چې دا محض د خپل ځان د پاره کوي او چې څنګه ئې پۀ زړۀ وي نو هغه شان ئې ليکي.”11
دغسې ډاکټر محمد زبېر حسرت د برق د شاعرۍ باره کښې ليکي:
“برق صاحب يو فطري شاعر دے او د شعر او ادب يو اوږد رياضت لري. د برق صاحب پۀ شاعرۍ کښې د شاعرۍ هغه ټول فني محاسن شته چې د يوې ښې، پخې او خوږې شاعرۍ خاصه وي ـــ تلميح، اشاره، کنايه، استعاره، تشبيهات، تلازمات، ذهني او قلبي واردات، اخلاقيات، سماجيات، اقتصاديات او سياسيات چې د برق صاحب پۀ شاعرۍ کښې موجود دي.12
د دې دوو ښاغلو د درنو وېناګانو نه پس پکار ده چې د برق د شاعرۍ څۀ ښکلي رنګونو ته پام لرنه وکړو ـــــ
د برق د سنجيده شاعرۍ رنګونه:
يو ځل دې راوکتل نو بيا دې هم راوکتل
داسې به لا څوک وي چې وژلے ئې وژلے وي
تورې جامې دې هم پۀ سپين بدن رڼې رڼې شي
چا کښې چې زور وي د تيرې نه هم رڼا وباسي
خېر دے کۀ پرون درنه دا خپله وعده هېره شوه
نن خو ئې پوره کړه ياره څۀ تلي راغلي دي؟
د غم پۀ سيخ چې برقه زړۀ سورے سورے نۀ کړمه
څنګه به خوږ لکه شپېلۍ غوندې غزل جوړوم
هر يو ګل دے پاڼې پاڼې، نشته ساه يوه غوټۍ کښې
پۀ سپرلي کښې هم خزان دے وير ژړا ده پۀ ښادۍ کښې
دا زما خاورې ايرې ژوند، پکښې ستا نيازبينه مينه
لکه ګل وي چا ټومبلے پۀ ريښې ريښې پګړۍ کښې
د برق د مزاحيه شاعرۍ شوخي:
ملګرو! مبارک مو شه! سېلاب راغلے دے
بيا وخت مو د ګټلو د حساب راغلے دے
جالونه مو راواخلئ هم رسۍ لومې دامونه
بهر نه د امداد نومې سرخاب راغلے دے
حافظ دې پس د دې نه شي الله زمونږ د کلي
د غل سره چې مل شولو ملا زمونږ د کلي
چې ‘پل’ مې ووهو پۀ رو رو پسې تلمه
د کلي څوکيدار کړې وه غلا زمونږ د کلي
نۀ چا پۀ کوتک نۀ پۀ چاړه چاقو خنجر وهلے يم
دا ځل بازاريانو دښمنانو پۀ اختر وهلے يم
روژې ورته نيولے ومه کلک سرِ بازار
ملا ورته تړلے وم وهلم دوکاندار
د ټولو سوداګرو سره لاس مو د سرکار
د دې نه پس ئې بيا زۀ د نرنو پۀ خنجر وهلے يم
دا ځل بازاريانو دښمنانو پۀ اختر وهلے يم
څوک پښتو خوړلي دي او چا پښتو خوړلې ده
دا د ړاندۀ ښځه ده پۀ خداے باندې سپارلې ده
څوک ترې لوپټه راکاږي څوک ترې نه برقعه ګوره
څوک ئې لاس نه نيسي څوک ئې لاس ږدي پۀ اوږه ګوره
څوک ورله خپل کور ته ورکوي ټېله ديکه ګوره
نوې نوې ناوې ئې زامنو کور ته راوستې ده
مور ئې د څاروو پۀ کوټنۍ کښې غورځولې ده
دلته به د لوستونکي پۀ ذهن کښې خامخا يو سوال پېدا کېږي او هغه دا چې برق دومره تعليم يافته نۀ دے، نۀ ورسره څۀ سرکاري ډګري شته او نۀ څۀ سند نو بيا هغه د ادب پۀ هر صنف کښې دومره ښۀ، معلوماتي، تحقيقي او تخليقي ليکونه څنګه کوي چې تقريباً دېرش کتابونه ئې پۀ مختلفو اصنافو کښې اردو او پښتو ژبو کښې چاپ دي او څۀ لا ناچاپه پراتۀ دي؟؟؟ نو د دې جواب صرف او صرف دا دے چې برق ډېر زيات مطالعه کوونکے او کتابونو سره مينه لرونکے بنده دے. هر قسمه کتاب چې ورله پۀ ګوتو ورشي نو هغه د زړۀ پۀ سترګو ګوري او د مازغو پۀ کمپيوټر کښې ئې ځان سره ډېر پۀ مينه محفوظ کړي. پۀ دې حقله ګل محمد بېتاب پۀ برق باندې ليکلې شوې يوه خاکه ‘د غر هومره سړے’ کښې ليکي:
“دا مې هم ليدلي دي چې سعدالله جان برق د ليک نه زياته د لوست سره مينه لري. ما چې کله هم دے پېښور او پبو کښې ليدلے نو ورسره مې پۀ لاس کښې ضرور څۀ کتاب او خصوصًا د اردو کوم زوړ ډائجسټ ليدلے دے چې پۀ بس کښې خو څۀ چې پۀ بازار کښې مې پۀ روانه هم پۀ مطالعه څو څو ځله مشغول ليدلے دے. پبو بازار کښې يو ځل روان ؤ او پۀ روانه ئې څۀ کتاب لوستو نو ما ته يو ملګري ووې، هغه وګوره! دا روغ دے کۀ لېونے؟ ما ورته وې څوک يادوې؟ هغۀ وې برق دے او کۀ غرق دے؛ او واقعي چې ما وکتل نو برق پۀ مطالعه کښې غرق ؤ. پۀ منځ بازار کښې ئې ښۀ بې غمه کتاب پۀ لاس کښې نېولے پۀ لوستو روان وو.”
برق خپله يو ډېر ښۀ شاعر دے او د ښې شاعرۍ پۀ رموزو او لوازماتو پوهه دے، ځکه خو هغه د موجوده دور د هغه مصنوعي شاعرانو سخت خلاف دے څوک چې صرف قافيې او رديفونه يو بل سره جنګوي او خپل وخت سره سره د نورو وخت هم بربادوي. برق د داسې مصنوعي شاعرانو باره کښې پۀ خپل کتاب ‘رښتيا دروغ او دروغ رښتيا’ کښې ليکي:
“هسې خو د شاعرۍ پۀ باره کښې ډېرو سالکانو ډېر څۀ وئيلي دي خو سترګک چې کومه خبره کړې ده هغه ډېره پۀ زړۀ پورې ده چې شاعري ځکه ډېره ده چې اسانه ده، کۀ نثر ليکي نو عقل به غواړي، علم به غواړي، څۀ مطالعه څۀ دليل څۀ منطق به پېش کول غواړي ځکه چې لوستونکي به تۀ قائل کوې. خو شاعرۍ د پاره د داسې هېڅ قسم څيز ضرورت نۀ وي. تۀ بې غمه پکښې دا وئيلے شې چې زۀ بېګا د خپل جانان سره سپوږمۍ ته وختم، هلته مې يو باغ جوړ کړو، بيا زما نه شاعري راوتل شروع شو؛ زمکه اسمان، نمر ستوري هر څۀ پکښې ډوب شو. يا بېګاه سل رقيبان راغلل، زۀ ئې سل ځله پهانسي کړم، سل ځله ئې وسوزلم، سل ځله ئې ايره کړم او سل ځل ئې باد کړم د ګړنګو پۀ سرونو ـــ خو زۀ بيا راغونډ شوم ، شاعر شوم او دا غزل مې وليکلو.”13
برق ليکي چې شاعر واحد مخلوق دے چې د زړۀ نه بغېر هم نۀ صرف ژوندے بلکې پۀ شعرونو کښې ګړندے وي. زړۀ مې هغه ؤ چې تا يوړو ـــ زړۀ مې درله درکړو ـــ زړۀ ئې رانه يوړو ـــ ما درله زړۀ درکړو او تا پۀ سيخ کښې ورکړو، وريت دې کړو او پۀ رقيبانو دې وخورولو، ما له دې يوه تيکه هم رانۀ کړه.14
بل ځاے کښې برق د داسې شاعرانو باره کښې ليکي:
“د خپلې شاعرۍ پۀ باره کښې د لوغړن صاحب خاکسارانه بلکې لوغړنانه وېنا ده چې دا د شاعرۍ واحده نمونه صرف ما لانچ کړې ده چې پۀ کلام نور خو نور، شاعر پۀ خپله هم نۀ پوهېږي ــــ لکه د نمونې پۀ طور:
سترګې دې راواچوه پۀ سترګو کښې
ګيدړ يمه د شونډو د سرو چرګو
بغېر ئې دوائي وائي نه پوره نۀ کړه
مجنون ؤ کۀ فرهاد او کۀ نورو کږو سترګو15
برق ليکي چې:
“داسې داسې شاعران مې ليدلي دي چې پنځوس پنځوس کتابونه ئې چاپ کړي دي او هېڅ ئې هم پکښې نۀ دي چاپ کړي يا صرف هم هغه يو غزل ئې پۀ ټولو کښې قيمه کړے، تيکې کړے، چټني کړے، اچار کړے، پيتي کړے او شوملې کړے وي.”16
برق وائي کۀ مونږ دا ووايو چې پۀ دنيا کښې صرف شاعري او محکمه تعليم داسې دوه ځايونه دي چې پۀ هر څۀ کښې د ناکامه خلقو د پاره شهباز ګړهې دي نو غلطه به نۀ وي.
برقه ! خپل ځان به هسې خوار کړم نور به هېڅ ونۀ کړم
زۀ چې د ړندو پۀ ښاريه کښې ائينې ګرځوم
واقعي چې برق هغه لېونے دے چې د ړندو پۀ ښاريه کښې ائينې خرڅوي،کڼو ته ډهولونه وهي، ګونګيانو ته د سُر او تال خبرې کوي او ګوډانو شليانو ته ژوند سره اوږه پۀ اوږه د تلو درس ورکوي. برق د مودو مودو نه اودۀ اولس راويښول غواړي، د چا د حق غوښتنه چې د هغۀ د هر ليک ساه ده خو دې بې حسه معاشره کښې نۀ تر اوسه چا اولس ته حق ورکړو او نۀ ئې برق ته هغه مقام ورکړو د کوم چې هغه حقدار دے.
د کال 1969 نه چې د برق ټيلي ويژن سره کوم تعلق جوړ شوے ؤ، هغه تر ننه هم قائم دے. برق تر اوسه پورې رېډيو او ټي وي له پۀ سوونو ډرامې، سيريلز، سیريز، سندرې او پروګرامونه ليکلي دي خو دې دواړو ادارو هم هغۀ ته هغه حق ورنهۀ کړو د کوم چې هغه حقدار دے.
پۀ دې حقله حمدالله جان بسمل د برق پۀ درناوي کښې جوړ شوي يو پروګرام کښې وئيلي وو:
“زۀ دلته دا خبره کول غواړم چې د برق پۀ پېښور ټيلي وژن ډېر قرضونه دي؛ کۀ پېښور ټيلي وژن نور څۀ نۀ کوي نو کم از کم ټيلي وژن سټېشن کښې دننه دې د برق پۀ نوم يو يادګاري نشان ولګوي چې سټېشن ته راتلونکي خلقو ته برق د هغې پۀ ليدو وريادېږي.”17
هغه وخت لاړو چې دوه رنګه وو يو سپين او بل تور
اوس پۀ يو يو رنګ کښې د رنګ پۀ رنګ رنګونو وخت دے
برق
دا حقيقت دے چې دلته د واورې رنځوران اکثر له پۀ پيتاوي جنګونه کوي، دلته هر غرضي پۀ پرخه منګي ډکوي، اسمان پۀ پوکو شين کوي، پۀ اوچه زمکه د غرض د پاره لامبو وهي، پۀ اور کښې واوره غواړي، پۀ خټه اور لګوي او پۀ باران پسې خپل د غرض پټي کله يو خوا وړي او کله ئې بل خوا روان کړي وي خو برق د سود او زيان پۀ دې مېله کښې بالکل يواځې تن تنها د خپلو اصولو د ژوند حقيقتونو او رښتياو سره د غر غوندې هسکه غړۍ ولاړ دے.
چرته چې نېغ څټونه هېڅ بې هېڅه ټيټېږي هلته هم برق د خپلو اصولو سودا نۀ ده کړې. انعامات او اعزازات به برق ته ډېر ورکړے شوي وي خو دوه واقعي پۀ دې حواله سره ډېرې اهمې دي. يوه دا چې کله پۀ ټيلي وژن د برق يو ډېر مشهور او نۀ هېرېدونکي مزاحيه پروګرام ‘رنګونه’ چلېدو نو جنرل فضل حق د برق د پاره د پرائډ اٰف پرفارمنس اېوارډ سفارش او غوښتنه وکړه. دا دور د ضياء الحق د اٰمريت دور ؤ، دې نه وړاندې برق د افغانستان سفر کړے ؤ. د بدقسمتۍ نه د خفيه ادارو واکمنو د برق دغه د افغانستان سفر مشکوک او ملک دښمنه وګرځولو او پۀ دغه وجه ئې هېڅه بې هېڅه د دغه اېوارډ نه محروم وساتلو.
دوېمه واقعه د جنرل مشرف د دورِ حکومت ده کله چې برق ته د ستارۀ امتياز ورکولو اعلان وشو نو برق خپله د دغه اېوارډ اخستو نه پۀ دوه وجوهاتو سره انکار وکړو ـــ يوه دا چې مشرف يو ډکټيټر ؤ، حکومت ئې غېر جمهوري او غېر ائيني ؤ او دوېمه وجه ئې دا وه چې برق وئيل کۀ حکومت ما له اېوارډ راکول غوښتل نو وړاندې به ئې راکړے ؤ، اوس خو د پُل لاندې ډېرې اوبۀ تېرې دي ـــــ
يوه دوه لوېشته نچه وه چرته اور کښې به ايره وه
شپېلۍ شوه چې خپل ځان له ئې ځيګر سورے سورے کړو
برق
برق چې د کال 1967/1966 نه پۀ ‘بانګِ حرم’ کښې د کالم ليکلو کومه سلسله شروع کړې وه، هغه پۀ روزنامه ‘شهباز’، روزنامه ‘انقلاب’، ورځپاڼه ‘وحدت’، روزنامه ‘واقعات’، روزنامه ‘مشرق’ او روزنامه ‘آج’ کښې د مختلفو پړاونو او دمې نه پس 2003 کښې روزنامه ‘اېکسپرېس’ ته راورسېده. تر دې دمه يعني 2018 پورې پوره پنځلس کاله وشو چې برق روزنامه اېکسپرېس له د ‘زېرِ لب’ عنوان سره کالم ليکي. د برق د کالم پۀ حواله سره پروفېسر ډاکټر اباسين ایسپزے وائي:
“برق زما د خوښې مزاحيه کالم نګار دے او هغه ځکه چې هغه واحد کالم نګار دے د چا د طنز و مزاح ذخيره او کوټه چې پۀ تېرو پنځوسو کالو کښې هم ختمه نۀ شوه. برق هره ورځ يو نوي انداز کښې نوې موضوع سره خپلو لوستونکو ته نوے کالم پېش کوي.”18
دغسې پروفېسر ډاکټر اظهارالله اظهار د برق د کالم باره کښې وائي:
“زما د برق کالمونه ځکه خوښ دي چې برق ډېره ژوره مشاهده، لويه تجربه او ډېر ښکلے د ليکلو انداز و هنر لري کوم چې لوستونکے خپل ګرفت کښې ساتي.”19
برقه ! د دې نه به لا لويه باچایي کومه وي
چې يوکاغذ دے بل قلم دے پرې اوړۀ راکوي
برق وائي چې موجوده دور کښې اورېجنل ليکوال ډېر کم دي، زياتره مصنوعي ليکوال دي .ليکل د دوي مزاج سره سمون نۀ خوري خو دوي د شهرت يا کمرشل ازم د پاره ليکل کوي. د ليکلو د پاره مطالعه او مشاهده دواړه ډېر ضروري دي او دا دواړه څيزونه د نن سبا زياتره ليکوالو کښې نشته. ځکه څنګه چې اوور اېکټنګ وي، دغسې دا ليکوال اوور رائټنګ کوي او پۀ ليک کښې ئې هغه خوند او مزه نۀ وي کومه چې د يوې فنپارې د پاره ضروري وي.
برق وائي چې تنقيد باره کښې زما نظريه د نورې دنيا نه مختلفه ده او هغه دا ده چې د تنقيد حق صرف د کتونکو او لوستونکو ګڼم چې هغوي څۀ خوښوي او څۀ رد کوي. د مثال پۀ توګه د رحمان بابا او خوشحال بابا پۀ دور کښې يواځې څۀ دا دوه شاعران نۀ وو، نور هم بلها وو خو دې دواړو ته عوامو د خوښې سند ورکړو نو دا دے تر اوسه ژوندي دي؛ او باقي د چا پۀ يادو کښې هم نۀ دي. بله دا چې د تنقيد باره کښې يوه لطيفه ده چې څنګه بې کاره سندرغاړے سندرو کښې ناکامه شي نو هغۀ نه قوال جوړ شي، بې کاره اداکار چې اداکارۍ کښې ناکامه شي نو هغۀ نه ډائرېکټر جوړ شي؛ بلکل دغسې بې کاره شاعر او اديب چې څۀ تخليقي کار نۀ شي کولے نو هغۀ نه تنقيد نګار جوړ شي.
برق وائي چې رېډيو، ټيلي وژن او اخبار داسې ځايونه دي چې دلته به ما پۀ ليکلو باندې ځان له سېر اوړۀ ګټل. زۀ اوس سوچ کوم کۀ دغه مجبورۍ مې نۀ وې نو ما به تر اوسه پۀ کتابي شکل کښې ډېر تحقيقي او علمي کارکړے ؤ.20
څۀ د رقيب څۀ د جانان څۀ د قسمت کانې وې
داو مې بائيللے دے پۀ بېرته د ګټلو نۀ دے
برق پۀ دې لحاظ ډېر خوش نصيبه دے چې د هغۀ همځولي او د هغۀ کشران ليکوالان، شاعران او اديبان د هغۀ د باکماله، لاجوابه او بې مثاله شخصيت ستائينې کوي او هغۀ سره ډېر عقيدت او مينه لري. لکه د برق پۀ درناوي کښې جوړ شوي يو پروګرام کښې حمدالله جان بسمل برق ته د يو داسې هاتهي سره تشبيه ورکړې وه چې څو ړاندۀ ئې ليدو ته راځي او دغسې هر ړوند د هاتهي مختلفو اندامونو له ګوتې وړو نه پس د خپلې خپلې اندازې او تجربې پۀ بنياد هغۀ له مختلفو څيزونو سره تشبيه ورکوي خو جامع او مکمل تعريف ئې هېڅ څوک ونۀ کړے شي. بالکل هم دغسې حال د برق هم دے، ځکه چې د برق د ژوند هم دومره اړخونه دي چې د هغې مکمله احاطه کول کۀ ناممکنه نۀ دي نو ګران ضرور دي. هم دغه پروګرام کښې خداے بخښلي راج ولي شاه خټک صاحب برق ته پۀ دې ټکو کښې خراجِ تحسين وړاندې کړے ؤ:
“شاعر، اديب، طنز نګار، مزاح نګار، افسانه نګار، صحافي، حکيم، طبيب، تاريخ دان، محقق، کالم نګار، سماجي سائنسدان او باقي هغه چې ما ته معلوم نۀ دي.”21
حقيقت دا دے چې د مينې دې جوارګر د ژوند پۀ هر پړاو، هر ډګر او هر ګوټ پېر د مينې جواري کړې ده. د مينې پۀ وېش کښې د اصولو پۀ توده زمکه، د تحقيق او تخليق پۀ سردرو کښې د مينې دا لېونے هر فرعون ته سترګو کښې ازغے شوے دے او هر مظلوم ته ډاډ او حوصله.
پۀ هنر کښې، پۀ کمال کښې، پۀ کار کښې او پۀ زيار کښې، پۀ ګرانو او پۀ سختیو کښې، پۀ استقامت او پۀ مړانه کښې ـــــ کۀ مونږ دا ووايو چې برق د موجوده دور خوشحال خټک دے نو غلطه به نۀ وي. څنګه چې د خوشحال خان د ژوند ډېر اړخونه او ډېر هنرونه وو، دغسې برق هم د ژوند پۀ هر مېدان کښې لکه نمر ځلېږي. کۀ پۀ خوشحال او برق کښې څۀ فرق دے نو هغه به صرف د تورې وي. خوشحال اورنګزېب سره جنګېدلے دے او برق د ژوند سختو سره قدم پۀ قدم مشت وګرېوان پاتې شوے دے؛ ځکه زۀ ورته خوشحال ثاني وايم.
مات به شي خو څټ کښې به مې خم چرې پېدا نۀ شي
ما له خپل لوهار ډېرې ترخې اوبۀ راکړې دي
برق
حواله جات:
- سعدالله جان برق، زرغونه، سانجهـ پبلشرز 2010، ص 211
- نور فراز، سعدالله جان برق اور علمي و ادبي خدمات، اېم فل مقاله، 2017 ، ص 4
- هم دغه اثر، ص 5
- سعدالله جان برق، رښتيا دروغ او دروغ رښتيا، اعراف پرنټرز، پېښور، 2017، ص 60
- راقم الحروف د سعدالله جان برق سره انټرويو، سحر اتۀ بجې، دوېم جون 2018، د برق حجره، ډاګ بېسود، د چارشنبې ورځ
- هم دغه مرکه
- صهيب، سعدالله جان برق کے فکاهيه کالموں کا تحقيقي وتنقيدي جائزه، اېم فل مقاله، 2014-15، ص 13
- نور فراز، سعدالله جان برق: حيات اور علمي وادبي خدمات، اېم فل مقاله، 2017، ص 1
- سعدالله جان برق، رښتيا دروغ او دروغ رښتيا، ص 8
- هم دغه اثر، ص 9
- ګل محمد بېتاب، د غر هومره سړے، مياشتنۍ ‘پښتون’، پېښور، اپرېل 2018، ص 66
- ډاکټر محمد زبېر حسرت، تورتوتان، دوه مياشتنۍ ‘پاڅون’، مردان، مۍ – جون 2017، ص 49
- سعدالله جان برق، رښتيا دروغ او دروغ رښتيا، ص93
- هم دغه اثر، ص 91
- هم دغه اثر، ص 74
- هم دغه اثر، ص 90
- حمدالله جان بسمل، برق سره يو ادبي نشست، 15 فروري 2011، پېښور، مشتاق مجروح، باچاخان مرکز
- صهېب، سعدالله جان برق کے فکاهيه کالموں کا تحقيقي وتنقيدي جائزه، ص 48
- هم دغه مقاله، ص 44-43
- د سعدالله جان برق سره د راقم الحروف د اوویشتم جون 2018 مرکه، ډاګ بېسود
- پروفېسر راج ولي شاه خټک، اے ماسټر اٰف اٰل ټرنډز، ‘برق سره يو ادبي نشست’، مشتاق مجروح، 15 فروري 2011، پېښور، باچاخان مرکز