د امان الله خان د واکمنۍ او جلاوطنۍ پۀ اړه نوې څېړنې او موندنې – دکتور داود اعظمي

 

 

 

امان الله خان تر لومړۍ نړیوالې جګړې (1918-1914) وروسته پۀ 1919ز کال کښې پۀ اووۀ کلنۍ کښې د افغانستان باچا شو. نوموړی پۀ 1919ز کال کښې د درېم افغان-انګليس جنګ پۀ لړ کښې لۀ انګرېزانو څخه د افغانستان د بشپړې خپلواکۍ پۀ تر لاسه کولو د غازي پۀ نامه مشهور شو.

خو شاه امان الله تر لس کلنې واکمنۍ وروسته، د 1929ز کال پۀ پېل کښې لۀ مجبورۍ افغانستان پرېښود او ایټالیا ته لاړ.

پۀ لاندې څو کرښو کښې د شاه امان الله خان د ژوند او واکمنۍ د بېلو اړخونو، د دۀ پر ضد د پاڅون د سببونو، بېرته پر تخت کښېناستو هلو ځلو، د دۀ اسلامي عقيده، پۀ لرې کېدو کښې ئې د انګرېزانو د لاس لرلو د ادعاو او د هغه مهال د افغانستان او سيمې د حالاتو پۀ اړه نوې موندنې او حقائق بيان شوي دي.

هندوستان او امان الله خان:

سل کاله مخکښې لۀ انګرېزانو څخه د بشپړې خپلواکۍ پۀ تر لاسه کولو امان الله خان پۀ کور دننه او بهر بې ساري محبوبيت او ملاتړ تر لاسه کړو.

پر انګرېزانو د افغانانو بري او د افغانستان بشپړې خپلواکۍ د ډيورنډ کرښې هاخوا پښتنو کښې هم يو خوځښت راوست.

د يوۀ کوچني هېواد او نسبتاً کمزوري اولس لۀ خوا د برطانيې يوې داسې لويې امپراتورۍ چې “لمر نۀ پکښې ډوبېدو” ته شکست پۀ ټوله سيمه کښې د ازادۍ هيلې راوټوکولې او امان الله خان ته ئې د پراخې نړۍ پام ور واړولو.

د عثماني خلافت تر ړنګېدو وروسته د ډېرو هنديانو، پۀ ځانګړې د هندوستان د مسلمانانو، امیدونه امير امان الله خان ته وو. هغو طمع درلوده چې دغه افغان باچا به دوي هم د انګرېزانو لۀ استعمار څخه خلاص کړي.

پۀ هندوستان کښې د مشهوري مدرسې، “دار العلوم دېوبند”، عالمانو پۀ خپلو لیکنو او وېناو کښې د دۀ ستاينه کوله او د اسلام ساتونکی ئې بللو.

نامتو شاعر ډاکټر محمد اقبال لاهوري پۀ 1923ز کال کښې چاپ شوي د خپل نامتو کتاب، “پیام مشرق” انتساب د دۀ لۀ نامه سره وکړو او د کتاب لومړی نظم ئې د “پېشکش به حضور اعليٰحضرت امیر امان الله خان فرمانروای دولت مستقلۀ افغانستان خلد الله ملکه و اجلاله” تر عنوان لاندې وليکلو.

اقبال پۀ دې نظم کښې د امان الله خان د کلکي ارادې او د کار د پوخوالي ستاينه وکړه او هغه ئې تشويق کړو چې د غېرتمنو افغانانو پرمختګ ته پام وکړي او پۀ افغانستان کښې دين او دنيا دواړه سره يو ځای کړي.

ای امير کامگار ای شهريار!

نوجوان و مثل پيران پخته کار

جان تو بر محنت پيهم صبور

کوش در تهذيب افغان غيور

سروري در دين ما خدمت گري است

عدل فاروقي و فقر حيدري است

د امان الله خان ضد تبلیغات او د هغۀ اسلامي عقیده:

امان الله خان لۀ انګرېزانو څخه د افغانستان د بشپړې خپلواکۍ تر لاسه کېدو وروسته، د هېواد د پرمختیا او خپلې ټولنې د ودې او “عصري” کېدو خوا ته پام واړوۀ.

نوموړي پۀ دې لړ کښې د حکومتي سيسټم د منظم کېدو او پياوړتيا ترڅنګ، د بشري او ټولنيزو ازاديو لپاره هم یو شمېر ګامونه پورته کړل. هېواد ته ئې لومړی اساسي قانون جوړ کړو چې پۀ هغۀ کښې د نورو تر څنګ د ښځو حقونو ته پر درناوي ټینګار شوی ؤ – خو د دۀ د حکومت ځینو اصلاحاتو د ټولنې پۀ ځینو برخو کښې حساسیتونه راوپارول او ناقرارۍ راوټوکېدې.

د امان الله خان پر ضد تبلیغات پېل شول او وئیل کېدل چې د هغۀ اصلاحات د اسلام خلاف دي.

پۀ دې لړ کښې د امان الله خان او ملکې ثریا د اروپا د سفر پر مهال )دسمبر1927- جون (1928 اخستل شوي عکسونه هم د دۀ پرضد د پروپاګند پۀ توګه وېشل کېدل چې خلقو ته وښودل شي چې د افغانستان ملکه پۀ لوڅ مخ او سر ګرځي.

پۀ دې تبلیغات د خلقو د پوهولو پۀ لړ کښې د 1928ز کال د مۍ پۀ میاشت کښې، پۀ پېښور کښې د خان عبدالغفار خان )باچاخان( د “پښتون” مجلې پۀ لومړۍ ګڼه کښې”د افغانستان ملکه او د یورپ لباس” تر سرخط لاندې یو مضمون چاپ شو.

د عبدالحمید افغاني پۀ دغه مقاله کښې لیکل شوي وو چې د ملکې ثریا د عکسونو لۀ کبله هغه کسان “پۀ افغانستان کښې د فساد پېدا کولو کوشش کوي” چې “د زمانې د رنګ نه نااشنا دي.”

ما ډېر کلونه مخکښې لۀ انګرېزانو څخه د هندوستان د ازادۍ د یوۀ مخکښ مبارز او پېښور مېشت دیني عالم، مولانا عبدالرحیم پوپلزي (1944-1890)پۀ یاداشتونو کښې د حج يوه خاطره لوستې وه.

نوموړي ليکلي چې کله هغه پۀ 1934 زېږدیز کال کښې سعودي عربستان ته د حج لپاره لاړ نو پۀ مدینه منوره کښې ئې یو سړی ولید چې د مسجد نبوي فرش ئې د اسلام پېغمبر ته د مینې او درناوي پۀ لړ کښې د سر پۀ وېښتانو پۀ داسي حال کښې جارو کولو چې تر سترګو یې اوښکې بهېدې. مولانا پوپلزي لیکلي چې د دې حیرانوونکې صحنې پۀ لیدو ئې پوښتنه وکړه چې دا سړی څوک دی؟ دۀ ته ووئیل شول چې دا د افغانستان پخوانی باچا امان الله دی.

مولانا پوپلزی زیاتوي چې پۀ افغانستان کښې خلقو امان الله لۀ دې کبله لۀ هېواده ویستی چې ګو کۀ دی لۀ اسلام څخه وښتی دی، خو د دۀ پۀ وېنا ما دلته پۀ دې حالت کښې ولیدلو.

د امان الله خان 89 کلنه لور، شهزادۍ هندیه، د 2018 کال د فرورۍ پر درې ويشتمه دلته پۀ لندن کښې د بي بي سي دفتر ته راغلې وه. ما د خبرو پر مهال لۀ هغې څخه وپوښتل چې ايا شاه امان الله خان کله حج ته تللی ؤ؟

شهزادۍ هندیې ووئیل چې “پلار مې دوه حجونه کړي وو او دوهم ځل ئې خپله مور هم بیولې وه” – خو زياته ئې کړه چې د حج کلونه ئې پۀ یاد نۀ دي.

د امان الله خان پۀ لرې کېدو کښې د انګرېزانو لاس؟

امان الله خان چې پۀ کور کښې دننه خپلې پښې یو څۀ ټینګې کړې نو پۀ یوۀ اوږده بهرني سفر روان شو چې لۀ نورې نړۍ سره د افغانستان اړیکې جوړې کړي او د نورو هېوادونو لۀ تجربو څخه زدکړه وکړي.

نوموړی د 1927ز کال پۀ دسمبر میاشت کښې لۀ هېواده ووت او د اووۀ میاشتو پۀ موده کښې د دولس اروپائي او اسیائي هېوادونو تر لیدو وروسته د 1928ز کال د جون پر درې ویشتمه نېټه بېرته هېواد ته راستون شو.

خو پر دې مهال د دۀ پر ضد تبلیغاتو زور اخستی ؤ او یو شمېر کسانو پر دۀ تورونه لګول چې تګلاره او ځینې کارونه ئې لۀ اسلام سره پۀ ټکر کښې دي.

لۀ بلې خوا داسې رپورټونه هم خپارۀ شول چې نامتو انګرېز جاسوس لارنس (Thomas Edward Lawrence) سیمې ته راغلی او د امان الله خان د حکومت د بې ثباتۍ پلان لري.

لارنس، د عثماني خلافت پر ضد د عربانو پۀ راپارولو کښې مهم رول لوبولی ؤ او لۀ هم دې کبله د “لارنس اٰف عربیه” (Lawrence of Arabia) پۀ نامه مشهور دی.

لارنس د یوۀ عادي عسکر پۀ بڼه کښې لومړی کراچۍ او بیا د 1928 کال د اګست پۀ میاشت کښې د شمالي وزیرستان مرکز میران شا ته ورسېد.

میران شاه لۀ ډیورنډ کرښې شاوخوا لس میله لرې پرته سیمه ده او نوموړی د څو میاشتو لپاره هلته د انګرېز پوځ پۀ یو مرکز کښې مېشت ؤ.

پر دې مهال پۀ افغانستان او هندوستان کښې اوازه خپره شوه چې لارنس د امان الله خان د واکمنۍ د را پرځولو لپاره د خلقو د را پارولو پۀ نیت سیمې ته رسېدلی دی.

دغه ګنګوسې چې خورې شوې نو د برطانیا حکومت لارنس لندن ته وغوښتلو.

لارنس پۀ قبائلي سیمو کښې تر شاوخوا پینځۀ میاشتو اوسېدو وروسته د 1929ز کال د جنورۍ پۀ میاشت کښې بېرته خپل هېواد ته ستون شو.

خو د امان الله خان لپاره ګډوډي دومره ډېره شوې وه چې هغه د لارنس تر وتلو یواڅې څو ورځې وروسته خپله باچهي پرېښوده.

د افغانستان ډېر تاریخ پوهان د امان الله خان ضد پارونو او پاڅونونو کښې د انګرېزانو او پۀ ځانګړې توګه د لارنس لاس يادوي. باچا خان او خان عبدالولي خان هم د دۀ خلاف ګډوډۍ او بغاوتونه د انګرېزانو دسيسه بللې – خو برطانوي سرچینو لا دا خبرې نۀ دي تائید کړې.

د امان الله خان لور، شهزادۍ هندیه، پۀ 1929ز کال کښې هغه مهال د هندوستان پۀ ممبۍ کښې وزېږېده چې کله ئې پلار او نوره کورنۍ تر هيواد پرېښودو وروسته اټالیې ته پر لاره وو.

نوموړې د 2018ز کال د فرورۍ پر درې ويشتمه دلته پۀ لندن کښې د بي بي سي دفتر ته راغلې وه.

ما لۀ شهزادۍ هندیې څخه پوښتنه وکړه چې پۀ خپله شاه امان الله خان د دۀ پۀ را پرځولو کښې د انګرېزانو د رول پۀ اړه څۀ فکر کولو؟

شهزادۍ هندیې ووئیل چې امان الله خان پۀ دې خبر ؤ چې د دۀ پۀ لرې کولو کښې انګرېزانو لاس درلودلو.

نوموړې زیاته کړه چې پلار به ئې د هندوستان خلق هڅول چې ازادي پۀ زور اخستل کېږي خو د دې پۀ وېنا، انګرېزانو دا خبره نۀ خوښوله.

د امان الله خان ضد پاڅون سببونه:

شاه امان الله چې تر اووۀ میاشتني سفر وروسته د 1928ز کال د جون پر درې ویشتمه هېواد ته راستون شو نو د بهرني سفر لاس ته راوړنې ئې د کورنیو ګډوډیو تر سیوري لاندې راغلې. لۀ دۀ سره سياسي او فکري مخالفتونو سوکه سوکه د وسله وال پاڅون بڼه واخسته چې اصلي مرکزونه ئې د افغانستان ختیځې او د کابل شمالي سیمې وې.

ګډوډۍ چې لۀ کنټروله ووتې، شاه امان الله د 1929ز کال د جنورۍ پر څوارلسمه تخت پرېښود، واک ئې خپل ورور عنایت الله خان ته وسپارلو او خپله کندهار ته لاړو.

خو عنایت الله خان احساس وکړ چې پوځ او اولس د دۀ د حکومت د دفاع لپاره کافي جوش نۀ ښائي نو درې ورځې وروسته ئې واک پرېښود او حبيب الله کلکاني خپل ځان باچا اعلان کړو.

لۀ بلې خوا، پۀ کندهار کښې خلق پر شاه امان الله راغونډ شول، خلق منظم شول چې دی بېرته پر تخت کښېنوي.

لښکر د کابل پر لور وخوځېد، د حکومت لۀ لاسه وتلې يو شمېر سیمې ئې بېرته ونیولې او پرمخ روان وو خو امان الله خان دې “کورني جنګ” او د افغانانو خپلمنځي وینې تویونې ته پۀ کتو پر شا شو. دۀ ووئیل چې نۀ غواړي د باچاهۍ د نیولو لپاره ئې د افغانانو وینه وبهېږي.

د امان الله خان پر ضد پاڅونونو او بالاخره د هغۀ د تخت د چپه کېدو څلور لوي سببونه وو:

  1. د برطانیې او شوروي اتحاد سیالي چې افغانستان ئې یو تر ټولو مهم ډګر ؤ.

برطانیې د امان الله خان پۀ اړه دوه اندېښنې درلودې – یوه ئې لۀ کمیونسټ ماسکو سره د هغۀ توتېدونکي سیاسي او پوځي اړیکي وې او بل د دۀ لۀ خوا لۀ انګرېزانو څخه د هندوستان د خپلواکۍ د مفکورې ملاتړ ؤ.

  1. د افغانستان دودیزې ټولنې ته پۀ کتو د شاه امان الله خان بېړني او “افراطي” ټولنیز اصلاحات او بدلونونه چې د یو شمېر خلقو ناخوښي او منفي غبرګونونه ئې راوپارول.

د امان الله خان ضد تبلیغاتو هغه مهال ډېر زور واخست چې کله دی د اروپا پر سفر بوخت ؤ. ځینو وئیل دۀ د اسلام اصول تر پښو لاندې کړي او نورو بیا بیخي لۀ اسلام څخه منحرف بللو.

داسې ګنګوسې هم وې چې دی عیسوي شوی دی. د کندهار یوۀ سپین ږیري چې شاه امان الله ئې خپله هغه مهال پۀ کندهار کښې لیدلی ؤ، څو کاله مخکښې ما ته ووئیل چې ځینو خلقو وئيل دی کمیونسټ شوی دی او د لېنن )د کمیونسټ روسیې لومړی مشر( ملګری ئې ګڼي.

  1. د امنیتي ځواکونو پۀ بشپړ باور او همکارۍ تر لاسه کېدو کښې پاتې راتګ چې لۀ کبله ئې یو شمېر عسکرو پۀ ځينو سیمو کښې سمه دفاع او همکاري ونۀ کړه.
  2. د یو شمېر ملایانو رول او د دۀ خلاف د هغو فعالیتونه.

د امان الله خان د ژغورلو هڅې:

د امان الله خان ملګرو او خواخوږو چې کله دی پۀ ستونزو کښې ښکېل ولید نو د دۀ د دفاع لپاره پۀ هېواد کښې دننه او بهر مېدان ته را ووتل.

پۀ هېواد کښې دننه د شاه امان الله د حکومت ځینو چارواکو او پۀ یو شمېر سیمو کښې ځائي مشرانو د دۀ پۀ ملاتړ کښې مقاومت روان وساتلو.

پۀ پېښور کښې ټولنيز او سیاسي مبارز او د عدم تشدد مخکښ خان عبدالغفارخان )باچا خان( او ملګرو ئې هلې ځلې پېل کړې چې پۀ دې سخت وخت کښې لۀ افغان حکومت او افغانانو سره مرسته او همکاري وکړي.

دوي پۀ پېښور او شاوخوا سیمو کښې د چندو یا بسپنو لۀ لارې پېسې او دارو درمل راټول کړل چې افغانستان ته ئې یوسي. دی وايي چې د ډېرو کوښښونو سره سره د انګرېزانو حکومت دوي نۀ پرېښودل چې افغانستان ته لاړ شي.

پۀ هم دې پېښور کښې نامتو دیني عالم او د هندوستان د خپلواکۍ مبارز، مولانا عبدالرحیم پوپلزي هم د شاه امان الله خلاف دسیسو باندې خلق وپوهول او د هغۀ د ملاتړ لپاره ئې دیني عالمان منظم کول.

د دې تر څنګ، د کوئټې او کندهار منځ کښې پرتې کوږک دره کښې زوکړي نامتو پښتو اولسي شاعر او د امان الله خان خواخوږي ديني عالم ملا عبدالسلام (1974-1881) خپله نژدې ټوله شاعري د امان الله خان ملاتړ او د انګرېزانو مخالفت ته ځانګړې کړې وه.

ستا قدرت د سلېمانه حاتم واخست

کابل هم نۀ شي نيوی نادر بې تا

پر غازي امان الله عبدالسلامه!

کتاب نۀ دی کښلی بل شاعر بې تا

ملا صاحب پۀ يوۀ بل ځای کښې د انګرېزانو د نيت او لۀ خپل وطن سره د ميني پۀ لړ کښې وائي:

د خپل ملک خاورې د بل پر طلا ښې دي

و محبوب وطن ته مۀ پرېږدی انګليس

نامتو فسلفي شاعر ډاکټر محمد اقبال لاهوري (1938-1877) هم د شاه امان الله د واک د ټينګولو لپاره کوښښونه پېل کړل او د هندوستان د میلیونونو وګړو پۀ څېر ئې پۀ افغانستان کښې پر انتشار او ګډ وډیو اندېښنې پۀ ډاګه کړې. ډاکتر اقبال پۀ خپرنیو کښې د اعلامیو او بیانيو او هم دا راز د شعر پۀ ژبه خپل درد، هیله او خواخوږي څرګنده کړه.

نوموړي د 1929ز کال د فرورۍ پۀ میاشت کښې پۀ “انقلاب” اوونيزه کښې پرله پسې درې اوونۍ د افغانستان پر بدې ورځې او د شاه امان الله پۀ دفاع کښې پۀ فارسي ژبه درې نظمونه خپارۀ کړل.

ډاکټر اقبال لاهوري د “خطاب به ملت افغانیه” پۀ نامه خپل لومړي نظم کښې افغانانو ته د یو والي پېغام ورکړو او وې وئیل چې د پردیو دسیسو ښکار نۀ شي او د شاه امان الله تر شا دې ودرېږي.

از فرېب روزگار آگاه شو

روشن از تاب امان الله شو

ډاکټر اقبال پۀ هم دې لړ کښې د “خطاب به امان الله، بادشاه افغانستان” تر عنوان لاندې بیتونو کښې شاه امان الله هم متوجه کړی چې سطحي بدلونونه او د نورو پۀ پټو سترګو پېښې او تقلید، د کامیابۍ او پرمختګ لار نۀ ده، بلکې د اسلامي او قراني اساساتو او د خپلې ټولنې او ملت بنسټونو ته پام پۀ کار دی.

در نگر ای خسرو صاحب نظر!

نیست هرسنگی کۀ می تابد گهر

ای امان الله! اگر داري جگر

در ضمیر خویش و در قرآن نگر

ډاکټر اقبال پۀ بله ګڼه کښې بيا د دیني عالمانو د متوجه کولو لپاره بل نظم د “خطاب به علماء حق” تر عنوان لاندې نظم ولیکلو او پۀ پېل کښې ئې پر کم علمه، کم فهمه او تکفیري ملایانو نیوکه وکړه او هغه ئې د ټولنې د بې اتفاقۍ او ګډوډۍ سبب وبلل.

کم نگاه و کور ذوق و هرزه گرد

ملت از قال و اقولش فرد فرد

لب به تکفیرِ امان الله کشاد

چون شرر در آشیان خود فتاد

نوموړي د دې نظم پۀ پاې کښې د اسلام حقیقي علماء مخاطب کړل او ورته وې وئيل چې ستاسو فکر او هلو ځلو د مسلمانانو ځواک او برم ډېر کړی، نو ایا دا سمه ده چې امان الله دې لۀ واکه لرې کړی شي؟

ای ز افکار تو مومن را عروج

بر امان الله روا داري خروج؟

ډاکټر اقبال د خپلو هڅو پۀ لړ کښې د “خطاب به اقوام مشرق” تر عنوان لاندې بل نظم کښې د افغانستان ګډوډۍ د ټولې سيمي لپاره خطرناکه وبللې. دۀ امان الله خان ضد دسيسې وغندلې، د يو والي او اتفاق سپارښتنه ئې وکړه او اتفاق ئې د ملت د ژوند او ازادۍ بنسټ وبللو.

افتراق از مرگ و مرگ از افتراق

اتفاق ای اتفاق ای اتفاق

امتان را زندگي از حريت است

حريت پروردۀ جمعيت است

خو پۀ هېواد کښې د ننه او بهر دغه ډول هڅو، خواخوږیو او ملاتړ د امان الله خان رژیم ونۀ ژغورلی شو او هغه لۀ اروپا څخه تر راستنېدو څو میاشتې وروسته وطن پرېښودو ته مجبور شو.

جلا وطني او باچا ګردي:

امان الله خان د خلقو د ارامولو لپاره د خپلو ځينو جنجالي اصلاحاتو د بېرته اخستو اعلان وکړو – خو نوموړي روانو ګډوډیو ته پۀ کتو دا احساس وکړ چې نور د دۀ د باچهۍ وخت تېر دی.

دۀ پۀ کندهار کښې تر څۀ مودې پاتې کېدو وروسته د 1929ز کال د مۍ پۀ میاشت کښې هېواد پرېښود او د هندوستان لۀ لارې ایټالیا ته روان شو.

باچا خان (1988-1890) چې لۀ خپلو ملګرو سره د امان الله خان لپاره پۀ ملاتړو غونډولو، د هغۀ خلاف روانو دسیسو باندې د خلقو پۀ پوهولو او د هغۀ لپاره د پېسو پۀ راټولولو بوخت ؤ، وائي چې کله ئې واورېدل چې امان الله خان مقاومت پرېښی او کوئټې ته راغلی نو د دۀ پۀ وېنا “د دې خبر پۀ اورېدو پۀ ما ډېر غم او خفګان راغی.”

باچا خان وائي چې کله امان الله خان د هندوستان ممبۍ ښار ته ورسېد نو زۀ هلته د لیدلو لپاره ورغلم او پۀ پښتو مې خبرې ورسره وکړې.

“ما افغانستان ته د واپس د تلو خبره وکړه لېکن هغه د افغانستان نه مایوسه شوی ؤ او د افغانستان خیال ئې پرېښی ؤ.”

باچا خان پۀ خپل ژوند لیک کښې وړاندې لیکي چې ما ورته ووئیل چې ستاسو لپاره راغونډو شوو پېسو سره څۀ وکړو؟

“پۀ جواب کښې دۀ راته ووې چې تاسو ئې نادر خان ته ورکړئ او د نادرخان امداد وکړئ.”

نادر خان پر دې مهال لۀ خپل ورور سره افغانستان ته دننه تللی ؤ او د کابل د نیولو لپاره ئې فعالیت پېل کړی ؤ.

کۀ څۀ هم د امان الله خان د حکومت ځینو چارواکو او مخورو بېرته د دۀ پر تخت کښېناستو فکر درلودلو، خو داسې ښکاري چې خپله دۀ دا فکر نۀ درلود او پۀ دې نظر ؤ چې د دۀ او د اولس د فکر تر منځ ئې فاصله ډېره ده.

سټیوراټ (R.T. Stewart) پۀ خپل کتاب “افغانستان کښې اور” (Fire in Afghanistan)کښې لیکي چې هندوستان ته پۀ رسېدو امان الله خان برطانویانو ته ووئیل:

“زۀ غواړم پۀ یوۀ داسې لرې ځای کښې ووسېږم چې افغانان خبر وي چې زۀ افغانستان ته نزدې نۀ یم او وینه توئېدنه بنده شي. زۀ غواړم پۀ ایټالیا کښې یو کروندګر شم.”

امان الله خان ایټالیې ته تر تګ مخکښې پۀ هندوستان کښې مطبوعاتو ته ووئیل چې خپل تخت او کابل ئې لۀ دې کبله پرېښودل ځکه هغه مهال ما باور درلود چې دا پاڅون پۀ شخصي توګه خپله زما خلاف دی او خپل ورور عنایت الله ته پۀ واک سپارلو سره به وضعیت ارام شي.

خو حالت زر سم نۀ شو او نا ارامۍ او ګډ وډۍ تر هغه وخت روانې وې چې کله نادرخان د 1929ز کال پۀ اکتوبر کښې کابل ونیو او خپله پر تخت کښېناست.

امان الله خان بیا پۀ خپل ژوند کښې افغانستان پۀ سترګو ونۀ ليد او د 1960ز کال د اپرېل میاشتې پر پینځۀ ویشتمه پۀ جلا وطنۍ کښې د اووۀ شپېتۀ کالو پۀ عمر کښې تر مرګ وروسته خپل هېواد ته راستون کړل شو او پۀ جلال اباد کښې خاورو ته وسپارل شو.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …