امان الله: ستر سمون پال (1929-1919) – ډاکټر نبي مصداق

 

 

‘افغانستان: سیاسي کمزورۍ او بهرنۍ مداخله’،

علامه رشاد خپرندویه ټولنه، قندهار، 2011ز، مخونه 156-148

ژباړن:

ډاکټر نثار احمد صمد

حبیب الله د ښکار د سفر پر مهال خپل درېم زوی امان الله پۀ کابل کښې د خزانې مسئول کړو. امیر د دې مهلک سفر پۀ ترڅ کښې ووژل شو او قاتل ئې هېڅ کله هم ونۀ موندل شو.[1] یو ځل بیا د زامنو لۀ جملې څخه امان الله قدرت واخست او پۀ شاهي کهول کښې کومه جدي هڅه دۀ ته د چېلنج پۀ توګه تر سره نۀ شوه. کۀ څۀ هم لومړی د امان الله مشر ورور او د دۀ د پلار ورور د باچا کېدو سره مینه وښودله خو د امان الله سیاسي بصیرت هغوي ته ثابته کړه چې دۀ ته چېلنج کېدل مشکل دي. امان الله د 1919ز د فرورۍ پۀ اتلسمه یوه احساساتي وېنا وکړه چې پۀ هغې کښې دۀ لوړه وکړه چې د خپل پلار قاتلین به د قانون منګولو ته سپاري. دۀ پۀ دې عامه غونډه کښې هم دا راز د پوځیانو معاشونه دوه برابره جګ کړل، پر پوځ ئې ډېر اعتماد وکړ، عېناً لکه تر دۀ مخکښې چې ئې پلار او نیکۀ هم داسې کول. امان الله د لومړۍ لویې جرګې راهسې پۀ دربار کښې د مشروطه خواهانو مشر ؤ. دۀ پۀ خصوصي توګه تعلیم کړی ؤ، د لوېدیځ کلتور سره اشنا ؤ او د محمود بېګ طرزي د افغان الاصل سوریائي لور سره ئې وادۀ کړی ؤ. دغې ګلالۍ او ښه تعلیم یافته ملکې پر دغه نهه ویشت کلن باچا باندې ډېره ښه اغېزه لرله. باچا د تاج پر سرولو د مراسمو پۀ ورځ )د 1919 د مارچ لومړۍ نېټه( درې هدفون اعلان کړل – د افغانستان خپلواکي، د خپل پلار وژونکو ته سزا ورکول او د )بګیر( فسخ کول – چې دا د منځنیو پېړیو د کاروي (Corvee) غوندې د جبري ګمارلو یو ډول ؤ او اکثراً پۀ هغو زمکو کښې د مالکانو لۀ خوا عملي کېدۀ چې غېر پښتانۀ به پرې اوسېدل )فلېچر، 1965 – مخ (187. دۀ دوه ورځې وروستو برطانویانو ته چې د دۀ وېناوې ئې لۀ نزدې څارلې، د خپل جلوس پۀ حقله او هم ئې د افغانستان د خپلواک او مستقل حکومت دا خوښي ولیکل چې غواړي د برطانیې سره تجارتي ډوله قراردادونه وکړي.

امان الله د شاهي کورنۍ څخه اصلاحات راپېل کړل. د دۀ تر وخته به د شاهي کهول اکثرو غړو خپل دربار جوړاوۀ او هر چا کۀ به شکایت درلود نو دوي ته به ورتلو. ناوړه ئې لا دا چې کۀ به څوک پۀ لومړي ځل کامیاب نۀ شو نو د خپل مطلوب مرحمت د حاصلولو پۀ خاطر به ئې هغه بل شهزاده ته مراجعه کوله. امان الله د طرزي څخه وغوښته چې دا سسټم اصلاح کړي او طرزي هم د عمثاني بېلګې پۀ استعمالولو سره د نن ورځې غوندې یوه کابینه ایجاد کړه چې پۀ هغې دے خارجه وزیر او عبدالقدوس صدر اعظم شو. بېلابېلو وزارتونو هغه څۀ پۀ واک کښې واخستل چې مخکښې به د دربارونو او نورو طریقو پۀ ذریعه تر سره کېدل.

درې نور د بهرنیو ژبو عالي مکتبونه تاسیس شول. پۀ 1923ز کښې د ‘استقلال’ فرانسوي ژبې لېسه چې فرانسوي ښوونکي پکښې ګمال شوي وو، پۀ 1924ز کښې د ‘نجات’ جرمني ژبې لېسه چې اکثریت پرسونل ئې د جرمني څخه وو او پۀ 1928ز کښې د ‘غازي’ انګرېزي ژبې لېسه چې معلمان ئې انګرېزان وو – باچا د نوموړو لېسو فارغان او هم ځینې حکومتي مامورین د نورو زدکړو لپاره بهر ته ولېږل.

د امان الله پۀ واسطه پۀ 1919ز کښې د افغانستان د بهرنیو چارو مسئولیت اختتام ته د مجبورولو پۀ خاطر پر برطانیې د جګړې تحمیلول وو – بالاخره د برطانیې لۀ خوا د یو خپلواک دولت پۀ توګه د افغانستان رسماً منل هغه څۀ وو چې امان الله ئې د ډېرو مسلمانانو پۀ زړونو کښې یو اتل کړو. دا وخت اسلامي نړۍ یو نوي خلیفه ته سترګې پۀ لار وه، دا ځکه چې مصطفٰي کمال د 1924ز پۀ مارچ کښې پۀ ترکیه کښې عثماني خلیفه راپرزولی ؤ. پۀ هند کښې د خلافت ګوند چې مسلمانان ئې پۀ یو اسلامي دولت کښې مېشته کول هم د خوځښت پۀ حال کښې وو. پۀ 1920ز کښې څو زره هنني مسلمانان دې ته هڅول شوي وو چې خپل جائیداد وپلوري او افغانستان ته ‘هجرت’ وکړي.[2]

امان الله چې پۀ ترکیه کښې د خلافت ړنګېدل لیدلي وو نو پۀ دې تلوسه ؤ چې افغانستان د خلافت د زمکې پۀ توګه اعلان کړي او پۀ لومړي سر کښې خوشحاله ؤ چې نوموړي مسلمانان ورسي – خو وروستو پر دۀ سهار شو چې یو کوچنی هېواد لکه افغانستان نۀ شو کولی چې پۀ نیمه اوچه کښې پۀ سلګونو ملیونو مسلمانانو ته ځای ورکړي. پای دا چې )مهاجرین( پۀ خورا زیات ځاني لګښت سره بېرته هند ته ستانۀ شول.

د زوړپالي )محافظه کاره( افغاني ټولنې پۀ وړاندې د امان الله تر ټولو ستر چېلنج د نجونو او هلکانو ګډ تعلیم او د ښځو څخه د پردې )حجاب(ایسته کول او پۀ کابل کښې د ټولو افغانانو څخه د غربي طرز لباس اغوستو غوښتنه وه.[3] د امان الله خور او مېرمن هم د ښځو پۀ پروژو کښې فعالې وې او د ‘مؤسسه نسوان’ څانګه ئې راویسته. باچا د هېواد د دوو ملیونو یا څۀ کم و زیات کوچیانو ښوونې روزنې ته مخه کړه او محدود شمېر ښوونکي ئې ورولېږل، تر څو نور غټ ګروپونه وڅاري او هغوي ته لیک لوست ور زده کړي. باچا پۀ 1923ز کښې یوه لویه جرګه راوبلله تر څو د افغانستان لپاره د دۀ لومړنی اساسي قانون تصویب کړي چې پۀ هغۀ کښې د مذهبي څانګې قدرت لږېدو او د ښځو څخه د چادرۍ د اغوستو غوښتنه نۀ کېده. د یو زر استازو څخه جوړې شوې دغې لویې جرګې دا کارونه د اسلام د حکمونو او افغاني دود دستور سره د مخالفت پۀ توګه رد کړل خو باچا بیا هم دې کار ته جدي ؤ او وروستو ئې د هغو څۀ نه څۀ سلو استازو څخه چې د دې سمون پلویان وو، وغوښتل چې دا اساسي قانون لاسلیک کړي.

څلور کاله وروستو باچا د خپلو نزدې صلاح کارانو د خبرتیا پر خلاف، د مهمو اسلامي او اروپائي پایتختونو ماسکو او ډیلي د سفر نیت وکړو. تر دې مخکښې هېڅ کوم افغان واکمن داسې دپلوماتیکي دنده پر ذمه نۀ وه اخستې. دغه سفر د 1927ز پۀ دسمبر کښې پېل شو او د 1928 تر جولائي پورې ئې دوام وکړو. د دې سفر پر مهال د پولېنډ، لتویا، فنلېنډ، سوئټزرلېنډ، لائبریا، مصر او جاپان سره دپلوماتیکي تړونونه وشول او باچا پۀ پاریس، ترکیه، هند او مصر کښې د دولتي مشرانو او هم پۀ روم، پاریس، لندن، بروکسل، برن، برلن، وارسا او ماسکو کښې د حکومتي رهبرانو سره لۀ نزدې وکتل.

باچا د مصطفٰي کمال سره )چې پۀ ‘اتاترک’ سره هم شهرت لري( وکتل چې هغه د نوموړي بنیادي مسلمان رهبر لۀ سمونونو سره اشنا ؤ. “اتاترک امان الله ته خبرداری ورکړو چې تر څو یو غښتلی او ښۀ روزلی پوځ ونۀ لرې نو تر هغه مهاله باید پراخو ټولنیزو او سیاسي اصلاحاتو ته لاس وانۀ چوې او ژمنه ئې وکړه چې د افغانانو د روزلو پۀ غرض به خپل تر ټولو غوره افسران ورلېږي” )دوپري، 1980 – مخ (451.

د راستنېدو پر مهال محمود طرزي یعني د سمونونو اتل او نورو ور نزدې ملګرو او د کورنۍ غړو ئې، چې پۀ قبائیلو کښې د شاهي جوړې پر خلاف پۀ منفي تبلیغاتو پوهه وو، د امان الله څخه وغوښتل چې د اتاترک نصیحت پر ځای کړي خو امان الله چې د نورو مفکورو او لېوالتیا څخه ښۀ برخمن شوی ؤ، “پۀ بیړه او تلولۍ توګه د خپلو نامنظمو پلانونو پر لور پۀ منډه ؤ، تر څو افغانستان د توکمیزه او قبائیلو د مجموعې څخه لۀ بهره پۀ یو لیدو وړ عصري هېواد سره واړوي” )دوپري، 1980- مخ (452. ځکه نو د یو عصري هېواد د جوړولو پۀ خاطر د دۀ هڅې پۀ ګړندۍ توګه پاې ته ورسېدې. امان الله د لوېدیځ تکنالوژيکي پرمختګ ته کتل خو دا ئې نۀ وه درک کړې چې دغه پرمخیون د اوږدې مودې پر سیمئیزو او ټولنیزو انکشافاتو باندې ولاړ ؤ؛ حال دا چې د دۀ اجتماعي او کلتوري ډوله سمونونو وخت، یو ښۀ اقتصادي او تعلیمي بنسټ او بالاخره د عوامو ملاتړ ته د هغوي د پوهېدو پۀ صورت کښې اړتیا لرله.

پۀ هېواد کښې بلوه:

کله چې باچا پۀ خپل بهرني سفر کښې ؤ نو د پکتیا د خوست پۀ سیمه کښې د دوو ملایانو یعني عبدالله )مشهور پۀ ملای لنګ( او عبدالرشید پۀ مشرۍ اړو دوړ پېښ شو. هغوي دواړه د امان الله د عصري کولو د پلانونو پر ضد وو او کله چې به ئې عوامو ته وېناوې اورولې نو پۀ یو لاس کښې به ئې د امان الله نظامنامه )اساسي قانون( او پۀ بل لاس کښې به ئې قران نیولی ؤ او د اورېدونکو څخه به ئې وپوښتل چې “ایا تاسو د الله کتاب منئ او کۀ د امان الله نظامنامه؟” علاوتاً د مېوند د فاتح[4] زوی عبدالکریم هم د باچا پر ضد د نارضائیت پۀ استدراک سره د هند څخه راغی تر څو د تخت دعويٰ وکړي. کریم د خپل کهول لۀ مخې د ادعاء سره ناکام شو – دا ځکه چې هېڅ کوم قوم د دۀ ملاتړ ته ونۀ دانګل. د امان الله ځواکونو هم دا راز ملای لنګ هم ونیولو او هغه ئې پۀ کابل کښې اعدام کړو. کۀ څۀ هم دا دواړه متخالف قوتونه پۀ بري سره دفع شول خو د امان الله پۀ وړاندې مخالفت بیا هم پای ته ونۀ رسېد. برطانویانو چې د امان الله څخه ئې د برطانیې ضد لمسوونکو وېناو او پۀ 1919 کښې د هغوي سره د جنګ لۀ امله بد راتلل، پۀ قبائیلو کښې د امان الله د ملکې عکسونه ووېشل چې هغه ئې د پېرنګیانو پۀ منځ کښې بې لۀ کوم پړوني یا ټیکري څخه ښودله. دا اوازې خپرې وې چې امان الله کافر شوی او یا دا چې نوموړې جوړه پۀ داسې غېر افغانانو سره الیشه یا بدله شوې چې دوي ته ورته دي، او داسې نور.

د باچا پۀ وړاندې لومړنی غټ چېلنج د شینوارو یعني ختیځې پښتنې قبیلې لۀ خوا پېښ شو. باچا د هغوي د غلي کولو لپاره پوځ ور ولېږلو[5] چې څۀ شمېر ځنې وتښتېدل او د دۀ پر ضد د )لښکر( سره مل شو. پۀ عېن وخت کښې یو لاره نیوونکي چې پوځي تمرین ئې هم درلود، یعني حبیب الله مشهور پۀ ‘بچه’ سقاو پۀ کابل حملې پېل کړې او باچا ئې دې ته اړ یوست چې پۀ خپل رولرویس موټر کښې قندهار ته وتښتي. باچا لۀ قندهاره یو بل پوځ سرښته کړو چې هغه پۀ غزني کښې د غلجیو لۀ خوا پۀ خورا اسانۍ سره وځپل شو. پۀ پای کښې بچه سقاو کابل د څۀ باندې نهه میاشتو لپاره ونیو )یعني د 1929 د جنورۍ څخه تر اکتوبر پورې(.

تاجک بچه سقاو د کوهستان یعني کابل د شمال اوسېدونکی، د عسکرۍ لپاره د لوړ معاش ورکولو راجذب کړی ؤ – هم دا دلیل ؤ چې هغه د امان الله پۀ پوځ کښې شامل شوی ؤ. هغه یو بې سواده، وظیفه نۀ اجراء کوونکی، اطاعت نۀ کوونکی عسکر ؤ او ځکه نو هر کله پۀ پوځ کښې د خپلې بې اطاعتۍ پۀ وجه سزا ورکول کېده. دۀ بالاخره تصمیم ونیو چې پېښور ته وتښتي چې “هلته ئې د قاچاق، د غلا کړي مال د سنبالولو او نورو ورته غېر قانوني فعالیتونو د یو محاذ پۀ توګه یو سماوار چلاوۀ. پۀ 1928 کښې افغانستان ته پۀ راستنېدو سره هغۀ د خپلو پېروانو یو بانډ راغونډ کړو او مخکښې لۀ دې چې د کابل کنټرول ونیسي، د هندوکش پر خواوشا د کاروانونو د لارو پۀ وړاندې یو مصیبت وګرځېد” )فلېچر، 1965 – مخ (217. پښتنو چې د 1747 راهسې پۀ قدرت کښې دي، “خصوصاً د یو غېر افغان ]غېر پښتون[ د یو کښتي طبقې او نالوستي تاجک لاره نیوونکي لۀ خوا د واک د تصرف څخه بد وړل” )ګرېګورین، 1969 – مخ (280. څنګه چې خزانه تشه شوې او کانونه بې فعالیته پاتې وو، نو بچه سقاو هم خپلې پېسې پر څرمن باندې چاپولې چې هېڅ چا هم دا کار جدي ته تلقي کاوۀ. هېواد یو بل کورني جنګ ته کۀ څۀ هم لنډ ؤ، پۀ غېږ ورغی او د هغۀ نوي مشر نۀ شو کولی چې پېسې تهیه کړي – ځکه نو دۀ:

“یو بل اشنا عمل ته مخه کړه، یعني شوکه، د کابل د شتمنو سوداګرو او اتباعو مجبورول چې د دۀ لۀ خزانې سره کومک وکړي …. د موریش لۀ مخې “پۀ کابل کښې ژوند د څو میاشتو لپاره ډاروونکی ؤ، هېڅ څوک هم ژغورلي نۀ وو، کورونه لۀ یو مخې لوټېدل، ښځې تښتول کېدې او د افغانستان پۀ خونړي تاریخ کښې د ترور (Terror) یو بې ساري واک مستقر ؤ”؛ بچه سقاو تر ښار بهر د خپل ټبر خلق د مخبرانو پۀ توګه وټاکل ….. تر څو د اتباعو د تخمینې ثروت …. او ائنده قربانیانو د عائد راپورونه تهیه کاندي. )ګرېګورین، 1969 – مخ (281.

د اکثریت پښتنو او ښاري اوسېدونکو د مطلق نفرت سره سره کوم ملي رهبر وجود نۀ درلود تر څو د بچه سقاو او د هغۀ د ملاتړو سره ئې مقابله کړې وی – خو کله چې د پینځو مصاحبانو وروڼو لۀ جملې څخه درې کسه ئې د پخواني جنرال نادر خان پۀ مشرۍ )چې امان الله خان پۀ پاریس کښې د سفیر پۀ توګه ټاکلی ؤ(، د 1929 پۀ فروري کښې افغانستان ته راستانۀ شول نو د اړتیا وړ مشرتابه هم منځ ته راغله. نادر خان چې خپل قبائیلي پوځ راغونډ کړو نو دوه ځله ئې پر کابل د حملې څخه ډډه وکړه؛ دا ځکه چې د دۀ پۀ قبائیلي ځواکونو کښې یوه داخلي شخړه د راښکاره کېدو پۀ حال کښې وه. د دۀ ورور شاه ولي اووۀ میاشتې پۀ ځاځیو کښې تېرې کړې[6] او د دۀ بل ورور شاه محمود د پکتیا د نورو قبائیلو پۀ ملګرتیا کولی شول چې د پکتیا د نورو قومونو لکه )ځاځیو[7]، منګلو، ځدراڼو، احمدزو، توتاخېل وزیرو او دروېش خېل وزیرو( لۀ منځه یو قبائیلي پوځ تشکیل او پر کابل حمله وکړي او بچه سقاو او پېروان ئې بېرته کوهستان ته وشړي. بچه سقاو لومړی وبخښل شو خو وروستو د خپلو اوولسو نورو ملګرو سره اعدام شو[8]. نادر خان د کابل تر نیول کېدو دوه اوونۍ وروستو هلته راغی )د اکتوبر اوولسمه( او د هغو قبائیلو د استازو د یوې جرګې لۀ خوا چې کابل ئې بېرته نیولی ؤ، د افغانستان د ‘باچا’ پۀ توګه وټاکل شو.

  1. د شاهي کورنۍ ډېر غړي د امان الله پۀ شمول د دۀ پۀ وژلو تورن وو خو روسانو یو برطانوي اېجنټ مصطفٰي صغیر د قاتل پۀ توګه مشخص کړو او دا هغه تعبیر ؤ چې افغان حکومت هم ومنلو. صغیر بالاخره پۀ ترکیه کښې ونیول شو او د اتاترک پۀ واسطه اعدام شو.
  2. لومړنی هجرت هغه وخت ؤ چې حضرت محمد صلي الله علېه وسلم پۀ 622ز کښې د مکې څخه مدینې ته هجرت وکړو او د مسلمانانو جنتري هم لۀ هم دې نېټې څخه راپېلېږي. د نیمې اوچې دغو مسلمانانو دا تکراروله چې د کفارو لۀ منځه اسلامي خاورې ته ورتګ هجرت بلل کېږي.
  3. زما پلار د ‘دار الامان’ یعني د دۀ د نوي مرکز د پارلېمان د ودانۍ د جوړولو قراردادي ؤ. هر چا باید پۀ ودانۍ کښې دننه شپو خولۍ، دریشي او )بې مېخو( بوټونه درلودل. زما پلار وئیل چې دۀ هېڅ کله هم خولۍ نه پر سر کوله او ټوله ورځ به ئې هغه پۀ لاس کښې نیولې وه. د دۀ دریشي چې یو وړین جاکټ او پتلون ؤ، هېڅ اتو کولو ته ضرورت نۀ درلود خو ‘د لمانځۀ پر مهال به ئې تکلیف ورکاوۀ’.
  4. دې کهول ته پۀ هند کښې پناه ورکړې شوه کله چې برطانویانو ته د کریم لۀ خوا د پناهندګۍ د قانون د ماتولو پته ولګېده نو بل ځل ئې هند ته نۀ پرېښودو، څو چې هغه هم برما ته لاړو او هلته پسې ووژل شو.
  5. یاده دې وي چې د غازي امان الله خان لۀ خوا د داسې پوځ لېږلو د مخالفت شهادتونه هم ډېر دي – هغۀ نۀ غوښتل چې د خپل اولس پۀ ضد د طاقت استعمال وکړي ]’پښتون'[
  6. شاه ولي خان پۀ خپلو خاطراتو کښې لیکي چې “اتۀ میاشتې کېدې چې مونږ د فرانسې څخه راغلي وو او پۀ ځاځیو کښې هم مونږ ښه ډېره موده پاتې شو. د هم دې کوچنۍ سیمې یعني ځاځیو څخه پرته تقریباً ټوله پکتیا او پاتې هېواد د غلیم لاس ته لوېدلی ؤ. ځاځي سوداګر خلق دي او دوي هم نۀ شي کولی چې خپلو کارونو ته لاړ شي او ډېر زورېږي. د ګردېز کډوال د اقتصادي خوارۍ سره هم ډېر مخامخ دي.”

    )شاه ولي خان، 1940 – مخ (76

  7. زما پلار یو )اربکي( یعني د خپل ځاځي لښکر یو قبائیلي پوځي مشر ؤ چې د مصاحبانو وروڼو لۀ جملې څخه د شاه ولي خان تر څنګ چې ټول مخ پر کابل ورخوځېدل، جنګېدو.
  8. کله چې دوي ټول دار ته پورته کېدل نو د بچه سقاو یو وزیر د باچا ورور شاه ولي خان ته مخ واړوۀ او ورته ئې ووئیل، “تاسو خو پۀ قران قسم کړی ؤ چې مونږ به نۀ وژنئ نو ولې اوس مونږ ځړوئ؟” شاه ولي ورغبرګه کړه، “باچا دا قسم درسره کړی ؤ خو دا زۀ یم چې اوس مو اعداموم”

    )د یو عېني شاهد ډاکټر عبداللطیف رشید اقتباس(.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …