عبدالغفار خان (فخر افغان باچا خان) – پروفېسر ډاکټر محمد زبېر حسرت

شخصيت :

د پاکستان عوامي او سياسي شخصيتونو کښې خان عبدالغفار خان تر ټولو لوے خو لۀ بده مرغه هم دومره متنازعه شخصيت دے ددې باوجود چې هغۀ د برطانوي سامراج خلاف ډېر په بهادرۍ جنګېدلے دے او د هغوي پۀ حقله پۀ پوره ايماندارۍ وئيلے کېدے شي چې پۀ غلامانه دور کښې ټولو نه لوے قام پرست ؤ . نن د ازادۍ ترلاسه کولو نه پس ځنې خلق هغۀ ته وطن دشمن وائي خو خان عبدالغفار خان مخکښې هم ډېر لوے قام پرست ؤ او نن هم د هغوي دا حېثيت قائم دے خو د هغوي پۀ قام پرستۍ کښې مقامي اړخ هم شامل دے او قومي اړخ هم . کومه زمانه کښې چې دوي انډين نېشنل کانګرېس سره تړون لرلو ، هاغه وخت هم هغوي چا د پښتون کېدو نه منع نۀ کړے شول او د هغې نه وروستو هم … پاکستان کښې د داسې خلقو کمے نشته څوک چې دا غواړي چې د عام اولس مخې ته د خان عبدالغفار خان د ژوند صرف هم دغه يو اړخ راشي چې هغه يو پښتون دے او پښتنو سره ئې بې کچه مينه ده . د خان موصوف صحيح پاکستاني نقطه نظر سره د قام پرست پۀ توګه شهرت د دغه خلقو نه نۀ هضمېږي.

خان عبدالغفارخان چې کوم سياسي بصيرت لري هغه ډېر لږ د پاکستاني ليډرانو برخه کښې رسېدلے دے او دې کښې هېڅ شک نشته چې دا زمونږ د قامي ژوند يوه ډېره لويه الميه ده چې د دومره ګڼو خوبيانو ليډر افسوس ناک حده پورې غلط ګڼلے شوے دے.

د ازادۍ د جنګ هيرو :

باچاخان د خپل لوړ قامت، ښائسته نقشونو او پر جلاله څهرې نه د زوړ يونان د مصورانو شاهکاره مجسمه ښکاري چې د اسمانونو وچتوالے او غرونو پۀ شان عزم سره نن هم پوره استقلال سره پۀ خپل مقام ولاړه ده او د هغوي د ژوند داستان د ټول براعظم د جنګ ازادۍ داستان دے.

د هغوي د څلوېښت کاله سياسي جدوجهد غم لړلې قيصه د متحده هندوستان د بدترين غلامانه دور قيصه ده . هغه د سخت ماحول پرورده يو داسې انسان دے چې د انګرېز سامراج د زور ظلم او جهنمي اور هم ويلے نۀ کړو.

باچاخان د صبر او استقلال ،د ايثار او قربانۍ او د کردار بې مثله نمونه ده . د باچا خان د کلونو بې خوابۍ او شوګيرو زمونږ د ازادۍ ښائسته خوب له تعبير ورکړو . کۀ ووئيلے شي چې باچا خان هم دملک ” نجات دهنده” دے نو غلط به نۀ وي . دا شان مونږ ورته د قوم حقيقي محسن ،د ازادۍ دېوتا هم وئيلے شو .

باچاخان چې کله د ژوند پۀ ښۀ او بد پوهه شو نو د ازادۍ د جنګ اغاز شوے وۀ . هندوستان کښې مختلف سياسي تحريکونه شروع شوي وو. د انګرېز حکومت استحصال او د وطن پرستو استقلال دواړه کمال ته رسېدلي وو. د کلونو راسې د غلامۍ پۀ پېکړيو او هتکړيو کښې ګېر انسان اړخ بدل کړے او بېدار شوے ؤ او د دغه زنځيرونو هتکړيو او پېکړيو ماتولو دپاره ئې لاس پښې وهل شروع کړي وو.

ملک کښې پۀ هر لوري د انقلاب زنده باد د نعرو انګازې وې، ځوانان پۀ لېونۍ جذبه د هر څۀ نه ورتېر شول خو تر دغه دمه پۀ منظم انداز کار نۀ ؤ پېل شوے.

د ځني تنظيمونو او کمېټيو څانګې پرانستلې شوې او تر څۀ حده منظم کار شروع شۀ خو بيا هم دا تنظيمونه صرف د پېښور ښار حلقو پورې محدود وو او د پښتونخوا نورو برخو او پۀ خصوصي توګه کلي والو سيمو ته د پام کولو چاته موقع ترلاسه نۀ شوه.

باچاخان دا کمے شدت سره محسوس کړو او د شروع نه ئې خپل ټول پام کليو او بانډو پله وګرځولو او خپل تنظيم ئې پۀ ټوله صوبه کښې پۀ ډېره ښۀ طريقه وچلوۀ ،وځلوۀ او يو هم ګېر شکل ئې ورکړو.

د جدوجهد اغاز:

باچاخان د خپل جدوجهد اغاز پۀ کال ۱۹۱۱ء کښې وکړو خو دغه وخت هغوي د يو رضا کار پۀ حېث مخې ته راغلل . باچاخان د حاجي صاحب د ترنګزو نيمګړے تبليغي ،اصلاحي او تعليمي پروګرام سر ته رسؤلو او هم پۀ وړاندې بوتلو دپاره ئې د خپل جدوجهد ابتداء وکړه. دغه وخت دوي صرف سماجي کار کؤل غوښتل او سياسي مېدان ته د راتللو ئې څۀ اراده نۀ وه.

۱۹۱۹ء کښې د وړومبي لوے جنګ پۀ ختمېدو د رولټ اېکټ خلاف احتجاجونو ټول ملک پۀ خپله ولقه کښې واخستۀ. د پښتونخوا په ګُټ ګُټ کښې هم دا تحريک لکه د ځنګل د اُور خور شو. د پښتونخوا د خلقو د زړونو پۀ خوږلن کښې د کلونو نه پراتۀ د ازادۍ سرۀ بڅري په شغلو بدل شو. هرخوا او پۀ هر لورې جلسې او جلوسونو د خلقو پۀ زړونو کښې داسې جوش او جذبه راپېدا کړه چې دباؤل ئې ګران شول. انګرېز حکومت چې حالات د قابو نه بهر وليدل نو ټول ملک کښې ئې عامې ګرفتارۍ شروع کړې. د هندوستان ټول د سر ليډرانو سره سره سرحدي ليډران هم د توروتمبو شاته کړے شول. دا د صو به سرحد وړومبے د ازادۍ تحريک ؤ.

وړومبۍ ازاده قامي مدرسه :

۱۹۲۱ء کښې باچاخان پۀ خپل کلي اتمانزو کښې وړومبۍ ازاده قامي مدرسه جوړه کړه او ډېر پۀ پام او محنت ئې چلول شروع کړل.

دوي د ټولې صوبې دورې کولو نه پس د دې د څانګو قائمولو کوشش وکړو، پۀ دغو هلو ځلو کښې د حکومت خلاف هېڅ څۀ خبره نۀ وه خو بيا هم حکومت د دوي مهم خوښ نۀ کړو. چيف کمشنر سرجان د دوي پلار بهرام خان راوغوښتلو او ورته ئې ووئيل چې خپل زوي ته ووايه چې دا مدرسې بندې کړه. دا زړۀ راښکونکې واقعه د باچاخان زباني هم د هغوي پۀ لفظونو کښې واورئ، فرمائي :

“چيف کمشنر زما پلار ته د دې امر ترغيب ورکړو چې ما پۀ سکول بندولو باندې اماده کړي. هغوي زما پلار څۀ داشان پوهه کړو چې دا حرکت د انګرېزانو خلاف دے. پۀ دې کار کښې نور هېڅوک دلچسپي نۀ اخلي نو بيا اخر ستا دا هلک ولې سکولونه جوړوي. والدصاحب مې چې راغے او ما سره ئې تذکره وکړه نو ما ووئيل: سبا له به دوي وائي چې مونځ مۀ کوئ نو تاسو به ماته وايئ چې زۀ مونځ نۀ کوم او خپل مذهبي فرض نه ډډه وکړم يا به راته تاسو څۀ دا شان هدايت کوئ چې نتيجه کۀ هر څۀ وي زۀ خپل مذهبي فرض ادا کړم. والد صاحب وفرمائيل” نور خلق چې هر څۀ کوي زۀ به تا د مذهبي فرائض ادا کولو نه کله هم منع نۀ کړم . ما عرض وکړو د قومي تعليم کار هم داسې دے .کۀ مونځ قضا کول صحيح وي نو سکول بندول هم صحيح کېدے شي.

“هو اوس زۀ پوهه شوم”، والد صېب مې ووې “تۀ بلکل رښتيا وائې تۀ خپل کار جاري وساته”.

د چيف کمشنر صېب دا ګُزار خالي لاړۀ او د ډېرې غصې نه ئې پۀ دې جرح چې هغه خپل پښتانۀ وروڼه او بچي د تعليم پۀ کالو ولې ښائسته کول غواړي دوي ئې د دفعه ۴۰ سرحدي لاندې ونيول او د نېک چلنۍ سنګين ضمانت ئې ترې وغوښتو . دوي د ضمانت داخلولو نه انکار وکړو او درې کالو د پاره جېل ته لاړل.

خدائي خدمتګار:

باچاخان په کال ۱۹۳۰ء کښې د رضاکارو د يو ځانله تنظيم نوم د قاضي عطاءالله پۀ تجويز خدائي خدمتګار کېښودۀ.

د خدائي خدمتګارانو لاندينۍ خلف نامه پۀ پښتو کښې چاپ شوه.

“زۀ خداے حاضر ناظر او ګواه ګرځوم او د هغۀ پۀ پاک ذات باندې يقين سره حلف اقرار کوم چې پۀ لاندينيو اصولو به کاربند يم (عمل کوم”.

۱. زۀ خپل نوم د خدائي خدمتګارۍ دپاره صداقت او ايماندارۍ سره پېش کوم.

۲. زۀ به خدائي خدمتګارۍ کښې داسې څۀ غلط کار نۀ کوم چې د تحريک دپاره د نقصان يا کمزورۍ سبب وي .

۳. زۀ به د بل يو جماعت ( پارټۍ ) ممبر نۀ جوړېږم او د ازادۍ پۀ جنګ کښې به معافي نۀ غواړم .

۴ . زۀ به د خپل افسر هر جائز ځکم هر وخت منلو ته تيار يم .

۵ .زۀ به د عدم تشدد پۀ اصول همېشه عمل کوم .

۶ . زۀ به د خداے د ټول مخلوق يو شان خدمت کوم . زما نصب العېن ( مقصد) به د وطن ازادي وي .

۷. زۀ به همېشه پۀ نېک او ښۀ عمل کار بند يم .

۸. زۀ به د خپل خدمت پۀ بدل کښې د څۀ څيز طمع يا لالچ نۀ کوم .

۹. زما ټول کوششونه به د خداے د رضا دپاره وي، نمائش دپاره به نۀ وي.

شروع کښې د خدائي خدمتګارو شمېر دومره زيات نۀ ؤ خو اپرېل ۱۹۳۰ء کښې د باچاخان د ګرفتارۍ نه پس د دوي شمېره زرګونو ته ورسېدۀ . سرحد کښې دا تحريک دومره خور شو چې حکومت ئې وېرولو . نارينه نه علاوه زنانه ،ماشومان او بوډاګان ډېر پۀ ذوق او شوق دې تحريک کښې شاملېدل، سرې جامې به ئې اچولې او د حکومت د ظلم او ستم نشانه جوړيدو دپاره به ئې لکه د پروانو خپل ځانونه قربانؤل.

د کانګرېس د عدم تعاون پۀ تحريک کښې خدائي خدمتګارو د قربانۍ هغه نمونې پېش کړې چې مثال ئې پۀ متحده هندوستان کښې نۀ مېلاوېږي . انګرېزان د دوي د زياتېدونکي تعداد او مضبوط تنظيم نه دومره وېرېدل چې د دوي چقؤلو ئې پخه اراده وکړه او داسې داسې انسانيت سوز ظلمونه ئې پرې وکړل چې تصور سره ئې پۀ انسان غونے زيږ شي.

* د کورونو تلاشۍ به اخستې کېدې.

* د زنانؤ بې عزتي به کولې شوه.

* ولاړ فصلونه به سوزولے شول.

* پۀ وهلو وهلو به ئې ورله د مخ کاسه ورانه کړه.

* ښکنځل ورته کېدل.

* بربنډ به ئې کړل او جلوس به ئې ورله ويستۀ.

* خوراک اوبۀ به پرې بند کړے شول.

* پۀ مخ به ئې ورله لاړې توکلې.

* مخ به ئې ورله تور کړو او پۀ کليو، ښاريو به ئې ګرځول.

* د هغوي لوڼو، خوېندو او ښځو سره به د هغوي د سترګو وړاندې ناروا سلوک کېدۀ.

* د هغوي ماشومانو له به ئې اذيتونه ورکول.

* پۀ هغوي به ګندګي ورغورځولې کېده.

دا او داسې نور ډېر شرمناک سلوک به ورسره کېدۀ کوم چې د تهذيب او تمدن دعوې لرونکو دپاره همېشه د بدنامۍ سبب وي خو د خدائي خدمتګارو پۀ جذبه کښې هېڅ کمے رانغے. هغوي به لکه د پروانو د زرګونو پۀ شمېر کښې د ازادۍ پۀ شمع ځانونه قربانؤل. صفونه به چې پۀ ګولو سُوري سُوري شول نو نور صفونه به جوړ شول. يوه ډيوه به مړه شوه نو زر به نورې روښانه شوې. زور ظلم چې څومره سېوا شو دا تحريک به د ختمېدو په ځاے نور هم را وچت شو، پۀ خدائي خدمتګارو د جېلونو پراختيا تنګه شوه، اخر حکومت دومره عاجز راغے چې ګرفتارۍ ئې بندې کړې. پوليس ته ووئيلے شول چې د دوي نه سرې وردۍ وباسئ او بربنډ لغړ حالت کښې ئې پرېږدئ. خدائي خدمتګارو چې دې حالت ته وکتل نو خپل بدن له ئې سُور رنګ ورکول شروع کړل. پوليس به چې ترې سرې وردۍ وويستې نو سره څرمن به پۀ نظر راغله نو رضا کار به کړس کړس پۀ خندا شو او وئيل به ئې چې “بې وقوفو کۀ دا څرمن هم رانه وباسئ، زړۀ به مو هم دغۀ شان تک سُور وي. دا تحريک چقؤل څۀ اسان کار نۀ ؤ. انګرېز سامراج ټولې ازمائيلې حربې استعمال کړې او اخر ئې ډېر کچه او سپک حرکتونه شروع کړل.

د خدائي خدمتګارو د بې مثله استقلال به د دې نه لوے څۀ ثبوت وي چې حاجي شاه نواز خان څوک چې د باچاخان د ترۀ زوے وۀ، پۀ ضمانت داخلولو ئې رهائي حاصله کړه خو د هغۀ خپلو خپلوانو او عامو پښتنوبه ورته بيا ډېر سپک کتل عن تر دې چې يوځل بيا ئې جېل ته پۀ تلو مجبوره کړو خو هغۀ جېل ته د تلو پۀ ځاے ځان پۀ ګولۍ وويشتو او خودکشي ئې وکړه او وې وئيل چې زما بربادي او ذلت جېل ته پۀ تلو نه بلکې پۀ مرګ لرې کېدے شي. دغه شان سېد داؤد شاه څوک چې نوموړے خدائي خدمتګار ؤ پۀ کال ۱۹۳۱ء کښې پۀ جېل کښې وۀ چې بوډا پلار ئې ضمانت وکړو او د جېل نه ئې راخلاص کړو چې د مرګ نه مخکښې خپل زوے وويني خو داؤد شاه پۀ خپل رهائۍ دومره ذلت محسوس کړو چې بهر راتلو سره ئې خودکشي وکړه.

دا شان د ډاکټر خان صاحب د زوي عبېدالله خان قربانۍ او بهوک هړتالونه به د خپل نوعيت پۀ لحاظ همېش دپاره د يادولو وړ وي. د دغو مثالونو نه څرګندېږي چې د کومو رضاکارو کردار دومره لوړ ؤ هغوي پۀ معافۍ غوښتو څنګه مجبوره کېدے شول . دپښتون قام غېرت مند وګړي پۀ عدم تشدد تر دې حده عمل کوونکي وو چې د مياندو ،خوېندو پۀ بد سلوکۍ او بې عزتۍ باندې هم صرف د تحريک د تحفظ پۀ خاطر پوليس باندې ئې لاس وچت نۀ کړو بلکې ډېر پۀ صبر او تحمل ئې د وينې دغه ګوټونه وڅښل . کۀ پۀ دغه نازک ترينه موقع هغوي د تشدد لاره خپله کړې وه نو بيا عام حالاتو کښې د هغوي نه نوره څۀ توقع کېدے شوه.

د باچاخان پۀ کانګرس کښې شموليت :

صاحبزاده عبدالقيوم خان ته چې کله د انګرېزانو نيت معلوم شو چې هغوي د صوبې د دومره لوے او مضبوط سياسي تنظيم (خدائي خدمتګار) چقولو او ختمؤلو پخه اراده کړې ده نو د خپل قام د بربادۍ پۀ تصور بې قراره شو او دوي په څۀ نا څۀ طريقه د خدائي خدمتګارو مشرانو ته دا خبره ورسوله چې څنګه هم ممکنه وي خپل تحريک زر تر زره د ملک يو مضبوط او لوے سياسي جماعت کښې مدغم کړي ځکه چې د انګريزانو نيت ښۀ نۀ دے او ډېرې خوفناکې ارادې لري او کۀ يو ځل دلته دومره لوے سياسي تنظيم ختم کړے شۀ نو د پښتون قام سره سره به ملک کښې روان د ازادۍ تحريک هم د ډېر لوے زيان او تاوان سره مخ شي.

باچاخان کۀ هر څو دغه وخت پورې تر ډېره حده کانګرېس پله مائل شوے ؤ خو خپل خدائي خدمتګارتحريک پۀ کانګرېس کښې مدغم کولو ته بېخي تيار نۀ ؤ.

د هغوي پۀ زړۀ کښې د پخوا راسې اسلامي درد ؤ او کانګرېس سره د ښۀ تعلقاتو باوجود د مسلمانانو ځان له د تنظيم زبردست حامي ؤ.

هر کله چې پۀ جېل کښې ورته ټولو نه مخکښې د صاحبزاده عبدالقيوم خان دا پېغام ورسېدۀ او پۀ خدائي خدمتګارو ئې د حکومت لۀ خوا د تشدد، زور زياتي او ظلم داستانونه د خپلو ملګريو نه واورېدل نو د صلاح مشورې نه پس ئې د خدائې خدمتګار تحريک سرکرده مشرانو يو وفد مقرر کړو او هدايت ئې ورته وکړو چې لاړ شئ او مسلم ليګي مشرانو سره خبرې اترې وکړئ او کۀ ممکنه وي نو د خدائي خدمتګار تحريک الحاق مسلم ليګ سره وکړئ . پۀ دې لړ کښې د باچاخان دې عدالتي بيان نه هم پۀ دغه مسئله کافي رڼا پرېوځي.

“پۀ کال ۱۹۳۰ء کښې چې کله زۀ ګجرات سپېشل جېل کښې وم. دغې جېل دغه وخت د سياسي قيديانو دپاره د جېل حيثيت لرلو . دلته زمونږ يو دوه پخواني ملګري زمونږ ملاقات له راغلل او هغوي د هغه ظلمونو افسوس ناک داستانونه بيان کړل کوم چې انګرېزي حکومت زمونږ پۀ قام کول. د هغوي پۀ خبرو اورېدو زمونږ زړۀ ډېر خفه شو او خپلو کښې صلاح مشورې نه پس مونږ خپلو ملګريو ته هدايت وکړو چې هغوي دې دهلي، لاهور او شمله ته لاړ شي. بيا دې مسلم ليګ او نور مسلمان تنظيمونو سره رابطه قائمه کړي. دا ټول مونږ خپل مسلمانان وروڼه ګڼل او زمونږ ترې ډېر اميدونه وو چې پۀ دې خوفناک صورت حال کښې به زمونږ مرسته کوي. څۀ موده پس زمونږ ملګري واپس راغلل، وې وئيل چې مسلم ليګ زمونږ مدد دپاره تيار نۀ دے ځکه چې زمونږ جنګ د اجګرېزانو خلاف دے او مسلمان ليډران انګرېز سره د جنګ پۀ حق کښې نۀ دي.

دغه وخت باچاخان د مسلم ليګ نه بېخي مايوسه شوې ؤ. د ګاندهي جي پۀ وېنا علي ګل خان او ميا جعفرشاه ګجرات جېل ته باچاخان له پۀ کانګرېس کښې د شموليت دعوت دپاره لاړل. هغه وخت باچاخان سره ميا احمد شاه بېرسټر او اغالال بادشاه هم موجود وو. باچاخان ته د ګاندهي جي لۀ خوا کانګرېس کښې د شموليت پېغام مېلاؤ شو نو د حالاتو د نزاکت تر مخه باچاخان ورته غاړه کېښوده ځکه چې هغوي سره دغه وخت بله څۀ لار نۀ وه.

تاريخي جلوس ۱۹۳۱ء:

د رهائۍ نه پس باچاخان د ګجرات نه لاهور ته او د هاغه ځاے نه پېښور ته ورسېدۀ چرته چې يو داسې لوے جلوس وويستے شو چې مثال ئې نشته.

د اټک نه تر پېښور پورې ټوله لار ډېر پۀ اهتمام ښائسته کړے شوې وه او پېښور ښار لکه د ناوې سينګار کړےشوے ؤ. د پښتونخوا د ګُټ ګُټ نه پۀ زرګونو خلق د دوي استقبال له راغلي وو او چې کله پېښور ته راورسېدل نو بې شکه چې د لکهونو انسانانو پۀ غورځنګ سمندر ورسره ؤ. دوي سر تور سر وو او د کهدر قميص ئې پۀ غاړه ؤ. پۀ لاره کښې ځاے پۀ ځاے دوي باندې ګلونه ورولے شول. ښار کښې پۀ سوؤنو ښائسته دروازې جوړې کړے شوې وې او پۀ جوپو جوپو خلق د دوي د ديدن دپاره رامات شوي وو. د اولس عقيدت د کتو قابل ؤ. باچاخان زنده باد،انقلاب زنده باد او اسلام زنده باد نعرې پۀ هر لورې اورېدې کېدې. باچاخان مُسکے مُسکے کېدۀ او پۀ دواړه لاسو ئې د خلقو د سلام جواب ورکولو.

کانګرس نه بېلېدل :

ستمبر ۱۹۳۹ء کښې دوېم نړيوال جنګ لۀ کبله پۀ ټول ملک کښې اړے ګړے جوړ شو. ال انډيا نېشنل کانګرس کمېټۍ پۀ دغه جنګ کښې د انګرېزانو د حمايت قرار داد پاس کړو کوم سره چې باچاخان مُتفق نۀ ؤ ځکه چې هغوي جنګيالو سره مرسته کول د کانګرس د بنيادي اصول عدم تشدد پر ضد ګڼلو ځکه هغوي د مرکز د دغه قرار داد پُر زور مخالفت وکړۀ او د احتجاج پۀ توګه سره د خپل خدائي خدمتګار تحريک د کانګرېس نه مستعفي شو.

د باچاخان کانګرس کښې دوباره شموليت :

باچاخان د کانګرس پۀ اصولي اختلاف خپله لار بېله کړه . کانګرس نه د بېلېدو پۀ وخت هغوي ووئيل ” اخري ګټه او فتح به د حق وي “بل خوا ګاندهي جي هم د باچاخان د موقف تائيد وکړو او وې وئيل کۀ باچاخان کامياب شو نو دا به د حق،ايماندارۍ، صبر او محنت ګټه وي.

اخر هم هاغه وشو، لا دومره ورځې نۀ وې تېرې شوې چې ال انډيا کانګرېس ته د خپلې غلطۍ احساس وشو. هغوي نړيوال جنګ کښې د انګرېزانو د مرستې تجويز واپس واخستو، د پښېمانۍ اظهار ئې وکړو او د ائنده دپاره ئې د عدم تشدد د پابندۍ او حکومت نه د جدا کېدو فېصله وکړه.

دا د باچاخان حېرت انګېزه کاميابي وه. د هغوي د دانائۍ او دور اندېشۍ پۀ پوره ډول هر چاته پته ولګېده. د دې نه پس به د کانګرېس لوے لوے ليډران د باچاخان پۀ وړاندې د عقيدت مند پۀ توګه ناست وو. هم دغه ورځو کښې پۀ يوه موقع باچاخان خدائي خدمتګارو ته ووئيل :

“تاسو ته معلومه ده چې پۀ جولائۍ کښې دکانګرېس ورکنګ کمېټۍ يو قرار داد پاس کړے ؤ چې پکښې د عدم تشدد پۀ ځاے د تشدد لار خپلولو فېصله کړې وه چونکه زما عقيده او لار د عدم تشدد ده نو ځکه زمونږ د خدائي خدمتګارواو کانګرېس پۀ لارو کښې بېلتون راغلے ؤ او ما د کانګرېس نه استعفې ورکړې وه او اوس پۀ دسمبر کښې پۀ بمبۍ کښې د کانګرېس ورکنګ کمېټۍ او ال انډيا کانګرس يو ځل بيا د عدم تشدد د لار خپلولو او ” دهلي تجويز” باندې د پښېمانۍ اظهار کړے دے نو پۀ دې وجه د خدائي خدمتګارو او کانګرېس لار بيا يو شوې ده.

د مسلم ليګ وزارت جوړېدل او بېلات :

د پېښور ښار هاغه پخواني خلق کوم چې کانګرېس نه د ځنو اختلافاتو لۀ کبله پۀ مختلفو وختونو کښې جُدا شوي وو، تر اوسه پورې څۀ باقاعده تنظيم کښې شامل نۀ وو. اګست ۱۹۳۹ء کښې هغوي پۀ وړومبي ځل دلته د مسلم ليګ د تشکيل فېصله وکړه. ۱۹۳۷ء جنرل الېکشن کښې کانګرس د يو جماعت پۀ حېث الېکشن کښې برخه واخسته خو د مسلم ليګ لا دومره حېثيت نۀ ؤ. ځکه د مسلم ليګ پۀ ټکټ چا هم الېکشن کښې د برخې اخستو جرات و نۀ کړو تردې چې سردار عبدالرب نشتر او مهر بخش خان هم د پېش کش لرلو باوجود الېکشن کښې د برخې اخستو نه انکار وکړو . د ۱۹۳۷ء الېکشن د کانګرېس وړومبے وزارت جوړ شو کوم چې تر ۱۹۳۹ء پورې قائم ؤ.

۱۹۳۹ء کښې د سرحد کانګرېس وزارت د ال انډيا کانګرېس د فېصلې تر مخه مستعفي شو خو تر ۱۹۴۲ء پورې دلته ګورنر راج نافذ ؤ ځکه چې اکثريت د کانګرس ؤ او د دې پۀ موجودګۍ کښې بلې يوې پارټۍ د وزارت جوړولو خوب هم نۀ شو ليدلے.

پۀ صوبه سرحد کښې پۀ دوېم ځل ډاکټر خان صاحب پۀ مارچ ۱۹۴۵ء کښې د وزير اعلي پۀ حېث د کانګرېس د وزارت واګې ټينګې کړې . دا وزارت تر ۱۹۴۷ء يعنې د پاکستان جوړېدو پورې قائم ؤ.

د پاکستان د جوړېدو پۀ حقله د باچاخان بيان :

کله چې د پاکستان د جوړېدو امکانات پۀ ډاګه شول او بنو کښې پۀ صوبائي کچ د کانګرېس پارټۍ يو تاريخې غونډه وشوه چې پکښې دا مسئله رامخې ته وه چې پاکستان د کوم د قيام چې امکانات اوس ښۀ ښکاره وو کۀ چرې مستقبل قريب کښې قائم شي نو د خدائي خدمتګار جماعت او کانګرېس رويه څۀ پکار ده. ټولو نه مخکښې خو داسې څوک چې د پاکستان د جوړېدو نه پس مسلم ليګ کښې شامل شول او لويو لويو سرکاري عُهدو ته ورسېدل. هاغه وخت پۀ کانګرس او خدائي خدمتګار تحريک کښې شامل وواو د پاکستان سخت مخالف وو. پۀ دغه غونډه کښې دغې خلقو دا تجويز وړاندې کولو کښې پېش پېش وو چې مونږته ازاده قبائيلي علاقې ته هجرت کول پکار دي او قبائل راپاڅول پکار دي چې پاکستان باندې حمله وکړې شي او ختم کړے شي خو باچاخان د دې تجويز سخت مخالفت وکړو او وې وئيل چې مونږ صرف د ملک ازادي غواړو هغه کۀ پۀ هر شکل کښې مېلاؤ شي، قبلؤل پکار دي. پۀ دې باندې دغه ګروپ ( ډلې) د باچاخان سخت مخالفت وکړو او پۀ خپله خبره پورې نښتي وو چې د پاکستان خلاف بغاوت کول پکار دي. اخر باچاخان پۀ دغه ميټنګ کښې دې تجويز پاس کولو کښې کامياب شو چې مونږ له خاموشۍ سره د حالاتو جائزه اخستل پکار دي او غېر جانبدار وسېدل پکار دي چې دا وګورو چې د “پردۀ غېب” نه څۀ مخې ته راځي او د هغې نه پس د حالاتو مطابق ښۀ پۀ سوچ او فکر هاغه خپلول پکار دي کومه چې مناسبه وي او د قام دپاره فائده منده وي. باچاخان ووې کۀ پاکستان جوړ شو نو ټهيک ده مونږ به خپل اصلاحي تحريک چلوؤ او سياست نه به ډډه نۀ کوؤ. د مزې خبره دا ده چې پاکستان جوړېدو سره سمدستي هم هاغه خلق کوم چې د پاکستان پۀ مخالفت کښې د هر چا نه وړاندې وو او بغاوت ته ئې بډې راښکلې وې، د پاکستان دوستان شول او وزارتونه،صدارتونه ئې ترلاسه کړل او پۀ نورو د پاکستان شمنۍ الزام لګؤلو پۀ وخت لږ څۀ شرم هم ورنغے.

د مسلم ليګ خود غرضي :

د پاکستان د جوړېدو نه پس د کانګرېس او مسلم ليګ اصولي جنګ ختم شوے ؤ او قام پرستانه خيالات لرونکيو پۀ غېر مشروط توګه پاکستان ومنلو او د خپلې وفادارۍ باور ئې ورکړو. هسې هم پۀ عملي توګه د پاکستان جوړېدو نه پس د دې د منلو نه انکار کول حماقت ؤ خو چې کومو خلقو د غور و فکر نه کار واخستو، هغوي خپل شکست ومنو او خپل وطن پرېښول ئې خوښ نۀ کړل. کۀ رښتيا خبره وي نو د هغوي پۀ پاکستان کښي پاتې کېدل د دې خبرې دليل ؤ چې هغوي پۀ رضا او خوشحالۍ تسليم کړے ؤ خو چې کله ئې د مخالفينو پۀ نيت کښېې خلل وليدۀ نو هغوي پۀ ډانګ پئيلي ووئيل چې پاکستان زمونږ وطن دے او مونږ د دې وفادار استوګن يو. څۀ چې کېدل هغه وشول، هغه زمونږ اصولي جنګ ؤ او اوس د اختلاف څۀ ګنجائش نۀ دے پاتې. مسلم ليګيانو له پکار وو چې د خپلو قام پرستو وروڼو د دوستۍ لاس ئې پۀ خپل لاس کښې اخستے ؤ. سابقه ټول اختلافات ئې هېر کړي وو او دوي ئې سينې پورې راجُخت کړي وو او پۀ دې کښې څۀ شک نشته چې ځنې معامله شناس مسلم ليګيان کومو کښې چې د جناح صاحب نوم سرفهرست دے، د دې دپاره تيار هم وو خو چې کله د خودغرضه او اقتدار پرسته ليګيانو تر غوږو دا خبره ورسېده نو هغوي ډېر تاؤ واخستو، هغوي ته د دې اتحاد پۀ پړده کښې خپل مرګ ښکارېدۀ. هغوي ته پته وه کۀ چرې دغې عوامي خلقو ته د مخکښې راتلو موقع پۀ لاس ورغله نو زمونږ ټول خوبونه به تعبير سره مخ نۀ شي او بيا به څوک زمونږ تپوس هم نۀ کوي او د ملک ليډرشپ مشرانه به د دغې عوامي خلقو لاسو ته لاړ شي ځکه چې پۀ حقيقت کښې هم هغوي رښتوني عوامي ليډران وو. ځکه نو خودغرضه مسلم ليګيانو رنګ رنګ سکيمونه جوړ کړل، پۀ هغوي ئې د بې وفائۍ الزام ولګولو، د هغوي پۀ حواله ئې هندوستان سره د رابطو افسانې جوړې کړې او د ملک د هائي کمان پۀ زړۀ کښې ئې د دوي پۀ حقله غلط فهمۍ پېدا کړې او دا شان ئې دوي معتوب او مقصور وګرځول.

کشميري ليډر شېخ عبدالله او د قائداعظم تر مېنځه د سمجهوتې پۀ لار کښې هم خنډان واچولے شول او باچاخان او قائداعظم د يو بل نه لرې ساتلو دپاره ډېر اهم part ادا کړے شو. ځکه چې د دې مصالحت ګزار نېغ پۀ نېغه ځنې برسر اقتداره خلقو باندې کېدۀ. وزارتونه او عهدې ورته مېلاؤ وې او د باچاخان او د هغۀ دپارټۍ مېدان ته پۀ راتلو د هغوي د لاسو نه اقتدار تلل يقيني وو.

د مسلم ليګ هائي کمان د شېخ عبدالله او باچاخان د دوستۍ نه پۀ لاس وينځلو يوه عظيمه غلطي وکړه چې وروستو پرې بيا پۀ خپله هم ډېر پښېمانه وو. کۀ دغه معامله پۀ خېر خوئۍ سر ته رسؤلي شوې وه، د دغه دواړو مشرانو مرسته تر لاسه کړې شوې وه نو کېدے شي چې نن د ملک نقشه څۀ بل رنګې وه. نۀ به کشمير د بهارت پۀ تصرف کښې تلے ؤ او نۀ به صوبه خېبرپښتونخوا کښې حکومت ته دومره مشکلات مخې ته راغلي وو. نۀ به ملک کښې غلط ليډرشپ له د من مانۍ موقع پۀ لاس ورتله نۀ به سياسي حلقو(Political Circles) کښې دومره انتشار پۀ نظر راتلو . نۀ به ملک کښې غېر جمهوري روايات دومره مخ پۀ وړاندې تلل او نۀ به د ملک عام اولس دومره خراب حالاتو سره مخ ؤ.

د مستقبل مؤرخ به دا خودغرضه خلق چرې هم معاف نۀ کړي چاچې د اقتدار د هوس دپاره ملک نۀ صرف داسې مخلصه ليډرانو نه محرومه کړو بلکې داسې ګړنګونو کښې ئې ور واچولو چې زمونږ راتلونکي نسلونه به ترې هم رابهر نۀ شي.

دغه خلقو جناح صاحب له دهوکه ورکړه . فوج له ئې دهوکه ورکړه، بې شکه د دې حادثې ذمه واري د هغه لالچي خوشامدي او حريصو خلقو پۀ سر ده او د دې الزام داسې ثبوتونه شته لۀ کومو نه چې هغوي د انکار جرات نۀ شي کولے.

غفار خان پۀ عدالت عاليه کښې :

په خان عبدالغفار خان باندې د تعزيرات پاکستان د دفعاتو ۹۱۳۴ ،۹۱۳۳ او ۹۱۵۳ د لاندې مقدمه چلېده . هغوي پۀ ۶ ستمبر ۱۹۵۶ء کښې د مغربي پاکستان پۀ عدالت عاليه کښې ( لوے عدالت ) کښې خپل تحريري بيان پېش کړو.

مي لارډ!

“دعوې کېږي چې پاکستان اسلامي تصوراتو باندې جوړ يوه اسلامي جمهوريه ده. حديث شريف کښې راغلي دي چې د يو ظالم او وران کاري جابر بادشاه د وړاندې حق وېنا بهترين جهاد دے. د رسول اکرم (ص) د يو ادنی پېروکار پۀ حېث ما همېشه د هغوي دا فرمان خپلې مخې ته د ساتلو کوشش کړے دے.

د حديث بيانؤلو مقصد هم دغه دے چې زما د مقدمې د فېصلې پۀ وخت چې دا حديث ستاسو مخې ته وي.

ما خدائي خدمتګار تحريک شروع کړو، دا خالص يو سماجي او اصلاحي تحريک ؤ او مقصد ئې د هاغه غلطو رسمونو نوغي ويستل وو چې زمونږ پۀ قام کښې ئې رواج موندلے ؤ. خو د تحريک عمر لا يو څو مياشتې هم نۀ ؤ شوے چې مونږ حکومت ونيولو. زما دپاره دا صدمه ډېره د تکليف نه ډکه وه. بيا حکومت د دې تحريک د چقولو دپاره داسې غېر انساني طريقو نه کار واخستو چې دلته ئې زۀ پۀ بيانولو هم شرم محسوسؤم.

پۀ کال ۱۹۳۰ء کښې زۀ ګجرات سنټرل جېل کښې وم. دغه وخت دې جېل د پنجاب د سياسي قېديانو دپاره د جېل حېثيت لرلو . دلته زمونږ يو يا دوه زاړۀ ملګري مونږ سره ملاقات له راغلل او هغوي د هاغه ظلمونو افسوسناک داستانونه بيان کړل . چې انګرېزانوزمونږ پۀ قام روا ساتلي وو. د دغو ملګرو د خبرو پۀ اورېدو مونږ ته ډېره صدمه راؤرسېده او خپلو کښې صلاح مشورې نه پس مونږ خپل ملګري لاهور، شمله او دهلي ته ولېږل چې مسلم ليګ او د نورو تنظيمونو ليډرانو سره رابطه قائمه کړي. څۀ موده پس زما ملګري د مايوسۍ پۀ حالت کښې بېرته راغلل او وې وئيل چې مسلم ليګ زمونږ مرستې ته تيار نۀ دے او مسلمان ليډران انګرېز سره د جنګ کولو پۀ حق کښې نۀ دي.

د دې نه پس زمونږ ملګري کانګرېسي ليډرانو له لاړل. کانګرېسي ليډرانو ورته ووئيل کۀ تاسو د کانګرېس حمايت کوئ نو کانګرس به هم ستاسو مرسته کوي. دا هغه حالات وو د کومو د لاندې چې کانګرېس سره زمونږ اتحاد قائم شو او انګرېزانو باندې بې اعتمادي او شک لۀ کبله زمونږ سماجي تحريک سياسي ډله کښې بدل شو خو اوس هم زمونږ تحريک د سياسي کېدو باوجود خپل مذهبي او روحاني خصوصيات او د سماجي او اقتصادي اصلاح نوعيت برقرار وساتۀ. ما کانګرس کښې د شموليت حالات د دې دپاره بيان کړل چې د پنجاب ځينې اخبارونه نن هم زمونږ د بدنامولو پۀ کوششونو کښې مصروفه دي او هغوي مونږ ته کانګرېسيان وائي او دا شان زمونږ پۀ حقله غلط فهمۍ خوروي. مونږ پۀ غلطه وو يا مسلم ليګ؟ ددې اندازې کولو دپاره پۀ هاغه حقائقو د ډېر زيات سوچ او فکر ضرورت ؤ. مونږ يقينا د انګرېزانو مقابله نۀ شوه کولې، مونږ ته د مدد ضرورت ؤ او پۀ داسې حالاتو کښې چې کله مسلم ليګ او مسلمان ليډرانو د مرستې او مدد نه انکار کړے ؤ نو مونږ د کانګرېس د اتحاد نۀ علاوه بله څۀ لار خپلولې شوه”؟؟؟

نظريه پاکستان:

زۀ هېڅ کله د پاکستان د نظريې خلاف نۀ وم خو د پاکستان پۀ حقله زما خپل تصورات لږ مختلف او نوي وو. زما پۀ ذهن کښې چې د مسلمانانو د وطن کوم تصور ؤ د هغې ترمخه د پنجاب او بنګال تقسيم پۀ هېڅ يو رنګ ممکن نۀ ؤ. د دې نه علاوه زما پۀ دې خبره هم يقين نۀ ؤ چې د ګڼ شمېر مسلمانانو ليډرانو دا دعوې د خلوص پۀ بنياد ده چې هغوي د پاکستان د قيام مطالبه د مسلمان قام دپاره کوي، زما پۀ نزد دغو خلقو کښې اکثر خلق د انګرېزانو تالي څټ وو، هغوي پۀ خپل ټول عمر کښې کله هم د مسلمان اولس يا د اسلام څۀ خدمت نۀ ؤ کړے او نۀ ئې د دغه مقصد دپاره څۀ قرباني ورکړې وه. ما ګڼل چې دا خلق د پاکستان او اسلام پۀ نوم اولس ګمراه کول غواړي. دغې خلقو صرف د خپل ځان دپاره پاکستان حاصلول غوښتل او پۀ خپل دغه مقصد کښې بريالي شول. زما د رائې تر مخه د هندوانو او مسلمانانو جنګ مذهبي نا بلکې اقتصادي ؤ. او ما ګڼل چې انګرېزانو د حکومت تخته اړولو نه پس چې تر څو ملک ازادېږي او قومي حکومت جوړېږي نو ټوله ذمه واري به زمونږ پۀ اوږو راځي. د دې نه پس به ورو ورو فضا بدله شي او زمونږ خپل تر مېنځه تعلقات به ښۀ شي خو کۀ بيا هم تعلقات ښۀ نۀ شول او دا محسوس کړے شوه چې مونږ مطمئن نۀ يو نو بيا به د هندوانو نه بېل شو او مونږ داسې کولے شول. کانګرېس د مکملې صوبائي خودمختارۍ اصول منلي وو او صوبو ته دا حق حاصل ؤ کۀ چرې د هغوي اکثريت د مرکز نه د بېلېدو فېصله وکړي نو هغه دې خودمختاره مملکت جوړ شي.

شمله کانفرنس :

صوبه سرحد(خېبرپښتونخوا) کښې مسلمانان اباد دي. زمونږ هندوانو سره هېڅ جګړه نۀ وه. کانګرېس کښې به چې مونږ څۀ وئيل هغه به منظور کړے شول. لۀ دغې خوا مونږ هېڅ قسمه مخالفت سره نۀ يو مخ شوي ځکه چې د کانګرېس ليډرانو به ددې خبرې اعتراف کولو چې مونږ د ازادۍ پۀ جدوجهد کښې بلها قربانۍ ورکړې دي. شمله کانفرنس کښې چې کله پۀ يوه بنيادي مسئله سخت اختلافات مخې ته راغلل نو ما سردار عبدالرب نشتر سره ملاقات وکړو او هغۀ ته مې ووې چې مسټر ګاندهي مسلمانانو له د هغوي د واجبي حقونو نه زيات څۀ ورکولو ته تيار دے، خو شرط دا دے چې مسټر جناح دې د کانګرېس مخالفت پرېږدي.

زۀ پۀ خپله د مسلمانانو ټولې مطالبې سر ته رسولو او د هغوي د حقوقو ضمانت ورکولو ته تيار وم. بيا سردار عبدالرب صېب مسټر جناح لۀ د مشورې دپاره لاړو او د هغۀ د قائل کولو کوشش ئې وکړو خو هغه پرې غالب رانغے او کانفرنس ناکامه شو.

نقطۀ نظر :

پۀ متحده هندوستان کښې لس کروړه مسلمانان اباد وو او زۀ دا ګڼم چې دومره لوے شمېر پۀ اسانۍ د پښو لاندې نۀ شي راوستے کېدے. زما رائې دا وه چې يو طاقت هم مونږ نيست و نابود کولے نۀ شي خو کۀ چا زمونږ د محکوم جوړولو هڅه وکړه او زمونږ تر غوږو ئې لږ کش هم راورسېدۀ نو بيا به مونږ بېل شو. ددغه خيال تر مخه زۀ د دې نقطۀ نظر حامي وم کۀ چرې کانګرېس زمونږ شرطونه منلو ته تيار شي او د دې خبرې باور راکړي چې د هندوستان راتلونکے حکومت به سوشلسټ ري پبلک وي نو بيا مسلمانانو ته مجوزه هندوستان وفاق کښې شاملېدل پکار دي او هم پۀ دې کښې د دوي مفاد دے. زما پۀ نزد سوشلسټ ري پبلک طرز حکومت کښې مسلمانانو دپاره لوے کشش دا ؤ چې هغوي د فوج پۀ حېث د هندوانو مقابله کښې غريبې طبقو نه تعلق لرلو او کانګرېس به ئې پۀ شرطونومنلو راضي شوے ؤ نو مونږ به د مسلمانانو اکثريتي صوبو کښې ضروري فېصلې کړې وې او فېډرېشن نه به بېل شوي وو . زما اوس هم پۀ دې خبره باور دے چې دا شان به مونږ فائده کښې پاتې شوي وو ځکه چې پۀ دغه منصوبه کښې د پنجاب او د بنګال د تقسيم هېڅ تجويز نۀ ؤ خو د هندوستان مسلمانانو زما دغه مشوره د غور قابله ونۀ ګڼله او زۀ هندو وګرځولے شوم.

د وزارت جوړولو پېش کش :

د پاکستان د جوړېدو نه پس سر جارج کننګهم زمونږ د صوبې وړومبے ګورنر جوړ کړے شو . هغه يو چُست او هوښيار برطانوي افسر ؤ او د هغۀ شمېر به د مسلم ليګيانو نزدې مرستياليانو او با اعتماده ملګرو کښې. هغۀ د اتۀ کلونو راسې زمونږ د صوبې ګورنر ؤ. څو هفتو پورې ئې د صورت حال جاج واخستو او وروستو ئې زما د زوي عبدالغني (غني خان) پۀ معرفت ماله پېغام راولېږلو چې زۀ دې د مسلم ليګيانو او خدائي خدمتګارو باندې مشتمل پۀ يو مخلوط حکومت جوړولو باندې راضي شم. ما ورته ووئيل چې مسلم ليګ پۀ اولس د حکومت کولو دپاره د اقتدار تر لاسه کولو خواهش لرلو، د سر جارج کننګهم دا کوشش ناکامه شۀ. ماګورنر ته ووې کۀ چرې ليګ د قامې خېرښېګړې دپاره کار کوي نو مونږ ورسره پۀ حکومت کښې د شاملېدو نۀ بغېر هم کومک ته تيار يو. خو مونږ له د دا رنګ خدمت موقع هم را نۀ کړې شوه.

پښتونستان :

په کال ۱۹۴۸ء کښې چې کله زۀ د پاکستان پارلېمنټ پۀ اجلاس کښې پۀ وړومبي ځل شريک شوم نو ما اعلان وکړو چې څۀ کېدل هغه وشو، اوس پاکستان زمونږ د ټولو شريک وطن دے .کۀ پۀ اقتدار ناسته ډله د دې ملک د خدمت خواهش لري نو مونږ به ورسره هر قسمه تعاون کوو . ما پۀ حکومت د هېڅ قسمه اخراجاتو بوج نۀ اچول غوښتل ځکه نو ما ورته پېش کش وکړو چې خپل خرچونه به مونږ پۀ خپله برداشت کوو. مونږ پۀ اخلاص د ملک د خدمت نه علاوه د بل هېڅ څيز خواهش نۀ لرو خو مونږ له دې پۀ وطن کښې دننه خپل شناخت او پېژندګلو دپښتونستان پۀ شکل کښې راکړے شي. زما د تقرير دوران کښې نواب زاده لياقت علي خان مانه پوښتنه وکړه چې د پټهانستان (پښتونستان) نه زما مطلب څۀ دے؟ ما جواب ورکړو چې دا پټهانستان نۀ بلکې پښتونستان دے او دا صرف يو نوم دے. هغۀ بيا تپوس وکړو داڅۀ رنګه نوم دے؟ د دغه سوال پۀ جواب کښې ورته ما ووئيل چې څنګه پنجاب، بنګال، سندهـ او بلوچستان د پاکستان د صوبو نومونه دي داسې دا هم د پاکستان پۀ ډهانچه کښې يو نوم دے. زمونږ د کمزوري کولو د پاره انګرېزانو دخپل اقتدار پۀ دور کښې زمونږ اولس پۀ ډېرو برخو ووېشلو عن تر دې چې زمونږ د علاقې نوم ئې ورک کړو، مونږ خپلو پاکستاني وروڼو ته خواست کوو چې مهرباني دې وکړي او د انګرېز د هغې بې انصافۍ ازاله دې وکړي کومه چې هغوي مونږ سره کړې ده، پښتانۀ دې را يو ځاے کړي او مونږ له دې د پنجاب پۀ شان يو نوم راکړي ځکه چې کله هم د پنجاب نوم اخستے کېږي نو خلق پوهه شي چې د دې نه مراد هغه علاقه ده چرته چې پنجابيان اوسېږي، دا شان د بنګال، سندهـ او بلوچستان نه د دغو علاقو تصور پۀ ذهن کښې راشي چرته چې پۀ ترتيب بنګاليان، سندهيان او بلوچان اباد دي . مونږ هم صرف دغه شان يو نوم د پاکستان د هغه علاقو دپاره غواړو چرته چې پښتانۀ اوسېږي.

جناح صاحب سره خبرې اترې :

ماله جناح صاحب د ملاقات بلنه راکړه او مونږ د ډوډۍ خوړلو نه پس تر ډېره وخته پۀ خبرو اترو کښې مصروف وو. ما هغوي ته ووئيل چې تاسو ته ښۀ پته لګي چې زمونږ تحريک د معاشرتي اصلاح تحريک دے خو د انګرېزانو د بد عنوانۍ لۀ کبله دا يو سياسي تحريک جوړ شوے دے. اوس چونکې ملک ازاد شوے دے نو زما رائې ده چې زمونږ قام کښې تر هغه وخت پورې سياسي شعور نۀ شي پېدا کېدے تر څو چې پۀ سماجي لحاظ پسمانده دي او پسمانده اولس کښې هېڅ کله هم جمهوريت نۀ شي راتلے.

جناح صاحب ډېر خوشحاله شو. هغوي ماسره مصافحه وکړه او وې وئيل چې زۀ درسره هم د هر ممکن مدد دپاره تيار يم. زمونږ ترمېنځه يوه سمجهوته شوې وه. کراچۍ ته د راتلو پۀ وخت قائداعظم ماته ووئيل چې هغه به د صوبه سرحد (خېبرپښتونخوا) پۀ راروانه دوره کښې سُور پوش ليډرانو سره ملاقات کوي. مونږ دواړه د قوم د سماجي او اقتصادي پرمختګ پۀ يو پروګرام د عمل درامد دپاره متفق شوي هم وو.

کله چې زۀ خپلې سيمې ته راورسېدم او ما دا ټولې خبرې خپلو ملګرو ته وړاندې کړې نو هغوي هم زما تائيد وکړو. مونږ خپل مرکزي هېډکواټر د جناح صاحب د استقبال او د هغوي پۀ اعزاز کښې د يو شاندار دعوت ورکولو فېصله وکړه . ددې خبرې هم پخلے وشو چې هغوي سره دې د هغوي د اعلې عهدې شايان شان سلوک وکړے شي.

څو ورځې پس د وزارتي کُرسو پرستارو او انګرېزانو ته د دې حقيقت پته ولګېده نو يو الغاؤ تلغاؤ جوړ شو. دغې خلقو ځان خبرول غوښتل چې دا هر څۀ څنګه وشو. دوي ته خطره وه کۀ چرې جناح صاحب پۀ په دغه سمجهوته قائم پاتې شو کومه چې هغوي مونږ سره کړې ده نو بيا به د دوي هېڅ ځاے پاتې نۀ شي . پۀ هاغه زمانه کښې زمونږ د صوبې پۀ ټولو بنيادي پوسټونو(څوکيو) انګرېزان قابض وو. ما خپل پارلېمنټ کښې مطالبه وکړه چې پاکستان کښې د ګورنر او مختلفو محکمو مشري او نورې اعلې عهدې انګرېزانو ته ورنۀ کړے شي. پۀ دې خبره لياقت علي خان هم څۀ لږ ډېر ناراضه شۀ. خو زمونږ پۀ دې صوبه کښې انګرېزان ډېر سخت تشويش سره مخ شو ځکه دې ليډرانو او انګرېزانو د يوې سمجهوتې کولو کوشش وکړو. د سر جارج کننګهم پۀ ځاے راغلي ګورنر سرائے ډي اېف ډنډاس ته چې جناح صاحب سره زما د سمجهوتې پته ولګېده نو خصوصي طور ئې يو قاصد د جهاز پۀ ذريعه واستولو او پۀ جناح صاحب ئې زور راؤړو چې پۀ هېڅ حالت کښې د خدائي خدمتګارو مېزباني قبوله نۀ کړي ځکه چې دغه شان به د هغوي عزت سېوا شي . نو بيا چې کله جناح صاحب د صوبه سرحد (خېبرپښتونخوا) پۀ دوره راغے نو مونږ له ورسره د ملاقات موقع را نۀ کړې شوه. مسلم ليګيانو خپلو کښې سازش وکړو او هغوي کښې چې کوم کس جناح صاحب سره مېلاؤ شو نو هغۀ ورته ووې چې مونږ (خدائي خدمتګار) ډېر زيات خطرناک خلق يو او مونږ پۀ مرکزي هېډکوارټر کښې د دوي د قتل سازش جوړ کړے دے. د دغې خلقو چال کامياب شۀ او جناح صاحب زمونږ دعوت قبول نۀ کړو. مونږ له د يو خط پۀ ذريعه اطلاع راکړې شوه چې جناح صاحب د هر قسمه غېر سرکاري غونډو کښې د ګډون نۀ کولو فېصله کړې ده حالانکې حقيقت دا ؤ چې هغوي د ګڼ شمېر غېر سرکاري تقريباتو بلنه قبوله کړه او ګډون ئې هم پکښې وکړو خو زمونږ دعوت قبلولو نه انکار باوجود هغۀ ګورنمنټ هاوس پېښور کښې د خدائي خدمتګار ليډرانو سره ملاقات کول غوښتل مونږ ملګري راغونډ شو خپلو کښې مو صلاح مشوره وکړه او دا فېصله وشوه چې د ټولو خدائي خدمتګارو لۀ اړخه زۀ (عبدالغفارخان) جناح صاحب سره ملاقات وکړم. دا شان ما هغوي سره ملاقات وکړو او دوه ګهنټې مو خبرې وکړې. ما د خبرو اترو پۀ دوران کښې دا محسوسه کړه چې د هغوي ملګرو د هغۀ ذهن مفلوج کړے ؤ، ما ورته صفا صفا ووې چې کۀ زۀ مسلمان يم نو زما ټول قوت د هغوي خپل قوت دے او چونکې هغه مسلمان دے ځکه د هغۀ خپل ټول قوت ځان دپاره د طاقت سرچينه ګڼم. پۀ دې خبره هغۀ ماته درخواست وکړو چې مسلم ليګ کښې شامل شم. بيا ما هغوي د خپلو تحفظاتو نه خبر کړل، ماورته ووئيل چې تاسو نه ګېر چاپېره چې کوم خلق دي، هغه دومره خودغرضه دي چې چرته هم د هغوي خپل مفادات تړلي وي نو بيا ستاسو د حکم هم څۀ پروا نۀ کوي حالانکې تاسو ئې نۀ صرف ليډر يئ بلکې ګورنر جنرل هم يئ. جناح صاحب مانه د دې ثبوت وغوښتۀ . ما ورته ووئيل چې هندوانو دلته د کروړونو روپيو جائېدادونه پرېښې دي او دا جائيدادونه مسلم ليګ وخوړل. دا جائېدادونه د پاکستان ملکيت دے خو د دې باوجود دا ليډران حکومت له يوه پېسه ورکولو ته تيار نۀ دي. ما جناح صاحب له دعوت ورکړو چې هغه دې ماته يو داسې اهم ليډر وښائي چا چې پۀ لوټ مار کښې حصه نۀ وي اخستې.

د جناح صاحب پۀ ډير اصرار ما دې خبرې ته غاړه کېښوده چې ټول امور خپلو ملګريو ته وړاندې کړم. د دې نه پس زما پارټۍ خپل اجلاس کښې يو قرار داد منظور کړو پۀ کوم کښې چې وئيلې شوي وو چې مونږ جمهوريت پسند يو او مونږ د ازادۍ او جمهوريت دپاره جدوجهد کړے دے، مونږ د يوې بلې پارټۍ پۀ هدايت خپلې پارټۍ ماتولو ته تيار نۀ يو او بيا د صوبه سرحد نه روانېدو پۀ وخت جناح صاحب، عبدالقيوم خان او سرائے ډي، اېف، ډنډاس ته ټول اختيارات ورکړل چې صورت حال سره مخ شي او هغوي زمونږ تحريک وچقولو.

د حکومت اعتراف :

پۀ کال ۱۹۵۳ء کښې زۀ پۀ جېل کښې وم، مسټر سردار بهادر خان راولپنډۍ جېل ته ماسره ملاقات له راغے. خبرو خبرو کښې هغوي اعتراف وکړو چې حکومت زمونږ پۀ حقله د انصاف نه کار نۀ دے اخستے او صوبه سرحد کښې د مسټر عبدالقيوم خان حکومت د ظلم او تشدد نه کار اخستے دے.

ما ورته ووې چې خدائي خدمتګار پۀ عدم تشدد يقين ساتي او چې چا ورسره هم کړې وي نو د هغوي نه هم د انتقام اخستو کوشش نۀ کوي. ماسردار بهادرخان باندې واضحه کړه چې تر څو پورې حکومت زما او زما د تحريک نه ښۀ پوره مطمئن شوے نۀ وي تر هاغه وخته زۀ د خپلې رهايۍ پۀ حقله هېڅ فکر نۀ لرم. څۀ وخت پس هغوي بيا زما ملاقات له راغلل او وې وئيل چې حکومت زما د رهائۍ فېصله کړې ده. ۱۹۵۴ء کښې جېل نه د راوتو نه پس زۀ سرکټ هاوس راولپنډۍ کښې نظر بند کړے شوم.

ون يونټ :

دغه ورځو کښې پۀ کراچۍ کښې ون يونټ سکيم د بحث موضوع وه. پۀ يو اجلاس کښې چودهري محمد علي، مسټر مشتاق احمد ګورماني، سردار بهادرخان او ملک فېروز خان نُون ماسره ملاقات وکړو او دا کوشش ئې وکړو چې ما د ون يونټ پۀ خوبيانو قائل کړي. سندهـ، بلوچستان او د سرحد اولس سره خبرو اترو نه پس زما دا يقين ؤ چې عوام د دې اقدام دپاره تيار او رضامند نه وو او د طاقت پۀ بنياد ون يونټ فائده مند نۀ ثابتېږي. ما هغوي ته دا هم ووئيل کۀ واقعي تاسو پۀ دې معامله کښې د سنجيدګۍ نه کار اخلئ نو مغربي پاکستان کښې دوه يونټه قائمول پکار دي. هغې کښي دې يو يونټ د پنجاب وي او بل يونټ دې پۀ وړو صوبو مشتمل وي. چودهري محمدعلي ووئيل چې يا خو به ون يونټ جوړېږي يا به موجوده صورت حال برقرار وي.

او چې کله سياسي معاملاتو باندې بحث روان ؤ نو مسټر غلام محمد دې خبرې سره اتفاق وکړو چې حکومت خدائي خدمتګار سره ډېره نا انصافي کړې ده. او د دوي دپاره به دا سلوک هېرول ډېر ګران وي. هغۀ مونږ له دا مشوره راکړه چې مونږ دا تنظيم مات کړو او يوه نوې پارټي جوړه کړو. ما ورته ووې چې دا صحيح حل نۀ دے او بله دا چې يوازې خدائي خدمتګارو سره نه، بلکې ټول پښتون قام سره نا انصافي شوې ده. ددې باوجود ما حکومت له باور ورکړو چې مونږ به دغه خلق معاف کړو بلکې حقيقت خو دا دے چې معاف کړي مو دي. نو اوس دا د حکومت کار دے چې پۀ مينه د خلقو زړونه وګټي او اعتماد پرې وکړي.

ډاکټر خان صاحب ته دا مشوره ورکړې شوه چې حکام ته دې ووائي چې مونږ د حکومت لۀ خوا پۀ عوام باندې اظهار اعتماد له ډېر اهميت ورکوو. او بيا مونږ دا هم معلومول غوښتل چې ايا حکومت پۀ دې ملک کښې مونږ برابر ملګري مني يا مونږ له ادنې حېثيت راکوي چې مونږ همېشه د نورو محکوم پاتې شو. بل مونږ دا هم معلومول غوښتل چې ايا د اختيار خاوندان مونږ خپل مسلمانان وروڼه هم ګڼي کۀ نا؟

ډاکټر خان صاحب ګورنر جنرل له مشوره ورکړه چې ماسره دې نېغ پۀ نېغه مېلاؤ شي خو نورو خلقو ګورنر جنرل له د دې طريق کار برعکس مشوره ورکړه. دا سياسي او ائيني مذاکرې لا روانې وې چې پارلېمنټ کښې بنګالي او پنجابي سياست دانانو کښې دا اختلافات پېدا شول چې ايا د ائين د منظورېدو او پاکستان کښې د جمهوريت د اعلان نه پس به مسټر غلام محمد صدر وي؟

بنګاليانو ووئيل چې د دې فېصله به پۀ مناسب وخت راتلو ،پارلېمنټ کښې د ووټونو پۀ ذريعه کولې شي.

د ډاکټر خان صاحب وزارت :

کله چې نوے وزارت قائم شو نو ډاکټر خان صاحب ته پۀ دې وزارت کښې د شاملېدو دعوت ورکړے شو. زۀ پۀ کابينه کښې د ډاکټرخان صاحب د شرکت حامي نۀ وم. زما خيال دا ؤ چې کۀ هغه پۀ کابينه کښې شامل شي نو د ملک دپاره به ډېر کار ونۀ کړے شي خو د هغوي رائې دا وه چې هغه به نور خلق د ملک پۀ خدمت اماده کړے شي او کۀ ناکامه شو نو مستعفي به شي.

ون يونټ سکيم چې دوباره پېش کړے شو نو زۀ د سردار بهادرخان پۀ کور کښې يو اجلاس ته راوبللے شوم . زما نه علاوه ډاکټرخان صاحب، مېجر جنرل سکندر مرز او سردار عبدالرشيد خان شامل وو. تر څو پورې چې ما ته ياد دي دا فېصله شوې وه چې د ون يونټ نافذ کولو نه مخکښې به د اولس مشوره حاصلولې شي. زۀ مرزا صاحب سره د اجلاس نه بهر راغلم، هغۀ ووې چې مونږ ته ستاسو د مرستې ضرورت دے. ما هغوي ته پۀ جواب کښې ووئيل کۀ چرې تاسو او نورو د اختيار خاوندانو دا منظور کړو نو زۀ هم د مرستې دپاره تيار يم.

دا هم ولولئ

خدائي خدمتګارتحريک او پښتون قومي افسانه – پروفېسر ډاکټر محمد زبېر حسرت

دې مقاله کښې زمونږ غرض د خدائي خدمتګار تحريک د اثر لاندې پښتون قومي افسانې …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.