يو ځاى مې لوستي وو چې د اونې عمر د هغې تنې ته پۀ کتلو معلومېږي. ستا د هديرې چنارونه چې ګورم، لکه چې ډېر کلونه اوښتي دي. اصلاً مې پام شوى نۀ دى، دا وخت درېدلى دى کۀ زۀ پۀ تېر وخت کښې بند پاتې شوى يم؟ پۀ ياد دې دي د خونې د دېوالي ساعت بېټرۍ چې ختمه شوه، تا وئيل مۀ ئې بدلوه. تا وئيل، زۀ او تۀ چې يو ځاى يو، شېبې بايد ودرېږي. ګومان کوم د هغه ساعت غوندې زما لپاره هم لۀ تا وروسته وخت درېدلى دى. هېڅ مې نۀ دې پۀ ياد چې څۀ وخت دى، کومه ورځ ده. هغه ورځ رستورانت ته تللى وم. هغه د سړک پۀ پاى کښې کوچينى رستورانت چې زیړه رڼا ئې ستا خوښه وه. اوس ئې هم پيالې خورا پاکې وې، برېښېدې، د ګوتې پۀ نوک مې ورو ورو وتړنګوله. ستا غوندې پۀ کاچوغه نۀ چې نفر خدمت را وغواړې! ما هسې ستا پۀ ياد کړنګوله. د ګلانو دوکان ته ورغلم. هغه نجلۍ نۀ وه. باور وکړه نۀ وه. ورته ودرېدم، يو برېتور خېټور سړى ورته ولاړ ؤ؛ تندى ئې تريو ؤ لکه چا چې پۀ زور ورته درولى وي. دى چې مې وليد، ګل مې هم وانۀ خست. اوس به بيا تۀ غصه يې چې ولې مې ګل نۀ دى درته راوړى؟ دا به هم وايې چې نجلۍ نۀ وه ځکه مې ګل وانۀ خست. خبره د نجلۍ نۀ وه، د سړي تروه ټنډه وه. ما نۀ غوښتل لۀ قهروړي لاسه د مينې نخښه راواخلم. هو هو! پوهېږم پوهېږم! ته ئې نۀ منې. تا بيا کله زما خبره منله.
ای! ته پوهېږې يو وزرى ژوند بې خونده دى. نۀ پوهېږم ستا به څۀ حال وي، زۀ بې مضمونه شوى يم. غواړم بېرته عادي شم خو نۀ کېږي. اوس به بيا سترګې راوباسې، غصه به يې، وايې به ولې نۀ کېږي؟ دا هر څۀ ستا پۀ لاس کښې دي، ستا مغز دى، هسې نازک يې. ټولې خبرې دې سمې دي خو باور وکړه، نۀ کېږي. هغه ورځ د لندن زړۀ ته ورغلم. پۀ واټ باندې يوۀ سړي وايلون غږاوۀ. تۀ مې سترګو ته ودرېدې. تا اوږې ښورولې، ما درته وئيل مۀ کوه! تا وئيل، تۀ به مې ژوند ته پرې نۀ ږدې. هېڅ پوهه نۀ شوم چې وايلون غږوونکي کومه نغمه غږوله، زما سترګې پرانستې وې خو پټې وې، لۀ تا سره وم – حتٰي پېسې مې د دۀ خولۍ ته وانۀ چولې. اوس به بيا غصه يې چې کنجوس يم! باور وکړه د کنجوسۍ خبره نۀ ده، فکر مې پۀ تا کښې بند ؤ.
د هم دې واټ کفې دې پۀ ياد ده؟ هغه دوېم پوړ کښې د کړکۍ مخ ته چې زۀ او تۀ ناست وو! هغلته لاړم. کپاچينو مې اخستې وه، نجلۍ پرې د زړۀ نخښه جوړه وه. تر هغو مې نۀ ؤ ور پام چې پياله مې شونډو ته نزدې کوله. خندا راغله. بېرته مې کېښوده. لاړم تور چاکلېټي کېک مې هم واخست. مۀ ډارېږه! نۀ مې دى خوړلى. پۀ کولسترولو پام کوم، هسې مې ستا پۀ ياد را واخست. لۀ کېک سره راکړې کاچوغه مې پۀ پياله کښې کېښوده، د زړۀ نخښه مې هغسې ړنګه کړه چې تا يو وخت نړولې وه؛ وئيل دې، دې نجلۍ ولې تا ته د زړۀ نخښه جوړه کړه. خندا راغله. پۀ بل مېز يوه ماشومه لۀ خپلې مور سره ناسته وه، ما ته ئې کتل. کېک مې ورته ونيو. نجلۍ ورته کتل. شايد غوښت ئې خو مور ئې منع کړه. هغوي لۀ هغه ځايه زر پورته شول. نۀ پوهېږم هغې ښځې به د څۀ فکر راته کړى وي.
خو بده خبره رښتيا د دې اوس وه.
دلته هديرې ته راتلم. پۀ اورګاډي کښې سپور وم. يوه نجلۍ مخامخ راته ناسته وه. باور وکړه ما کۀ وئيل تۀ ناسته يې، کټ مټ ستا غوندې وه. دغسې ئې سترګې پۀ رنجو لړلې وې، پۀ زنه ئې يوه دانه راختلې وه. خرمائي وېښتۀ ئې پر اوږو پراتۀ وو. اوږدې نرۍ ګوتې ئې وې، ملا ئې ستا غوندې نرۍ وه، د پوټکي رنګ ئې کټ مټ ستا غوندې ؤ. ورته کتل مې. باور وکړه، نۀ پرې مړېدم. غوښتل مې ور پورته شم، لاس ئې پۀ خپل رغوي کښې ونيسم، پۀ نريو اوږو ئې سر کېږدم، پۀ غاړه ئې ښکول کړم، څټ ئې وګروم. هغه پۀ يوۀ تمځاى کښې ښکته شوه. ورپسې و مې کتل، لۀ تمځي د باندې نه لاړه. هلته بل اورګاډي ته ايساره شوه. ګمان کوم لۀ ما وډاره شوه. ما يو څوک وډار کړل. اخ خدايه! اوس خلق لۀ ما ډارېږي؟ دا نو څۀ حالت دى؟ يعني زۀ واقعاً ډاروونکى يم؟ دا ټول ستا لۀ لاسه. تا ته چا وئيل چې را څخه لاړه شې؟ د دې هديرې خلق تۀ وا ښۀ دي؟
ای! وبخښه! شمع مې هم نۀ ده راوړې. لۀ ما څۀ جوړ شوي؟ نۀ حافظه را پاتې نۀ فکر؛ زۀ بايد عادي حالت ته راستون شم. ډېر وخت تېر شوى، ګوره دا چنار څومره دنګ شوى. هغه دى د هديرې مسئول راغى، چې بيا به څۀ وائي.
‘وبخښئ! وخت پوره شو، بايد دروازې وتړو.’
د پلار کور ته چې تلې، د بس ډرائيور هم دغه خبره کړې وه، ګوره حافظه مې هسې سمه نۀ بولې، ځم. خو ای! ساعت ته بېټرۍ واخلم؟
د ستمبر اتلسمه، 2019، لندن