د خان عبدالولي خان د شخصيت مختلف اړخونه – لياقت سيماب

خان عبدالولي خان د يو ځانګړي شخصيت څښتن دے. کله چې مونږ هغه د يو سياسي لارښود پۀ حېث پۀ سياسي مېدان کښې ګورو نو پۀ دې مېدان کښې د هغۀ شخصيت د نورو نه بيخي جدا ښکاري. دې مېدان کښې کښې کۀ هغه ځان لارښود يا ليډر نۀ ګڼي هم، خو بيا هم هغه لارښود ليدلے کېږي او هغه ځکه چې لارښود هغه وي چې خلق ئې لارښود ومني. لارښود پۀ ارادي او غېر ارادي دواړو توګو باندې د خلقو لارښودنه کوي.

کۀ چرې خان عبدالولي خان مونږ د ليکوالو پۀ مېدان کښې ودروو نو هلته هم هغه لکه د يو تجربه کار ليکوال پۀ حېث مونږ ته لکه د نمر ځلېږي، حالانکې هغۀ ځان ته کله هم ليکوال نۀ دے وئيلے. کۀ چرې خان عبدالولي خان د پارلېمان پۀ چوکۍ ناست وي يا هلته سپيکر ته مخاطب وي نو هغه پۀ دې فورم هم يو ځلېدونکے ستورے ځلېږي او کۀ چرې د سياستدانانو سره ئې پۀ مېز د سياسي مسئلو د خبرو دروان کښې وګورو نو دلته هم هغه د منطق او دليل پۀ طاقت داسې ګويا وينو چې مېز ته ناست ټول ملګري ورته داسې غوږ نيولي ناست وي لکه دے چې د يو پروفېسر د علم ملغلرې شيندي. کله چې خان عبدالولي خان يوې اولسي غونډې ته تقرير کوي نو دلته ئې بيا انداز بيخي جدا وي – يوه يوه خبره ئې د بې تعليمه، کم تعليمه او تعليم يافته حاضرينو ذهنونو ته داسې ور پرېوځي چې بيا کله هم د دوي د ذهنونو نه دغه خبرې نۀ وځي. سياسي اتحادونو کښې د خان عبدالولي خان کردار د پاکستان د سياسي تاريخ يو ځان له باب دے. لنډه دا چې خان عبدالولي خان يو خور وور شخصيت لري. د هغۀ د شخصيت او کردار هر اړخ څېړلو سره به د هغۀ تعليمات او لارښودنه زمونږ د نوي نسل د پاره پۀ هر قدم د لارې مشال وي.

  • خان عبدالولي خان د يو مشر پۀ حېث:

مشري د هر چا د وس کار نۀ دے او نۀ هر هغه کس مشر جوړېدے شي څوک چې ځان پۀ خپله د مشرۍ د پاره پېش کړي او يا د دې خواهش ولري. او نۀ هر هغه څوک د مشرۍ جوګه وي د چا پلار نيکۀ چې مشران تېر شوي دي. مشري کول د الله د طرف نه يو ځانګړے صلاحيت دے چې خاص خاص خلقو ته د انعام يا تحفې پۀ شکل کښې الله پاک ورکړے وي.

وائي چې ‘لال پۀ ايرو کښې نۀ پټېږي’، ليډر يا مشر پۀ خپله ښکاري. افلاطون ډېر پخوا د انسانانو درجه بندي کړې ده، دغه درجه بندۍ کښې د مشرۍ صلاحيت او خصوصيت لرونکي هم پۀ ګوته شوي دي. ټول خلق مشران نۀ شي جوړېدے. کۀ چرې چا پۀ زور يا پۀ خپله خوښه ځان مشر جوړ کړو، يا چا بل قوت څوک د مشرۍ پۀ چوکۍ کښېنولو نو عارضي توګه باندې خو به هغه مشر مشر ښکاري، ولې هغه د مشرۍ کاروان پۀ مخ کله هم نۀ شي بوتلے. هغه به دا کاروان يا خو پۀ خپله پۀ نيمه لار کښې پرېږدي او يا به ئې کاروان د خپلې مشرۍ نه يو طرف ته کړي. دغه قسمه تش پۀ نامه مشران تحريکونو ته زیان رسولے شي. خوشحال خان خټک خپل يو اوږد نظم کښې د “خان” پۀ شکل کښې د مشر د خصوصياتو يوه زړۀ پورې نقشه راکښلې ده چې د افلاطون د فکر تشريح او وضاحت ورته مونږ وئیلے شو. خوشحال بابا هغه سړے “خان” بولي چې د هغۀ ضمير ويښ وي، زړۀ ور وي، مېلمه دوست او د دسترخوان خاوند وي، توره او قلم دواړه ئې پۀ لاس کښې وي.

کۀ مونږ پۀ دغه اصولو د خان عبدالولي خان کردار او شخصيت وڅېړو نو مونږ ته به خان عبدالولي خان يو رښتونے مشر او لارښود وښکاري. دې کښې شک نشته چې د هغۀ پۀ تربيت او زدکړه کښې د هغۀ د پلار “فخرِ افغان” خان عبدالغفار خان غټ لاس دے، مشري د هغۀ پۀ خټه کښې وه؛ د هغۀ رګونو کښې چې کومه وينه ګرځېده؛ هغۀ چې پۀ کوم چاپېرچل کښې سترګې غړولې وې او کوم چاپېرچل کښې چې ئې خړپوسې کړې وې، چرته چې ئې د زلميتوب وينه پۀ غورځنګ شوې وه او چرته چې ئې د الف بې وړومبے سبق زده کړے ؤ؛ هغه ماحول او چاپېرچل کښې “فخرِ افغان” د يو مشر پۀ حېث ولاړ ؤ.

خو پۀ دې ماحول کښې نور خلق هم وو، هغوي ولې لکه د خان عبدالولي خان د مشرۍ خصوصيات نۀ لرل؟ دلته دا حقيقت جوت ښکاري چې د یو انسان زړۀ او ذهن د نورو نه جدا وي. خان عبدالولي خان بيخي د نورو نه جدا مونږ ته ښکاري. د هغۀ د خپلو دوو وروڼو نه هم مونږ ته د بېلو خصوصياتو څښتن ښکاري.

کله چې د مولانا عبدالحميد خان بهاشاني پۀ سرمشرۍ کښې نېشنل عوامي پارټي پۀ نظرياتي بنيادونو دوو برخو کښې تقسيم شوه نو خان عبدالولي خان هم مونږ ته سره د نورو خدائي خدمتګارو او اعتدال-خوښو سياسي کارکنانو د مولانا بهاشاني پۀ بل قطار کښې ښکاري. د مولانا بهاشاني د قطار نه وتونکو سياسي مشرانو کښې ډېر لوي لوي مشران پۀ نظر راځي چې هغوي کښې پروفېسر مظفر احمد، میا محمود علي قصوري، د نېشنل عوامي پارټۍ جنرل سېکرتر عثماني صاحب، ارباب سکندر خان خليل او نور لوړ رتبه مشران شامل دي؛ ولې دوي ټولو پۀ شريکه دا فېصله وکړه چې د نېشنل عوامي پارټۍ مرکزي صدر به خان عبدالولي خان وي. خان عبدالولي خان ته چې د مشرانو د فېصلې ګنګوسې تر غوږه شوې نو د هغه وخت د مشرانو وېنا ده چې پۀ ولي خان خولې راغلې او سکوټ انکار ئې وکړو چې د پارټۍ ستر سېکرتر خو د محمود الحق عثماني صاحب غوندې سياستدان دے، میا محمود علي قصوري پۀ مغربي پاکستان کښې ځانګړے حېثيت لري، زۀ پۀ کښې د کومه راغلم؟ وائي چې ځان ئې يو طرف ته کړو، خو لال پۀ ايرو کښې نۀ پټېږي، خلقو را پېدا کړو. د پېښور پۀ ‘رائل هوټل’ کښې د ټول پاکستان نه راغلو د پاکستان د ټولو قومونو نمائندګانو د صدارت تاج د خان عبدالولي خان پۀ سر سينګار کړو.

خان عبدالولي خان کۀ هر څومره نۀ غوښتل خو د نېشنل عوامي پارټۍ د مشرانو دا پوخ يقين ؤ چې د جمهوريت، انساني حقونو، اولسي انصاف او د محکومو قومونو د ازادۍ دغه کاروان بغېر د خان عبدالولي خان نه بل څوک پۀ مخ نۀ شي بوتلے. عبدالولي خان د کاروان مير شو، ذمه واري ئې پۀ سر واخسته، بسم الله ئې وکړه او هغه څۀ ئې حاصل کړل چې څۀ د نېشنل عوامي پارټۍ غوښتنه وه.

  • د خان عبدالولي خان سياسي بصيرت:

څوک چې د کوم قسم تنظيم مشر وي، بايد چې هغه د هغې تنظيم د مقاصدو او د عمل د دائرې نه نۀ صرف خبر وي بلکې پۀ هغې پوهه هم وي. خان عبدالولي خان د يو سياسي ګوند مشري کوله او دا مشري هغۀ ته د ګوند کارکنانو ځکه پۀ سر کړې وه چې د مشرۍ کولو سره سره ئې سياسي پوهه او بصيرت هم لرلو.

کله چې خان عبدالولي خان د نېشنل عوامي پارټۍ صدر جوړ کړے شو نو دې زمانه کښې پاکستان کښې د فيلډ مارشل محمد ايوب خان فوجي اٰمريت ؤ. د مغربي پاکستان اولس د “ون يونټ” پۀ شکل کښې محکوم کړے شوے ؤ. فطري او تاريخي وحدتونه او صوبې پۀ زور پۀ يوه صوبه کښې ضم کړې شوې وې. ټول پاکستان کښې جمهوري او انساني حقونه د خلقو نه تروړلے شوي وو. پۀ داسې حال کښې د مغربي باکستان د وړو صوبو د خلقو سترګې خان عبدالولي خان ته وې. دغه شان مشرقي پاکستان )موجوده بنګله دېش( هم د خان عبدالولي خان نه طمع لرله چې دوي ته به هغه حقونه وګټي کوم چې ترې فوجي اٰمريت تروړلي دي.

ټول ملک کښې سياسي مبارزه روانه وه. دې مبارزه کښې خان عبدالولي خان د خپل سياسي بصيرت پۀ اساس لکه د نمر ځلېدو. ولي خان د ټول پاکستان د سياسي مشرانو سره مسلسل پۀ رابطه کښې ؤ، ځکه چې دا د هغۀ سياسي کړنلاره وه چې د خپلې نظريې مخکښې بوتلو د پاره د پاکستان نور سياسي قوتونه ځان سره يا خو ملګري کړي او يا لږ تر لږه دې ته ئې تيار کړي چې د نېشنل عوامي پارټۍ مخالفت و نۀ کړي.

دې دوران کښې د پاکستان نورو سياسي ګوندونو د 1956 اساسي قانون (Constitution) پۀ ځاے کول غوښتل چې دغه شان “ون یونټ” پۀ ځاے پاتې شي. بل طرف ته د ذوالفقار علي بهټو پۀ مشرۍ کښې پاکستان پيپلز پارټۍ هم د 1962 د اساسي قانون لاندې صدارتي نظام او “ون يونټ” دواړه پۀ ځاے ساتل غوښتل – خو نېشنل عوامي پارټۍ بيخي دا دواړه نظريې رد کولې. ون یونټ ماتول ئې خپل وړومبے مقصد ګرځولے ؤ او د صدارتي نظام پۀ ځاے ئې پارلېماني نظام کښې د عام اولس او پۀ خصوصي توګه د پښتنو پۀ شمول د وړو صوبو د خلقو او قومونو ژوند ګڼلو.

خان عبدالولي خان د خپل سياسي بصيرت او فکر پۀ اساس خپله نظريه د اولس او ټولو سياسي قوتونو مخکښې کېښوده، يو تحريک ئې وچلولو. د ون يونټ او 1956 د ائين د بحالۍ اوازونو سره سره ئې د ايوب خان د 1962 د ائين پۀ حق له اوازونه دې خپل اواز کښې داسې پټ کړل چې ايوب خان ئې دې ته مجبور کړو چې د سياسي قوتونو سره مذاکرات وکړي. ايوب خان د سياسي ګوندونو ګول مېز کانفرنس (Round Table Conference) را وغوښتو. خان عبدالولي خان ايوب خان دې ته مجبور کړو چې د عوامي ليګ بندي مشر شېخ مجيب الرحمان پۀ عارضي توګه کانفرنس کښې ګډون د پاره ازاد کړي.

دې کانفرنس چې کومې فېصلې وکړې، هغه ټولې د خان عبدالولي خان د مشرۍ لاندې د نېشنل عوامي پارټۍ د منشور برخه وې. نن چې پاکستان کښې کوم وفاقي پارلېماني نظام دے، دا د هغه کانفرنس د فېصلو نتيجه ده. دې نه پس هم خان عبدالولي خان وخت پۀ وخت د خپل سياسي بصيرت مظاهره کړې ده.

پاکستان او افغانستان کښې چې کوم حالات مخې ته راغلي دي، خان عبدالولي خان چې د هغه حالاتو پۀ رڼا کښې کومه سياسي رايې قائمه کړې ده، هغه نن هم خلق ستائي. دا د خان عبدالولي خان سياسي بصيرت ؤ چې کومه پېشګوئي ئې کړې ده، هغه وروستو صحيح ثابته شوې ده. خان عبدالولي خان چې کومه سياسي لاره خپله کړې ده، هغه نېغه او صحيح ثابته شوې. کۀ څوک پۀ هغه لاره نۀ دي تلي نو نقصان ئې موندے دے.

خان عبدالولي خان د 1964 صدارتي انتخاباتو کښې د فاطمه جناح مرسته کړې وه. نن هغه خلق هم د ولي خان د فکر مرسته کوي چا چې د ايوب خان پره او مرسته کړې وه.

د کال 1970 د عامو انتخاباتو پۀ نتيجه کښې چې کوم حالات منځ ته راوستے شوي وو، د هغې پۀ حق له د خان عبدالولي خان دريځ د زمکني حقيقتونو پۀ اساس لکه د نمر ځلېدو. کۀ چرې د ولي خان د دريځ پۀ رڼا کښې د منتخبې قومي اسمبلۍ غونډه رابللې شوې وه نو نۀ به د 1971 جنګ کېدو او نۀ به بنګالي اولس بغاوت کولو او نۀ به پاکستان دوه ټوټې کېدو.

د 1971 د جنګ نه پس د پاکستان او بهارت تر منځه د شملې لوظنامه کښې هم د خان عبدالولي خان د سياسي بصيرت پۀ اساس د هغۀ کردار د تاريخ برخه ده. د دې لوظنامې پۀ نتيجه کښې د بهارت د قېد نه څۀ کم يو لاکهـ فوجيان راپرېښودلے شوي وو. ياده دې وي چې شمله کښې خبرو د پاره ذوالفقار علي بهټو سره غوث بخش بزنجو او ارباب سکندر خان خليل هم ملګري وو چې خان عبدالولي خان ورسره مسلسل رابطه کښې ؤ. مذاکرات ناکامۍ سره مخ وو خو د خان عبد الولي خان بهټو صاحب او اندرا ګاندهي ته ټيليفون کولو سره مذاکرات کامياب شول او قېدي فوجيان ملک ته واپس راستانۀ شول.

د 1973 متفقه اساسي قانون چې د دې ملک خلقو ته يوه درنه تحفه ده، دې ائين جوړلو کښې چې خان عبدالولي خان کوم کردار ادا کړے دے، هغه د پاکستان د سياسي او پارلېماني تاريخ يو ځلنده باب دے.

کله چې افغانستان کښې د سردار داود خان پۀ قيادت کښې د شاه ظاهر شاه بادشاهت نسکور کړے شو او ملک ‘رپبلک’ اعلان شو نو پۀ داسې وخت کښې صرف خان عبدالولي خان ؤ چې دا دريځ ئې وړاندې کړو چې افغانستان کښې جمهوري اصلاحات کول ضروري وو خو د ظاهر شاه بادشاهت د ملي يو والي د علامت پۀ توګه پۀ ځاے ساتل پکار وو؛ اوس به دې سره افغانستان کښې امن او ملي يو والے تالا ترغه شي. هم هغه شان وشوه، د افغانستان حالات د هغې ورځې راهسې معمول ته را نۀ غلل.

افغانستان کښې شوروي فوځونه پراتۀ وو نو دا د خان عبدالولي خان سياسي بصيرت ؤ چې د پاکستان حکومت ته ئې بيا بيا دا مشوره ورکوله چې هلته د جنګ نه لاس پۀ سر شي، جنګيالو ته دې وسله ورکول بند شي، د افغان کډوالو پاکستان ته د راتګ ډاډګيرنه دې نۀ کېږي، دې سره به دا منطقه د يو اوږد جنګ او بې امنۍ سره مخ شي. پۀ دې لړ کښې د خان عبدالولي خان ټولې اندېښنې يو پۀ يو صحيح ثابتې شوې. نن پۀ لکهونو افغانان پاکستان کښې د بې ارزۍ ژوند تېرولو باندې مجبور دي. د هغه وخت د حالاتو سره سم د دغه کډوالو جنګي مقاصدو د پاره وحشيانه استعمال هم وشو. نن هم افغانستان او پاکستان دواړو هېوادونو کښې د يوې اوږدې مودې نه د بې امنۍ اور کښې اولس سوزېږي.

خان عبدالولي خان بيا بيا د پاکستان او افغانستان حکومتونو ته مشوره ورکوله چې داسې حالات دې پېدا کړي چې شوروي )روسي( فوځونه د افغانستان نه پۀ امن ناکه طريقه وځي او کۀ دا حالات دغسې پاتې شول نو روسي فوځونه به پۀ ځاے پاتې وي.

د خان عبدالولي خان موقف دومره دروند او مضبوط ؤ چې د محمد خان جونېجو حکومت ئې دې ته مجبوره کړو چې د افغانستان سره روغه جاړه وکړي. محمد خان جونېجو يو ټول ګونديز کانفرنس (All Parties Conference) را وغوښتو. دې کانفرنس کښې د خان عبدالولي خان دريځ دومره منطقي او پۀ دليلونو ولاړ ؤ چې کانفرنس پۀ يوه خولۀ محمد خان جونېجو ته دا مشوره ورکړه چې د افغانستان سره روغه جاړه راولي او د روسي فوځونو وتلو ته لاره هواره شي. اخر د خان عبدالولي خان سياسي بصيرت رنګ راوړو، جنېوا کښې د پاکستان افغانستان تر منځه یوه لوظنامه لاسليک کړې شوه او د هغې پۀ اساس روسي فوځونه د افغانستان نه د يو نظام الاوقات مطابق ووتل – هغه بله خبره ده چې فوجي اٰمر جنرل ضياء الحق ته دا فېصله منظوره نۀ وه؛ د محمد خان جونېجو حکومت ئې ړنګ کړو او حالات ئې زاړۀ پۀ زاړۀ پرېښودل.

خان عبدالولي خان تل دا دريځ پۀ تکرار سره وړاندې کولو چې افغانستان کښې اصل جنګ د امريکې او روس دے؛ کۀ روس وځي نو امريکه به راځي او نن افغانستان کښې د روسي عسکرو ځاے امريکائي فوځونو نيولے دے. افغانان د دغه جنګ خشاک دي. کۀ چرې د پاکستان واکمنو د خان عبدالولي خان د سياسي بصيرت نه استفاده کړې وه نو نن به د پاکستان او د دې سيمې دا حال نۀ ؤ.

  • خان عبدالولي خان پۀ پارلېمان کښې:

خان عبدالولي خان پۀ وړومبي ځل د کال 1970 د عمومي انتخاباتو پۀ نتيجه کښې د پاکستان د قومي اسمبلۍ او د پښتونخوا د اسمبلۍ غړے منتخب شوے ؤ. دې سره د هغۀ پارلېماني ژوند شروع شوے ؤ. د يو عبوري ائين تر مخه هغه د څۀ مودې د پاره د قومي او صوبائي دواړو اسمبليو غړے ؤ. دواړو اسمبليو کښې د هغۀ خبرې او تقريرونه د پارلېماني تاريخ خصوصي بابونه رقم کوي. ګڼې داسې واقعې دي چې هغه پارلېماني تاريخ کښې خان عبدالولي خان ته خصوصي اهميت ورکوي.

يوه زړۀ پورې واقعه هغه وخت د پښتونخوا اسمبلۍ کښې پۀ 1972 کښې مخې ته راغلې وه چې يوه مذهبي مسئله د هغه وخت د وزير اعليٰ مولانا مفتي محمود او د جماعت اسلامي د غړي ډاکټر يعقوب تر منځه د بحث موضوع جوړه شوې وه. نورو ممبرانو پۀ کښې هم د برخې اخستلو کوشش شروع کړو. دې دوران کښې خان عبدالولي خان پاڅېدو او ډېر پۀ احترام ئې نورو ممبرانو ته عرض وکړو چې دا يوه مذهبي مسئله ده، دواړو غاړو ته عالمان بحث کښې اخته دي، دوي دواړه چې متفق شي نو مونږ به ورسره يو. ممبران پوهه شول – اول پۀ اوچت اواز ممبرانو پړق وهل او بيا پۀ هال کښې خاموشي خوره شوه.

قومي اسمبلۍ کښې د خان عبدالولي خان تقريرونه هوائي او روايتي خبرو باندې نۀ وو بلکې ولي خان به پوره تيارۍ سره اسمبلۍ ته تللو او د اېجنډې پۀ هر اړخ به ئې د کار خبرې کولې. نۀ خو ئې بې ځایه تنقيد پۀ چا کولو او نۀ ئې پۀ چا ذاتي ټکونه د خپل تقرير برخه جوړوله. خان عبدالولي خان قومي اسمبلۍ کشې د مخالفو ګوندونو مشري هم کوله او تل ئې مثبت کردار لوبولے دے. د هغۀ تقريرونه د اسمبلۍ لائبرېرۍ کښې د رېکارډ پۀ توګه پراتۀ دي.

د 1973 اساسي قانون جوړولو کښې د خان عبدالولي خان لاس د خصوصي اهميت وړ دے. نن چې پاکستان يو متفقه ائين لري، دا د خان عبدالولي خان پارلېمان کښې د ځانګړي کردار هنداره ده. د هغۀ تجويزونه او مشورې پۀ ائين کښې موجود دي. هغه وخت چې د هغۀ کوم تجويزونه ائين کښې نۀ وو ځاے شوي، هغهه اتلسم ائيني ترميم کښې شامل شوي، ځکه چې دغه ائيني ترميم هم زياتره د خان عبدالولي خان د تجويزونو پۀ رڼا کښې منځ ته راغلے دے.

پارلېمان کښې د خان عبدالولي خان کردار ځان له څېړنه غواړي. داسې ډېر واقعات د قانون سازۍ دوران کښې منځ ته راغلي دي چې هغې کښې د خان عبدالولي خان پارلېماني کردار جوت ليدے شي.

  • خان عبدالولي خان او سياسي اتحادونه:

پاکستان وجود کښې د راتلو سره د اٰمريت ښکار شوے دے. واکمنو پۀ هره مرحله او پۀ هر کچ د جمهوري قدرونو نه ډډه کړې ده. پکار خو دا وو چې د ازادۍ نه سمدستي پس ئې وړومبۍ توجه د ملک ائين يعني اساسي قانون جوړولو ته ورکړې وه، ولې دې لړ کښې د پاکستان واکمن ناکامه پاتې شول. ملک د اړي ګړي ښکار ؤ. يو حکومت هم مستحکم پاتې نۀ شو. افسر شاهي د حکومت واګې خپلو لاسو کښې اخستې وې، ځکه چې مسلم ليګي مشران د دې جوګه نۀ وو چې دا نوے مملکت وچلولے شي. پۀ 1958 کښې اختيار د سول افسر شاهۍ نه فوجي جرنېلانو واخستلو. شل ګوډ جمهوريت هم د منځه لاړو.

بې د دې بله لاره نۀ وه چې جمهوري سياسي ګوندونه را پاڅي او د فوجي اٰمريت خلاف يوه سياسي مبارزه وکړي. يو ګوند هم پۀ يواځې سر دغه مبارزه نۀ شوه کولې. ضرورت د دې خبرې ؤ چې د همخيال سياسي ګوندونو يو اتحاد جوړ شي چې د اولس د څټ نه د اٰمريت جغ کوز کړي. دې لړ کښې د متحده جمهوري مجلس عمل پۀ نامه يو اتحاد جوړ شو. خان عبدالولي خان دې اتحاد کښې جوت کردار ولوبولو. د ټولو سياسي مشرانو سترګې هم خان عبدالولي خان ته وې. دې اتحاد يوه اوږده مبارزه وکړه او نتيجه کښې ئې ايوب خان مجبور شو چې استعفٰي ورکړي او ملک کښې انتخاباتو ته لاره هواره شوه.

دې نه پس يو ځل بيا ذوالفقار علي بهټو پارلېماني نظام پۀ خپله مرضۍ چلول شروع کړل. خان عبدالولي خان پارلېمان کښې دننه او د پارلېمان نه بهر هم د نورو سياسي ګوندونو سره پۀ ګډه ذو الفقار علي بهټو پۀ جمهوري لاره راوستو د پاره را مخکښې شو.

ذوالفقار علي بهټو پۀ نېشنل عوامي پارټۍ پابندي ولګوله او خان عبدالولي خان ئې سره د نورو ملګرو حېدراباد جېل کښې بندي کړو. مقدمه چلول ئې پرې شروع کړل خو د جېل نه هم هغۀ د ګوند قيادت کولو. هم د هغۀ پۀ مشوره د “قومي اتحاد” پۀ نامه يو سياسي اتحاد جوړ شو. ډېرو خلقو دا اتحاد غېر عوامي ګنلو، ولې خان عبدالولي خان او د هغۀ د جېل او جېل نه بهر ملګرو سره بله لاره نۀ وه – دا اتحاد هم بريالے شو، ولې د يو سازش لاندې د جنرل ضياء الحق پۀ مشرۍ کښې د ملک پۀ مرۍ يو ځل بيا د مارشل لاء خپسه کښېناسته. اوس دغه خپسه پاڅول وو.

يو بل اتحاد د “تحريک برائے بحالئِ جمهوريت” (Movement for the Restoration of Democracy [MRD]) پۀ نامه جوړ شو. خان عبدالولي خان دې اتحاد کښې هم جوته برخه واخسته. کۀ چرې د دې اتحاد نه خان عبدالولي خان بهر پاتې شوے وے نو دې اتحاد به خپل مقصد بائيللے ؤ.

خان عبدالولي خان چې کومو اتحادونو کښې کردار ادا کړے دے، د هغې بنيادي مقصد د جمهوريت بحالي وه – ولې ورسره ورسره ئې اتحاد کښې شامل ګوندونه د صوبائي خود مختارۍ او ازادې خارجه پاليسۍ د خپلولو د اهميت نه هم خبرول. کۀ چرې مونږ د حالاتو جاج واخلو نو مونږ ته به دا حقيقت ښکاره شي چې اصل کښې د دغه ذکر شوو سياسي اتحادونو جوړولو کوششونه هم د خان عبدالولي خان وو – خو سياسي اتحادونه د يو ګوند پۀ منشور مبني نۀ وي، دا اتحادونه پۀ ورکړه راکړه جوړېږي. خان عبدالولي خان ټولو اتحادونو کښې د پښتنو او نورو محکومو قامونو مفادات همېشه پۀ نظر کښې ساتلي دي. د ون يونټ ماتولو پۀ لړ کښې ماحول جوړول د خان عبدالولي خان لويه او تاريخي کاميابي ده.

  • خان عبدالولي خان او جمهوري رويه:

خان عبدالولي خان د پارلېماني جمهوريت زبردست مرستيال ؤ. دا ځکه چې د پارلېماني جمهوريت نه پرته بل بهتر جمهوريت نشته.

د خان عبدالولي خان پۀ جمهوريت دومره پوخ يقين ؤ چې هغۀ کله د قومي اسمبلۍ انتخابات بائيلل نو د پارلېماني سياست نه ئې ځان يوې خوا ته کړو او بيا ئې کله هم انتخاباتو کښې برخه وا نۀ خسته – بلکې د پارټۍ د صدارت نه ئې هم ځان يوې خوا ته کړو. هغۀ ټول عمر د جمهوريت د ودې د پاره مبارزه کړې ده، خپل ټول صلاحيتونه ئې د جمهوريت د پاره پۀ کار راوستي دي.

کله چې ميا محمد نواز شريف 1997 کښې انتخابات وګټل نو ولي باغ ته د عوامي نېشنل پارټۍ سره پښتونخوا کښې شريک حکومت جوړولو د پاره لاړو. د حکومت جوړولو د پاره مذاکراتو کښې خو خان عبدالولي خان زيات سرګرم نۀ ښکارېدو، ولې د يو ناظر (Observer) پۀ حېث د خبرو دوران کښې ناست ؤ. خبرو اترو کښې زيات فعال محترم اجمل خټک، بېګم نسيم ولي خان او فريد طوفان وو، ځکه چې دوي د پارټۍ باقاعده عهدېدار وو. دا وه د خان عبدالولي خان جمهوريت خوښي او اصول پسندي.

کله چې مذاکرات سر ته ورسېدل نو ميا محمد نواز شريف ته خان عبدالولي خان مشوره ورکړه چې سندهـ صوبه کښې پاکستان پيپلز پارټي صوبائي اسمبلۍ کښې اکثريت لري، پيپلز پارټۍ ته موقع ورکړه چې حکومت جوړ کړي؛ خو ميا نواز شريف دې مشورې منلو نه معذرت وکړو. دا وه د خان عبدالولي خان جمهوريت خوښي او د نواز شريف ضد او کينه – حالانکې د ذوالفقار علي بهټو د واکمنۍ پۀ ورځو کښې چې څومره زياتے خان عبدالولي خان، د هغۀ خاندان او د هغۀ د ګوند کارکنانو او ليډرانو سره شوے ؤ، هغه د پاکستان د سياسي تاريخ يو تور باب او پۀ پيپلز پارټۍ يو پوخ داغ دے. خان عبدالولي خان د جمهوريت پۀ خاطر دا هر څۀ هېر خو نۀ کړل، ولې معاف ئې کړل. د دغه جذباتو څرګندونه هغۀ محترمې بېنظير بهټو ته پۀ مخامخ هم کړې وه.

خان عبدالولي خان پۀ جمهوريت دومره مئين ؤ چې جنرل ضياء الحق ورته د وزير اعظم جوړېدو پېشکش وکړو نو هغۀ دې الفاظو سره دغه پېشکش رد کړو چې “دا حق د خلقو دے چې ځان له وزير اعظم خوښ کړي.”

د خان عبدالولي خان ژوند دومره هر اړخيز دے چې ډېر څۀ پرې ليکلے کېدے شي خو پوره پوره څېړنه غواړي.

زۀ دلته دا وضاحت کول غواړم چې خان عبدالولي خان د پښتونخوا، د دې منطقې يا د دنيا يواځينے شخصيت نۀ دے چې ذکر شوي خصوصيات لري، خو د خپل وخت د دۀ برابر سياسي مشرانو کښې ډېر کم د دۀ د سياسي قد سيالي کولې شي. ځنګل د زمرو نه خالي نۀ وي، نور هم ډېر سياسي مشران او کشران د خان عبدالولي خان غوندې خصوصيات لرلے شي خو خان عبدالولي خان د یو لوړ سياسي مشر پۀ حېث ښکاره ولاړ ؤ.

 

دا هم ولولئ

پۀ خبر زما نظر – لیاقت سیماب

قبائلي سیمو کښې ائیني اصلاحات پۀ اتۀ ویشتمه مۍ 2018 د وفاق د انتظام لاندې …