د افغان بربادۍ څلوېښت کاله – رؤف يوسفزے

د 2019 د دسمبر اووۀ ويشتم تاريخ باندې د افغان جنګ څلوېښت کاله پوره شو. پۀ دې وخت کښې پۀ لکهونو خلق ووژلے شو. پۀ افغان زمکه سړک، سکول، هسپتال او کتابتون د بارودو پۀ برکت پۀ ايرو کښې باد شو. د دې نه علاوه پۀ لکهونو خلقو خپل سرونه بچ کولو د پاره د […]

د نوابزاده صبح صادق شاعري او قلمي مبارزه – پروفېسر عزيز قرېشي

ټېرے پۀ ادبي نړۍ کښې ځان ته يو جوت مقام لري. دلته د خوشحال خان خټک اولاد د اکوړه خېلو پۀ نوم ځان ته يوه بېله محله لري. د دغې کورنۍ چشم و چراغ نوابزاده صبح صادق چې شجره ئې خان علين مکان سره پۀ لسم پشت کښې ملاوېږي او صادق صاحب ډېر پۀ وياړ […]

ولي خان بابر: رښتيا ويونکی شهيد ژورنالست (نهم تلين) – نور محمد بابر

پښتانۀ وائي، عمر دې ډېر شه خو تر کومې؟ کۀ څوک ډېر هم وپائي، خو تېر پۀ اخره د مرګ ورځ ټاکلې ده. قران کښې هم الله پاک فرمائي، )مفهوم( “هر ژوندی به د مرګ خوند خامخا ويني، هېڅ څوک لۀ مرګه نۀ شي پاتې کېدی.” پۀ دې نړۍ کښې څۀ داسې انسانان هم شته […]

خط: د دسمبر 2019 اداريه: يو څو تحفظات – “پښتون”

ساړو شاه، مردان څوارلسم دسمبر، 2019 محترم چيف ايډيټر صاحب! السلام علېکم. د دسمبر “پښتون” رساله مې مردان کښې واخسته. زۀ د “پښتون” مستقل لوستونکے يم او د اداريې نه تر اخرۍ پاڼې ئې ټوله لولم خو دا ځل مې پۀ سټال د پاسه اداريې ته پام شو!!! د اداريې اوږد عنوان ؤ “کککککک” او […]

ابو العجائب – ګل محمد بېتاب

پخوا به خلقو مشر ته لالا، کاکا او ماما وغېره وئيل خو اوس هر د پوخ عمر سړي او بيا چې ږيره ئې پرېښې وي، ته ‘حاجي صاحب’ وائي. زما خپله چا ته ‘حاجي صاحب’ وئيل او ليکل ډېر خوښ نۀ وي، ولې چې د صحابه کرامو نه راواخله تر ډېرې زمانې د چا د […]

ژبه، ژبپوهنه او د پښتو املاء – بېدار اصلزے

پښتو املاء د خپل معلوم تاريخ تر مخه چې کله نه پۀ عربي سکرپټ کښې وليکلې شوه نو د هغه وخت نه پۀ دې کښې د رايو غبرګون هم ښکاره شوے دے. اوس يو خوا د ژبې لا محدوده فطرت داسې دے چې يوه رايه پۀ کښې پۀ بشپړه توګه نۀ شي منلې نو بل […]

“مشرقي پاکستان”، “بلوچستان” او خان عبدالولي خان – ډاکټر محمد صادق ژړک

خان عبدالولي خان د پښتون قامي تحريک هغه مخکښ ؤ چې د خپلې پوهې او ځيرکتيا پۀ زور ئې د سيمې او نړيوالې کچې بدلونونه پۀ پام کښې نيول او نۀ يواځې ئې خپل قام د استعماري قوتونو لۀ منګولو څخه ژغورلو، بلکې د سيمې د نورو محکومو قامونو پۀ ازادۍ او ويښتابه کښې ئې […]

د خان عبدالولي خان د شخصيت مختلف اړخونه – لياقت سيماب

خان عبدالولي خان د يو ځانګړي شخصيت څښتن دے. کله چې مونږ هغه د يو سياسي لارښود پۀ حېث پۀ سياسي مېدان کښې ګورو نو پۀ دې مېدان کښې د هغۀ شخصيت د نورو نه بيخي جدا ښکاري. دې مېدان کښې کښې کۀ هغه ځان لارښود يا ليډر نۀ ګڼي هم، خو بيا هم هغه […]

“تېر شۀ دوران” (محمد اسحاق بهټي) – ژباړن: م ر شفق

مولانا محمد اسحاق بهټي يو عالم فاضل شخصيت او ملنګ دروېش انسان ؤ. علمي او ادبي کارنامې ئې د پنځوسو نه زياتو چاپ شوو کتابونو کښې محفوظ دي. دغو کښې “فقهائے هند” )لس جلدونه(، “نقوش رفته”، “هفته اقليم”، “کاروان سلف”، “اسلام کى بيټياں” “قافلۀ حديث” او “گزرگئی گزراں” هم شامل دي. دا ليکنه “تېر شۀ […]

ولي خان او د افغانستان ثور انقلاب – ډاکټر فضل الرحيم مروت

امیر عبدالرحمان خان (1901-1880) د افغانستان زيرک او قوي باچا خپل راتلونکي نسل او اولاد ته څۀ دا شان نصيحت کړے دے، “…..دا ډېره ضروري ده چې هر يو حاکم )باچا( د بېلابېلو هېوادونو د طرز حکومت مطالعه وکړي او دا ټول پۀ نظر کښې وساتي…. خو پۀ نتيجه ګرۍ کښې به تادۍ کښې ټوپ […]