سلمان حېدر د “پښتون” پۀ نامه دا خط را لېږلے دے. هغه يو زلمے دے او د پارټۍ د ادنٰي کارکن کېدو دعويٰ ئې لرلې ده. د عوامي نېشنل پارټۍ هر کارکن ځان ته هم دغسې ادنٰي کارکن وائي او زۀ ورته د پښتو ټپې پۀ شونډو شوې دغه دعا کښې ګورم چې:
خداے دې سپوږمۍ کړه باچا خانه!
چې سُور پوشان درپسې ستوري وخېژينه
دا سور پوشان ستوري دي – ستوري ځکه دي چې د باچا خان د بېرغ سره د وابستګۍ دعويٰ د هوټل پۀ لاونج کښې او د پرېس کلب مخې ته فټپاتهـ باندې اسانه وي، د جلسې، جلوس او سياست مېدان کښې دا بېرغ اوچت ساتل د باچا خان د “سپين ملنګ”، د باچا خان د “فضل حميد داوړ” او د باچا خان د “بشير بلور” پۀ شان زړۀ، جرأت او مړانه غواړي.
سلمان حېدر او د دۀ غوندې يو شمېر زلمي چې فکري او عملي توګه باندې سرۀ نېشنليان دي، خو مزاج ئې پاپولر او وقتي سياسي جذباتيت داسې خپله ولقه کښې اخستے چې “پردي سوالونه” د خپل طرف نه کوي. د “باجوه” او “مشرف” سره تړلې يوه خبره زۀ د دې کرښو اخره کښې کوم او ممکنه ده چې سلمان ومني چې “سوالونه پردي دي”. زۀ د تېرې يوې مودې نه دا ضرورت محسوسوم چې پۀ دې بايد خبره وشي. خبره داسې نۀ ده چې نۀ کېږي، د “پښتون” ليکنو کښې، د مشرانو تقريرونو، پرېس کانفرنسونو او پرېس ريليزونو کښې خبره کېږي، خو زمونږ سياست د فکري او نظرياتي سټرکچر سره يو خاص اېتهيکل کوډ هم لري او د دغه کوډ پاملرنه کښې کله کله خبره لرې لاړه شي. تحريکونه پۀ پروفېشنلسټۍ او اېډهاکزم نۀ چلېږي، پروفېشنلسټي او اېډهاکزم پۀ “چلتا هے” چلېږي، “پۀ کار روان دے” روان وي او د کاميابۍ پېمانه ئې د ټوېټر او پېج فالورشپ زياتول وي. کار پۀ خبره رسولو او خبره پوهولو کېږي – کۀ چا کله هم څۀ خبره رالېږلې ده، “پښتون” پرې د خپلې رايې اظهار کښې سرپه نۀ ده کړې – بيا به هم نۀ کوي. د سلمان حېدر غوندې زلمي يا نور ملګري به مونږ له دا يو حق راکوي چې سره د ټولې “نېشنلۍ خپلوۍ”، د پردي سوال ځواب به د پرديتوب مخاطبه او لهجه کښې وي.
محترم چيف ايډيټر صاحب! سلامونه او نېکې هيلې قبولې کړئ.
د باچا خان بابا د قافلې د يو ادنٰي سپاهي او د عوامي نېشنل ګوند د يو ادنٰي کارکن پۀ حېث زما پۀ ذهن کښې يو څو سوالونه دي او د هغې تپوس د “باچا خان مرکز” او د ګوند د مشرانو نه کول غواړم. خولۀ مې نۀ جوړېږي خو ضمير مجبور کړے يم؛ پۀ دې هيله ئې تاسو سره شريکوم چې پۀ “پښتون” کښې ورته ځاے ورکړئ او تفصيلي ځوابونه به هم ورسره پۀ دې مجله کښې چاپ کړئ.
هغه پوښتنې چې زما پۀ ذهن کښې دي او زما ضمير زۀ د دې پۀ کولو مجبور کړم، دا دي:
- افراسياب خټک صاحب، محترمه بشريٰ ګوهر، لطيف اپريدے لالا او ستاره اياز لۀ ګونده ولې وويستل شول؟ کۀ هغوي څۀ غلطي کړې وي نو څۀ دومره غټه خبره خو نۀ وه، بايد لږه نرمه رويه د هغوي سره شوې وے او د دې دومره لويې قامي سرمايې نه به لږ وخت کښې لاس نۀ وے وينځل شوے – او يا، تاسو د هغوي د پخلاينې څۀ هڅه کړې کۀ نه؟ کۀ نور مو ترې زړۀ صبر دے او د هغوي نور پۀ ګوند کښې ځاے نشته؟
- څلورم ځل دے چې پۀ “پښتون” کښې تاسو پۀ پښتونخوا کښې د “مارشل لاء” ماتم هم کوئ او وايئ چې #ANPRejectsAACP – نو زۀ دا وايم چې دا بِل )د پښتنو د ذلت بِل( تاسو يعني اے اېن پي او پيپلز ګوند پۀ مخلوط حکومت کښې د اسمبلۍ نه ولې پاس کولو؟ د دې مخالفت مو ولې نۀ کولو؟ فوج ته مو د مارشل لاء اختيار ولې ورکولو؟ د پښتنو وسائل مو “د تور ښامار پۀ خولۀ کښې” ولې ورکول؟ د قبائلي پښتنو کورونه مو ولې بې پړدې کول او د هغوي ازادي مو ولې تروړله؟ فوج ته دا دومره اختيار تاسو )پښتنو( پۀ خپله نۀ دے ورکړے؟ او ښاغلي اېمل ولي خان چې د دې ارډيننس پۀ کورټ کښې د چېلنج کولو خبره کړې وه، نو ایا هغۀ داسې کړي دي او کۀ نه؟
- د “پښتون ژغورنې غورځنګ” باره کښې ستاسو )يعني زمونږ د ګوند( بد اعتمادۍ ولې دي؟ ایا د هغوي غوښتنې د پښتنو غوښتنې نۀ دي؟ هغوي د باچا خان د فلسفې پېروکاران نۀ دي؟ او کۀ دي نو بيا تاسو هغوي پۀ اعتماد کښې د اخستو هڅه ولې نۀ کوي؟ پښتانۀ يو کول نۀ غواړي چې نظريه يوه وي او تحريکونه جدا جدا؟
- د اٰرمي اېکټ پۀ باره کښې زمونږ د ګوند څۀ رايه وه؟ ایا تاسو هم لکه د مسلم ليګو د پيپلز ګوند د دې حمايت وکړو او کۀ نۀ دا مو و نۀ منلو او مخالفت مو وکړو؟ کۀ حمايت مو کړے وي نو ولې؟ دا ستاو پۀ جمهوريت پسندۍ سواليه نخښې نۀ دي؟ ایا دا د پشتنو د ازلي دښمنانو ښکاره مرسته نۀ ده؟ دا اٰرمي ډکټېټرشپ قبلول نۀ دي؟ ځکه خو ئې پي ټي اېم، جے يو اٰئي او جے اٰئي مخالفت وکړو.
هيله چې تاسو به ورته پۀ “پښتون” کښې سره د ځوابونو ځاے ورکړئ.
ستاسو مخلص او د اے اېن پي کارکن
سلېمان حېدر، ضلع شانګله
ګران سلمان حېدره!
تا د خط شروع “د باچا خان د قافلې د يو ادنٰي سپاهي” او “د عوامي نېشنل ګوند د يو ادنٰي کارکن” د دعوې نه کړې ده او بيا ډېر پۀ اسانه دې ځان ډډې ته کړے دے او پۀ “تاسو داسې کړي، تاسو داسې وئيلي، ولې مو داسې وکړي، ولې مو داسې وئيلي” دې ځان د غېر جانبدارۍ غونډۍ ته خېژولے دے – زۀ د عوامي نېشنل پارټۍ د نمائنده تاريخي مجلې “پښتون” د مشر پۀ حېث دومره پۀ اسانه تا له دا حق نۀ درکوم چې تۀ دې د خپلو مغالطو سره د غېر جانبدارۍ پۀ غونډۍ ناست پاتې شې؛ تۀ به را کوزېږې او د کومې دعوې سره چې دې دغه خط شروع کړے دے، هغې دعوې سره به ودرېږې. دغه سوالونه، د سوالونو لهجه او د سوالونو مطلب چې د چا دے، هغه زۀ پېژنم – دغه سوالونه، لهجه او د سوالونو مطلب “د باچا خان د قافلې د يو ادنٰي سپاهي” او “د عوامي نېشنل ګوند د يو ادنٰي کارکن” نۀ دي – دا political fallacies دي – د چا کار به تورول وي، زمونږ کار سپينول دي. وار پۀ وار درنه ځارېږم:
- تا چې د کومومشرانو نامې اخستې دي، زۀ دې ډېر حېران کړم چې د هغوي د ګوند نه د ويستلو سبب دې هم پوښتلے دے، دې ته تجاهلِ عارفانه وائي!!! “څۀ غټه خبره خو نۀ وه”، “لږه نرمه رويه”، “قامي سرمايې نه لاس وينځل”، د پخلاينې څۀ هڅه”، “زړۀ صبرول” – عجيبه لفظونه دې نۀ دي راوړي؟ پۀ سياسي ګوند کښې، او هغه هم چې د سل کلن تحريک د وراثت دعويٰ لري، نظريه هم دومره مهمه او وړومبۍ وي، څومره چې تنظيم وي – د تنظيم ساخت او د تنظيم ائين، منشور او شريکې فېصلې تر هر څۀ وړومبي وي – ستا يادې کړې نامې پۀ هره حواله پرون هم د احترام وړ وې او نن هم د احترام وړ دي. د خټک صاحب او بشريٰ بي بي رکنيت “معطل” دے او هغه به د ائين رڼا کښې فېصله کېږي. د لطيف لالا او ستارې بي بي مسئله تنظيمي ده او د دواړو خلاف شکايتونه د ځائي تنظيمونو مشرانو مخې ته راوړي دي، صوبائي تنظيم پرې کاروائي کړې ده، د سپيناوي موقع ئې ورکړې ده او هغې نه پس فېصله شوې ده. ډسپلن پۀ هر څۀ او هر چا بالا دے.
تا ليکلي چې “کۀ هغوي څۀ غلطي کړې وي نو څۀ دومره غټه خبره خو نۀ وه، بايد لږه نرمه رويه د هغوي سره شوې وے”، دا خبره خو ستا ډېره “غېر تنظيمي” رويه ښکاره کوي!!! د سياسي حرکت بنياد “تنظيم” دے او کۀ څوک تنظيم باندې پښه ږدي نو دا د سياسي حرکت بنياد دڼې وڼې کوي، دا به څنګه غټه خبره نۀ وي؟؟؟ تر څو چې د پخلاينې کوشش دے نو د دې ائيني لار د شوکاز نوټس شکل کښې وي – شوکاز نوټس جاري شي، د شوکاز نوټس جواب وشي، کمېټي ئې وګوري او فېصله پرې وکړي. د تنظيم د فېصلې نه پس يا خو دغه کس د نظرثانۍ اپيل وکړي يا پۀ غېر مشروطه توګه د خپلې غلطۍ اعتراف وکړي او بيا د خپل تحريک خپل ګوند غړے شي. کۀ داسې نۀ کوي نو دا د شخص خپله فېصله وي. دې کښې د زړۀ د صبرولو او پۀ ګوند کښې د نور نۀ ځاے کېدو شاعرانه او وکيلانه لفظيات نۀ وي. هر څوک چې د ګوند د تنظيم او شريکې فېصلې سره ځي، هغه د ګوند سرمايه ده – کۀ نۀ ځي، بيا سرمايه نۀ وي.
د پارټۍ دا روايت پاتې شوے دے چې کۀ څوک ترې تللي، وتلي يا ويستے شوي دي او هر څنګه يا هر څومره مخالفت ئې کړے دے، د باچا خان مرکز او د ولي باغ دروازې ورته پرانستې پرتې وي. مثالونه ئې شته، وګوره!!!
- دا چې اوس تۀ “پښتون” لولې، پۀ پينځم ځل به دغه چې تا ورته “ماتم” وئيلي، ووينې – فوج له د اختيار ورکولو کښې د اے اېن پي پۀ کردار به تۀ لږ وضاحت کوې، مونږ دعويٰ لرو چې مونږ د ادارو د ائيني اختيار او ذمه واريو نه کله هم د زياتي کردار ملاتړ نۀ دے کړے، نۀ مو غوښتنه کړې ده. بِل چې څنګه پاس شوے، زمونږ د پارلېماني ليډر سردار حسېن بابک بيان، زمونږ د صوبائي او مرکزي مشرانو بيانونه، ټويټونه او انټرويوز پرې پۀ رېکارډ دي.
دا تۀ کومه خبره کوې د ښاپېرو د باغ مالياره! چې “د قبائلي پښتنو کورونه مو ولې بې پړدې کول او د هغوي ازادي مو ولې تروړله؟” – پښتانۀ د “قبائلي” او “ازاد قبائل” پۀ نامه تر ټولو زيات د جبر او استبداد تر لاندې ساتلے شوي دي. مونږ يوه سياسي هڅه کړې ده چې دغه “قبائلي” او “ازاد قبائل” حېثيت ختم کړو او د خپلې خبرې کولو، وکيل، وکالت او سياست کولو ازادي ورله وګټو. د باچا خان دغه ارمان د پاره د باچا خان بچو يواځې غږ او مبارزه کوله، حالات دې نهج له راغلل چې د پاکستان بچي هم اوس د دې کرېډټ اخلي خو تاريخ ګواه دے چې کوم پاکستان “پښتونخوا” نامه نۀ زغمله، د “فاټا ادغام” ئې څنګه ومنلو؟
تا دا لطيفه هم کړې ده چې “فوج ته دا دومره اختيار تاسو پۀ خپله نۀ دے ورکړے؟” – يعني مونږ يا بل کوم سياسي ګوند فوج ته د اختيار ورکولو مجاز هم دے؟ د سياسي ګوندونو هدف د پارلېمان سپرمېسي وه، ده او پکار ده چې بيا هم وي.
اېمل ولي خان چې کوم اعلان کړے دے، هغه د اېن جي او د يو مشر يا د کوم وقتي تحريک د يو فيوچر سټراټيژي کنوېنئیر اعلان نۀ دے – هغه د يو سياسي ګوند د صوبائي مشر اعلان دے. عدالت ته تګ نه وړاندې پارلېماني ذمه وارۍ پوره کول دي، اولسي ذمه وارۍ پوره کول دي – تاسو دا ګڼئ چې هغه به لکه د يو فرد چې هېڅ قامي او سياسي ذمه واري نۀ لري، عدالت ته ځي او غاړه به ئې خلاصه شي؟ نه! زۀ چې څومره خبر يم، پارلېماني ذمه وارۍ پارلېماني ليډر او د پارلېمان غړو تر يوۀ ځايه رسولې دي، ضلعي تنظيمونه هم پرې کار کوي او چې موزون وخت راشي نو عدالت ته د تګ اعلان به هم پۀ ځاے شي. البته، يو څوک دې دا باتۍ د غوږ نه وباسي چې عوامي نېشنل پارټي به د پښتنو مسائلو نه يوې لحظې د پاره هم لا تعلقه پاتې شي. نۀ شي.
- د پي ټي اېم پۀ حقله چې تا د “بد اعتمادۍ” کوم لفظ استعمال کړے دے، دا غېر محتاط لفظ دے. د پي ټي اېم غوښتنې د عوامي نېشنل پارټۍ د منشور برخه ده. پۀ کومه نکته يا کومه خبره د اختلاف څرګندول بد اعتمادي نۀ وي. عوامي نېشنل پارټۍ پۀ لسم مارچ “پښتون قامي جرګه” رابللې ده او دا موجوده حالاتو ته د عوامي نېشنل پارټۍ ردعمل دے. د پي ټي اېم د قيادت لۀ خوا د دې حمايت شوے دے. ځينې خلک به خپل ترخونه بويوي، مونږ به د شريکې ناستې، خبرې کولو او شريک موقف خپلولو د پاره مواقع پېدا کوو. عوامي نېشل ګوند د يو مشر تحريک پۀ حېث دغه ذمه واري پوره کړه.
- د اٰرمي اېکټ چا مخالفت وکړو، چا حمايت وکړو، د مخالفت او د حمايت د اثر دائره څومره وه او شدت څومره؟ دغه بحث صرف پۀ دې ټکو کښې وايم چې اٰرمي اېکټ اصل کښې د اٰرمي چيف د تقرر او د هغۀ مدت ملازمت کښې توسيع د پاره يو قانون ؤ او دغه قانون پارلېمان ته راوړے شوے ؤ. د پارلېمان سياست کوونکو ته حق حاصل ؤ چې مخالفت يا حمايت ئې وکړي، ووټ ورکړي يا ووټ ور نۀ کړي، مثبت يا منفي ئې وګڼي – سياسي ګوندونو د خپل دانش او منشور رڼا کښې چې څۀ هم کړي دي، عوامي نېشنل پارټۍ ئې پارلېمان ته د راوړو حمايت کړے خو ووټ ئې نۀ دے ورکړے.
تا ئې اګرچې دې خط کښې ذکر نۀ دے کړے، د جنرل مشرف د پاره د سپريم کورټ نه د اعلان شوې سزا حمايت صرف او صرف عوامي نېشنل پارټۍ کړے ؤ، نورو پارټيو او تحريکونو بيا درې ورځې پس خولې سپړدې وې. دغه سزا کښې د درې ورځو پۀ چوک کښې د ځوړندلو مخالفت ئې کړے ؤ. تا ځکه دې خط کښې ذکر نۀ دے کړے چې خلک کومې خبرې کوي، هغو کښې د مشرف د سزا خبره باندې څوک خبره نۀ کوي، ستا ورته ځکه پام شوے نۀ دے!!! توده سودا توده وي.
ګران سلمان حېدره!
د خپلو خبرو پۀ نکتو کښې د راوړلو پۀ وخت تۀ يو اړخ ته شوے يې او د عوامي نېشنل پارټۍ نه دې تپوسونه داسې کړي چې پۀ لا شعوري توګه لکه چې تۀ د عوامي نېشنل پارټۍ حصه نۀ يې، “درېمګړے” څوک يې!!! دا سوالونه هغه خلک اوچتوي چې نۀ سياسي منظر لري، نۀ نظر او نۀ پس منظر – د قامي تحريک خلاف باقاعده دياړي کوي، جذباتيت خوروي او يوه خبره ونيسي، هغه خبره نيمه کښې پرېږدي، بله خبره ونيسي، هغه بله خبره هم نيمه کښې پرېږدي او دغسې خپل کېرئير مخ پۀ وړاندې بوځي. د دوي يواځې او يواځې هدف د قامي تحريک مشکوک کول وي، دې ته به ئې نۀ پرېږدو. اخلاقي کوډ به هم نظر کښې ساتو او د ځواب حق چې محفوظ دے، د هغې استعمال به هم کوو.
د “پښتون” د دسمبر، جنورۍ او د دې مياشت اداريې هم ضمناً ولوله. “پښتون”
فروري، 2020