د انجمن اصلاح الافاغنه کليز راپور (دوېمه او اخرۍ برخه) – ډاکټر سهېل خان

اِن هٰذا صراطي مستقيماً فاتّبعوه و لا تتّبع السبل فتفرق بکم عن سبيله ذٰلکم وصّٰکم به لعلکم تتقون.

……. د انجمن د فعاليت کار د هغې د ممبرانو پۀ قابليت او د هغوي د کار د نوعيت پۀ واقعيت وي. پۀ دې انجمن کښې کۀ څۀ کمے وي، هغه پۀ نخښه کول د واقف کارو او د تجربه کارو کسانو دے. مونږ داسې بدقسمته قوم يو چې مونږ کښې اول خو د داسې خلقو قحط دے او کۀ خال خال چرته پېدا هم شي، د هغوي قابليت او وخت پۀ غېر قوم لکه د مويونو خرڅېږي.

پۀ ځاے د دې چې قوم د هغوي نه د څۀ خېر اميد ولري، الټا خپل ملک او قوم ته نقصان رسوي. دويم مشکل د مال کمے دے، ولې چې هېڅ کار پۀ دنيا کښې بغېر د مالي قربانۍ نه نۀ شي کېدے. اګرچې د انجمن موجوده مالي حالت کمزورے نۀ دے، د خداے فضل دے، څومره کار چې موجوده وخت کښې د انجمن پۀ لاس کښې دے، د هغې د پاره د موجوده ذمه وارو ممبرانو ايثار او فياضي کافي ده؛ مګر د انجمن مقصد د اتمانزو لا د څو ملحقه مدرسو پورې محدود نۀ دے – د انجمن مقصد د موجوده عملي کار نه چې تاسو ئې وينئ، ډېر لوے دے، پۀ شرط د دې کۀ قوم چرې خپله بيماري او کمزوري محسوس کړي او پۀ انجمن باندې اعتبار وکړي چې واقعي دا زمونږ د اصلاح او د ترقۍ او د بهبود پۀ غرض جوړ شوے دے او د دې کارکنان پۀ نېک نيتۍ دي، نو ډېر ممکن ده چې د انجمن دا کمي هم پوره شي او بيا انجمن پۀ مضبوط قدم سره مخکښې خپل اصلي مقصد ته قدم کېږدي.

درېم مشکل د انجمن د کار نه د بعضې خلقو بې خبري او عدم احساس او بې ځايه شکوک او شکايات دي. بغېر د څۀ پوښتنې، د انجمن متعلق غلط ګمانونه چلوي چې هغه د انجمن څۀ چې د قوم پۀ ترقۍ کښې مشکلات پېښوي. بايده دي چې د کومو صاحبانو د انجمن د کارګزارۍ متعلق څۀ شکايت يا څۀ شک پېدا شي نو د هغوي پۀ خدمت کښې دا التماس دے چې قبل د دې نه چې هغوي خپل ځان پرېشان کړي او د انجمن متعلق د هغوي بدظني پېدا کړي، هغوي خپل شکوک د ممبرانو سره پۀ تبادله خيالات يا د انجمن د کار نه پۀ اصلي معنيو کښې واقفيت حاصلولے شي. د انجمن پاليسي صافه ده! انجمن هېڅ کار پټ نۀ دے ساتلے، هر وخت د يو ورور جائز اعتراض دفع کولو ته تيار دے. پس پکار دي چې مونږ دې هر وخت د نېک ګمان نه کار اخلو. بدظني د مسلمانانو شېوه نۀ شي کېدې، لکه الله تعالٰي فرمائي، ياايهاالّذين اٰمنوا اجتنبوا کثيراً من الظنّ اِنّ بعض الظّن اثم الخ.

څلورم مشکل چې دے، هغه دا دے چې مونږ پۀ دې حقيقت پوې نۀ شو چې دا کوم شے او څوک دي چې د انجمن او د علماو صاحبانو پۀ منځ کښې بدګماني او غلط فهمي پېدا کوي!!! علماء صاحبان د انجمن مونږ ښے لاس ګڼو، ولې چې د انجمن او د علماء صاحبانو پۀ مقصد زندګۍ کښې تر ډېره پورې مناسبت دے. خېر، څومره چې معلومېږي، دې کښې د هغه چا لاس دے چې د چا دې قومي او ملي عمارت سره د تعمير اتفاق نۀ دے او دا نۀ غواړي چې پۀ دې زمانه د شېطانت کښې دې يو غلام قوم او ملي تعليم ورکړے شي او د هغوي اصلاح دې وشي او پۀ خپلو پښو دې ودرېږي. دا څومره د افسوس خبره ده چې څوک د يو داسې بې ضرره او خاموش انجمن چې هغه د يو داسې پرېوتي قوم پورته کول غواړي چې هغه د خپلې ناپوهې او د جهالت پۀ وجه د دنيا پۀ نظر کښې وحشي ګڼلے شي او د اسلامي دنيا پۀ تباهۍ کښې هم پوره حصه اخستې وي، بد به غواړي .څوک دا افواه پۀ ملک کښې ګډوي چې دا يو بالشويکي تحريک دے او د دي اثر پۀ سرمايه دارانو باندې به پرېوځي، لېکن دې ته منصف مزاج خلق هم نۀ ګوري چې د کوم انجمن ټول ممبران پۀ خپله د ډېرې سرمايې او د جائيداد خاوندان دي، هغوي څۀ رنګ بالشويک کېدے شي؟ بيا دا مشهوره کړې شوه چې دا مدرسه د بم سازۍ يوه کارخانه ده، لېکن زۀ نۀ پوهېږم د دې هغه جوړ شوے بم پۀ چا او پۀ کوم ځاے کښې استمعالېږي؟ بيا دا مشهوره کړې شوه چې دا د قاديانو يوه حوېلۍ ده او د قادياني خيالاتو اشاعت کوي، لېکن د ممبرانو د انجمن د عمله او د عقائد نه دا حربه هم بې اثره شوه. اوس دا کوشش جاري دے چې د اراکينو پۀ منځ کښې دې تفريق واچولے شي چې د چا پۀ مدد او پۀ ملګرتيا سره د دې کار د ترقۍ امکان کېدے شي. زۀ نۀ پوهېږم چې يو خوا خو مونږ ته دا وئيلے شي چې مونږ ستاسو د تربيت او د اصلاح د پاره راغلي يو او تاسو ته مناسب حقوق او ذمه وارۍ ځکه نۀ شو درکولې چې ستاسو تعليم نشته او پۀ خپلو پښو د ودرېدو قابل نۀ يئ او بل خوا کۀ څوک پۀ قوم کښې څۀ خپلو پښو او د ودرېدو د قابليت پېدا کولو کوشش کوي نو هغه بالشويک او بم ساز او باغيان وي!!!

پس زما د ټولو مشرانو او د خېرخواهانو پۀ خدمت کښې مؤد بانه عرض دے چې د انجمن پۀ نسبت د داسې غلط افواه ګانو نه چې هغه موجب د نفاق وي، ځان وساتي، لکه الله تعالٰي فرمائي، والذين اتخذو الهو الحديث ليضل عن سبيل الله. مونږ له پکار دي چې د دې کوشش وکړو چې ټول پۀ يو خيال يو ځاے ته راجمع شو او د يوې اجتماعي زندګۍ بنياد کېږدو، ولې چې انفرادي کوشش ډېر کم کاميابږي – يد الله عليٰ الجماعت – مسلماني نوم د اجتماعي زندګۍ دے.

کۀ چرې مونږ کښې څوک د څۀ مجبورۍ پۀ بناء باندې خپل وخت او دولت پۀ قومي کارونو کښې نۀ شي صرف کولے نو دا خو نۀ دي مناسب چې هغوي د خپلو کمزوريو پۀ وجه سره د هغې خلقو پۀ کار کښې مشکلات پېدا کړي چې څوک لږ لا څۀ قومي خدمت کوي!!! ولې کۀ چرې يو هسې کار خدا نخواسته ناکامياب شي نو قوم ته ترې نقصان پېښېدل لازمي وي او چونکې هغوي هم د دې قوم افراد دي نو لازمه ده چې د هغې اثر به پۀ هغوي باندې هم داسې پرېوځي لکه پۀ نور قوم!!! پس پکار دي چې هغوي د هغې چا چې څوک څۀ مذهبي يا ملي خدمت کوي، همت افزائي وکړي او حتي المقدور د هغوي لاس ونيسي. کۀ چرې دا نۀ شي کولے نو د بې ځايه اعتراضونو کولو نه دې ځان وساتي.

کار ګزاري:

پۀ دې عرصه د شپږو کالو کښې چې څومره کار انجمن کړے دے، هغه هغې چا ته پۀ ښۀ شان معلومېدے شي چې د انصاف پۀ نظر د دې علاقې پۀ هغه حالت نظر وکړي چې لا د دې تحريک اغاز لا بنياد نۀ ؤ. د ازاد اسلاميه هائي سکول نه علاوه د متعدد اسلامي مدرسو وجود او پۀ هغو کښې پۀ سوونو بچي د ارکان اسلامي نه واقف کېدل او هغو له د مذهبي تربيت سره سره د لوستو او د ضروري خط و کتابت واقف ګرځول څۀ وړه خبره نۀ ده. د ټولو نه لوے کار هغه خيالي/ فکري انقلاب دے چې هغې چا ته پۀ ښۀ شان معلومېدے شي چې څوک د هغې علاقو معائنه وکړي چې کومو ځايونو کښې د انجمن اثر او اواز نۀ دے رسېدلے او بيا هغې مقامونو ته وګوري چې کوم ځاے کښې د انجمن تحريک جاري دے.

ملحقه مدارس:

انجمن د هغې مدرسو چې د کومو انجمن سره باقاعده الحاق دے يا د انجمن پۀ نصاب تعليم باندې چلېږي، باقاعده نګراني کوي. يعني د خپل ممتحن پۀ ذريعه د هغو سه ماهي، شش ماهي، سالانه معائنې کوي چې هغه پۀ تحصيل چارسده کښې ترنګزو، ښادي کلي، غونډه کرکڼه، زرين اباد او خرکي کښې دي او پۀ تحصيل مردان او صوابۍ شهباز ګړهۍ، بره ګړهۍ، ساول ډهېر، کاټلنګ، اسمٰعيله، نواکلي، تولندۍ، ګړياله او پۀ تحصيل نوښار کښې زيارت کاکا صاحب داسې نورې مدرسې قومي ډېرې دي چې د هغې الحاق خو نۀ دے شوے، مګر د هغوي جلسو کښې او صلاح مشوره کښې د انجمن ممبران باقاعده شريکېږي.

نصاب تعليم:

چونکې د مدرسې الحاق د جامعه مليه دهلي سره دے، پۀ دې وجه سره تعليم د مدرسې هم هغه دے چې کوم د جامعه دے؛ البته د مقامي ضرورياتو پۀ لحاظ سره پۀ کښې ډېر کمے بېشے شوے دے. نصاب تعليم چاپ شده د مدرسې د دفتر نه حاصلېدے شي. مخکښې د انجمن دا خيال دے چې د څومره څومره علمونو کتابونه د درس د پاره پۀ پښتو ژبه کښې پۀ لاس راځي او د مدرسې د طريقه تعليم مطابق وي، دې د پاره د قوم د هغې افرادو پۀ خدمت کښې څوک چې دې کار سره دلچسپي لري، يعني بچو لره چې پۀ خپله ژبه کښې دې تعليم ورکېدے شي، نو هغوي دې پۀ ډېرې دريا دلۍ سره د انجمن مالي امداد کم از کم دومره وکړي چې انجمن پۀ خپله سعي او خرڅ سره تر مډل پورې کتابونه پۀ خپله ژبه کښې تيار کړي او د هغې تعليم يافته صاحبانو پۀ خدمت کښې هم عرض دے کۀ چرې هغوي کوشش وکړي او يو يو کتاب د نصاب تعليم د پښتو د پاره پۀ پښتو ژبه کښې تيار کړي او انجمن ته راولېږي.

طريقه تعليم:

طريقه تعليم يا نصاب تعليم يو داسې اهمه مسئله ده چې تر اوسه لوي لوي لائق قومونه او د هغوي د علم افراد لا پۀ دې کوشش او جستجو کښې دي چې د يو قوم د پاره څۀ قسم نصاب تعليم پکار دے – لېکن بيا هم، څومره چې قابلو قومونو ثابت کړې ده او پۀ هغې باندې ګامزن دي او معراج د ترقۍ ته رسېدلي دي، نو هغوي هم داسې نصاب غوره کړے دے چې (1 وړومبے هغه نصاب د هغې قوم پۀ خپله ژبه کښې وي (2 دوېم پۀ هغې نصاب تعليم کښې د قوميت او د حريت سبق زيات وي (3 درېم د صنعت او د حرفت خاصه حصه پۀ کښې پۀ دې غرض لازمي او واجبي وي چې د قوم ځوانان د نان نفقې د پاره د چا در کښې ولاړ نۀ وي او د غلامۍ او د احتياج لاندې د چا بل قوم را نۀ شي.

زۀ د قوم د دې قوم علمي او همدردانو صاحبانو پۀ خدمت کښې دا عرض کوم چې کۀ چرې زمونږ نصاب تعليم سره د دوي اتفاق هم نۀ وي، بيا هم دوي لره پکار دي چې د خپل قوم بچو د پاره يو داسې مناسب او مفيد مطلب نصاب جوړ کړي چې پۀ هغې د قوم د بچو داسې تربيت وشي چې د هغوي ائنده زندګي د ملک او د قوم د پاره مفيد ثابت شي او لکه د نن پرون د تعليم يافتو پۀ شان پۀ مور پلار بار نۀ شي. لا هغوي هم د وخت د مرئيانو پۀ شان د غېر قوم پۀ خدمت کښې نۀ خرڅېږي.

معيار تعليم:

پۀ دې مدرسه کښې د جامعه جونئير پورې تعليم ورکېدے شي. جامعه جونئير د پنجاب د يونيورسټۍ د مېټرک برابر دے. د تعليم موده نهه کاله ده. پۀ دې عرصه کښې قران شريف، احاديث، ضروري مسائل د فقهې، زبان داني، حساب، انګرېزي، تاريخ او جغرافيه ښودلې شي.

شعبۀ دينيات:

علاوه لۀ دې نه، د انجمن د سکيم مطابق د دينياتو د تکميل د پاره يوه بېله شبعه هم انجمن قائمه کړې وه او پروس کال د هغې اجراء هم شوې وه؛ مګر د بد قسمتۍ نه د کال پۀ اخر کښې د هغې هېڅ نتيجه را و نۀ وتله. اول خو د هغې د پاره طالبعلمان نۀ پېدا کېدل، چې څۀ لږ ډېر پېدا شو نو هغوي ته د مدرسې د قواعدو او ضوابطو پابندي ګرانه وه او کوم وخت چې د امتحان ورځې راغلې نو هغوي پۀ روژه کښې امامتو نيولو ته مېرې ته لاړل. اوس هم کۀ يو ذمه وار جيد داسې عالم پېدا شي چې هغه د طالبعلمانو د باقاعدګۍ او د چال چلن ذمه اخلي نو انجمن بيا هم د دې شعبې جاري کولو ته تيار دے.

صنعت:

انجمن پۀ دې خيال چې د قوم بچو ته سره د قومي او ملي تعليم صنعت او دستکاري هم وښودلې شي چې صبا نادار مفلس طالب مسلمان د چا دست نګر نۀ وي – چونکې د صنعت د پاره د ډېرې سرمايې ضرورت وي او انجمن د خپلې نادارۍ پۀ وجه پۀ ادنيٰ پېمانه څۀ دستکاري جاري کړې وه، هغه د بچو د پاره مفيد ثابت نۀ شوه. د دې پۀ وجه انجمن دغه شعبه بنده کړه.

کۀ قوم دې طرف ته پوره توجه وکړي او د انجمن سره پۀ دې کار کښې پوره مدد وکړي نو اميد دے چې انجمن به پۀ مناسب پېمانه باندې صنعت مدرسه کښې جاري کړي. ولې تر څو پورې چې بچو لره صنعتي تعليم نۀ دے ورکړے شوے، هغې پورې دوي د بل د احتياج نه نۀ شي بې نياز کېدے.

تعمير:

پۀ وړومبو کلونو کښې چې څومره ضرورت ؤ، کچه تعمير پۀ مدرسه کښې شوے دے. باقي پروس کال راهسې نوې ابادي پخه لا کچه هېڅ نۀ ده شوې. البته شکست و ريحت مرمت وغېره کال پۀ کال شوے دے. د نوې ابادۍ د پاره محمد عباس خان صاحب او ما زمکه د سړک پۀ غاړه سرکاري مدرسې پوري متصل انجمن ته بخښلې ده. محمد عباس خان صاحب د ابادۍ د پاره دوه زره روپۍ هم انجمن ته ويستې دي او څۀ ډېرې ګټې ئې هم د بنياد د پاره پۀ خپلو روپيو راوړې دي. ما او زما مشر ورور کپتان صاحب هم دوه زره روپۍ د والدېنو صاحبانو پۀ خېرات کښې انجمن ته د ابادۍ د پاره بخښلې دي. اميد دے چې زر تر زره به نوے بورډنګ تيار شي او موجوده تکليف چې کوم د بورډنګ هلکانو ته د ځاے د تنګۍ پۀ وجه دې رفع به شي.

سټاف:

حضرات!

تاسو ته به اميد دے ښۀ معلومه وي چې اول خو پۀ مسلمانانو کښې د اعلٰي تعليم يافتو ډېر قلت دے او بيا هم کۀ څۀ خال خال اعلٰي تعليم يافته کارکنان پېدا هم شي نو هغه ډېر زر د حکومت د مشين پرزې وګرځي او د قومي او د ملکي خدمت د اعزاز او د ناموس نه محروم پاتې شي. پۀ دې وجه انجمن لره تر اوسه پورې څنګه چې د دۀ د يوې اعلٰي تعليم ګاه خيال دے، سټاف پۀ لاس نۀ دے ورغلے – لېکن بيا هم موجوده سټاف د مدرسې د موجوده تعليم او تدريس د پاره نهايت موزون او مناسب دے. پروس کال پۀ سټاف کښې څۀ خاصه تبديلي د استاذانو صاحبانو راغلې وه، لېکن ډېر زر هغه کمے الله تعاليٰ پوره کړو. يعني پۀ ځاے د هستم خان صاحب، ميا صالح شاه چې انټرنس پاس دے او پۀ ځاے د محمد عمر خان صاحب مولوي بهزاد خان بي.اے مقرر شوے دے او پۀ ځاے د مولوي خليل الرحمان صاحب مولوي عبدالغفور صاحب د چارسدې مقرر شوے دے. د وړومبيو استاذانو صاحبانو د خدمت هم انجمن ډېره شکريه ادا کوي؛ ولې چې هر کال د هغوي نتائج د امتحان ډېر ښۀ ختلي دي او د موجوده استاذانو صاحبانو نه هم انجمن ډېر راضي مند او مطمئن دے او خصوصًا د هېډ ماسټر صاحب امير ممتاز خان د محنت او د کوشش او خاص کر د هغوي د هر دلعزيزۍ چې کوم خپلو ما تحتو سره لا د ممبرانو د انجمن سره او طالبعلمانو سره لري، ډېر زيات ممنون دے. اميد دے چې مخکښې به هم اساتذه صاحبان پۀ خپل منصبي کار کښې ډېره سعي او کوشش کوي او خصوصًا مقامي استاذان به د طالبعلمانو پۀ زياتي کښې نهايت دلچسپي او سرګرمي لري.

غرض پۀ خدمت د ممبرانو د انجمن کښې:

صاحبانو!

د انجمن عېن د يو مشين مثال دے – تاسو وينئ کوم وخت چې د مشين يوه پرزه هم خپل کار پرېږدي يعني خرابه شي، هغه وخت ټول مشين بې کاره او د هغې ټولې پرزې معطلې پاتې شي. دغسې د يو انجمن حال دے، کۀ يو ممبر پۀ مجلس کښې غافله ؤ نو پۀ انجمن باندې د هغې ډېر څۀ زد راځي. نو هر کله چې پۀ دوه څلورو ممبرانو کښې کمزوري راشي نو تاسو وئيلے شئ چې د هغې انجمن لا د هغې مشين پۀ چلېدو څۀ اميد کېدے شي!!! څنګه چې نن پرون اکثر کارونه پۀ مشين باندې کېږي، داسې نن زمانه هر تحريک هر خدمت کۀ هغه ملي وي او کۀ قومي وي لا کۀ ملکي وي، بې د يو جماعت نه يعني د يو انجمن نه هرګز نۀ شي کاميابېدے. کۀ تاسو غواړئ چې زمونږ د قوم دې اصلاح وشي نو تر څو پورې چې تاسو خپل مشين يعني انجمن نۀ دے درست کړے، دا قابل د کار او د خدمت شوے نۀ دے، تر هغې پورې تاسو هرګز دا اميد مۀ کوئ چې دا انجمن به د قوم او د ملک خدمت لا اصلاح وکړې شي؛ ولې چې يو څيز پۀ خپله اصلاح طلب وي، هغه د بل هرګز اصلاح نۀ شي کولې. مونږ ته د الله تعالٰي دا حکم دے چې تاسو کښې دې يو جماعت وي چې هغوي مشوره لا پۀ صلاح سره د اسلام او د ملک خدمت کوي، د هغو هر کار چې وي هغه به پۀ شوريٰ وي او هر کله چې پۀ کثرت رايې يوه فېصله وشي، بيا به اراده د هغې کار کوي او پۀ الله تعالٰي به توکل کوي. داسې رسول علېه الصلوٰة والسلام هم د جماعت ډېر مونږ ته وصيت پرېښے دے، چې تر څو پورې تاسو کښې يو جماعت وي او هر کار پۀ صلاح او مشوره سره کوي، هرګز به تاسو مصيبت کښې اخته نۀ شئ او نۀ به دښمن پۀ تاسو غالب شي او څوک چې د جماعت نه ځان وباسي او د جماعت حکم نۀ مني، د هغۀ پۀ نسبت رسول علېه الصلٰوة والسلام فرمائيلي دي، في النّار –

چونکې مخکښې انجمن سره څۀ د ډېر خدمت کولو خيال دے، نو تاسو لره پکار دي چې د پوره بېدارۍ او د استقلال او د مستعدۍ نه کار واخلئ –

يعني مخکښې انجمن دا غواړي چې نصاب دې تر ډېره پورې پۀ پښتو ژبه کښې شي چې دا يو ډېر لوے خدمت دے او څۀ د ډېرې لويې سرمايې ورسره ضرورت دے. بل د يو پښتو اخبار جاري کول هم غواړي. درېم يو بورډنګ هاوس هم پۀ اعلٰي پېمانه باندې جوړول غواړي. دا درې واړو داسې کارونه دي چې د دې د پاره د ډېرې بېدارۍ نه کار اخستل پکار دي. زۀ دعا کوم چې الله تعالٰي ما او تاسو ټول ممبرانو لره توفيق د خدمت راکړي.

عرض پۀ خدمت د قوم کښې:

زما وروڼو!

پۀ دنيا کښې د يو مريض علاج هله کېدے شي چې وړومبے هغه مريض خپل مرض محسوس کړي چې واقعي زۀ نا جوړه يم، ما لره دارو کول پکار دي. بيا د هغې مريض چا حکيم پسې ګرځېدل دي. هر کله چې حکيم لاس له ور شي، بيا پۀ هغې اعتبار کول دي. کۀ چرې اعتبار پرې نۀ کوي نو هم دا مريض جوړېدے نۀ شي.

نن ورځ زمونږ د قوم حال هو بهو د هغې مريض دے چې وائي “زۀ بيمار يم”، لېکن نۀ حکيم پسې ګرځي او نۀ پۀ خپله څۀ دارو خوري. نو تاسو وروڼه وئيلے شئ چې د داسې مريض انجام بې د هلاکت نه څۀ دے؟ دا هم د الله تعالٰي شکر دے چې اوس ځاے پۀ ځاے خو ژړا ده او د اندامونو د دړدونو نه شکايت دے. وړومبے خو دا هم نۀ وو، يعني هډو چا محسوسوله نۀ چې مونږ ناجوړه يو. اے وروڼو! تاسو کۀ سوچ وکړئ، دا به درته ثابت شي چې پۀ دنيا کښې د جهالت نه لرې مرض د انسان د پاره نۀ شي کېدے او د علم نه لوے دولت او عزت پۀ دنيا کښې بل نۀ شي کېدے. لکه الله تعالٰي فرمائي، هل يستوِي الذين يعلمون والذين لا يعلمون، يعني ایا هغه کسان برابر دي چې جاهلان دي د هغه چا چې عالمان دي؟ يعني هرګز برابر نۀ دي .بل يو شان شاعر وائي:

چې علم نۀ لري انسان پۀ څۀ؟
چې پۀ کښې خوند د مالګې نۀ وي نان پۀ څۀ؟

اے وروڼو!

څومره د افسوس خبره ده چې د شپږو کالو نه انجمن اصلاح الافاغنه تاسو ته چغې وهي چې اے وروڼو! د جهالت پۀ مرض باندې تباه شوئ! جېلخانې او تورې اوبۀ رانه داسې ډکې شوې، د پهانسۍ پړي راباندې وشلېدل. جائيدادونه را نه لاړل، طوق د غلامۍ مو پۀ ګردن کښې دے – ورځ پۀ ورځ نوې ژړا ده، نوے اٰفت دے، نوے مصيبت دے، نوي مشکلات دي – دا ټول زمونږ د شامت اعمال نتيجه ده او اعمال مو د جهالت پۀ وجه خراب دي، لېکن افسوس دے چې مونږ تر اوسه پورې خپله بيماري محسوس نۀ کړه او کۀ چا محسوس کړې ده نو هغوي حکيم لره نۀ ځي چې دارو ورته وښائي. انجمن اصلاح الافاغنه ستاسو د اصلاح او د خدمت د پاره جوړ شوے دے. اميد دے کۀ چرې تاسو د انجمن پۀ اصلي معنيو کښې امداد وکړئ نو دوي به د الله تعالٰي پۀ اصلي معنيو کښې خدمت وکړي. في الحال چې انجمن کوم تحريک د ازاد قومي تعليم جاري ساتلے دے او د يو حده پورې کامياب شوے هم دے، دا يو معمولي تحريک نۀ دے. دا داسې زبردست تحريک دے چې دا يو قوم پۀ خپلو پښو ودروي، د احتياج او غلامۍ نه ئې ساتي، دا قوم کښ خود داري او ځوانمړدي پېدا کوي او مذهب او قوميت پۀ کښې پېدا کوي، د ايثار او قربانۍ ماده پۀ کښې اچوي – کوم وخت چې د يو قوم نصاب تعليم د غېر قوم پۀ لاس کښې شي نو ضرور هغوي داسې تعليم ورکوي چې هغه بې کاره بې هنره وي. هغې کښې هېڅ قسم نېک اخلاق او حريت نۀ وي – لکه يو شاعر وئيلي دي:

نصاب چې د تعليم د غلام قوم شي د غېر قوم پۀ لاس
تل به غلامان وي د دې قوم به خود داري څۀ وي؟

اے وروڼو! کۀ تاسو يورپ ته ورشئ او د هغوي د تعليم اندازه واخلئ نو دا به درته ثابت شي چې سره د دې چې د هغوي خپل قومي حکومتونه دي، بيا هم تعليم د هر ملک د قوم پۀ لاس کښې دے او پۀ خپله ژبه کښې خپلو بچو له تعليم ورکوي. د حکومت پۀ مدرسو کښې حتيٰ الوسع نۀ داخلېږي، ولې چې د سرکاري مدرسو تعليم او تربيت د قومي مدرسې پۀ نسبت بې کاره وي. نو تاسو وئيلے شئ چې هر کله پۀ قوم حکومت هم پردي کوي او بيا تعليم هم د هغه قوم پۀ خپل لاس کښې نۀ وي نو دا څومره لوے غفلت او ذلت دے!!! داسې قوم به هرګز د غلامۍ او احتياج نه خلاص نۀ شي. مونږ لره لازمي دي چې مونږ خپلو بچو لره پۀ خپله ژبه کښې پۀ خپل لاس تعليم ورکړو او مونږ بل چا ته محتاج نۀ شو.

 

دا هم ولولئ

باچاخان ټرسټ اېجوکېشن فاونډېشن د نوي سحر پۀ تلاش – ډاکټر سهېل خان

د باچاخان ټرسټ جوړول د سل کلن قامي تحريک هغه مرام ؤ چې بنسټ ئې …