بلا پۀ شا کول غواړي! – سلطان خان ټکر

د ټوټل بجټ سائز ۸۴۸۷ ارب روپۍ دے. جي ډي پي ټارګټ ۸۔۴فيصد دے۔ د اېف بي ار د ټېکس کولېکشن هدف ۵۸۲۹ ارب روپۍ دےاو نان ټېکس رېونيو د پاره ۲۰۸۰ارب روپۍ ټارګټ ټتاکلے شوے دے. د روان بجټ ۴۷۰۰ روپۍ ټېکس کو لېکشن امکان دے. بجټ خساره ۲۰۲۱۔۲۰۲۲ د جي ډي پي ۳۔۶ فيصده ده يعنې ۳۴۲۰ارب روپۍتخمينه ده۔ د دې خسارې پوره کولو لپاره حکومت ۱۲۴۶ارب روپۍ د بېروني قرضو پۀ او ۲۴۹۲ارب روپۍ د اندروني قرضو اخستو اراده لري. پرائمري خساره ۷۔۰ فيصده ده۔ پي اېس ډي پي يعنې پبلک سېکټر ډوېلپمنټ پروګرام د ۶۵۰ارب روپو په ځاے ۹۰۰ارب روپۍ ښائي ۔ د سبسډي مد کښې ۶۴۲ ارب روپۍ بجټ ښائي. د دفاعي بجټ ۱۳۷۰ارب روپۍ دے. د سود پۀ مد کښې ۳۰۶۰ ارب روپۍ ورکول دي. دا اهداف حاصلول څۀ اسان کار نۀ دے لېکن بيا هم د شوکت ترين د خيالاتو ملغرلې به وګورو. خو د دې نه مخکښې دا هم کتل پکار دي چي دا بجټ تا حال ائي اېم اېف ته منظور دے او کۀ نه؟ائي اېم اېف او حکومت دواړه وائي چې بجټ دے سسټېنېبل وي. خو د دواړو اپروچ جدا جدا دے. دواړه دا وائي چې پۀ پاور سېکټر کښې دې سرکولېشن قرضه کمه وي. ائي اېم اېف دا هم غواړي چې فسکل رېونيو کښې دې اضافه وي. خو دلته بيا خيال جدا جدا دے. دا ائي اېم اېف دا اپروچ دے چې حکومت دې پۀ پرسنل رېونيو انکم کښې ۱۵۰ ارب روپۍ اضافه وکړي. پېنشن کښې دې هم څۀ کمے وکړي نو دې سره به ۲۰۰ ۱ربه روپۍ اضافه وشي. د حکومت دا موقف دے چې مونږ نوې خلق د ټېکس پۀ سرکل کښې شاملو و، د دې نه علاوه پۀ ټېکس کولېکشن کښې د موثر منېجمنټ پۀ تهرو به ۲۶۴ ارب روپۍ اضافه کوو،کومه چې د دعوې مطابق حکومت پۀ دې کال هم کړې ده۔ بلکې حکومت دا دعوا لري چې پۀ دې کال د پوائنټ اف سېل ټېکس سسټم کښې لس زره مشينونه د ټېکس کولېکشن د پاره استعمال کړے شوے دي او پۀ دې کال به ۶۰ هزار پورې استعمال کښې را ولو او بل کال به دا هدف ۵ لاک ته رسوو، چې دې سره به پۀ ټېکس کولېکشن کښې بې تحاشه اضافه راشي۔ د حکومت د وېنا مطابق کۀ مونږ د ائي اېم اېف د خيال مطابق ټېکس راغونډ کړو نو دې سره به ټېرف کښې ډېره اضافه راشي خو لا محاله به نقصان غريب ته رسي۔ بلکې د ټېرف د اضافې سره به کرپشن کښې اضافه هم راشي. د دې سره به صنعت او تجارت د لاګت پۀ حساب سره نور هم ګران شي. د شوکت ترېن د وېنا مطابق مونږ به ائي اېف پۀ دې قائله کوو. تر اوسه په دې باندې ائي اېم اېف نۀ دے قائل، بلکې ائي اېم اېف خپل پروګرام معطل کړے دے چې د حکومت د دعوو حقيقت ورته معلوم شي نو بيا به فېصله کوي. ايا کۀ داسې ونۀ شوه نو حکومت به د ائي اېم اېف د پروګرامه وځي او کۀ نه؟ حکومت پرعزم دے چې مونږ به ائي اېم اېف ته دا ثابتو و چې مونږ د سسټڼيېبل ګروتهـ پۀ ذريعه ستاسو شرائط هم پوره کوو او مخکښې به هم ځو. خو د بجټ ائينه مونږ ته دا ښائي چې زمونږ د ټېکس کولېکشن ټارګټ ۵۸۲۹ ارب روپۍ دے۔ پۀ کومه کښې چې ۵۰۰ ارب روپۍ ګېپ هر چا ته ښکاري. د حکومت دعوا ده چې پۀ کومو څيزونو مونږ نوي ټېکسونه لګولي دي او پۀ کومو څيزونو مو استثنا ختمه کړې ده، د دې پۀ ذريعه به مونږ ته۲۶۰ ارب روپۍ ترلاسه شي او د بهتر منېجمنټ پۀ تهرو به ۲۴۰ ارب روپۍ ملاوشي ۔ پۀ روان کال مونږ۳،۲۵۰۰۰ نوې ټېکس پئير پۀ تهرو۵۲ ارب روپۍ پۀ ټېکس رېونيو کښې اضافه کړې وه. دې کال له د حکومت دا خيال دے چې دا هدف به يو ملين ټېکس پئير ته رسوي ۔ حکومت د ائي اېم اېف پۀ خپل اپروچ مطمئن کولو سل فيصده يقيني دے۔ نان ټېکس رېونيو هدف ۲۰۸۰ ارب روپۍ دے، پۀ بجټ کښې د پټروليم لېوي د سره ذکر نشته،د شوکت ترين د وېنا مطابق دا هدف ۶۰۰ ارب روپۍ دے. د ماهرينو دا خيال دے کۀ پۀ بېن لاقوامي مارکيټ کښې تېل ګران هم نۀ شي نو حکومت د دې لېوي د حصول لپاره به د تېل پۀ قيمتونو باندې ۲۰ روپۍ نه تر ۲۵ روپۍ في لېټراضافې باندې مجبور وي ۔ ډيزل به تقريبا ۲۰ روپۍ في لېټرګران شي. دې سره به لازما پۀ افراط زر کښې اضافه راځي يعنې ګراني به نوره هم سېوا شي. حکومت پر اميده دے چې د سعودي عرب سره زمونږ معامله روانه ده چې مونږ ته قرض تېل راکړي خو سوال دا پېدا کېږي چې دا پېسه خو به مونږ کال دوه پس ورکوو يعنې مرض به اټال شي خو مسائل به زيات شي، ختم به نۀ شي،کۀ د ايران تېل پۀ بېن الاقوامي مارکيټ کښې ازاد شو نو بيا د تېل د قيمتونوبېن الاقوامي طور باندې د اوچتولو امکان نشته، خو لېوي به بيا هم سېوا کول وي نو لازم خبره ده چې پۀ ملک کښې به د تېل قيمت خېژي، کۀ بېن الاقوامي مارکيټ کښې د تېلو قيمت په ځاے هم وي. د اېکسپورټ ټارګټ پۀ بجټ کښې ۲۶ بلين ډالرز دے، د دې پۀ مقابله کښې د امپورټ بل هر مياشت ۵ بلين ډالرز دے يعنې دواړه پۀ مقابله کښې حد درجه غېر متوازن دي ۔ حکومت پر اميده دے چې ټېکسټائل سېکټر خپل هدف د خپلې وېنا مطابق ۱۶ بلين ډالرز نه ۱۹ يا ۲۰ بلين ته رسولے شي نو کۀ داسې وشي نو ملک ته به ۶يا ۵ بلين ډالرز زياتې فلوټ شي۔ دغه شان پۀ ائي ټي کښې هم ۵۰ فيصده اضافه ممکن ده چې دې سره به هم ملک ته يو بلين ډالزز نورې راشي. يعنې ايکسپورټ ۳۰ ارب ډالرز ته ممکن دے. بيا خو د حکومت د دعوې مطابق تجارتي خساره ختمه ده. خو دا امکان غالب دے کۀ چرې د کرونا د کمېدو نه پس دنيا کښې نقل و حمل شروع شو نو رېمېټنسز(زرمبادله) به د بېنکونه پۀ ځاے هنډۍ پله واپس لاړه شي بله دا چې د پاکستان خلق به دنيا ته د ټورزم او تعليم لپاره تلل شروع کړي، دې سره به لامحاله مالي خساره سېوا شي. د حکومت دعوا ده چې د فېټف پۀ وجه باندې اوس هنډۍ نا ممکن ده. د عمران خان دا دعوا ده چې ان ډائرېکټ ټېکس پۀ عوام ظلم دے خو پۀ دے بجټ کښې ان ډائرېکټ ټېکس ۶۳ فيصده دے چې د تېرو حکومتونو پۀ مقابله کښې ډېر زيات سېوا دے کۀ چرې حکومت د براه راست ټېکس پۀ ټارګټ کښې ناکامه شو نو بيا به ان ډائرېکټ ټېکس کښې نوره هم اضافه کېږي چې پۀ روان کال کښې پۀ براه راست ټېکس کښې ټارګټ ته نۀ رسېدو پۀ وجه ان ډائرېکټ ټېکس ۶۸ فيصده ؤ،حکومت بيا هم وائي چې وېرېږئ مه. پي اېس ډي پي چې پۀ راتلونکې بجټ کښې د ۶۵۰ ارب روپۍ پۀ ځاے دې ځلې ۹۰۰ ارب روپۍ د صوبو ترقياتي فنډ نه علاوه وفاق به خرچ کوي خو بله خوا نېب لکه د خامار ولاړ دے، ورسره د وزارتونو او ډېژنونااهليت هم دے نو کار به څوک څۀ وکړي او ټوله پي اېس ډي پي به څنګه خرچ شي. دا وجه ده چې حکومت هر کال پۀ فل کېپېسټي پي اېس ډي پي خرچ کولو کښې مسلسل ناکام شوے دے. د مۍ د اخري تاريخ پورې حکومت صرف ۴۲۱ ارب روپۍ لګولې دي. بجټ د ائي اېف اېم اېف يا د ورلډ بېنک دے يا نۀ دے، خو دا واضحه ده چې بجټ د پي ټي ائي د فلسفې ترجمان نۀ دے. د پي ټي ائي د تېر وختونو بجټ کښې هم ډېر واضح ګېپ پۀ نظر راتۀ، چې کوم اهداف پۀ بجټ کښې ښودلي شو او کومه نتيجه پۀ عملي توګه راوتې وه هغې کښې به د ځمکې اسمان فرق و. کۀ مونږ د ائنده بجټ بېلنس شيټ وګورو نو بجټ خساره ۳۔۶فيصد ده،چې انحصار ئې پۀ ۵۸۲۹ارب روپۍ رېونيو باندې دے. د تېر وختونو د رېکارډ پۀ رڼا کښې دا واضحه ده چې ۳۰۰ارب روپۍ پورې د رېونيو د کولېکشن د کمي امکان دے ۔۵۰۰ارب روپۍ چې د پراونشل سرپلس کوم امکان ظاهر دے ، دا هم ناممکن دے. تېر شوي درې کاله کښې د پرائېوېټ پروسيجر نه يوه روپۍ نۀ ده ملاو شوې نو دې ځل به څنګه ۲۷۰ ارب روپۍ ملاو شي. دا ښکاره خبره ده چې بجټ ډېفسټ به د ۹ فيصد نه زيات وي. د عمران خان حکومت دا دعوا چې مونږ بجټ خساره کنټرول کول غواړو خو د پاکستان پۀ تاريخ کښې يو حکومت هم درې کاله مسلسل۸ فيصده نه زيات بجټ خساره نۀ ده کړې لکه چې دې حکومت کړې ده بلکې پۀ څلورم کال کښې هم د ۹ فيصد نه لوبه بره ده۔ګروتهـ رېټ ئې خو برباد برباد کړو او بجټ خساره بېله هر کال قوم ته پۀ شا ده يعنې نۀ د دين شو او نۀ د سادين ۔اوس هم د حکومت ګروتهـ رېټ د نشت برابر دے ځکه چې د حکومت ترقياتي تناسب د خپل تباه کن کال پۀ تناسب دے۔ دې وخت کښې د حکومت پي اېس ډي پي پۀ شمول صوبائي ترقياتي فنډونه۱۔۲ټريلين دي کوم چې پۀ ۲۰۱۷۔۲۰۱۸ کښې وه، نو د خان لالا ټوپونه پۀ کوم بنياد دي ۔ بلا ده پۀ شا کول غواړي ګنې ملک پۀ شا کوي.

دا هم ولولئ

د منګي غاړه مې شنه . . . – سلطان خان ټکر

ټپې ئې د احمد خان او فضل ربي استاد نه پۀ لوړه وې، ځوانانو به …