د مېوند ملاله – نورالامين يوسفزے

د مېوند مېدان ګواه د دې خبرې

د پښتو يوه ټپه کښې څومره زور دے

کله چې پېرنګي ښکېلاک پۀ هند خپل موټے کلک کړو. تجارتي لارې ګودرې او تجارتي عمل ئې پۀ خپلو لاسو کښې واخستو نو سمدلاسه ئې د لوے افغانستان دانه وانه کولو او لاندې کولو منصوبه رامخې ته کړه او د هغوي دغه دسيسې تر اخري وخته جاري وې. بلکې د هند دازادۍ نه پس هم هغوي د لوے افغانستان نه بې غوره نۀ وو؟ تردې چې خپلو مريانو ته ئې هم دا نصيحت او وصيت کړے ؤ چې دا (افغانان) درنه يو نۀ شي دوي درنه مخ پۀ وړاندې لاړ نۀ شي او دا ځکه چې هغوي د اشتراکيت پۀ ضد مورچه جوړوله او دغه عمل کښې د يو طاقتور او توانا افغانستان پۀ ځاے د دانه وانه بې اتفاقه او کمزوري افغانستان ضرورت ؤ؟ همدا د ګرېټ ګېم يو بنيادي نقطه وه.

پۀ ١٨٥٧ز کښې د هند اولسونو د عظيم الله خان يوسفزي پۀ “تصور” د ازادۍ اخري جنګ وکړو او داسې پنځلس کروړه هندوستانيانو د پينځلس لکهه نه هم پۀ کم شمېر پېرنګيانو جنګ بائيلو او دا ځکه چې هم دوي دانه وانه وو. هم د مغلي استبداد د لاسه بې سواده او غېر منظم وو او هم ئې د اوږد باچائيت له کبله د وطن دوستۍ او حب الوطنۍ سبق هېر کړے ؤ. د ازادۍ ستر مجاهد حسېن احمد مدني پۀ خپلو ملفوظاتو کښې ليکي چې زمونږ د دغه جنګ بائيللو يوه غټه او بنيادي وجه دا هم وه چې مونږ سره لکه د پېرنګي مضبوط ټيلي ګراپ سسټم نۀ ؤ او د اطلاعاتو کار مو ډېر فرسوده او خراب ؤ.

لنډه دا چې پېرنګے د خپل سائنس او ټېکنالوجۍ پۀ برکت دومره لرې نه راغلو، پۀ هندوستان قابض شو او دغه قبضې نه پسته ئې د لوے افغانستان لپاره تابيا پېل کړه. او دغه لړۍ هم د سازشونو او هم پله ايزدو جنګونو پۀ صورت کښې دوامداره شوه. کۀ مونږ پۀ دې وخت دغه ټول واړۀ واړۀ جنګونه او سازشونه يو خوا ته کړو او دې مياشت له راشو نو دا به ووايو چې د مېوند نه تر بچه سقه پورې د دغه لړۍ د ټولونه غټه، تاريخي او د پښتو قامي واقعه د “مېوند” واقعه وه. مېوند چې د يو کلي نوم دے او دا کلے مېوند ضلعه کښې د قندهار پۀ ولايت کښې د ولايت مرکز څخه ٤٥ کلوميټره لرې يو خوا ته اباد دے. کله چې پېرنګے غاصب د لوے افغانستان پۀ ضد پۀ خپله لومړۍ جنګي اراده کښې ناکامه شو او ماتې ئې وخوړله نو د زيات توان او کوټلې منصوبې سره ئې د بدل اخستلو او د افغانستان د زېر کولو هلې ځلې پېل کړې او داسې ئې يوځل بيا د ډېر طاقت او زياتې وسلې سره پۀ کال ١٨٧٨ز پۀ لوے افغانستان يرغل وکړو. اوس ئې هر امکاني کوشش دا ؤ چې لکه د هند لوے افغانستان هم پۀ مکمل توګه د خپلې سينې لاندې کړي. دغه جنګ روان ؤ چې پۀ ٢٧ جولائۍ د اوړي پۀ شديد موسم او سخته ګرمۍ کښې بې سواده افغانان ځوانان د خپل مېړني جرنېل ايوب خان پۀ مشرۍ تيار ولاړ وو. د پېرنګي پۀ جديد وسله ماموره منظم لښکر د خپل سر لښکر جنرل بوروز (General Burros) غوندې تجربه کار مشر پۀ قيادت کښې صف اراء وو. لکه چې مخکښې ووئيل شول پۀ دغه معرکه کښې دافغان لښکر قيادت سردار ايوب خان کولو. افغانانو سره نۀ خو جديده وسله وه او نۀ منظم او روزلے لښکر. چا د خپل پلار زړه توره راخستې وه، څو زړې ټوپکې او برچې وې او داسې د “مېوند” پۀ مېدان جنګ ونښتو. ظاهره ده جنګ کښې وسله او تربيت ډېر اهم کردار لوبوي او افغانانو دغه دواړه نۀ لرل. داسې ورو ورو د پېرنګي د توپخانې او ټوپکو د لاسه هم افغانان شهيدان کېدل او هم پۀ مزه مزه پۀ شاتمبېدل خو پۀ دغه جنګ کښې يوه پېغله پټ مخ د خپلو زلمو سره پۀ اس سوره روانه وه. دې به خپلو مېړنوله اوبۀ ورکولې.د ژوبل شوو او ټپيانو زلمو پۀ پرهرونو به ئې ملهم لګول.

څۀ لږې ډېرې ګولۍ او بارود چې افغانانو لرل هغه به ئې هم د يو ځاے نه بل ځاے ته اوړل . دا پېغله د دغه کلي سره خوا کښې د يو بل کلي د يو شپونکي لور وه چې نوم ئې “ملاله” ؤ ، خلقو به ورته د مينې نه ملالۍ وې. هغې چې وليدل چې د افعانانو سرتېرو سربازانو حوصلې ورو ورو کمزورې کېږي او غاصب پېرنګے د هغې پۀ پاکه خاوره شتۀ کېږي نو لکه څنګه ئې د مغلي بابر پۀ ضد د دلزاکو “شاه بوړۍ د کلپاڼۍ پۀ جنګ خپل سختن “رستم” ته ووې چې:

دښمن د کلي مېنځ له راغے

نامړده پورته شه چې ملادې وتړمه

خو هغه وې چې زۀ د باچايانو سره د جنګ توان نۀ لرم او شاه بوړۍ غشي لينده واخستل او پۀ يواځې سر ئې د بابر لښکر سره مقابله شروع کړه او ډېر پۀ بهادرۍ ئې خپل ځان قربان کړو. هم دغه وخت د خپل مخ نه نقاب لرې کړو د يو ژوبل شوي سرباز د لاسونو نه ئې غورځېدلے ملي بېرغ لاس ته کړو او لکه د زمري مېدان ته راګډه شوه او دا ټپه ئې پۀ زوره لکه د غېرت چغې بلنده کړه.

کۀ پۀ مېوند کښې شهيد نۀ شوې

ګرانه لاليه بې ننګۍ له دې ساتينه

د ملالۍ دغه جرات او دغه ټپې د شکست خورده ځوانانو پۀ وينو کښې افغاني هوډ را تازه کړو. ډاډ ئې وموند، غېرت او ننګ ورته ودرېد او يوه سکوټه فېصله ئې وکړه چې يا مېدان او يا شهادت ، د هغوي پښتون هوډ هغوي ته دا ووې چې يوه پښتنه پېغله د خپل وطن د خپلې خاورې پۀ ننګ مېدان ته را دانګلې شي او خپل سر پۀ تلي کښې اېښودلے شي نو مونږ خو ځوانان يو، د ملک ميروېس خان او احمد شاه ابدالي د توري او ننګ وارثان يو او داسې ددغه باتورې پېغلې پۀ دغه عمل او دغه غږ د جنګ نقشه بېخي بدله شوه. پۀ زرګونو پېرنګيان د مېدان جنګ د خاورو خوراک شول. د يوې اندازې مطابق شل زره پېرنګيان پۀ دغه جنګ کښې ووژل شول. خو ملاله هم د يوې ړندې ګولۍ ښکار شوه او مېدان کښې راپرېوتله او د خپلې خاورې پۀ ننګ شهيده شوله.

ملاله خو شهيده شوه خو د هغې وروڼو د هغې پۀ دغه غېرتي چغه د مېوند مېدان وګټلو. پېرنګي لښکر ماتې وخوړله. او د سنګر نه پۀ تېښته مجبور شو. وائي چې يو انګرېز کرنېل چې کله پۀ بېرته تښتېدو نو لکه د ماشومانو ئې لوې لوې چغې وهلې او د جاړو بوټو نه وېرېدلو. د هغۀ پۀ دغه کېفيت سلطان محمد صابر (ارواښاد) يو ډېر زړۀ پورې نظم هم تخليق کړے دے.

د پېرنګي د دومره لوے توان او دومره پراخې بادشاهۍ باوجود چې کله د هغوي لښکر د څو بې سواده او تش لاسو زلمو دلاسه ماتې وخوړه نو دا خبره د لندن پۀ محلونو او ايوانونو کښې لکه د خپسې خوره او د هغوي پۀ مرو غلې شوه،،، اوس خپل طاقت باندې غاوره او دا دعويٰ کوونکے پېرنګے چې زما پۀ رياست کښې لمر نۀ ډوبېږي ته خپل شکست او بائيلات حق دق ګوته پۀ غاښ وو.

هم د دغه ځوانانو او هم د دغه پېغلې سربازۍ او حريت پسندۍ ته پۀ حېرانتيا حېرانتيا ئې کتل. د مېوند “ملالۍ” پۀ دغه جنګ کښې د زلمو نه هم لوے کردار ادا کړو. هم ئې توره لاس ته کړه او هم ئې د زلمو حوصله اوچته او کلکه کړه. داسې ئې د پښتنو پېغلو لپاره يو لوړ مثال قائم کړو؛ بقول دايوب صابر:

زخمي ښې دي د هغې بې ننګه برېت نا

چې د کومو نشترونه نۀ جوړېږي

د قام جرنېل سردار ايوب خان هم پۀ دغه جنګ کښې د خپلې مړانې او افغانيت بې مثاله کردار قائم کړو او ځان ئې د خپلې يوې افغانۍ لور سره د تاريخ پۀ غېږه کښې “امر” کړو.

کله چې جنګ فېصله شو نو سردار ايوب خان سره د افغانانو سربازانو زلميو د “ملالۍ” مړي ته سلامي ورکړه او د هغې مړے ئې پۀ ډېر احترام او عزت پښتنې خاورې ته وسپارلو. د دغه مېړني سردار او جرنېل مزار نن هم د پېښور د وزيرباغ پۀ قبرستان کښې د افغاني وياړ، مېړنتوب او حريت پسندۍ علامت دے. او زمونږ نه غوښتنه کوي چې زما خصمانه وکړئ. ځکه چې زۀ ستا د تاريخ ملي هوډ يم. کۀ مېوند زمونږ د ملي تاريخ يو ځلنده باب دے نو د مېوند ملاله هم زمونږ افغاني هوډ او وياړ دے.

پۀ کال ١٩٥٩ز کښې افغان سرکارد مېوند پۀ هغه مقام (چرته چې ملاله شهيده شوې وه) يو ستر ملي يادګار جوړ کړو چې نن هم مونږ ته د دغه غېرتي قام د ډېرې د نرې او مېړنۍ لور د بهادرۍ، جرات او حريت قيصه پۀ خپله خاموشه ژبه کوي.

ملاله چې د جرات او مړانې علامت دے او د پښتنو پېغلو لپاره يو ځلنده مثال. مونږ د خپل تاريخ پۀ هره لور او هره ملاله وياړ کوو چې د وخت او زمانې د غوښتنو سره سم د خپل قام او ملت پۀ ننګ ودرېږي او دردېدلي دي. تل دې وه بريالۍ پښتنې ملاله.

دا هم ولولئ

د جېلخانې خوب يوه تجزيه – نورالامين يوسفزے

د جېلخانې خوب د خپل دور د يو داسې تخليق کار د ستر مفکر او …