د ججانو پروموشن پۀ مېرټ کۀ پۀ سنيارټي؟ – ناظم ايوب خان

نن زما موضوع دا نۀ ده چې د ملک پۀ نظام عدل کښې عوامو ته څۀ مسئلې پېښي دي او څنګه به حل شي، پۀ دې شايد چې پۀ بله کومه موقع د کالم پۀ صورت کښې بحث وکړم، فې الحال دا کتل دي چې د سپريم کورټ د ججانو چناو پۀ کومه طريقه کېږي او بيا دا ججان څنګه د چا د لاس مړزان جوړېږي او پۀ ملک کښې څۀ قسمه بګاړ پېدا کېږي، د کومې د وجې نه بيا نۀ صرف د عوامو پۀ نظر کښې د عدالت پۀ وقار کښې کمے راځي، بلکې سېټنګ ججان د خپل کوليګ پۀ رويو پۀ خلاص مټ د عدم اطمينان اظهار هم کوي، بلکې اوس اوس خو خبره تر دې حده پورې راغلې وه چې د فائز عيسي کېس کښې د بحث پۀ دوران کښې د نظم و ضبط د برقرار ساتلو د پاره لس منټه د بېنچ ناسته معطل کړې شوې وه. دې وخت کښې غټه مسئله د هائي کورټ د جونئير ججانو سپريم کورټ د پاره بطور ججان ټاکلو باره کښې ده، پۀ کومه چې پۀ موجوده وخت کښې پاکستان بار کونسل احتجاج کړے دے. ګرچې قانونې طور باندې داسې بندش نشته چې ګنې يو جونئير جج د سپريم کورټ جج نۀ شي جوړېدے، خو پرېکټس دا دے چې د هائي کورټ سنئير جج د سپريم کورټ د جج د پاره پروموټ کېږي. ولې داسې پکار ده؟ ځکه چې د ججانو پۀ مېنځ کښې يو واضح سپلټ (تقسيم) موجود دے. د ججانو دا تقسيم مونږ پۀ خپلو غوږونو د فائز عيسي کېس کښې اورېدلے دے، چې پۀ روټين کښې زمونږ غوږونو داسې کمنټس چرته پۀ عمر کښې هم نۀ وو اورېدلي. فائز عيسي صېب پۀ خپله هم د خپلې کورودانې پۀ کېس کښې پېش شوے و، کوم چې د پاکستان پۀ تاريخ کښې چرته نۀ وو شوي. پۀ داسې حالاتو کښې کۀ د هائي کورټ جونئير جج د خپل اهليت پۀ بنياد کۀ سپريم کورټ ته پروموټ هم شي نو يقينا چې دا عمل د سپريم کورټ د پاره زهر قاتل دے. پۀ ۱۴ جولائې فواد چوهدري د يو تقريب دوران کښې ډېره دلچسپۀ خبره وکړه، موصوف وفرمائيل چې پاکستان بار کونسل پۀ دې پۀ احتجاج دے چې سپريم کورټ د پاره ججان د سنيارټي پۀ بيناد پروموټ نۀ شول، بهئې!سينيارتي څۀ شے دے، مونږ له اهليت پکار دے، سنيارټي نۀ ده پکار. اوس چې خداے پاک چا کښې اهليت پېدا کړے دے، نو مونږ اهل خلک خو نظر انداز کولے نۀ شو، نو څنګه نااهل کس د قوم پۀ څټ سور کړو. د فواد چوهدري خبره سو فيصد درست ده چې اهليت ته کتل پکار دي، خو خبره دا ده چې د اهليت معلومولو پېمانه څۀ ده؟ وړومبے دا کتل پکار دي چې قانون دې باره کښې څۀ دے؟ قانون دا دے چې سپريم جوډيشنل کمېشن چې د هغې سربراه چيف جسټس اف سپريم کورټ وي، کمېشن به نوم رېکمنډ(سفارش) کوي او پۀ اتو کسانو مشتمل پارليماني کمېټي به تجويز شده نوم له منظوري ورکوي. کۀ چرې پارليماني کمېټۍ پۀ څۀ وجه نوم رد کړو نو بيا به کمېشن بل نوم ورکوي. خو د بد قسمتۍ نه افتخار چوهدري پۀ خپل وخت کښې پارليمانې کمېټي مکمل نظر انداز کړې وه او خپله من ماني ئې کوله. کۀ مونږ د لاهور هائې کورټ د اوس اوس رېتائرډ شوي چيف جسټس قاسم خان رويې ته وګورو نو د فواد چوهدري خبره وزنداره ده. قاسم خان د خپل رېتائرمنټ نه دوه ورځې مخکې پنجاب حکومت ته حکم ورکړو چې زمونږه اېډمنسټرېټيو کمېټۍ فېصله کړې ده چي جوډيشري الاونس دې پۀ پېنشن کښې شامل کړے شي، کوم چې تقريبا ۳ لاکه روپۍ جوړېږي. خو چي کله د پنجاب حکومت پۀ دې حکم باندې ټال مټول وکړو نو موصوف ووئيل چي بله ورځ به زۀ چيف منسټر له رګړا ورکوم، خو د رګړې نه مخکې د پنجاب حکومت د سپريم کورټ پۀ حکم باندې دا فېصله منسوخ کړه. خو بل خوا يقينا چې داسې ججان هم شته، چا چې د وکيلانو د پارکنګ د قبضې خلاف فېصله ورکړي وه، نو د بده مرغه وکيلانو د اسلام اباد د چيف جسټس د ستائنې پۀ ځاے د چيف جسټس خلاف وکلا ګردي وکړه، ګرچې پاکستان بار کونسل د وکيلانو دا عمل د دهشت ګردۍ مساوي وګڼلو. يو وکيل خو پۀ لاهور هائې کورټ يو سنګين الزام ولګولو چې د پاکستان او پنجاب بار کونسل پۀ انتخاباتو کښې خو لاهور کورټ د انتخاباتو نه مخکې د يو مخصوص ګروپ پۀ حق کښې فېصلې اورولې، بلکې موصوف تر دې پورې تور ولګولو چې لاهور هائې کورټ د دې مخصوص ګروپ د ګټې د پاره وکيلان پرېشرائز کول. يقينا چې د موصوف د لګولے شوي تور مطابق د لاهور کورټ دا طرزعمل د لاهور هائې کورټ د وقار شايان شان نۀ دے. پۀ ۱۱ جولايۍ باندې سابقه صدر سپريم بار کونسل هم يو سخت تقرير کړے ؤ چې پۀ کښې حامد خان د سپريم کورټ پۀ سابقه چيف ججانو او پۀ موجوده چيف جسټس ګلزار باندې سنګين تورونه لګولي دي، حامد خان وئيلي دي چې ثاقب نثار د سندهـ هائي کورټ يو خپل پسنديده جج د څلورم نمبر نه اوچت کړو او د سپريم کورټ جج ئې مقرر کړو. بيا کهوسه صېب اوټ اٖف ټرن د هائي کورټ دوه ججان د سپريم کورټ ججان وټاکل. بيا ګلزار صېب يو بل جج اوټ اف ټرن پروموټ کړو. يوه پېره چې غلط روش شروع شي نو بيا لوبه اودريږي نه، ماسوا د سنيارټي نه بله پېمانه د سره شته نه، چې څوک څومره قابل دے، د سپريم کورټ چيف جج صېب ته صرف قابليت خپله خوښه ښکاري. حامد خان صېب د وېنا مطابق د مرحوم چېف جسټس وقار احمد پشاور هائي کورټ او د سندهـ چيف جسټس احمد علي شېخ پۀ ځاے د لاهور هائي کورټ درې جونئير ججان سپريم کورټ ته پروموټ شوي وو. هغه کېس وقار احمد خان چيلنج کړے ؤ، خو هغه کېس لا تر اوسه د سره راونۀ وتلو، تر دې چې وقار احمد خان د دنيا نه کوچ هم وکړو، مخکې خو به کم از کم داسې کېده کۀ د کېس فېصله به غلطه هم کېده، کېس خو به لګېدۀ، خو د ګلزار صېب پۀ دور کښې خو د سره پته نۀ لګي چې کېس(فائل) ځمکې وخوړو يا اسمان ته والوتۀ، دې ته د حامد خان صېب پۀ ژبه کښې ګلزار ډاکټرائن وئيلے کېږي. اوس به دې ته ګورو چې خبره د چا ښۀ ده، د فواد چوهدري يا دا حامد خان صېب يعني مېرټ ښۀ دے کۀ سنيارټي؟ بظاهره خو د فواد چوهدري خبره هم وزنداره ده، کۀ يو کس د هائي کورټ جج وي نو بيا ولې هغه د سپرريم کورټ نۀ شي جوړيدے، کۀ خبرې تۀ لږ پۀ ژور نظر وګورو نو بيا د هائي کورټ چيف جسټس پۀ کوم اهليت د سپريم کورټ جج نۀ شي جوړېدے. وړومبۍ خبره خو دا ده چې يو کس د يوې صوبې ټوله جوډيشري هېډ کوي،هغه پۀ کوم صورت د سپريم کورټ جج نۀ شي جوړېدے. دويمه خبره دا ده، د سپريم کورټ د ډسلپنري امور باندې نظر ساتلو د پاره جوډيشل کونسل وي، د کوم چې دوه ممبران د هائي کورټ سنيئر ترين چيف جسټس وي او باقي درې د سپريم کورټ سنئير ترين ججان ممبران وي يعنې وقار احمد خان او احمد علي شېخ د سپريم کورټ د ججانو ډسلپنري امور د نظارت د پاره اهل وو، خو د سپريم کورټ د ججانو د پوسټ د پاره پۀ خپله نا اهل وو، دا خبره يقينا چې ټولې دنيا د پاره د خندا ده، چې فواد چوهدري وائي چې نا اهله کسان خو د قوم پۀ سر نۀ شو سورولے. پۀ دنيا کښې دوه قسمه جوډيشل سسټم دي، يو ته وئيلے کېږي “کامن لا سسټم”، چې د هغې د لاندې يونټ نه واخله تر د سپريم کورټ پورې يوه فلو وي، زمونږه، د بهارت، بنګله دېش او انګلېنډ والا دا سسټم دے. بل سسټم دے “کنټينېنټل” چې هغې کښې ۶ قسمه جوډيشل سېټ اپ وي. زمونږ پۀ سسټم کښې هائې کورټ نۀ صرف صوبائي قوانين ډيل کوي بلکې پۀ وفاقې قوانينو هم هغه شان مجاز وي يعنې زمونږ پۀ سسټم کښې د هائې کورټ ټول ججان برابر دي خو د هائې کورټ چيف جج پۀ کښې پۀ فرسټ پوزيشن وي، نو بيا پۀ کښې د مېرټ خبره د کوم ځاے نه راغله چې فواد چوهدري وائي چې نااهله کس د قوم پۀ څټ نه شو سورولے. د فواد چوهدري خبره صحيح ده خو کۀ چرې زمونږ پۀ ملک کښې کنټينېنټل سسټم وي، خو پۀ دې سسټم کښې د سپريم کورټ د جج د چناو د پاره سخته سکروټني پکار وي، کومه چې زمونږ پۀ ملک کښې ناممکن ده، ځکه چې دلته “پک اېنډ چوز” لوبه ده. د فواد چوهدري د دې خبرې رد د حامد خان پۀ تورونو کښې موجود دے، کله چې د مرحوم وقار احمد خان پۀ سربراهۍ کښې يو مخصوص عدالت مشرف ته د پهانسۍ فېصله ورکړه، نو د لاهور هائي کورټ هغه فېصله رد کړه، حالانکې د اپيل د سماعت اختيار د سپريم کورټ سره ؤ، د لاهور هائي کورټ دا اختيار نۀ ؤ. پۀ جنوري ۲۰۲۰ باندې حامد خان د دې فېصلې خلاف پۀ سپريم کورټ کښې اپيل وکړو، خو لا تر اوسه پورې فائل عدم پته دے. فواد چوهدري داسې ججان غواړي څوک چې د قوم پۀ څټ ناست وي، نه چې د سرکار پۀ څټ، دې ته ګلزار ډاکټرائن وئيلے کېږي، د کومې تارونه چې د بل ځاے نه خوځولے کېږي.

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …