“صاحب” – ساجد ټکر

ځنې خلک د خپل کار، کسب او پېشې لۀ وجې لويه نامه وګټي او ځنې خلک داسې وي چې د هغوي د کردار لۀ وجې د هغوي کار، کسب او پېشې ته درناوے او عزت وبخښلے شي. پۀ دنيا کښې داسې خلک لۀ شمېره وتې دي چا چې د خپل کار لۀ وجې عزت او نامه ګټلې ده خو داسې خلک د چا لۀ وجې چې د هغوي کار عزتمند کېږي، د ګوتو د شمېر دي. د نړۍ پۀ کچ د ګوتو د شمېر دې خلکو کښې يو د پېښور مغرورې خاورې نازولے، ښکلے، وتلے، منلے او بللے بچے يوسف خان المعروف دليپ کمار هم دے. دليپ کمار د هند فلمي نړۍ هغه ستورے دے د چا لۀ وجې چې نۀ صرف د اداکارۍ فن درناوے موندے بلکې د هند فلم نړيوال شوے دے. دليپ کمار هغه اداکار دے چا چې کۀ يو خوا د اداکارۍ نوے اسلوب وضع کړے نو بلخوا ئې دا پېشه د احترام لائقه ګرځولې ده.

د ګلونو د ښار دا وږمئيز بچے پۀ کال 1922 کښې د دسمبر مياشت کښې د قصه خوانۍ پۀ محله خداداد کښې د لالا سرور خان کره زېږېدلے ؤ. پلار ئې پۀ پېښور کښې د وچې مېوې کاروبار کولو. کورنۍ ئې بيا د قيصه خوانۍ پېښې نه وروستو بمبۍ ته پۀ کډه لاړه. دليپ کمار هلته خپل تعليم جاري وساتلو او بيا وروستو ئې پۀ يو کېنټين کښې کار کولو. دغلته يوه ورځ يوې اداکارې او پېشکارې يوسف خان وليدو او ورته ئې پۀ فلمونو کښې د کار کولو مشوره ورکړه او دغه شان لۀ کورنۍ پۀ پټه ئې پۀ فلمونو کښې قدم کېښودو. وړومبے فلم ئې “جوار بهاټا” ؤ خو کامياب شوے نۀ ؤ. د دې بې بدله اداکار پرله پسې څلور فلمونه ناکام شوي وو او بيا وروستو پۀ کال 1947 کښې “جګنو” فلم سره ورته کاميابي مېلاو شوه. فلم “جګنو” کښې ورسره د پاکستان نوموړې سندرغاړې نور جهان د هېروئين کردار لوبولے ؤ. لۀ دې وروستو ئې پۀ فلمي نړۍ کښې د کاميابۍ يو بې مثاله سفر شروع شو او د کېرئير اغاز کښې ئې “شهيد”، “مېله” او “انداز” پۀ شان فلمونو کښې د خپل هنر داسې اداګانې وښودلې چې نړۍ ئې اق دق حېرانه کړه. فلم “انداز” کښې ئې د يو ړوند کردار پۀ وازو سترګو داسې پۀ يو ښۀ شان ترسره کړے چې تر اوسه ورته فلم ناقدين ګوته پۀ خولۀ دي. د خداے بخښلي يوسف خان د هر فلم ځانله يو خوند او انداز دے. کۀ څۀ هم نوموړي د ژوند پۀ اوږدو کښې يوازې پۀ 65 فلمونو کښې کار کړے خو هر فلم ئې ځانله يو چاپ لري. د 1955 “دېوداس” ئې د الميې، غم او درد يو داسې انداز دے چې نن شپږ شپېتۀ کاله پس هم پۀ انسان غوني ځيګ ځيګ کوي. “مغل اعظم” ئې تر ننه د لازوال اداکارۍ شاهکار دے. “نيا دور”، “سګينه”، “دل ديا درد ليا”، ‘داغ”، “امر”، “اړن کهټولا”، “پېغام”، “مدهومتي”، “يهودي”، “آن”، “ازاد”، “کوه نور”، “ليډر”، “ګنګا جمنا”، “بېراګ” وغيره ئې د خپل وخت کامياب او ياد فلمونه دي.

دليپ کمار د “ګوپي” او “رام اور شيام” پۀ شان فلمونو کښې مزاحيه کردارونه داسې پۀ يو عجيبه انداز کښې ترسره کړي چې د کاميډينز لپاره نن هم د اکېډيمۍ درجه لري.

د اداکارۍ پۀ دوېم پړاو يعنې وروستي دور کښې ئې هم د خپلې اداکارۍ پۀ زور پۀ کېرېکټر رولز کښې ځان منلے ؤ. فلم “شکتي” کښې ئې ثابته کړې وه چې څوک هم د دليپ کمار د ډغرې نشته. دغه شان “کرانتي”، “مشال”، “دنيا” او “کرما” کښې ئې د کېرېکټر رولز پۀ ذريعه دنيا ته ښودلې ده چې د دليپ کمار د اداکارۍ جواب نشته. د دليپ کمار د ژوند اخرے فلم “قلعه” ؤ چې 1998 کښې پۀ سېنما ګانو چلېدلے ؤ.

دليپ کمار ته د اېوارډ څۀ ضرورت نۀ ؤ ځکه چې د هغۀ فن د دې محتاجه نۀ ؤ خو بيا هم د دنيا د دستور مطابق هغۀ ته اتۀ ځله فلم فئير اېوارډ، لائف ټائم اچيومنټ، نېشنل اېوارډ، دادا صاحب پالکے اېوارډ، پدما بيووشن، پدما ويبوشن او پۀ سلګونو نور ايوارډونه ورکړے شوي دي.

دليپ کمار ته 1962 کښې د هالي ووډ شهره افاق فلم “لارنس اف عرېبيا” کښې د شريف علي کردار وړاندېز شوے ؤ خو دليپ کمار د خپلو مصروفياتو لۀ وجې دغه رول نۀ ؤ قبول کړے. بيا وروستو دغه رول د مصر مشهور اداکار عمر شريف ترسره کړے ؤ او دليپ کمار وئيلي وو چې څنګه عمر شريف دغه کردار ترسره کړے نو داسې انصاف به ورسره ما نۀ ؤ کړے، دا د يو لوے انسان نخښه ده چې د خپل مېدان يو حريف پۀ داسې زرينو ټکيو کښې ستائي.

دليپ کمار خپل ژوند ليک د ” دليپ کمار: سبسټېنس اېنډ شېډو” پۀ نوم سره ليکلے دے چې پۀ کښې ئې د ژوند مختلف معلومات خوندي کړي دي.

دليپ کمار 1966 کښې د سائره بانو سره وادۀ کړے ؤ. اولاد ئې نۀ ؤ خو دواړو تر اخره اخره د مينې او مئينتوب ژوند تېر کړو. سائره بانو ترې پوره دوويشت کاله کشره وه خو تر اخره ئې ورسره مينه او وفا وکړه او لکه د ګل ئې دليپ کمار وساتلو. سائره بانو پۀ دليپ کمار د زړۀ نه مئينه وه او چې کله دليپ کمار لۀ نړۍ رخصت شو نو سائره بي بي پۀ ژړغوني اواز ووئيل چې ” خدا نے مجھ سے جینے کا بہانہ چھین لیا”.

د دليپ کمار د اداکارۍ پۀ اړه وئيلے شي چې پۀ دغه وخت پۀ ټوله نړۍ کښې صرف دوه داسې اداکاران وو چا چې ميتهډ اېکټنګ کولے شو بلکې د دې بنياد ئې ايښودے ؤ؛ يو د هالي ووډ (امريکه) مارلن برېنډو ؤ او بل دليپ کمار. فلم پوهان دريځ لري چې دليپ کمار کله هم پۀ فلم کښې اداکاري نۀ ده کړې بلکې د فلم مخصوص کردار کښې ئې ځان داسې ځاے کړے چې اداکاري ورته هم ګوته پۀ خولۀ پاتې شوې ده. خپله ئې يو ځل وئيلي وو چې “اداکاري هغه ده کله چې يو سړے اداکاري نۀ کوي”. هغۀ کله هم د خپل کردار نه پښې نۀ وې بهر کړې. کۀ “انداز” کښې ئې د نابينا کردار ته نوے جهت بخښلے نو پۀ “مغل اعظم” کښې ئې ښودلي چې شهزاده څنګه وي. “مغل اعظم” کښې ئې د سليم شهزاده کردار پۀ يو داسې ځانګړي خوند لوبولے چې کۀ خپله شهزاده سليم راغلے وے او دليپ کمار ئې پۀ دغه انداز او کړۀ وړۀ کښې ليدلے ؤ نو پۀ چغه به ئې وئيلے وو چې شهزاده هم داسې وي. د اداکارۍ د لوړتيا لپاره ئې بس دا کافي ده چې د خپل وخت کۀ هر فنکار ورسره ګډ کار کول خپل اعزاز منلے نو وروستو تر اميتابهـ ، دهرمېندر، شاه رخ خان او هر اداکار ئې خپل محسن بولي ځکه چې هر چا ترې څۀ نه څۀ تروړلې دي.

دليپ کمار يو لوستے، پوهه او حساس انسان هم ؤ. پۀ نظرياتي توګه ئې وئيلي وو چې د پنډت جواهرلال نهرو نه متاثره دے. دغه شان د فخر افغان باچاخان بابا هم خاص معتقد او مينه وال ؤ او هغه تاريخي تصوير خو ئې زړۀ کښې لارې کوي کله چې دليپ کمار پۀ بمبۍ هوائي ډګر د باچاخان بابا مخې ته پۀ ادب او ټيټ سر ولاړ وي او بابا ورسره د خپل شفقت او مينې مظاهره کوي. دې يو تصوير کښې د دليپ کمار پښتو، مينه، احساس او شعور راغونډ شوي ښکاري.

دليپ کمار يوازې يو وتلے اداکار نۀ ؤ بلکې هغه د خپل فن لۀ وجې يو نړيوال نوم ګرځېدلے ؤ. 2009 کښې د پاکستان او بهارت تعلقات ډېر زيات خراب وو او د جنګ خطره وه نو هم دليپ کمار هغه سړے ؤ چې د دواړه ملکونو ترمېنځ ئې د سولې رول لوبولے ؤ. لۀ دې وړاندې 1992 کښې هم پۀ يوه خفيه دوره د امن پۀ مشن راغلے ؤ. دلته دا هم وئيل اړين بولم چې دليپ کمار پۀ ټول ژوند کښې درې ځله پاکستان ته راغلے دے چې دوه ځله ښکاره يعنې پۀ کال 88 او 98 کښې او يو ځل يعنې 1992 کښې د سياسي خبرو لپاره پۀ خفيه توګه راغلے ؤ. کال 1988 کښې چې خپل کور ته ورتلو او خپل درشل ته ورسېدو نو ميډيا ته ئې خواست وکړو چې ما پسې دننه مۀ راځئ ځکه چې زۀ خپل کور ته د خپل ماشوموالي د يادونو سره ننوتل غواړم او يو ځل بيا يوسف خان جوړېدل غواړم. دا خبره ئې خپله سوانح عمرۍ کښې هم کړې ده، وائي چې کله ننوتم نو نيا مې د ځانګو سره ناسته وليده او وې وئيل چې “يوسفي آګيا” او دغه شان پۀ کور کښې مې د نيا، مور او پلار سره يوه ګېنټه تېره کړه. يوه ګېنټه پس د هغه وخت چيف سېکرټري دروازه وټکوله تر څو معلوم کړي چې دليپ کمار صېب پۀ څۀ حالت دے. دليپ کمار صېب د ګيلې پۀ توګه ليکلي چې دغه افسر زما د خوبونو قاتل دے ځکه چې زۀ ئې د خپلې دنيا نه راويستے وم. دليپ صېب خپله د فلمونو رائلټي د خېر ښېګړې کارونو ته وقف کړې وه او تر ننه ئې پۀ هند کښې 5000 ګرېجوېټس پېدا کړي دي چې لا دوي ته ئې تر دې دمه پته هم نۀ وه چې دا ښېګړه ورسره چا کړې ده. دغه شان د غريبانو سره مرسته، فلاحي کارونه او د يتيمانو سره ئې هم مرسته جاري ساتله.

دليپ کمار ته د لاجواب اداکارۍ لۀ وجې “ټرېجډي کنګ” او “دي فرسټ خان” وئيلے شي. يو بل د عزت ټکے چې پۀ هند فلمي نړۍ کښې صرف د دليپ کمار پۀ برخه رسېدلے هغه “صاحب” دے. د بالي ووډ هر لوے وړوکے اداکار ښۀ پۀ مينه او احترام دليپ کمار ته “صاحب” وائي.

دا لوے اداکار د جولائۍ پۀ اوومه د بمبۍ پۀ يو هسپتال کښې د اوږدې ناروغۍ وروستو د 98 کالو پۀ عمر کښې پۀ حق ورسېدو او هم پۀ بمبۍ کښې د سرکاري اعزاز سره خاورو ته وسپارلے شو.

دا هم ولولئ

اداريه

  چې يوازې يو شے وران ؤ نو مونږ به څۀ نۀ وئيل، چې يو …