کله چې قيوم خان پۀ وزارت کښېناستو نو مسلم ليګ خو دا ورځ د خدايه غوښتله ځکه چې پۀ مسلم ليګ کښې خو ټول خان بهادران، نوابان او خانان شامل وو چا چې ټول عمر د پېرنګي مخې ته جارو وهلې وه او پېرنګے ئې خپل دوست ګڼلے ؤ. نو هغوي دا خبره بيا چرته زغملې شوه چې د هغوي مزې دې ختمې وي. او د خدائي خدمتګار چا چې ټول عمر د پېرنګي د ظلم او جبر پۀ ضد مبارزه کړې وه او د چا حکمرانۍ سره چې د دغه خانانو، نوابانو او خان بهادرانو هغه ټوله نشه وتې وه.
نو د قيوم خان حکومت جوړېدو سره هغوي ته ايله موقعه پۀ لاسو ورغله چې دوي نشان عبرت جوړ کړي. د مثال پۀ توګه د ډاکټرخان صېب وزارت کښې پۀ هغه قانون کښې بېخي بدلون راوستلے شوے ؤ پۀ کوم باندې چي به د دغه خانانو او نوابانو پۀ سفارش خلقو ته نوکرۍ ورکېدې. پۀ دې بابت کښې د ډاکټر خان صېب حکومت اعلان کړے ؤ چې ټولې سرکاري نوکرۍ به پۀ اهليت(Merit)باندې حقدارو ته ورکولې شي او پۀ دې اړه د اميدوارانو د اهليت امتحان اخستو لپاره ئې يو بورډ هم جوړ کړے ؤ. نو دغه شته منۍ او د دغه خانانو، خان بهادرانو او د نوابانو پۀ سفارش باندې پۀ خپلو نوکرو کښې ننوتې طبقې خلق د دوي پۀ دغه اصلاحاتو باندې خفه وو.
قيوم خان ته لويو لويو د مسلم ليګ وکيلانو وئيلي وو چي ستا د وزارت لپاره هېڅ قانوني، آئيني، جمهوري، پارلېماني، اخلاقي او مذهبي جواز نشته نو دا اوس ستا کار دے چې زمونږ درکړے شوے غېرقانوني وزارت تۀ پۀ خپله باندې قانوني کړې. نو قيوم خان ته خو د خپل وکالت د وخت تجربې او مطالعې هغۀ ته د شېطانت، ټګۍ، بد ديانتۍ، بد عهدۍ، دهوکه بازۍ ټولې لارې چارې د مخکښې نه ښودلې وې.
نو قيوم خان د ډاکټرخان صېب پۀ وزارت کښې شامل د خدائي خدمتګارو څلور غړي چې دوه کسه (1) ميا جعفرشاه کاکاخېل (2) ارباب عبدالرحمان د ګلي ګهړۍ او دوه د کوهاټ ضلعې ممبران (3) سالار محمد اسلم خان خټک او (4) جرنېل صاحب ګل خټک د کرک د سيمې پۀ دغه خپله چالاکۍ او شېطاني ذهنيت سره مات کړل او خپل ځان سره ئې د مسلم ليګ ډله او وزارت کښې شامل کړل. چې بيا هم دغه مات شوي کسانو خپل ټول عمر د ميرجعفر او مير صادق کردار لوبولے دے.
پۀ دغه ورځو کښې قيوم خان پۀ باچاخان باندې د وسلې د قانون لاندې يوه مقدمه جوړه کړه. سره د دې چې باچاخان د پاکستان د آئين سازې اسمبلۍ غړے ؤ او د پارلېمان د غړي پۀ توګه هغۀ دا مکمل حق لرلو چې د خپل حفاظت لپاره ځان سره وسله وساتي نو کله چې باچاخان د يو محافظ زلمي سره د دواوې د سيمې د دورې پۀ موقعه دغه تمانچه پوليس ونيوله خو باچاخان ئې پۀ هغې کښې چالان کړو.
د باچاخان د پاکستان ائين سازه اسمبلۍ ته تګ او جناح سره ملاقات:
پۀ کال 1948 کښې د فرورۍ مياشت کښې د پاکستان د ائين سازې اسمبلۍ غونډه پۀ کراچۍ کښې رابللې شوې وه. نو پۀ دې اړه د خدائي خدمتګارو مشرانو پۀ خپلو کښې صلاح و مشورې نه وروستو د روغې جوړې او مصالحتي لارې پۀ توګه دا فېصله وکړه چې باچاخان دې دغې غونډې کښې د ګډون پۀ اړه کراچۍ ته لاړ شي. او کۀ ممکن وي نو د ملک د نورو واکدارانو سره سره دې جناح سره دې د خبرو اترو لپاره ملاقات وکړي چې پکښې د ټولو غلط فهمۍ لرې کولو موقعه پېدا شي.
چنانچې باچاخان کراچۍ ته لاړو او هلته ئې د پاکستان آئين سازه اسمبلۍ کښې د ملک سره د وفادارۍ سوګند پورته کړو. د هغې نه وروستو ئې اسمبلۍ کښې د تقرير کولو پۀ موقعه د خپل سياست پۀ اړه دا وضاحت هم وکړو چې؛
“د ملک د وېش پۀ حقله زمونږ پۀ مېنځ کښې اختلاف موجود ؤ. خو دا بېخي يو سياسي اختلاف ؤ. چونکې پۀ سياست کښې پۀ هره مسئله کښې دوه رايې کېدې شي. کومې پورې چې د وېش پۀ اړه زمونږ د موقف سوال دے نو مونږ خو پۀ خپله سياسي پوهه د ملک وېش د مسلمانانو لپاره ګټور نۀ ګڼلو. خو چې کله د مسلمانانو اکثريت دغه مطالبه ومنله چې هغوي د ملک وېش غواړي او پاکستان جوړوي نو بيا مونږ د دغه اکثريت دغې فېصلې ته غاړه کېښودله.او اوس چې کله پاکستان جوړ شولو نو دا دے ما دې سره د وفادارۍ سوګند پورته کړلو. نو اوس دا زمونږ ټولو شريک ملک دے. زمونږ د اړخه سياسي اختلافات هم اوس ختم دے. نو اوس خو پکار دي چې مونږ ټول را پاڅو او پۀ شريکه د دې ځپلي شوي ملک خدمت ته خپله ملا وتړو. چې د ازادۍ دا خواږۀ د دې ملک ګټ ګټ کښې مېشتۀ غريب او بې کسه، وږي، تږي، بربنډ او لغړ قام ته ورسوو. پۀ دې اړه مونږ ټول خدائي خدمتګار خپل خدمات د اوس نه سرکاري ډلې ته د ملک او قام د ترقۍ او څوکالۍ د سپېځلي کار لپاره پېش کوو. او زمونږ له اړخه همه ګيلې او جګړې د اوس نه ختمې دي.”
د باچاخان د تقرير نه وروستو د سرکاري ډلې يوغړي پۀ باچاخان باندې سوال وکړو چې ؛
“ستا د پښتونستان نه څۀ مطلب دے؟”
باچاخان هغۀ له ځواب ورکړو چې؛
“زمونږ د دې صوبې نامه نشته دے، شمال مغربي صوبه څۀ شے دے؟ او څۀ معنٰي لري؟ دا خو د هندوستان شمال مغرب ؤ او هغه هم اوس د مېنځه لاړ. نن سبا خو د پاکستان هره يوه صوبه سرحدي ده او بېن الاقوامي سرحدونه لري. نو لکه څنګه چې د بنګليانو صوبې ته بنګال، د پنجابيانو صوبې ته پنجاب، د سندهيانو صوبې ته سندﻫ او بلوچو صوبې ته بلوچستان وئيلے شي نو هم داسې دې زمونږ د دې صوبې نامه هم بدله کړې شي او پښتونستان دې ورله کېښودلے شي. نو هر چا ته به پته لګي چې دا د پښتنو صوبه ده.”
د دې نه ورو ستو يو بل غړي پرې بيا دا سوال وکړو چې؛
“د افغانستان سره د تعلقاتو پۀ حقله ستا څۀ رايه ده؟”
نو باچاخان هغۀ له يو ډېر مدلل او ښکلے ځواب ورکړو چې هغه غړے ئې لاجوابه کړو. باچاخان ووئيل چې ؛
“کۀ ستا اسلام ما د دې ځاے نه پنځلس سوه لرې مسلمان يعنې بنګالي سره ورور کوي نو دلته ما سره نزدې پۀ پوله پروت مسلمان سره پۀ ورورولۍ تاته بيا پۀ څۀ او ولې اعتراض دے؟”
باچاخان چې کله پۀ اسمبلۍ کښې دا تقرير کولو نو د صدارت پۀ کرسۍ جناح صېب پۀ خپله موجود ؤ. او دا ټولې خبرې ئې اورېدې.
د باچاخان جناح صېب سره ملاقات:
يوه ورځ باچاخان د ډوډۍ پۀ بلنه کښې ګډون وکړو او پۀ دغه موقعه ئې جناح صېب سره ملاقات هم وشو. د خبرو اترو پۀ وخت جناح صېب دا خيال ښکاره کړو چي هغه د کليوالو خلقو د ژوند حالت ښۀ کولو او هغوي له د روزګار پېدا کولو پۀ اړه د کورنۍ خامتا جامو جوړولو لپاره د څرخو او کډو لګولو انتظام کول غواړي. نو باچاخان ورله بلنه ورکړه چې پۀ دې بابت کښې زۀ تاله زمونږ مرکزعاليه سردرياب ته د راتلو بلنه درکوم چې تۀ راشه نو هلته به مونږ ټول ستا د شان سره مناسب هرکلے وکړو، ورسره ورسره به د جامو جوړولو او کډو لګولو جاج به هم واخلئ. بيا جناح صېب ورسره وعده وکړله چې زۀ کله هم پېښور ته درغلم . نو بيا هلته به پۀ تفصيل سره پۀ دې اړه شوې ټولو خبرو پۀ رڼا کښې جاج واخلو او ضروري فېصلې به هم وکړو. او دغه رنګ مرکزعاليه سردرياب ته د راتګ بلنه ئې قبوله کړه او وې وئيل چې ضرور به درځم.
باچاخان چې کله بيا د کراچۍ نه بېرته راستون شو او ملګرو ته ئې د ملاقات ټول حال ووئيلو نو هغوي هم ډېر خوشحاله شول.
بياهم د دغه کال د مارچ پۀ مياشت کښې د جناح صېب پېښور ته د راتګ پروګرام جوړ شولو. دۀ سره د باچاخان د ملاقات ورځ هم وټاکلې شوه. د باچاخان پۀ خواهش د خدائي خدمتګارو او قامي جرګي صوبائي مجلس عاملې غونډه هم پۀ دغه ورځ راوبللې شوه چي جناح صېب سره پۀ ملاقات کښې کومې فېصلې وشي چې پۀ هغې باندې خبر شي او مرکزعاليه ته د هغۀ د راتلو پۀ موقعه د مېلمستيا لپاره ټول پروګرام هم وټاکلے شي.
جناح صېب چې پېښور ته راغلو نو ګورنر هاوس ته ئې باچاخان د ملاقات کولو لپاره غوښتے ؤ او چې بيا هلته ئې ورسره ملاقات وکړو نو ورته ئې ووئيل چې زۀ سردرياب ته نۀ شم درتلے البته تاسو ټول پۀ مسلم ليګ ډله کښې شموليت وکړئ.
نو دغه شان بيا جناح صېب سمدستي د خپل هغې لوظ نه وروستو شو کوم چې ئې باچاخان سره پۀ کراچۍ کښې کړے ؤ.
د باچاخان او د قامي تحريک د نورو مشرانو ګرفتاري:
قيوم خان چې ځاے پۀ ځاے د خدائي خدمتګارو او قامي تحريک د کارکنانو د ګرفتارۍ کومه لړۍ د خپل وزارت د وړومبۍ ورځې نه پېل کړې وه هغه هم هغه شان روانه وه. باچاخان به پۀ مرکزعاليه سردرياب کښې دېره ؤ او خدائي خدمتګار به ورله هلته تلل راتلل. خو چې کله به هم حکومت دفعه 144 ولګوله نو باچاخان او خدائي خدمتګارو به هغه نۀ ماتوله.
تردې چې د جون 1948ز مياشت پۀ سرراغله. او د ګرمۍ پۀ دغه موسم کښې باچاخان د خپل ټول عمري قاعدې مطابق د سوېلي ضلعو يعنې کوهاټ، بنو او ډېره اسماعيل خان د دورې کولو پروګرام وټاکلو.
بيا هم د دغه مياشتې پۀ څوارلسمه نېټه باندې باچاخان د دغه ضلعو پۀ دوره د خپل ټاکلي شوي پروګرام مطابق خپلو څو نورو ملګرو سالارمنېرخان او نجيب الله عرف نجو بابا سره روان شولو. خو چې کله دوي احمدي بانډې ته ورسېدل نو هلته بيا پوليس دا ټول د دفعه 40 سرحدي لاندې ګرفتار کړل او د دوي نه ئې د نېک چال چلن پۀ بابت کښې ضمانت وغوښتو خو باچاخان ورته انکار وکړو نو باچاخان ئې پنجاب او سالارمنېرخان او نجو بابا ئې هري پور ته چالان کړل.
د دې نه وروستو وزيراعلٰي قيوم خان اخبار له د دې ګرفتارو پۀ اړه يو بيان جاري کړو. دۀ پۀ خپل دغه بيان کښې پۀ باچاخان او د هغۀ پۀ ملګرو دا تور ولګولو چې؛
” دوي د قطبي وزيرستان ميرزاعلي خان (فقير اېپي) له نغدې پېسې وړلې او هغۀ ته ئې پۀ پاکستان باندې د حملې کولو بلنه ورکوله نو ځکه مونږ دا ټول ګرفتار کړل.”
حالانکې دا خبره بېخي يو بې بنياده او دروغ خبره ځکه ده چي کله باچاخان او د هغۀ ملګري د ګرفتارولو نه وروستو جېل ته ورسول شو نو چې کله د جېل د قانون مطابق د هغوي نه ټول ذاتي څيزونه د جېل عملې پۀ خپل تحويل کښې اخستل نو د باچاخان د جېب نه پۀ دغه وخت درې اتيا(83) روپۍ را ووتلې کومې چې د جېل عملې پۀ خپل رېکارډ کښې هم بيا وليکلې نو د قيوم خان دغه يو تور خو هم پۀ دغه ځاے دروغ ثابت شو. خو پۀ دغه موقعه قيوم خان اصل خبره پټه کړله ځکه چې هرکله باچاخان د سوېلي سيمو د دورو اعلان وکړو نوقيوم سره د ځان او د خپلې کرسۍ فکر پېدا شوے ؤ. دۀ سره پۀ خپل زړۀ کښې دا وېره هم پرته وه کۀ چرې پۀ دې موقعه باچاخان د اولس مېنځ کښې ودرېدو او زما اصلي مخ ئې قام ته څرګند کړلو نو بيا خو زما خېر بالکل نشته.
باچاخان ئې د ګرفتارۍ وروستو پېنډۍ ته ورسولو او بيا د هغۀ ځاے نه منټګمري (ساهيوال)جېل ته او نظربند شو.
کله چې خدائي خدمتګار د دې ګرفتارۍ نه خبر شول نو ټول د خپلو کورونو نه بهر راووتل او ځاے پۀ ځاے ئې جلسې او جلوسونه وويستل. او دا غوښتنه ئي کوله چې؛
” پۀ باچاخان دې پۀ عدالت کښې مقدمه وچلولې شي کۀ چرې پۀ کښې دا ثابته شوله چې هغۀ پۀ رښتيا دغه عمل کړے وي د کوم ذکر چې قيوم خان کوي نو سخته نه سخته سزا دې ورکړې شي. نو مونږ به هم بيا د باچاخان نۀ خپلې ټولې لارې جدا کړو. کۀ چرې دا الزام دروغ وي نو بيا دې د دې دروغو وئيلو او بې ځايه تور لګولو واله دې هم دغه سزا ورکړے شي کومه چې د دغه جرم پۀ اړه پۀ قانون کښې موجود ده.
خو پۀ دې اړه مونږ دا باور لرو چې دا پۀ باچاخان باندې يو د دروغو تور لګولے شوے دے چې حقيقت سره د لرې لرې پورې هېڅ تعلق نۀ لري زمونږ ټولو دا هم پوخ يقين دے چې باچاخان بې ګناه دے او دا هرڅۀ چې وشو يا روان دي د مخالف ډلې له اړخه زمونږ او د باچاخان د بدنامۍ لپاره يو سازش دے.”
د دې جلسو او جلوسونو ختمولو پۀ اړه حکومت خپل ډېر زور ولګولو او د خدائي خدمتګارو خلاف ئې خپل ټول طاقت هم استعمال کړو چې وهلو ټکولو او ګرفتاروسره سره ئې خپله هر يوه حربه هم استعمال کړه.
د دې ګرفتارو پۀ سلسله کښي حکومت پۀ بابړه کښې هم ډېرې ګرفتارۍ وکړې او د خدائي خدمتګار تحريک سره تړلي د سر سر کسان چې پۀ کښې احمد کاکا، سيد محمد فصيح باچا او د دوي نورملګري شامل وو ونيول او د هري پور جېل ته بوتلل.
پۀ خدائي خدمتګارتنظيم پابندي:
د جولائي د مياشتې پۀ څلورمه نېټه د صوبې حکومت يو ارډيننس جاري کړو چې پۀ کښې ئې خدائي خدمتګار تنظيم خلاف قانون وګرځولو او د دې نه علاوه پۀ “پښتون” رساله ئې هم پابندي ولګوله. د حکومت پۀ مخالفينوباندې ئې د پاکستان د مخالفينو او د قام د غدارانو نه علاوه د اسلام دښمنانو نامې کېښودلې.
عدالت ته پېش کول خو پرېږده چې پۀ دې ارډيننس کښې يوه دفعه دا هم موجود وه چې هېڅ يو عدالت هم حکومت پۀ دې نۀ شي مجبورولے چې مجرم ته دې د خپل کړي جرم وضاحت وکړي. او نۀ د دغه نظربندۍ د سزا څۀ معياد مقرر ؤ ورسره د ټولو کسانو منقوله او غېرمنقوله ټول جائيدادونه ضبط کړے شول.
پېرنګي ګورنر چې کله دا ارډيننس جاري کولو نو د دغه کاغذ پۀ سرباندې هغۀ پۀ غټو ټکو کښې دا ليکلي وو چې زۀ دا ارډيننس د ګورنر جنرل قائداعظم محمد علي جناح د هداياتو پۀ رڼا کښې جاري کوم.
قيوم خان خو پۀ دې اړه د صوبې پۀ اسمبلۍ کښې تر دې پورې وئيلي وو کوم چې د اسمبلۍ د کارروائۍ کښې آن دي رېکارډ موجود دي چې؛
“زۀ به د خدائي خدمتګارو کورنۍ د لوږې نه داسې ووژنم چې هغوي ته د صوبائي اسمبلۍ د بالا دستۍ پته ولګي.