نۀ پوره کېدونکے زيان—اعجاز خان هوتي ايډوکېټ

دا ليکنه شريکه کړئ

مولانا خانزېب صېبه :

تۀ د فخر افغان باچا خان او د خان عبدالولي خان د تحريک سر تېره او فعال غړے وې. تا د حجرې او جومات تر مينځه د بغض، حسد، نفرت او د ځاني ګټو د پاره راجوړې کړې فاصلې د ختمولو او بيا د يو کولو دروند او خطرناک پيټے په خپلو اوږو اخستے و. هرې حجرې ، جومات او کلي کور کښې دې شپه او ورځ د اتفاق او ورورولۍ خبره کوله، منت دې کوۀ جرګې ننواتي او مرکې دې کولې. هر څۀ که مونږه د خان شهيد عبدالصمد خان اچکزے او محمود خان اچکزے د لښکر برخه يو. يا هر څوک چې د کوم بل پښتون مشر تابه سره ملګري دي. د دوي د ټولو مرام او هدف په بر کچ او اجتماعي توګه يو دے. معنا د پښتنو يو والې، د پښتو او پښتنو شناخت، پرمختګ او اختيار سره سره د ملک د نورو قامونو سره برابري. چې ګټه ئې نورو ټولو پښتنو ته هم ده. البته تنظيمي، جغرافيائي او د رويوو تضاد او څۀ واړۀ واړۀ تضادات ممکن دي. خو داسې تضادات چې نيت پاک او سوچ مثبت وي نو لکه د تعميري تنقيد د زغملو وي. خو دا تضادونه هله تاواني شي چې کله مونږ په نا پوهۍ کښې او يا د چا په لمسه دا تضادونه په اختلاف بدل کړو او خپل شريک مشرانو پسې اپلتې غپلتې شروع کړو. بې ځايه او بې مطلبه نيوکې کوو. خان زېبه وروره! په دغه حواله ته که د هر ګوند غړے او مشر وې او د هر سوچ او فکر څښتن وې. خو ټول پښتانۀ په دې قانع دي چې تا زمونږ د ټولو پښتنو د پاره اواز پورته کولو‌ او دومره په ميړانه او ايماندارۍ دې پورته کولو چې دغه پور دې زمونږ د خلاصولو نۀ دے. د انګرېزانو او نورو د پاره که هند د سروزرو مرغۍ وه نو دا وخت که خېبر پښتونخوا ده او که شمالي پښتونخوا او که افغانستان دے. د ټول جهان د پاره د دوي د شتمنو په وجه سرو زرو مرغۍ ده او د ملک او جهان استحصالي قوتونه د خپلو ناولو او استحصالي اهدافو تر لاسه کولو په لار کښې يو خنډ هم نۀ مني ۔ دغه خنډ که قام پرست وي کۀ ملک يا وفاق پرست، که سيکولر وي که سوشلسټ يا کمونسټ ، که ډېر غټ او کسکر مذهبي وي او يا که هسې حق پرست وي. په هيچا هم هيڅ صرفه نۀ کوي. خان زېبه وروره! تا د امام حسېن عليه سلام د حق بيرغ اوچت کړے و او د ليک لوست وېنا پۀ ذريعه دي د پښتنو ذهنونه رڼا کول او هغوي کښې دې شعور بېدارؤ او خوره و. نو تۀ خو نو بيا په دې لار کښې ډېر غټ خنډ وې او هم هغه څۀ در سره، هم د محرم په میاشت کښې اوکړے شو کوم چې امام عالي مقام سره په محرم کښې د کربلا په مېدان شوي وو. تا هم د لکه موسی عليه سلام د خپل قام ښۀ ورځ غوښتله او د پښتونخوا چې د مودو نه کربلا جوړه شوې ده په زمکه په رڼا ورځ او ډاګه مېدان او وژلے (شهيد) شوې۔ ستا پۀ داسې په ناتار وژنه مونږ ټول پښتانه د سياست او پارټيو ماوارا ټول داسې خفه يو لکه د خپل يو ورور او بچي. ټولو پښتنو په ريښتيا چې ستا په جدائۍ د ډېر غټ زيان سره مخامخ شو. داسې زيان چې راګرځېده ئې ممکن نۀ دي. بس دا به تکرار کړم چې

میں کس کے ھاتھ پے تیرا لہو تلاش کروں

تمام شہر نے پہنے ہوے ہیں دستانے

په ګور دې نُور او ارواح دې ښاد اوسه امين ۔

نورې ليکنې۔۔۔