مونږ او طالبان، سلیم صافي—مختيار حېران (مترجم)

دا ليکنه شريکه کړئ

دا د هغه وخت ذکر دے کله چې زه د لومړي کال زده‌کوونکے وم. په هغه وخت کښې زه د اسلامي جمعيت طلبه سره وابسته وم او د قاضي حسين احمد د جهاد د فلسفې قائل ووم د سويت يونين فوځونه له افغانستانه وتلي وو او ډاکټر نجیب الله د افغانستان مشر و. بېنظیر بهټو د پاکستان وزيراعظه وه، مرزا اسلم بېګ د پاکستان د پوځ مشر و او جنرل حميد ګل د آی اېس آی مشر و.په هغه وخت کښې جنرل حميد ګل د مجاهدينو له لاري د جلال‌اباد د قبضه کولو منصوبه جوړه کړۀ . د عرب مجاهدينو په مرسته مجاهدين د تورخم له لارې جلال‌اباد ته ورسېدل، خو هلته یې افغان پوځونه شاته ديکه کړل او بېرته یې تر تورخم پورې پورې راوسول، خو عرب مجاهدينو هلته ډېره زړورتيا او قرباني ورکړه او افغان پوځ یې څه وخته پورې ايسار کړو. بيا مجاهدين بېرته جلال‌اباد ته په لاره شول او د سمرخېل سيمه يې ونيوله.په دغه دوران کښې چې مونږه د جمعيت سره تړلي يو څو ملګري وو، له خپلو کورنيو بې له اجازې چې د هغوي ژړا غم ته مو اونۀ کتل او د جهاد په نيت جلال‌اباد ته روان شو. شپه مو د پېښور د حزب اسلامي په مهمان خانه کښې تېره کړه او سبا له مو د جلال‌اباد د سفر منصوبه جوړه کړي وه. ماښام د پېښور ملګرو راته وویل چې په اسلاميه کالج پېښور کښې د شپې د پښتو مشاعره ده او اجمل خټک (چې هغه وخت اجمل خټک زمونږ په نظر کښې روسي ايجنټ و) هم برخه اخلي. نو مونږ پرېکړه وکړه چې مشاعره ګډوډه کړو، او ړومبۍ د جهاد دا فريضه دلته ترسره کړو ځکه چې زمونږ مشرانو مونږ ته وئيلي وو چې د حديث شريف له مخې «بدي بايد په لاس ودروي، مشاعره مو ګډوډه کړۀ، او بله ورځ مونږ جلال‌اباد ته لاړو. کله چې مونږ د سمرخېل په سيمه تېرېدو، نو هر خواته د افغان پوځونو مړي پراته وو. مونږ د حکمتيار د مجاهدينو سره وو او هغوي د جګړې په فرنټ لائن و. نو مونږ هم د جلال‌اباد سوېل ختيځ ته د «هډې بابا» محاذ ته اورسېدو د ورځې به د افغانستان حکومت الوتکو زمونږ په مورچو بمباري کوله او د شپې به مونږ د CIA او ISI راکړل شوې توغندي د جلال‌اباد په ښار ورولي. کله نا کله به زمونږ ذهن کښې دا پوښتنه هم راولاړېده چې اوس خو روسيان تلي دي، نو مونږ ولې د ډاکټر نجیب سره جګړه کوو، هغه خو پښتون دے…؟ مسلمان دے…؟ نو زمونږ د مشرانو به دا ځواب و چې ډاکټر نجیب د سويت يونين ملګرے دے ، مرتد شوے دے، نو وژنه یې فرض ده. بیا به مو سوچ کاوو چې دا افغان پوځونه او پولیس خو هم خپل بچو ته حلاله روزي پېدا کوي، نو مونږ يې بيا ولې وژنو…؟ نو ددې ځواب هم څه داسې ؤ چې دوي د ډاکټر نجیب د حکومت تنخوادار دي، نو وژنه یې د ایمان تقاضه ده. بیا به مو وئيل چې د جلال‌اباد د عامو خلکو څه ګناه ده چې زمونږ د توغندیو لاندې راځي؟ ځواب به يې دا و چې دوي هجرت نۀ دے کړے، او دلته افغان حکومت ته ټېکس ورکوي، نو که ووژل شي، څه باک يې نشته. زمونږ به کله کله دا سوال هم پېدا شو چې د یو طاغوت (روسيانو) پۀ ضد بل طاغوت (امریکا، چې د اسرائیلو ملاتړي دي) مرسته ولې کوو..؟ وئيل کېدل به چې روسيان خو خالص کافران دي، خو امریکنیان اهل‌الکتاب دي، له هغوي مرسته اخستل روا دي. جاوېد احمد غامدي او د هغه غوندې نورو به زمونږ په دې جهاد نيوکه کوله چې د وسلوال جهاد جواز یوازې ریاست لري، خو مونږ ته به ویل کېدل چې د جهاد دپاره د رياست اعلان ضروري نۀ دے. ځینې وخت کښې به د مور او پلار د حقونو خبره زمونږ ذهن ته راتله، چې د هغوي له اجازې نه بغېر جهاد له تلل سم دي او که نۀ؟ خو مونږ ته به يې وئيل چې فرض عین جهاد ته د مور او پلار اجازت ضروري نۀ دے. په دې سبق راکولو کښې د جمات اسلامي مشران سر فهرست ضرور وو خو مونږ یوازې د جماعت اسلامي د مشرانو نۀ وو زده کړي، دا سبق د صدر ریګن او د ضياء الحق د دور نه پیل شوے و. خو بیا وروسته يوازې د ولي خان نه علاوه نورو ټولو سياسي، مذهبي او پوځي حلقو په کښې برخه واخيسته. دغه سبق به مونږ ته د عرب حکمرانانو هم ښودو او جنرل حميد ګل به هم مونږ ته دغه درس راکولو ، مولانا فضل‌الرحمان، مولانا سميع الحق، پروفيسر ساجد مير او نورو مذهبي مشرانو به دغه لار د نجات لاره ګرځوله.د منبر او د محراب نه واخله د رسنيو په لار او دغه شان په تعليمي ادارو، کښې به هم دغه فلسفه خپرېده. بلکې دا فريضه به يې د يو روزګار په توګه ترسره کوله. مونږ ته د جهاد سبق راکولو کښې د رياستي ادارو او د دیني، سياسي جماعتونو دغه مشن د نائن الیون ۲۰۰۱ پورې روان و. خو کله چې نائن الیون وشو، نو زمونږ جرنيلانو او مذهبي مشرانو خپله لاره بدله کړۀ. (ظاهراً خو يې لاره بدله کړۀ خو دوه مخې تګلاره يې دوامداره وساتله) دوي خو خپلو کاروبارونو کښې بوخت شول خو هغه ساده پښتانه، هغه قبائيلي مسلمانان چاته چې دا سبق ۳۰ درېش کاله تکرار شوے ؤ نو څنګه کېدے شوه چې هغه ددې جرنيلانو او مذهبي سیاسي مشرانو په شان بدل شوے وے ځکه چې هغوي ډېر په اخلاص په دې لار روان شوي وو کومه چې ورته مذهبي سیاسي مشرانو او رياستي ادارو ښودلي وه. د سوات او د قبائيلي سیمو طالبان ډېر ساده او مخلصه مسلمانان دي. نۀ خو هغوي د سفارتي او اقتصادي نزاکتونو نه خبر دي، نۀ د نړیوال سیاست د حصې جوړېدو د مجبوريانو نه واقف دي د دوي اپروچ ډېر زيات ساده دے زما ورسره کله کله خبرې وشي هغوي خپله خبره ډېر په ساده انداز کښې کوي. هغوي وايې که د سويت يونين خلاف جهاد فرض و، نو په افغانستان باندې د قابضې امريکا خلاف ولي فرض نۀ دے…؟ ته ترې پوښتنه اوکړي چې زرداري او حېدر ہوتي خو مسلمانان دي، نو هغوي وايې ولي ډاکټر نجیب مسلمانان نه و خو د روس ملګرے و نو جهاد پرې فرض و هم دغه پاکستاني حکمرانان د امريکا ملګري دي په دوي هم جهاد فرض دے.. که ورته ووايې چې د پاکستان فوج او پوليس خپل بچو له حلاله روزي پيدا کوي نو دوي وايې ولي په افغانستان او په مقبوضه کشمير کښې مسلمان فوجي او پوليس خپل بچو له روزي نۀ پېدا کوله. که ووايې چې ستاسو په جهاد کښې خو عام خلک مري، دوي وايي: ولي په افغانستان او کشمير کښې به عام خلک نۀ مړۀ کېدل.. که ورته ووايي چې د اسلام دپاره بايد جمهوري ائينې او قانوني لارې وکاروو، وايي: نو ولي بيا ستر ديني جماعتونه د نیو ائیر نایټ محفلونه د ډنډه مار ګروپونو پۀ زریعه منع کوي..؟ که ووايې چې د ځانمرګۍ بريدونه حرام دي، نو وايي: چې په فلسطين او کشمير کښې جواز لري، دلته ولې نۀ لري..؟ که ووايې چې د نجونو ښوونځي بندول، په خلکو جبرا ږیرې پرې اېښودل، سرونه پرې کول آيا سم دي..؟ نو د هغه حديث نبوي (چې وايي منکر په لاس منع کړۀ، که نۀ شو نو په ژبه، او که نۀ نو په زړه ورسره بغض ولره ليکن دا د ايمان کمزوري درجه ده) حواله ورکوي چې د کوم جواز کښې به مونږه مشاعره ګډوډوله، د اجمل خټک شرکت او د موسیقۍ محفلونه به مو د شریعت خلاف ګڼل دوی اوس د د جينکو تعليم د شريعت خلاف ګڼي. علی هذا القياس اوس الميه داده چې زمونږ جرنيلان د ديني جماعتونو مشران، صحافیان او پوهان نه خپلې تېروتنې مني، او نۀ په واضح توګه د طالبانو ملاتړ کوي. دوی د طالبانو «جهاد» ته په اګر مگر کښې خو تېروتنه وايي، خو ددې برملا اعتراف کوي چې زمونږ د جهاد فلسفه د اسلامي تعليماتو منافي وه او ښۀ په ښکاره د طالبانو مرستيال دي. طالبان هم هاغه څه کوي چې زمونږ جهادي تنظیمونه او ديني سياسي جماعتونه د څلوېښتو کالو راهسې کوي. نو که طالبان سم روان دي، ديني مشران دې راته ووایې او که دغه د جهاد فلسفه غلطه ده (کومه فلسفه چې په ماضي کښې زمونږ د جرنيلانو او مذهبي مشرانو وه) نو بيا دې په ښکاره توګه ددې مخالفت اوکړي په دې حواله زمونږ د مشرانو دا مجرمانه خاموشي يا غېرجانبداري آيا منافقت نۀ دے..؟ هم دوي خو به مونږ ته وئيل چې د حق او د باطل په مينځ کښې غېر جانبداري ظلم دے نو نن ولي پخپله غېر جانبداره دي…؟ دوي قوم ته ولي نۀ وايې چې څوک په حقه دي او څوک د باطل ملګري دي…

 

 

نورې ليکنې۔۔۔