د کريمه مهراب بلوچ (1983/2020)ز پۀ شهادت د ډاکټر همدرد ايسپزي دا نظم د سماجي ، سياسي او نفسياتي ادراک حواله ده ۔نظم مدوري جوړښت لري يعني د خيال تلازمه موجوده وخت کښې د کريمه بلوچ دشنو سترګو په نسبت تاريخ ته ځي او دشربت ګلې شنې سترګې يادوي او ورسره د سرمايه دارانه نظام خصلت په ګوته کوي چې څنګه يو فوټوګرافر د جنګ ځپلې شربت ګلې شني سترګې خپل تصوير کښې پلورلې دلته هغه د “جناح روڈ ” ریگل “چوک “معني خیز انداز کښې يادوي چرته چې به پخوا د شربت ګلې تصويرونه خرڅيدہ کوئټه او پېښور يادول هم ددغه دوه قامونو مشترکه غميزه بيانول دي وروسته کښې نظم بيا دسترګو پۀ ذکر باندې تماميږي چې د ازادۍ خوبونه ليدونکې سترګې ښخېدو دپاره بيا خپل ټاټوبي کښې هم دوه ګزه ځائے هم نۀ لري بانک کريمه بلوچ هم تاريخ کښې د بسنتي ديوي ، رانسم کوټي ، وني منډېلا ، ګل ببيي ګمشادزۍ ملاله ميوندۍ او لېلیٰ خالد غوندې نامه ده چې بلوچ تاريخ کښې ورته د “لومه ء وطن” لقب ورکړے شوے دے د بلوچستان د کېج ولايت د تمب اولسوالۍ دا مبارزه دنواب خېربخش مري فکري پلواله وه چې لمړي ځل د خپل کزن ګهرام بلوچ د بازيابۍ دپاره احتجاج کښې پۀ دوه زره پينځم کښې راوتې وه ، او بيا کور کښېنه ناسته کال پس بي اېس او آزاد د مجلس عاملې غړې شوه دوه کاله پس جونيئر نائب صدره شوه دوه زره دولسم کښې چې د تنظيم سينئير نائب صدر ذاکرچرته مجيد ورک کړے شو نو د هغې يې عهدې واغسته هم پۀ دغه کال يو احتجاجي لار يون کښې پرې پۀ پوځيانو باندې د ډزو او د دوي نه په زوره د ټوپک مقدمه د انسداد دهشتګردۍ ايکټ تر مخه درج شو ، دوه زره څوارلسم کښې چې د بي اېس او چئيرمېن زاهد بلوچ هم چرته ژوندے ژاړه ورک شو نو د تنظيم چيئر پرسن وټاکلې شوه دا د ايشياء پۀ مخه سټوډنټس پالېټکس کښې دا اولنۍ زنانه مشرتابه وه دغه دجدوجهد دوران يې دوه زره پينځلسم کښې کناډا ته لېږدنه اوکړه ، هلته نه يې هم خپله مبارزه کوله تر دې چې د ټورنټو ښار اغوا شوه او بيا په يوه جزيره کښې پۀ اوبو کښې مړه اوموندلې شوه او داسې وئيلي کيږي چې د خپل خاوند پۀ لاس وژلې شوې ده ځکه چې وړاندې نه هغه دا هڅه کوله چې خپلې مبارزې پرېږدي او عادي ژوند ته راستنه شي خو پۀ دې هکله هغې دا خبره جوته کړې وه چې “نۀ مې د چا د مينې وعدې غولولے شي ، او نه د چا خوږې پستې خبرې ما د مرام نه اړولے شي پۀ دغه لاره کښې کۀ زۀ تباه کيږم نو تباه دې شمه خو پرېږدمه ئې نه”-(1)
کريمه بلوچ کم عمرۍ کښې لوئے تاريخ پرېښودۀ او هغه خپل هوډ کښې دومره پتمنه وه چې کله د انسداد دهشتګردۍ د عدالت جج ورته اووې چې د زنانه پۀ حېثيت تۀ د رعايت مستحقه ئې نو جواب کښې ئې ورته اووې چې” ماله به هم سزا د برابرۍ پۀ بنياد راکوې” د بانک کريمه د ژوند غوندې د هغې مړينه او جنازہ هم تاريخي پېښه شوه چې کله ئې د تدفین په کرفيو ولګیده او سړيو ته اجازت ور نکړې شو نو بيا بلوچو زناناؤ يې جنازه او تدفين وکړو له بده مرغه پۀ دغه پېښه هم زمونږ مذهبي طبقه پۀ دې موضوع باندې بحث کښې اخته وه چې د زنانه جنازه زناناؤ ته کول روا دي کۀ ناروا ؟
د کريمه بلوڅ غوندې د مبارزو کردارونو خپلې خاورې نه لرې پۀ جلاوطنۍ کښې پۀ پردي ملک کښې افسوسناکه مړينه د دې ټپې تصوير شي چې :
د مسافر لالي سلګۍ دي
مخ ئې وطن ته کړئ چې ساه ئې اوخېژينه
دغه نظم دا ټوله الميه داسې بيانوي ..
هغه وطن چې تا يې تل سترګو کښې
د خوشالۍ او څوکالۍ خوبونه ليدلي وو
هغلته اوس خاوره دومره قحط شوې ده چې ستاآسماني رنګه سترګې
او ددې سترګو دردځان کښې خوندي کړي …….
دا پام کښې ساتل دي چې ديو فکري مبارز خپل ټاټوبے پرېښوده يو خوا داستبدادي نظام جبر وتشدد او بلخوا ديو قام عملي او فکري بې وسي يا بې حسي هم په ګوته کوي څومره پورې چې د قام بې وسي او بي حسي خبره ده نو دلته د آئيډيالوجي خبره هم راشي ، آئيډيالوجي د نظريې مسخ شده او او تخئيلاتي بڼه وي چې دا همیش د استبداد نظام ته دوام ورکوي محکوم اولس هم زیاترہ ددې آئيډيالوجي په عینکو کښې ځان او خپل چاپېرچل ويني او ګوري او سوچ ورته کوي دغه وخت د دې آيډيالوجي يا غالبې نظريې ډي آئيډيا کولو باندې محکومه طبقه يا قام خپلو مفاداتو سره سمه مفکوره خپلولے شي او دې نظم کښې هم دغسې شوي چې دمقتدره ټولي آيډيالوجي پۀ طنزيه توګه پۀ نخښه شوې ده چې “بلوچ سردار ترقی نہیں چاہتے” ….
مشر خېر بخش مري ته وايه چې !
ستا او د ولي خان بچي اوس هم لغړ تغړ ګرځي
د بقاء جنګ کوي
او د بګټي کاکا پۀ اوږه سر کېږده
ورته غوږ کښې وايه! ستا بلوچ نن هم خلک پۀ دې دهوکه کوي چې
ہم خوشحال بلوچستان چاہتے ہیں
مگر وہاں کے سردار ترقی کے خلاف ہے…
دلته د طنز پۀ بنياد رياستي آئيډيالوجي ډي کنسټرکټ شوې ده يعنې هغه قام چې زنانه ئې هم نواب مري د فکر د لارې خپلواکۍ دپاره سرونه شيندي د هغوي پۀ بابله دغه ډول پروپېګنډه يو بې معنې عمل شي ۔ دغسې پوښتنه ژورنالسټ شفيع منصوري يوه مرکه (روزنامه اېکسپرېس 2007ز) کښې نواب مري نه کړې وه چې د رياست خپرې کړې حقائق نامې لۀ مخه تا کاهان نه سېوۍ پورې سړک باندې کار بند کړے ۔بلکې خپله سيمه کښې دې اووۀ څلوېښت سکولونه هم نړولي دي د دې ځواب نواب مري داسې ورکوي :
“سړک جوړولو سره به د پنجاب پوليس ، پوځ او پېسه راځي روس افغانستان ځکه قبضه نۀ کړے شۀ چې هلته د سړکونو انفرا سټرکچر نۀ ؤ او چيکو سلواکيه ئې ځکه اونيوه چې سړکونه وو دوئ بلوچستان کښې سړکونه ځکه جوړوي چې مونږ پۀ کوتکونو اووهي شورو کښې به دوئ مونږ پۀ خوراک څاربۀ کوي او بيا چې حق غواړو بيا به مو پۀ کوتکونو ډډې پۀ ډډې اړوي ۔څومره پورې چې د سکولونو د بندولو خبره ده نو درېغه چې ما دغه سکولونه رانړولي ؤو چې پۀ نصاب کښې ئې بلوڅو ماشومانو باندې د پنجابيانو د حمايت سبق لکه د طوطيانو زوتولے شي ۔څوک هوشمند هم دې نه انکار نۀ شي کولے چې ننۍ نړۍ کښي زده کړو نه پرته يو قام هم پر مختګ نۀ شي کولے خو د تعليم مقصد يواځې پاکستانے تعليم نۀ دے کنه انګرېزانو هم د خپلو مفاداتو تر مخه تعليم راوړے ۔ مونږ دپنجابي تعليم حق کښې نۀ يو زۀ بلوچ قام ته داسې تعليمي پروګرام ورکول غواړمه چې پنځلس کاله پس يو بلوڅ هم بې تعلیمه نه وي پاتې او ټېکنالوجۍ باندې وس لاس لري …(2)
دې کښې هيڅ شک نشته چې د بلوڅ سردارانو اکثريت لۀ پخوا راهسې د هر قبضه ګر قوت پۀ مرسته کښې وي او دا عمل واکمنه ټولي ته عادي خبره وي چې د ځان نه د زيات ځواکمن تابعداری کوي خو د سنډيمن پاليسي سره دغه تابعداري يو باضابطه استعماري جوړښت او موندلو پۀ دې حقله تاريخي پېښه هغه ده چې کله بلوڅو سردارانو د ګورنر جنرل د رېزېډنټ بګهۍ د اسونو پۀ ځائے په خپلو اوږو د رېزېډنټسي نه تر د سېوۍ(سبی) رېلوے سټېشن پورې راښکلې وه خو دغه وخت هم د نواب مري نيکۀ يواځينے نواب ؤ چې دې تذليل کښې يې ګډون نۀ ؤ کړے نو تردې دا بيانيه سمه ده چې دانګريز دتابعدارو وارثان نوابان چې نن هم د اسټېبلشمنټ ګماشتې دي د بلوچستان ترقي نۀ غواړي او د دې يوه تاريخي حواله دا ده چې د نېپ نهه مياشتنې حکومت کښې د سردارۍ نظام ختمولو دپاره باقاعده يو قرارداد د بلوچستان اسمبلۍ نه وزيراعلی عطاالله منيګل په خپل ګوند نيشنل عوامي پارټي منظور کړے ؤ خو د دې نتيجه کښې بهټو رژيم نېپ حکومت هډو ختم کړو ځکه چې دغه وخت قام دښمنه سرداران نوابان ټول د هغه رژيم کښې شامل وو پۀ دې حواله ولي خان سپريم کورټ آف پاکستان ته پۀ خپل بيان کښې داسې ليکي :
“اسی طرح بلوچستان میں سرداری سسٹم کو منسوخ کرنے کی قرارداد نیشنل عوامی پارٹی کے نام نہاد سرداروں کی طرف سے اسمبلی میں پیش ہوئ او اسے با اتفاق رائے منظور کیا گیا ۔ لیکن اب تک وفاقی حکومت نے اس کی توثیق نہیں کی کہ اس پر عمل در آمد ہوسکتا اس سرداری نظام کے بارے میں حکومت کے زیر کنٹرول وسائل نشر و اشاعت اور مقبوضہ اخبارات کے ذریعے کافی سے زیادہ خاک اڑائی جارہی ہے تاکہ عوام کو اصل حقائق سے بے خبر رکھا جائے ۔ حکومت کہتی ہے کہ اس نے بلوچستان میں پاکستانی افواج کو اس لئے بھیجا ہے تاکہ وہ غریب اور بے سہارا بلوچوں کو سرداروں کی غلامی اور ظلم و جبر سے نجات دلائیں لیکن ایک نہایت ہی سیدھا سادہ واضح اور بڑا معقول و مناسب سوال پوچھا جا سکتا ہے اگر واقعی یہ بات تھی تو پھر مسٹر بھٹو نے بلوچستان کی صوبائی اسمبلی کی اس قرارداد کی توثیق کیوں نہ کی اور اس سرداری سسٹم کو ہمیشہ کیلئے کیوں ختم نہیں کردیا اس نے نہ تو پاکستان کے صدر کی حیثیت سے اور نہ پاکستان کے وزیر اعظم کی حیثیت سے اب تک اس کی توثیق کی ہے “-(3)
د اسټېبلشمنټ لاسپوڅي سرداران چې خپلو سيمو کښې د وارلارډز حيثيت لري د خپل اولس او قبيلې خلاف استعماليږي او بدل کښې ورته د قامي وسائلو لوټ مار کښې پوره برخه ملاويږي ۔ نواب اکبر بګټي هم دغه ډله کښې لۀ وخته شامل ؤ او د د ډېره بګټي د ګېس رائلټي چې دبلوچ قام قامي حق ؤ کښې ئې نۀ يواځې برخه دقبيلې په نامه برخه وه بلکې پۀ کرايه يې د پائپ لائن د حفاظت ذمه هم اغستې وه او دغسې د نېپ بلوچستان حکومت ختمولو نه پس بهټو ګورنر وټاکلو خو د ژوند وروستۍ برخه کښې د اسټېبلشمنټ سره قبائلي او کورنۍ کشالو کښې وران شوے نو دغه وخت د ډاکټر شازيه شخړه کښې د بلوڅ غېرت په نامه شامليده ئې پيوټل مومنټ وګرځېدو ځکه دې تارېخي شاليد پرې نظم ليکونکي پوست طنزهم په بګټي کاکا ويلو کړے دے ځکه چې د بې وسۍ او غصې په وخت مشر کس ته اکثر کشران کاکا يا چاچا وائي او دا وئيل چې ستا بچي اوس هم خلک دهوکه کوي هم د نواب بګټي زوړ کردار يعني د اسټېبلشمنټ ملګرتيا ښکاره کاوه ديخو ورسره ۔دغسې په بانک کريمه بلوچ ته داويل چې پهاوږه يې سر کېښږده د نواب بګټي غېرت مندانه کردار هم پۀ منل دي ځکه چې په اوږه دسر کېښودو عمل اعتبار او اعتماد ښاي ۔نواب خېربخش مري هم بره ذکر شوې مرکه کښې د نواب بګټي او د هغۀ د نمسي براهمداغ پۀ حواله خپل دريځ کښې داسې وړاندې کوي چې :
“لۀ بده مرغه د هغۀ نيکۀ بګټي صاحب سره سرکار کورنۍ او قبائلي جهګړې پېل کړې وې نو د براهمداغ سياسي تربيت کم شوے څۀ نه څۀ زده کړې به ئې کړې وي خو مونږ نۀ شو وئيلے چې هغه محض جنګرېز دے کۀ قام پرست ؟ زما پۀ اند هغه د جنګرېز صفت ته نزدې دے او وخت سره به سياست او سوشلزم زده کوي خو تر دې ساعته هغه لا صرف پۀ ټوپک مقصد حاصلول غواړي –(4)
د ازادياتي نفسيات Pasciologia de-la ) کومه مفکوره چې اېګناسيو مارټين بارد وړاندې کړې د هغې تر مخه دا نظم په سياسي پوهې (concientization) ټولنيزه عمل (collective praxis) تاريخي مخ ليد (Historical contex) نو ابادياتي مخالف اقدام (Anti-colonial stance) ثقافتي هم آهنګي (cultural grounding) او د داخلي غلامۍ (interlized Opression) د پوهې غوندې اړخونو باندې ولاړ دے نظم اسټېټ آئيډيالوجي ډي کنسټرکټ او ډي آئيډيالوجي کوي دې عمل کښې د سترګو د درد او کرب ذکر بیخي مهم دے دې دې تکرار مطلب دا دے چې دا تکليف او غم شخصي نۀ دے د دې شاته د استبدادي نظام ناکړدې دي د آزادياتي نفسياتو يوه مهمه نکته دا ده چې شخصي او ذاتي تکليف هم د جبر د محروميت او د نا برابره سماجي ساختونو نتيجه وي چې ددې ساتل هم د سامراج دپاره ضروري وي لکه څنګه چې د جان کينن ډاکټرائن کښې دا په ګوته شوې چې نړۍ کښې به تل د مفاداتو ساتلو دپاره عدم مساوات ساتلي کيږي جمهوري او انساني اقدارو باندې به سرد مهره رويه خپلولے شي اېګناسيو مارټېن (1942-1989)ز چې بيا خپله هم اووژلے شو ځکه شخصي تکليف د نظام د استبداد سره تړي نظم کښې د دردېدلو او د مړو سترګو ذکر داهم زبادوي چې استبدادي قوت خپل زغم کښې دا هېر کړي چې د مبارزانو مړۀ وجودونه د ژوندي قامي شعور سوب ګرځيږي -(5)
دنظم تاريخي برخه کښې د قامي لارښود ولي خان ، او قامي خائن حکمتيار ذکر هم شوے ولي خان د نېپ پۀ حواله نواب مري سره ياد شوے چې د پښتون، بلوڅ او نورو قامونو د قامي او طبقاتي دمشترکه مبارزې يولوے سياسي ګوند ؤ دغسې ګلبدين حکمتيار ته يووخت کښې په کابل ښارپه بې دریغه راکټ بازۍ باندې راکټيار وئيلے شوي و نظم ليکونکي دغه نامه راغستې حکمتيار دغه فساديو بنيادي کردار و دده په بابله دا متل هم مشهورؤ چې- «دين به هله دين شي چې کابل دګلبودين شي » ليکوال ژورنالسټ س- مکرجي خپل کتاب “افغانستان زوال سے عروج تک” کښې ددې کردار پېژندګلوداسې کوي ۔
– دے هلکوانه کښې پۀ اغلام بازۍ کېډټ سکول نه وباسلے شو بيا په اخوان المسلمين کښې غړے شو 1970ز کښې يې کابل پوهنتون کښې يو طالب علم اووژلو نو قېد شو خو 1972ز کښې په اثررسوخ ايله شو 1973ز کښې د سردار داؤد حکومت پۀ راتلو پېښور ته او تښتېدو هلته د سي آئي اے پۀ لاسو کښې ولوئيدو 1975ز کښې بېرته هېواد ته ورغے او کندوز کښې ئې درې دهقانان ژوندي وسېزل د انقلاب نه پس بيا پېښور ته لاړو او د حزب اسلامي مشري ور پۀ غاړه شوه هغې نه پس ئې د پاکستان مختلفو ښارونو کښې ټېکسيانې او رکشې چلېږې ، پندۍ کښې د جواهراتو دوکان , کوئټه کښې د فارمېسۍ دوکان ، لاهور کښې د اوبو د پائپونو فېکټري او دره ادم خېل کښې د منشي سيال دوه لېبارټريانې لري پاکستان کښې د جاپاني موټر کارونو لوے ډيلر دے دغسې د حشيشو سمګلر او د دره والو ټوپکونو لوے سوداګر دے پاکستان کښې په حبيب بېنک او بېسل او جېنوا کښې يې د امرېکن اېکسپرېس بېنک شاخونو کښې اکاؤنټونه لري-(6)
حکمتيار يوځل ولي خان ته ويل چې ماپه ملا وټپوه چې څنګه مې درته امريکه خپل مقصد دپاره استعماله کړه رهبرتحريک ورته ځواب کښې اووی چې لاړ شه وګوره چې لارو کوڅو کښې دچا لوڼه خوېندې خيرته ناستې وي ..؟ حقيقت دا دے چې حکمتيار غوندې خلک همېشه خارجي قوتونه استعمالوي خو دوي ګمانکوي چې مونږ يې استعمالوو پۀ دې حواله پروفېسر چومسکي ليکي چې د سيکولر نېشنل ازم مخ نوي دپاره امرېکې هم د برطانيه غوندې رېډېکل اسلام راوړاندې کړے ؤ- د حکمتيار غوندې کردارونه د دغه پاليسۍ نتيجه دي ۔
A: The U.S like England before it , has tended to support radical fundamentalist Islam . In opposition to secular nationalism, which has usually been perceived posing as a threat-(7)
B: Concern about political Islam is just like concern about independent development. The United States and Bretain have big and large strongly supported radical Islamic Fundamentalism. As a force to block secular Nationalism.-(8)
دې کښې يوه ډېره بنيادي او اصل نکته دا ده چې د امريکي مخالفت د جان کینن پاليسي له مخه اصل کښې کميونزم سره نه بلکی نېشنلزم سره ؤ ځکه چې نېشنلزم د قامي خپلواکۍ دعوې کوي خپله خاوره خپل اختيار غواړي ۔ او دغسې د سامراجي لوټ مار مخ نيوے کوي ۔
So the nationalism we oppose doesn’t need to be left wing. U.S interventionism has nothing to do with resisting, communism, its independence we are always been opposed to over where.-(9 )
دوېم نړيوال جنګ نه پس پۀ نړۍ باندې د امرېکائي پاليسي او د دې پۀ ترڅ کښې د قوم پرستو او اشتمالي خوزښتونو تباهۍ بربادۍ په کومه پاليسي وکړه داتحقيق او جائزه په HOW to WORLD WORKS د پروفېسر نوم چومسکي د ليکونو ، لېکچرو او مرکو کتاب کښې شته ددې تاليف وړومبني څپرکي انکل سام څۀ غواړي ؟کښې دا تجزيه ده چې دوېم نړيوال لام نه پس چې مغربي پرمخ تللي هېوادونه پۀ صنعتي توګه را اولوئېدل نو امرېکه چې د نړۍ د ټولې ابادۍ 6.3 برخه وه د نړۍ د دولت د نيمې برخې مالکه شوه نو دې پسې امرېکائي منصوبه سازو چې پکښې پال نټز او جان کېنن مهم وو د نړۍ نوې پاليسي د خپلو مفاداتو تر مخه جوړولو هڅه شورو کړۀ پال ہنري نټز(1907-2004)ز د نېشنل سيکيورټي مېمورنډم .[68]-1950 کښې د شوروي روس دننه تخريب کاري ته وده ورکولو د فوجي بجټ سېوا کولو ، د سېول سروسز اخراجات کمولو او د اختلاف رائې ازادي باندې د امريکی دننه د قدغن کولو نکتې وړاندې کړې چې بيا عملي شوې وې او امریکن مکیاویلی جارج ایف کېنن(1904-2005)ز چې د اسټېټ ډېپارټمنټ پلاننګ سټاف چيف ؤ سنه1948زکښې د خپلې ادارې دپاره د پالېسۍ پلاننګ سټډي دستاويز(policy of containment)او ليکلو چې دهغی ترمخه راتلونکي پۀ ټولې دنيا کښې يوه داسې ډهانچه (نيو ورلډ آرډر) جوړول وه چې پرې مساواتي نيشتون او د نابرابرۍ حالت پۀ ځائے وساتلے شي او ددې متبادل به کوم فرضي فوري قومي مقصدونه مخې ته کېښودلے شي چې اولس هم باندې وغوليږي يعنې انساني حقوق ، د اولسي ژوند معيار ‘ او د جمهوريت وده (چې جان کېنن ورته جذباتي ، تخئيلاتي او مبهم غېر حقيقي مقصدونه وائي) پۀ ځائي به په زور زبردستۍ معاملې هوارولے شي ۔او امريکائي پاليسي دې نه پس هم پۀ دغه دستاويز ډيزائن شوې ده پۀ خصوصي توګه باندې لکه ريپبلکن پارټۍ دپاره دا دستاويز يوه صحيفه ده کېنن اولسي خېر ښېګړه هم کميونزم متعارف کوي او قامي فکر لرونکي مبارزين غداران او دښمنان راښائي د جمهوري حکومتونه او د قوم پرست تحريکونو مخنيوني دپاره د طاقتور رژيم حکومت (آمريت) خپلو مفاداتو دپاره غوره ګڼي دلته مونږ پوهيږو چې باچا خان ، جي اېم سيّد ، مولوي فضل الحق ، حسېن شهيد سهروردي ، مولانا بهاشاني ، ولي خان ، غوث بخش بزنجو ، عطاءالله مېنګل ، اجمل خټک نه تر د کريمه بلوچ او ماهرنګ بلوچ پورې کردارونه هم د دغه د دستاويز تر مخه اولس ته معرفي کړي شوي وو ۔ د ژورنالسټ جاوېد چوهدري يو کتاب “گئے دنوں کے سورج” چې پکښې د مهمو شخصیتونو مرکې دي کښې د جنرل ايوب خان سيکرټري او پخوانے بيورو کرېټ الطاف ګوهر د يو ځواب کښې وائي چې د 1958ز مارشل لاء اسټېبلشمنټ د نېشنل عوامي پارټۍ د مقبوليت پۀ ضد لګولې وه او د دې اجازت کال وړاندې امريکائي دوره کښې اغستے شوے و او اسټيټ ديپارټمنت ته باور ورکړے شوے و چې کۀ الېکشن کيږي هغه سامراج مخالف باچاخان او بهاشاني ګټي ۔پروفېسر نوم چومسکي د دې کتاب پۀ څپرکي “جمهوريتونو سره امريکائي وابستګي” کښې ليکي چې- پاليسي سازو يو اړخ ته د امريکې جوړ کړي نوي نړيوال نظام دپاره درېمې نړۍ کښې قوم پرستي بنيادي خطره ګڼلې وه او دا غرض ئې د پام لاندې ساتلے چې دغسې حکومتونه (نېشنلسټ، ډيموکرېټک ،سوشلسټ) جوړ نۀ شي- (10) ۔
د دغه وېنا ثبوت نن سبا د معدنياتو د صوبائ بل مسئله دا ثبوت دے چې قوم پرست پکښې يو خوا او د رياست آله کار ګوند ونه پکښې بل خوا ولاړ دي ۔دمعدنياتو داکشاله يوکرائن او امريکې ترمنځه هم روانه ده ۔د دې نظم استعاراتي برخه کښې هم د قامونو د ځبېښاک خبره شوې ده د بانک کريمه بلوچ مړ جسد پۀ مرمرين فرش دامعنې لري چې مرده خانه د سرمايه دارانه نظام علامت ده چې د ځپلي شويو طبقو او محکومو قامونو د وسائلو او معدنياتو د لوټ مار دپاره ژوندي غږونه دپي کوي کولو کښې ځپي ، اوچتوي ، ګم شده کوي ، بدناموي ، جلا وطنه کوي او يا ئې بيا په وژلو ختموي مرده خانې ته ئې رسوي ۔ مرمرينه فرش د سرمايه دارانه تهذيب هغه سرد مهره رويه هم پۀ ګوته کوي چې د درېمې نړۍ پۀ ځبېښاک ئې د جان کېنن ډاکټرائن لۀ مخه پۀ شعوري توګه خپله کړې ده او ورسره د مصنوعي سجاوټ او نمائش هم پۀ ګوته کوي چې ددې تهذيب خاصه ده او مونږ ئې د شربت ګلې او ملاله يوسفزۍ پۀ کېسونو کښې وينو هم د دغه پاليسۍ ښکار شربت ګله چې د انټرلائزډ اوپرېشن بې شعوره حواله وه ۔او ملاله يوسفزۍ د انټرلائزډ اوپريشن شعوري حواله ده چې هم د هغه سامراجي نظام پۀ دستخط يې د خپل شخصيت تعارف غوره کړو چې دپښتنو د وسائلو لوټولو دپاره يې پښتونخواه لر و بر د ترهګرۍ مرکز جوړ کړے دے اوس د ملاله يوسفزۍ برعکسه بیا د کريمه بلوچ فکري سطح ډېره اوچته ده چې حقيقي قامي مبارزه ثابتوي ځکه حې 2016ز کښې چې کله هغه د دنيا د سلو اغېزناکو زناناو فهرست کښې د اچولو سره د سرمايه دارانه نړۍ د هغې د ابزارب کولو هڅه اوکړه نو هغه خطا نۀ شوه ځکه چې هغه نۀ لبرل فېمينسټ وه نه د دولت شهرت غرضي وه ۔ د آزادياتي نفسياتو لۀ مخه ځکه دا نظم د تهېريو پيوټک اېکټ پۀ ځائے په تنقيدي شعور اډاڼه دے او دغه تنقيدي شعور پۀ خصوصي توګه د ياد (هېرېدونکے تاريخ) د درد (محکوم مظلوميت ته مزاحمتي بڼه ورکول) او پۀ شعور (د نو آبادياتي سامراجيئت ځبېښاک څرګندول) بادې اډاڼه د فکر و عمل بلنه ورکوي ۔
اخذ ليکونه:
- Beacon for the lives , Bank Karima Baloch.Sagar Baloch , bsoazad.org.)
- نواب خیر بخش مری کے انٹرویوز ، سلام صابر ، مہردر انسٹیٹیوٹ آف ریسرچ اینڈ پبلی کیشن کوئٹہ ، 2011ز ، ص 71۔
- سپریم کورٹ آف پاکستان میں ولی خان کا تحریری بیان ، مطبوعہ شاہین برقی پریس پشاور ، 1975ء، ص43۔
- نواب خیر بخش مری کے انٹرویوز ص۔68
- Writing for a Libration Psychology , Ignatio Martin .. Baro (Trns Adrianne Aron and Shawn Corne , Howard University Press , 1994.
- س ، مکرجی ، افغانستان زوال سے عروج تک ، مکتبہ دانیال کراچی 1983ء ، ص 141۔
7_ 8 _& _9 Francoistremblay.wordpress.com
- How to world works , Editor , Arthur Naiman Soft Skill Press (U.S) 2011