صوبائي ویاند، عوامي نیشنل یارتی، بلوحستان شهيد خان جېلاني خان اووم تلين – مابت کاکا

پۀ دغـه خاوره هم غـازي او هم شهــيد دے پښتون

عجبه کاردے، هم حسېن دے هم يزيد دے پښتون

د عوامي نېشنل پارټۍ د سپين ږيري مشر شهيد خان جېلاني خان اڅکزي اووم تلين د پښتو نخوا پۀ تاريخي ښار چمن کښې ډېر پۀ احترام او عقيدت ولمانځل شو. ملي مشر اسفنديار ولي خان پۀ خصوصي توګه پۀ کښې ګډون درلود. ملي مشر اسفنديار ولي خان لومړے د وطن د شهيد خان جېلاني خان اڅکزي او د هغۀ شهيد فرزند شهيد ايډوکېټ عسکر خان اڅکزي د څلي پۀ ملتيا پخواني صوبائي صدر ارواښاد غلام سرور خان کاکاجي پر څلي هم حاضري ورکړه او لاس پۀ لپه شو او ورسره ئې د پخواني سيکرټري جنرل ډاکټر عنايت الله خان سره د هغوي د اکا زوي د پارټۍ سپين ږيري مشر نواب خان غلزي فاتحه هم وکړه او د هغې نه پس ئې چمن هائي سکول ګراونډ کښې يوې عظيم الشان جلسه عام ته وېنا هم وکړه. د جلسې صدارت صوبائي صدر اصغر خان اڅکزي وکړ او مشر مېلمه پۀ کښې ملي مشر اسفنديار ولي خان ؤ. دې جلسې ته د عوامي نېشنل پارټۍ صوبائي پارلېماني ليډر انجينئیر زمرک خان اڅکزي، صوبائي جنرل سيکرټري نظام الدين کاکړ، ممتاز قام پرست او خدائي خدمتګار صوفي ډاکټر اکبر کاکړ، قلعه عبدالله ډسټرکټ کونسل چئيرمېن ملک عثمان اڅکزي، صوبائي سيکرټري اطلاعات مابت کاکا، ضلعي صدر اسد خان اڅکزي او ګل باران افغان هم پۀ خپل خپل نوبت وېناوي وکړې. پر دې محال قام پرست مشر او خدائي خدمتګار صوفي ډاکټر اکبر کاکړ عوامي نېشنل پارټۍ سره د عملي مبارزې مېدان ته یو ځل بیا د راتګ زېرے وکړ او ملي مشر اسفنديار ولي خان هغوي ته سره خولۍ پر سر کړه، مبارکي ئې ورکړه او زياته ئې کړه چې زما د 1968ز ملګري نن بيا راسره څنګ پۀ څنګ شول او ډېر زيات خوشحال شوم او هيله لرم چې صوفي ډاکټر اکبر به د پارټۍ د ملګرو ذهني فکري نظرياتي روزنې سره سره پۀ عملي توګه د تنظيم مرسته وکړي.

ملي مشر اسفنديارولي خان و شهيد وطن خان جېلاني خان اڅکزي ته خراج عقيدت او سرۀ ګلونه وړاندې کړل او زياته ئې کړه چې هغه پۀ حقيقت کښې د فخرافغان باچا خان پېروکار او خدائي خدمتګار ؤ، د رهبر تحريک خان عبدالولي خان ریښتونے ملګرے ؤ او زما يو ښۀ صلاح کار ؤ. زۀ شهيد خان سره سره و شهيد عسکرخان اڅکزي ته هم سرۀ ګلونه وړاندې کوم او ما ته مخامخ ناست د پارټۍ صوبائي صدر ګران اصغر خان ته هم شاباشي ورکوم چې دوه داسې پېښي چې د دوي کور ته ورپېښي شوې، د هغه باوجود دوي خپل همت د لاسه ور نۀ کړ بلکې د عوامي نېشنل پارټۍ ذمه واري ئې هم پۀ غاړه کړه او نن ئې داسي مقام ته رسولې ده چې زۀ صد افرين ورته وايم او د نن دا اجتماع او يا د پرون د پښين اجتماع د اصغر خان د هغۀ د ملګرو د کار کولو څرګند ثبوت دے.

د خان جېلاني خان شهيد شهادت او يا د عسکرخان شهادت زما د پاره د پارټۍ د ملګرو د پاره ناولده خبره نۀ ده، ځکه چې د مونږ سره پۀ برصغير او بيا پۀ پاکستان کښې د اولې ورځې نه دا ناروا لوبې روانې دي ـــ د کوم کوم شهيد قيصه به درته وکړم؟ هغه شاعر څۀ ښۀ وئيلي دي:

کومه کونډه دلاسه کړم کوم بچے قرار قرار کړم؟

دلته ټول وطن شهید دے زه پۀ چا کفن هوار کړم؟

د شهيد خان جېلاني خان اڅکزي لوي قصور دا ؤ چې هغۀ د باچا خان لار خپله کړې وه، روغې جوړې، تربورګلوي ختمول. شهيد هره ورځ د وطن کور پۀ کور کلي پۀ کلي ګرځېدو او پښتنو ته ئې د پښتونولي ږغ، د خپلوي ږغ رسولو او دا نن چې ځوانان پۀ دې سوشل ميډيا او يا پۀ دېوالونو ليکنې کوي چې “باچاخاني پکار ده”، جېلاني خان اڅکزي شهيد پۀ عمل ثابته کړه او هغه د باچاخانۍ ډېر لوے علمبردار ؤ. ملي مشر زياته کړه چې ما ته او دلته ناست تاسو ټولو ته د خپل پلار نيکۀ پښتو، غېرت، پت، پۀ ميراث کښې پاتې شوے دے او مونږ به د خپلو پلرونو، نيکه ګانو دا ميراث سر ته رسوو. زۀ تاسو ته تسلي او باور درکوم چې ما ته د باچا خان بابا مرام معلوم دے او هغه مرام ته لاره ولي خان راښولې ده او پۀ دې لاره تګ د يو فعال منظم تنظيم پۀ ډول کښې ممکن دے او کۀ چرې مونږ ځانونو کښې تنظيم، نظم راوستولو، منزل به يو ګام نور نزدې شي. ملي مشر ووئيل چې د انګريز د زمانې کرښې چې د پښتنو تر منځ پرتې دي، د هغو ختمولو وخت راغلے دے. پۀ لومړي ځل به د فاټا پښتونخوا يو والي او پۀ دوېم ځل به د پښتونخوا شمالي او جنوبي برخې را يوځاے کوو. لکه څنګه چې مو ملي شناخت پښتونخوا، صوبائي خودمختاري، باچاخان ائيرپورټ نوم مو راوړے، هم داسې به کۀ خېر ؤ د پښتنو پۀ ملک کښې دننه يو وحدت درجوړوم.

ملي مشر ووئيل چې دوه پښتانۀ مشران د فاټا پښتونخوا د يووالي مخالفت کوي. پۀ دې يوۀ يار مې سر خلاصېږي چې هغه ولې مخالفت کوي ولې چې دا بل يار ته حق حېران يم چې هغه ولې داسې کوي؟

تور دا لګېدو نېپ او پۀ خاصه توګه رهبر تحريک باندې چې پۀ 1973ز کښې د دې جنوبي پښتونخوا پښتانۀ بلوڅو ته حواله کړل او نعرې ئې وهلې چې د بولانه تر چتراله يو پښتون وحدت به وي؛ نن چې دا کار پۀ مخ روان دے، دوي د دې مخالفت کوي؟ خو اے پښتنو! تاسو ته مي دا خواست دے چې خپلو ګرېوانونو کښې وګورئ او بيا د دې حالاتو جاج واخلئ او خپله فېصله وکړئ، نن د مسلم ليګ نون سره دا دواړه مشران پۀ حکومتونو کښې برخه لري، نو زۀ پوښتنه کوم چې دوي د قام د پاره څۀ تر لاسه کړل؟

ملي مشر زياته کړه چې وفاقي حکومت پر سي پېک منصوبه کښې پښتانۀ نظرانداز کړل چې د هغۀ به ډېر زيات ردعمل راوځي. د انتهاپسندۍ، دهشت ګردۍ سره مخ پښتونخوا وطن د دې لویې معاشي منصوبې څخه محرومه کول د وفاق پۀ حق کښې قطعاً ګټوره خبره نۀ شي ثابتېدلې. هغوي ووئيل چې پۀ سياست کښې بد رد وئيل کپتان صاحب معرفي کړل. سياست کښې به سياسي اختلاف د نظر اختلاف ؤ او هر چا به د يو بل پاليسيانې ردولې، خواوس کپتان صاحب ذاتي نيوکې سپکې سپاندې پۀ مخالف پارټيانو مشرانو پسې کنځل کوي چې ټهيک کار نۀ دے. ملي مشر ووئيل چې تر څو پۀ افغانستان کښې امن نۀ وي راغلے، پاکستان کښې امن نۀ شي راتلے. هم دا رنګه کۀ چرې پاکستان پۀ قراره نۀ وي نو افغانستان هېڅ کله هم پۀ قراره کېدے نۀ شي، نو ځکه زۀ دا وايم چې د دواړو ملکونو حکومتونه نۀ، دواړه رياستونه دې منځ کښې د اعتماد فضا جوړه کړي او مسئلې دي د خبرواترو د لارې هوارې کړي.

اصغر خان اڅکزي پۀ خپله وېنا کښې زياته کړه چې زۀ د ټول اولس او بيا د خپل ملي مشر اسفنديار ولي خان ډېر مشکور يم چې د لالا شهيد اووم تلين کښې ئې زمونږ سره ګډون وکړ. هغوي ووئيلچې زمونږ د هيچا سره څۀ بد نشته. لالا شهيد د قام خپلواکي، ننګ ناموس ساتلو باندې خپل سر قربان کړو. هم دا رنګه زما ګل غوندې ورور شهيد عسکر خان هم خپل ځان قربان کړ.

عزيزانو! زه پۀ چا احسان نۀ کوم. خدائي خدمتګار تحريک کښې پۀ زرګونو خلقو ماشومانو، خوېندو، مېندو ځانونه قربان کړل او د باچاخان تحريک څخه ئې ډډه ونۀ کړه. زۀ ستاسو پۀ وساطت د قام پۀ مخ کښې خپل ملي مشر ته د وايم چې د بابا دغه لاره به ترمرګه ساتم او د خپل عظيم پلار او د ګران ورور د وينو قسم خورم. هغوي ووئيل چې يو خواست د پښتنو څخه کوم چې ادراک وکړي. هغه خلقو چې ستاسو پۀ سر ئې ځانونه قربان کړل، ويني ئې توې کړې او هغه خلقو چې ستاسو پۀ سر ئې محلونه جوړ کړل، ځانونه ئې ښاد کړل، د هغوي منځ کښې توپير وکړئ؛ نور لۀ تاسو څخه هېڅ نۀ غواړم.

عوامي نېشنل پارټۍ پۀ بلوچستان کښې ورځ پۀ ورځ پۀ مخ روانه ده. پۀ پښين کښې يوه عظيم الشان اجتماع نه پس پۀ چمن کښې پۀ زرګونو خلق را ټولول د دې خبري ګواهي ورکوي چې اولس د پارټۍ قيادت پېژندلے دے. هغه پخواني مشران چې د نېپ پلېټ فارم څخه او يا د پښتون ايس ايف پۀ بانيانو کښې شمارېږي، هغوي يو يو دې خپلې پارټۍ، خپلې باچاخانۍ او ورورولۍ ته را روان دي. د پښين پۀ اولسي غونډه کښې د شهيد ضياء الدين ايډوکېټ عظيم پلار، پخواني ايګزيکټيو انجينئر واپډا سيد عبدالرب اٰغا او د پاکستان پيپلز پارټۍ کوئټې ډويژن جنرل سيکرټري عنايت الله خان عبدالرحمان زي او بيا پۀ چمن جلسه کښې د پښتون ايس ايف پۀ بانيانو کښې شمار ډاکټر صوفي اکبرکاکړ چا چې پۀ افغانستان کښې جلاوطني او بيا پۀ پاکستان کښې پۀ جېلونو کښې بندي پاتې شوے ؤ، نۀ صرف پۀ زندانونو کښې کړاوونه تېر کړل، پرته د دې هغوي د دې ځاے څخه د طب ډګري (ډاکټري) ترلاسه کړه او بيا پۀ عملي ژوند کښې د خوارانو غريبانو چاره ګرو او د باچاخاني عملي تفسير وو، هغوي سره د خپلو ملګرو پۀ پارټۍ کښې شموليت وکړو او ملي مشر ورته پۀ سر سره خولۍ کېښوده.

هم دا شان پخوانے جنرل سرجن ډاکټر سيد عبدالحق هم پارټۍ کښې د شموليت اعلان وکړو. اميد دے چې د پښتونخوا وطن نور مخوریز سياسي سماجي قبائلي شخصيات به ډېر زر پۀ عوامي نېشنل پارټۍ کښې د شموليت اعلان وکړي.

هېڅوک نۀ راځي ستا مرګ ته لۀ ډيليه

ستا قاتل تا کښې دننه دے سړيه!

کۀ يو نۀ شوې نوم نخښان به مو پناه شي

کويټېواله! پکتياواله! پېښوريه!

ــــــــــــ

باچاخان

هو! ځوان باچاخان پۀ ختیځ کښې لکه د نمر راڅرګند شو.

د تیرو پۀ خور وور سرحد د دۀ جرأت بېمثال ؤ.

د عدم تشدد پۀ عقیده سمبال دۀ هېڅ رقیب نۀ درلود.

دے مطلق بې وسلې، ایکي یواځې او پۀ یوه لار روان ؤ.

پۀ مینه کښې بې انتها صادق،

پۀ جنګ کښې لکه د زمري بېباک.

د خانانو پۀ منځ کښې د ځوان باچاخان حوصله عالي وه.

اورنکزیب خان ه

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …