د مۍ ورځ – پښتون

د مۍ وړومبۍ نېټه ټوله نړۍ کښې د مزدورانو يعنې خواري کښو د ورځ پۀ توګه نمانځلې شي. د دې ورځې د نمانځلو مقصد دا دے چې د محنت، خوارۍ او زيار اهميت ښکاره کړے شي او د دې يادونه وشي چې زمونږ ټولنه پۀ خوارۍ او محنت ولاړه ده. پۀ ژوند کښې چې څۀ هم کېږي هغه د خوارۍ او محنت د لارې کېږي او دا خواري او محنت چې کوم خلق کوي هغې ته خواري کښ، زيار کښ يا مزدور وئيلے کېږي.

د دې ورځې د نمانځلو دپاره د مۍ وړومبۍ نېټه ولې ټاکلې شوې ده؟ دا د يوې تاريخي واقعې سره تعلق لري، مزدور او خواري کښ د انساني ژوند د شروع کېدو سره پۀ معاشره کښې ځاے او وجود لري خو پۀ انساني ټولنه کښې تل د بادار او غلام تصور راغلے دے او يا دا چې د سرمايې خاوندانو تل د سرمايې پۀ زور د بل د محنت او خوارۍ نه ګټه پورته کړې ده.

دنيا کښې د انساني ضرورتونو پوره کولو دپاره د مختلفو څيزونو پېداوار ضروري دے، شروع کښې د خوراک او نورو ضرورتونو پوره کولو دپاره د ځمکې نه کار اخستے کېدو، کر کرونده کېده، اوس هم کېږي، دغه کر کرونده کښې به هم محنت او خواري کېده او کېږي، دا محنت او خواري به کرونده ګرو کوله او د دې محنت پۀ صله کښې به فصل تيار شو، پېداوار به وشو او بيا دغه فصل به د انسان او ځناورو پۀ کار راغلو، د ځمکې د مالکانو به دا کوشش ؤ چې پېداوار زيات واخلي او محنت کښ ته د دې صله کمه ورکړي، محنت کښ به کمزورے ؤ هغۀ سره چې به خپل بادار څۀ هم کول هغه به ئې کولے شول، د دۀ اواز نۀ ؤ، د دۀ پۀ سر د چا طاقتور سېورے نۀ ؤ.

نولسمه صدۍ کښې نړۍ پۀ خصوصي توګه يورپ کښې صنعتي انقلاب راغے، لويې لويې کارخانې ولګېدې، دې کارخانو کښې پۀ زرګونو خواري کښو کارونه شروع کړل، دا صنعتي انقلاب تر امريکې ورسېدو، دې انقلاب سره کۀ يو طرف ته ټول اقتصاد بدل شو يو نوے شکل ئې وموندو نو ورسره ورسره معاشرت او انساني ټولنه کښې هم واضح او جوت بدلون رامخې ته شو، د سرمايه دارو يو طبقه پېدا شوه، ورسره د خواري کښو يوه طبقه هم منځ ته راغله.

پۀ کارخانو کښې چې به څۀ پېداوار کېدو هغه به د سرمايې او محنت دواړو پۀ نتيجه کښې کېدو، ولې محنت ته معاشرې او رياست دواړو څۀ اهميت نۀ ورکولو، د دوي پۀ خيال دا هر څۀ صرف د سرمايې پۀ وجه دي، ولې پۀ دې حقيقت تر زياته وخته سترګې نۀ شوې پټېدے چې پېداوار د سرمايې پۀ وجه نۀ شي کېدے، دې کښې د محنت هم برخه ده بلکې د محنت برخه زياته ده، يو خواري کښ د سرمايې نه بغېر هم پۀ لږ مقدار کښې د خپلې خوارۍ پۀ ذريعه څۀ څيز پېداکولے شي ولې سرمايه بغېر د محنت نه هېڅ هم نۀ شي کولے.

پۀ ټوله نړۍ کښې خاص کر امريکه کښې پۀ صنعتي مزدورانو زياتے کېدو، ټوله ټوله ورځ به د دوي نه کار اخستے کېدو، د دې دپاره باقاعده قوانين هم نۀ ؤ.

مزدور او خواري کښ مجبور ؤ ځکه چې هغۀ سره د خپل ځان او خپلو ماشومانو د ګېډې مړولو او بدن پټولو دپاره سېوا د مزدورۍ کولو نه بله لاره نۀ وه، کارخانه دارو د دوي د دغې مجبورۍ نه پۀ خلاص مټ ګټه پورته کول خپل حق ګڼلو ، اخر د خواري کښو ذهنونو کښې يو احساس رابېدار شو، هغوي په دې حقيقت پوهه شول چې ولې دې توره لالا وهي او مړۍ دې ګوپالا وهي، خواري دې دوي کوي، او ګټه دې ټوله کارخانه دار خوري.

مزدوران هم راويښ شو او دا اعلان ئې وکړو چې مونږ محنت نۀ کوو نو څوک دې کارخانه وچلوي؟.

د مۍ په وړومبۍ نېټه ۱۸۸۶ء د امريکې پۀ صنعتي ښار شکاګو کښې مزدورانو کاربندي وکړه، د کارخانو نه راووتل يوه مظاهره ئې وکړه چې د دوي د کار وخت دې مقرر کړے شي، د کارخانه دارو پۀ لمسه حکومت ته د مزدورانو د احتجاج منظور نۀ ؤ، پوليسو پۀ مزدورانو ناتاره ګولۍ وچلولې، ډېر مزدوران پکښې مړۀ شول خو مزدورانو خپل احتجاج بند نۀ کړو، د مړو مزدورانو (شهيدانو) پۀ وينو سرې جامې ئې بېرغونه کړل، وچت ئې کړل او خپل احتجاج ته ئې دوام ورکړو، اخر حکومت مجبور شو، د مزدورانو مطالبه ئې ومنله، د کار وخت مقرر شو او اوس پۀ ټوله دنيا کښې د مزدور د کار وخت د ورځې اتۀ ګېنټې دے، کۀ چرې د يو مزدور نه څوک اتو ګېنټو نه زيات کار اخلي نو د هغې به زياته معاوضه ورکولې شي، ټوله دنيا کښې مزدورانو د مۍ وړومبۍ نېټه د مزدورانو ورځ وټاکله او اوس هر کال دغه ورځ نمانځلے کېږي، پاکستان کښې هم پۀ دې ورځ عامه چُهټي وي.

دا هم ولولئ

!!!Absolutely Not – پښتون

اېمل ولي خان دې خداے زر کلن کړي چې څۀ هم وائي نو بېخي د …