د سوات بې وخته واؤرې، اورونه، بارانونه او سېلابونه: یو لنډ شالید—نديم ټکر

دا ليکنه شريکه کړئ

په انساني ټولنو کښې دا یو لرغونے روایت پاتے دے، چې کله هم څه قدرتي افتونه راغلي، نو اولس دا په انساني اخلاقیاتو پسې تړلي، او بیا قسما قسم  نومونه ورکوي، لکه په نزدې ورځو کښې په سوشل مېډیا یو ویډیو خپره شوه، چې په ګلګت کښې خلکو یو چېلۍ / بیزه حلاله کړه او سیند ته یې وغورځوله ۔ دا به ډېر دروغ هم نه وي، چې ګني د قدرتي افتونو په راتلو کښې به د انساني اخلاقیاتو څۀ اثر نه وي. لامل ئې دا دے چې دغه انساني اخلاقیات ټولنو تشکیل کړي وي او هم دغه اخلاقیات وي چې په ټولنه کښې یې طبقې رغ کړې وي، چرته چې که یو اړخ ته مونږ ګورو نه د زپلو خلکو په قدرتي وسیلو کښې هیڅ برخه نه وي، نو بل اړخ ته بلې طبقې په وسائلو چور تالان شروع کړے وي ۔ د دې سره سره خلک د یو او بل سره مقابلې هم کوي، چې د دغه مقابلو، دولت او شان او شوکت جوړولو په نتیجه کښې چاپېریال اغیزمن کېږي ۔ په تېرو څو پېړیو کښې که دغه عمل روان و، خو ولې په چاپېریال یې اغېز دومره ښکاره نۀ و ۔ خو ولې په تېرو څو لسیزو کښې دغه عمل په داسې انداز په مخ راغے، چې انساني ژوند ئې د خطر او د بقا د سوال سره مخ کړے. د نړۍ په بېلا بېلو سیمو کښې د دغه نوې بدلون بېل بېل لاملونه دي ۔ خو په دې لیک کښې ما هڅه کړې چې په سوات کښې د راغلې موسمي بدلون په لاملونو خبره وکړم ۔  په سوات کښې د ځنګلو د کټ کولو په اړه دا یو عام تاثر جوړ شوے، چې د ریاست سوات په وخت کښې او د هغې نه مخکښې په یو نه یو شکل د ځنګلو په وهلو پابندي وه ۔ خو ولې ډاکټر سلطان روم په خپل کتاب ‘land and forest governance in swat’ (په سوات کښې د زمکو او ځنګلو څارنه) کښې لیکي چې څنګه به بېلا بېلو وختونو کښې د سوات ځنګلونه وهلي شوي ۔ سلطان روم صېب لیکي چې د یوسفزو (او نورو پښتنو) د راتګ سره چونکې د شېخ ملي د دوتر نظام رامینځ ته شو، چې په هغه کښې به خلکو په یو ځاے کښې پینځه لس او یا پینځلس کاله تېرول او بیا به بل کلي ته په کډه کېدل او دغه ځاے ته به نور خلک راتلل، نو په دغه وجه عام اولس په زمکو او غرونو کښې داسې خوارۍ نۀ کولې (لکه غټې ونې کرل)، چې دوي ته به ئې ډایریکټ فایده نۀ وه ۔ مونږ ته دې یاده دې وي چې پښتانه د شېخ ملي نظام تر اوسه ډېر او فقط ستائي، خو ولې کله یې پرې تنقیدی نظر نۀ دے کړے ۔. هم دغه شان د ریاست سوات په وخت کښې د نوښار کاکاخېلو به هم په ځنګلو کښې ونې وهلې، ځکه چې د والي سوات سره ئې ډېر ښه تعلقات وو. هم دغه شان د سوات ریاست به پاکستان کښې د ضم کولو وروستو هم د ځنګلو وهل په یو نه یو شکل کښې شروع وو. چې دغه تسلسل تر نن ورځې شروع دې، چې لوے مثال ئې د پښتونخوا په صوبائي کابینه کښې ځنګلونو وزارت اخستلو پسې د ملاکنډ نه پاس شوي د صوبائي اسمبلۍ د ممبرانو منډې ترنډې دي، چې هر ممبر هڅه کوي چې د ځنګلونو وزارت دې ورته ملاؤ شي ۔ ولې چې دغه وزارت کښې وزیر صېب په ځنګلونو چور تالان کوي او بېنکونه ډکوي ۔ د دې سره سره په نزدې کلونو کښې د سوات سیاسي او د بدامنۍ حالاتو هم د سوات ځنګلونه ډېر اغېزمن کړل. چونکې د راوستل شوې طالبانو د پاره ځنګلونه محفوظ ځاے و، نو په دغه وجه دوي ځاے په ځاے ځنګلونه وهل او ځان ته ئې محفوظ ځایونه جوړول. د سوات د مټې اولس د دغې خبرې ګواه دي څنګه د مټې د غرونو ځنګلونه د طالبانو په پټ ځایونو بدل شو. بیا د فوجي اپرېشن وروستو وخت په وخت بمبارو هم په ځنګلو اور لګولے و، لکه د کبل د خوږ ژبي شاعر علي خان امید په وېنا چې یو شپه په کبل د سر سېڼۍ کلي په غرونو فوځیانو ډېره بمباري وکړه، چې له کبله یې ټوله شپه د غره په ځنګل کښې اور بل وو. امید وائي چې سحر چې زه غر ته لاړم او د ونو بوټو او مرغو حال مې ولیدو نو بې واکه مې دا شعر جوړ کړو، چې:

‘کاواک کاواک چې د خپل کلي غر ته ورسېدم

چینار شهید وو او زخمي نښتر ته ورسېدم’.

د ځنګلونو سره سره یو بله غټه ستونزه د ترقۍ ده ۔ په سوات کښې د معاش ذرائع یا خو ډېرې لږې دي او یا د عام اولس په اختیار کښې نه دي، چې په دغه وجه د سوات اکثر خلک په بهر ملکونو کښې مزدورۍ، نوکرۍ او نور روزګارونه کوي، چې د دغه خلکو رالېږلو روپو د سوات په بدلون کښې ډېر رول لوبولے. هم د دغه روپو د وجې په سوات کښې د پراپرټۍ روزګار ډېر په مخه لاړ او نتیجه ئې دا شوه چې ډېره بې درېغه او بې ترتیبه ابادي وشوه د کوټې او ابوهې نه تر بریکوت او قمبر او بیا مینګوره ټول یو بازار جوړ شو، هم داسې د کبل پورې او په بله خوا د فضاګټ پورې دغه ابادي غزېدلې چې پکښې نه یواځې د کرکروندې زمکې ورکې شوې (او ورکېږي)، بلکه ورسره ورسره د سوات د ابادۍ ځایونه لکه کورونه، هسپتالونه، سکولونه، او حجرې په سیمنټو پاخه شول. چې د دې د کبله زمکه اوبه نه جزب کوي او د سېلاب لامل جوړېږي. یو بله غټه ستونزه د خوړونو نه شګې، کاڼي, او لوے ګټان (لوې ګټې / کاڼي) ویستل دي، چې دا سېلابونو لامل جوړېږي. ولې چې دغه د سیندونو کاڼي، شګې، او ګټان ځاے په ځاے اوبۀ ډب کوي، چې ډېرې اوبه پکې زمکه راښکي. په سوات کښې د سیندونو نه شګه، کاڼي او ګټان ویستل لوے کاروبار دے ۔ په خوړونو کښې چې د چا په برخه زمکه کښې هم لوئې ګټان پراتۀ وي، دوي ئې خرڅوي، چې لرې کول ئې اوبو ته لار خواروي او اوبۀ په یو شړ ښکته کلیو، بانډو او ښارونو ته راشي. یاده دې وي چې د سوات د دغه ګټانو په حواله راته د ارکیالوجي استاد رفیع الله خان یو ځل د ګندهارا تهذیب او بدهائي مذهب یو مشهوره قیصه کوله (تاسو ئې په انټرنیټ کتلې شئ. وئیل کېږي چې کله ګوتم بدها سوات ته راغلے و نو خلکو ترېنه سوال وکړو ږ، چې د اوبو راوباسلو اژدها (water dwelling naga) ته سوال وکړي، چې د اوړي په موسم کښې د سیلابونه نه راولي، ولې چې هغه وخت دا ګمان کېدلو چې ګني د غره په سر ناسته د اوبو راوباسلو یو اژدها دا اوبه راوباسي، چې ښکته په خوړونو او سیندونو کښې تر مونږ رارسېږي. بدها چې د خلکو په غوښتنه دغه اژدها نه د سیلابونو د نه رواستلو غوښتنه وکړه، نو اژدها ورته وئیل چې زه به هر کال سېلاب نه راولم، خو ولې زه به په هر لسم کال سېلاب راولم، ولې چې دغه د خوړونو او سیندونو په غاړو پراته واړه او غټ ګټان زما بچي دي، چې زۀ دوي له غېږه ورکوم او ورته وایم چې زه ستاسو سره یم. د دې اولسي قیصې له کبله تر ډېره دغو ګټانو ته چا څۀ نه وئیل. خو په وروستي کلونو کښې خلکو دغه ګټان خرڅول هم پېل کړل چې د دغه کبله هم سېلابونو ته لارې خوارې شوې ۔ روانه میاشت (اګست 2025) کښې د پښتونخوا صوبائي حکومت د سرو زرو د لټولو د پاره سیندونه یو ځل بیا ګاڼه کول یو بل ناوړې عمل دے، چې سیندونه د لا نورو ستونزو سره مخ کړي. د پورته بیان شوې ستونزو سره په څنک یو بله غټه ستونزه د سیاحت په نوم د ترقۍ راتلل دي، چې ماحولیات ضده کارونو ته لا نوره لار هواره کړه که مونږ وګورو نو په سوات کښې تر لرو لرو ځایونو سړکونه وغزېدل او هم هوټلونه او رېستورانونه جوړ شول. د سلطان روم صېب په حواله هم دغه ترقۍ د لوړو لوړو ځنګلونو وهل هم اسان کړل، ولې چې که مخکښې د لوړو غرو نه د لرګو راوړل ډېر ګران وو، خو اوس دومره ډېر اسان شوي. د سوات دغه براے نام او بې ترتیبه ترقۍ ټول سوات د سیمنټو په فرشونو بدل کړو، چې اوبه اوس په زمکه کښې د جزب کېدلو په ځاے په نالو او خوړونو کښې روانې وي. هم دغه ورته بیان شوي او څۀ نورې خبرې دي (چې دلته یې احاطه ګرانه ده)، چې په مونږ ئې ناویاته ولیدې، لکه د ګرمۍ موسم ګښې په تېرو څو کلونو کښې اول بې وخته واوره ورېدل، بیا په غرونو اورونه بلېدل، او اوس بیا څه په نااشنا ډول بارانونه او سیلابونه راتلل. او هم  دغه رنګ نور ډېر تفصیل شته، چې مونږ لا دا درک راکوي، چې په سوات، دیر، بونېر کښې او ورسره بیا په لاندې نوښار او چارسده، او بیا مخکښې په ډیره اسماعیل خان او د صوبه سند په سیمو کښې د سیلابونه په ځان پسې د اسبابو او لاملونو یو ستر شالید لري  د پختونخوا اولس، سیاسي ګوندونو، او څېړونکو ته پکار دي، چې دغه راغلې افتي بدلون ته فکر وکړي او د خپلو څېړنو، روزمره بیانیي، او سیاست برخه یې جوړ کړي. او هم د دغې لارې صوبايي او وفاقي حکومتونه، پټ او ښکاره واکداران، او هم نورې محکمي او ذما داران د دغه ستونزو او لاملونو په مستقل غم کولو مجبور کړي. څه که هم دغه کار ډېر مشکل دې خو ولې ناممکن کله هم نه دے، پیل یې پکار دے، مخکښې له دې چې په پختونخوا کښې انساني ژوند د نور ډېر خطر سره مخ شي.

 

 

نورې ليکنې۔۔۔