د افغانستان په سیاست او ټولنه کې د موسیقۍ رول د جان بېلي د نظرونو یوه تنقیدي څېړنه–عابد ايسپزے

دا ليکنه شريکه کړئ

موسیقي په افغانستان کې هېڅکله یوازې د تفریح یوه وسیله نه وه، بلکې د سیاست، ایډیالوژۍ او کلتوري هویت سره یې ژور تړاو درلود. پروفېسر جان بېلي په خپل کتاب War, Exile and the Music of Afghanistan: The Ethnographer’s Tale (۲۰۱۷) کې ښيي چې څنګه د بېلابېلو واکمنیو او ایډیالوژیو پر مهال د افغانستان د موسیقۍ بڼه بدلېده. د هغه ورکړل شوی اقتباس له ۱۹۵۰مو کلونو څخه د طالبانو د واکمنۍ تر سقوط (۲۰۰۱) پورې د موسیقۍ د حالت لنډیز وړاندې کوي.دا مقاله هڅه کوي چې د بېلي د نظرونو تحلیلي او تنقیدي جاج واخلي او د افغانستان د موسیقۍ سیاسي او ټولنیز اړخونه وڅېړي.

د راډیو افغانستان زرین دور (۱۹۵۰ – ۱۹۷۰)

بېلي دا لسیزې د راډیو افغانستان د “زرین دور” په نوم یادوي. په دې وخت کې موسیقي د سانسور له جدي فشار پرته ازاده وه او وده یې کوله. ښځو کولای شول چې په راډیو او تیاترونو کې سندرې ووایي. د روژې میاشت د عبادت میاشت وه، خو د ماښامونو کنسرتونه هم عام وو. ډېری شوقي سندرغاړي مسلکي هنرمندان شول، او د کیسټ صنعت ډېر ګړندی پرمختګ وکړ. دا دوره په حقیقت کې د شاه ظاهر شاه د حکومت د فرهنګي پرانیستۍ یوه بیلګه وه. خو بېلي لږ پام کړی دی چې دا فرهنګي ازادي یوازې په ښاري سیمو لکه کابل او هرات کې عامه وه، په کلیوالو سیمو کې بیا ټولنه ډېره محافظه کاره وه او ښځو ته دومره د ازاد فعالیت اجازه نه ورکول کېده.

د کمونستانو واکمني (۱۹۷۸ وروسته)

کله چې په ۱۹۷۸ کې کمونستان واک ته ورسېدل، موسیقي د “سوشلسټ ټولنې” یوه برخه وبلل شوه. په کابل او نورو ښاري سیمو کې موسیقي ته د پرمختګ نښه ویل کېده، خو د سندرو متنونه د سیاسي محتوا له مخې سخت کنټرولېدل.بېلي دلته په سمه توګه دا پارادوکس ښيي: موسیقي ته د دولت لخوا ملاتړ موجود و، خو هنري ازادي محدوده شوه. هنرمندان اړ شول چې د ایډیالوژۍ سره سم سندرې جوړې کړي. دا د دې ښکارندويي کوي چې موسیقي د دولت له خوا هم پیاوړې کېږي او هم غلې کېږي.

د کډوالو دوران: پاکستان او ایران

کله چې میلیونونه افغانان پاکستان او ایران ته مهاجر شول، د موسیقۍ حالت بلکل بدل شو. د مجاهدینو ګوندونه موسیقي د دین خلاف ګڼله، نو په کمپونو کې یې سخت بندیز پرې ولګاوه.بېلي ښيي چې مهاجرو کمپونو کې موسیقي تر فشار لاندې وه، خو په حقیقت کې موسیقي هېڅکله بشپړه ورکه نه شوه. په پېښور، کوټه او مشهد کې د کیسټونو له لارې سندرې خپرېدې، او ډېرې سندرې د وطن یاد او د جهاد روحیې ته وقف شوې وې. دا ښيي چې موسیقي حتی د فشار لاندې هم د هویت او یاد ساتلو یوه وسیله پاتې شوه.د افغانستان په سیاست او ټولنه کې د موسیقۍ رول: د جان بېلي د نظرونو یوه تنقیدي څېړنه ۔ موسیقي په افغانستان کې هېڅکله یوازې د تفریح یوه وسیله نه وه، بلکې د سیاست، ایډیالوژۍ او کلتوري هویت سره یې ژور تړاو درلود. پروفېسر جان بېلي په خپل کتاب War, Exile and the Music of Afghanistan: The Ethnographer’s Tale (۲۰۱۷) کې ښيي چې څنګه د بېلابېلو واکمنیو او ایډیالوژیو پر مهال د افغانستان د موسیقۍ بڼه بدلېده. د هغه ورکړل شوی اقتباس له ۱۹۵۰مو کلونو څخه د طالبانو د واکمنۍ تر سقوط (۲۰۰۱) پورې د موسیقۍ د حالت لنډیز وړاندې کوي ۔ دا مقاله هڅه کوي چې د بېلي د نظرونو تحلیلي او تنقیدي جاج واخلي او د افغانستان د موسیقۍ سیاسي او ټولنیز اړخونه وڅېړي.

د راډیو افغانستان زرین دور (۱۹۵۰ – ۱۹۷۰)

                بېلي دا لسیزې د راډیو افغانستان د “زرین دور” په نوم یادوي. په دې وخت کې موسیقي د سانسور له جدي فشار پرته ازاده وه او وده یې کوله. ښځو کولای شول چې په راډیو او تیاترونو کې سندرې ووایي. د روژې میاشت د عبادت میاشت وه، خو د ماښامونو کنسرتونه هم عام وو. ډېری شوقي سندرغاړي مسلکي هنرمندان شول، او د کیسټ صنعت ډېر ګړندی پرمختګ وکړ ۔دا دوره په حقیقت کې د شاه ظاهر شاه د حکومت د فرهنګي پرانیستۍ یوه بیلګه وه. خو بېلي لږ پام کړی دی چې دا فرهنګي ازادي یوازې په ښاري سیمو لکه کابل او هرات کې عامه وه، په کلیوالو سیمو کې بیا ټولنه ډېره محافظه کاره وه او ښځو ته دومره د ازاد فعالیت اجازه نه ورکول کېده.

د کمونستانو واکمني (۱۹۷۸ وروسته)

کله چې په ۱۹۷۸ کې کمونستان واک ته ورسېدل، موسیقي د “سوشلسټ ټولنې” یوه برخه وبلل شوه. په کابل او نورو ښاري سیمو کې موسیقي ته د پرمختګ نښه ویل کېده، خو د سندرو متنونه د سیاسي محتوا له مخې سخت کنټرولېدل.بېلي دلته په سمه توګه دا پارادوکس ښيي: موسیقي ته د دولت لخوا ملاتړ موجود و، خو هنري ازادي محدوده شوه. هنرمندان اړ شول چې د ایډیالوژۍ سره سم سندرې جوړې کړي. دا د دې ښکارندويي کوي چې موسیقي د دولت له خوا هم پیاوړې کېږي او هم غلې کېږي.

د کډوالو دوران: پاکستان او ایران:

کله چې میلیونونه افغانان پاکستان او ایران ته مهاجر شول، د موسیقۍ حالت بلکل بدل شو. د مجاهدینو ګوندونه موسیقي د دین خلاف ګڼله، نو په کمپونو کې یې سخت بندیز پرې ولګاوه.بېلي ښيي چې مهاجرو کمپونو کې موسیقي تر فشار لاندې وه، خو په حقیقت کې موسیقي هېڅکله بشپړه ورکه نه شوه. په پېښور، کوټه او مشهد کې د کیسټونو له لارې سندرې خپرېدې، او ډېرې سندرې د وطن یاد او د جهاد روحیې ته وقف شوې وې. دا ښيي چې موسیقي حتی د فشار لاندې هم د هویت او یاد ساتلو یوه وسیله پاتې شوه.

د طالبانو واکمني (۱۹۹۶ – ۲۰۰۱)

د طالبانو په راتګ سره تر ټولو سخت بندیزونه ولګېدل. موسیقي په رسمي توګه بنده شوه. خو خلک بیا هم په پټه سندرې اورېدلې او کیسټونه یې بدلول.بېلي په سمه توګه وایي چې د طالبانو تر بندیز لاندې هم موسیقي په پټه روانه وه. دا ښيي چې موسیقي یوازې د تفریح وسیله نه ده، بلکې د خلکو د کلتور یوه اړینه برخه ده چې حتی د سختو بندیزونو لاندې هم ژوندۍ پاتې کېږي. خو د بېلي له بحثه د دې خبرې یادونه کمه شوې چې په کلیوالو سیمو کې لا هم ځینې دودیز ډولونه (لکه د ماشومانو د خوب سندرې او د دیني محافلو نعتونه) روان وو.

د ۲۰۰۱ وروسته نوی دور

کله چې طالبان نسکور شول، موسیقي ډېر ژر بېرته راژوندۍ شوه. په تلویزیونونو، کنسرتونو او محفلونو کې سندرې بېرته پیل شوې، ښځینه سندرغاړې هم بېرته راښکاره شوې. خو د سانسور ستونزې لا هم پاتې وې، په ځانګړي ډول د ښځو د غږ او فعالیت په برخه کې.دا ښيي چې یوازې سیاسي بدلون کافي نه دی. ژور ټولنیز دودونه، مذهبي فکرونه او جنډري حدودیتونه لا هم موسیقۍ ته خنډونه جوړوي. بېلي په دې برخه کې په سمه توګه ستونزې یادوي، خو که د ځوانانو د نوو پروګرامونو (لکه Afghan Star) یادونه شوې وای، تحلیل به بشپړ شوے وې ۔

نورې ليکنې۔۔۔