پۀ ټوله نړۍ لکه بنيادمانو ، هېوادونه هم بې شمېره ستونځې لري. د هر هېواد بيا خپلې خپلې ستونځې وي چې د هغوي د ځانګړي حېثيت مطابق وي. هېوادونه دوه غټې او مهمې ستونځې لري. چې يوه بهرنئ ستونځه وي او بله داخلي يا کورنی ستونځه وي. دا دواړه ستونځې ډيرې د توجو ، زيرک نظر او حکمت عملې پامته داری وي ۔ د بهرنو ستونځو سنجولو (حل کولو) کښې ډير غټ لاس د يو هيواد فوجي قوت ، ټيکنالوجي، معاش ، اولسي واک ، مرستې او خارجه ډپلوميسي وي. او نور هم ډير ثانوي عوامل پکښې پکار راځي. دا ستونځه که هر څومره غټه وي خو دا حکومت او د هيواد نظام نيغ په نيغه نه چيړي ۔ د دې په مقابل کښې داخلي ستونځه ډيره سخته او د تشويش وړ وي. ځکه چې دا ستونځه په زور او طاقت نه حل کيږي . بلکه چی څومره زور ورکولی شي هغه هومره دا نوره هم تيزيږي. او دشمنانو ته د نکونو د جنګولو او وراني موقعې په لاس ورکوي ۔دا داخلي ستونځه بيا په هغه هيوادونو کښې کوم چې ګڼ قامي هيوادونه وي نوره هم ډير ګڼ اړخونه، ګڼ قسمونه او ګڼ رنګونه لري، چې هره يو رنګ ډير مهم او نازک وي ۔ پاکستان هم يو ګڼ قاميزه هيواد ډې. دلته پپامسان د پښتنو، بلوچانو، سندهيانو، سرائيکيانو او پنجابيانو ،غټ غټ قامونه ملک دي او د دې نه پورته نور هم واړه واړه بلها قوميتونه شتون لري. ورسره ورسره هر څه که پاکستان يو اسلامي هيواد دي او د ټولو نه غټ مذهب پکښې اسلام دې . خو د نورو مذهبونه منونکي لکه هندوان ، عيسايان، سيکان او نور هم د بلها مذهبونو منونکي شتون لري ۔ لکه چې ټولو هيوادونو کښې بيلا بيلې ستونځې وخت په وخت را اوچتيږي او حل کيږي . په داسې حال کښې پاکستان کښې بيا ډيرې زياتې ستونځې راوچتيږي او کينيي . ولې ځنې پکښې داسې ستونځې دي چې دوامداره شتون لري. لکه د بيلګې په توګه قومي ستونځه، د قومونو شناخت او ژبو ستونځه، د فرقه واريت ستونځه ، د صوبو د جغرافيې ستونځه، د صوبو د اختياراتو ستونځه، د مرکز او صوبو د اختياراتو او مالي حصو د تقسيم ستونځه، طبقاتي ستونځه، د نظام ستونځه، د آئين او د هغې د تحفظ او عملي کولو ستونځه، د صوبو د وسائلو او د هغې د تقسيم ستونځه او داسې نورې بلها ستونځې ۔ دا ستونځې هر څه که دائمی او دوامداره حيثيت لري. خو د وخت او حالاتو او د زمان او مکان سره کله يوه ډير زيات اهميت اختيار کړي او نورې لګې په شا شي او کله بله اهميت حاصل کړي او سر را اوچت کړي. دغه رنګ د ستونځو را وچتيدل او کيناستل يو مسلسل عمل دې چې کال و سر روان وي. او ملک او اولس پکښې هر وخت د انتشار او بې آرامی ښکار وي. او زيات تر پکښې حقونه تروړلی کيږي ۔ پاکستان کښې د ډيرې مودې نه د ترخه ګرې مسله په سر ده. او په دا لنډو ورځو کښې خو ورسره د شتمنو د تروړلو ستونځه هم ډیره په زور کښې را اوچته شوې ده. دا خبره خو د ډير وخت نه په اشارو اشارو کښې او کله داسې په ګنګوسو کښې کيدلې شوه چې :
” جہاں وسائل ہیں ، وہاں مسائل ہیں ”
خو اوس چې په پښتون بلوچ صوبه کښې د مائنز او منرل کوم قانون په کومه غلچکي طريقه منظور کړی شو. او په خيبر پښتونخوا کښې د منظورولو کومې هسې روانې دي. . نو دغه د وسائل او مسائل والا تهيوری او الزام ته تقويت ورکوي ۔ پښتانه او بلوچان دواړه د پاکستان د فيډريشن حصه ( فيذريټنگ يونټس) دي. . او خپل ډير لږ خو د ايين د لارې خوندي حقونه لري . د هغې آئين د مخې د کوم د لاندې چې دوي د پاکستان د فيډريشن حصه ده. او دواړه که يو خوا ډير مهم او قوي جيو پوليټيکل حيثيت لري. نو بله خوا الله پاک هغه ټول نعمتونه ، چې په ټوله نړی کښی په ټولو هيوادونو لږ لږ تقسيم کړې دي. هغه ټول ئې تقريبا” ټول په ټوله دې دووه صوبو باندې پیرزو کړې دي. نو ټول خلق که خپل دي او که پردي خو کتې ورته نشي. او هر هاغه لاره ګوري او چل ول کوي چې دا شنمنې د دوي نه اوتروړي. خير که د دې خپل خلق او د بچی وږی تګې او بربنډ ګرځي ۔ د نړی د نورو فيډريشني هيوادونو او د پاکستان د خپل آئين او پالیسې او فيصلو مطابق په هر رقم شتمنو کښې د ټولو نه اول او ملکيتي برخه د ځائي خلقو او صوبو ده. او د مرکز خپله ټاکلې حصه ده . هغې کښې هم ټول ملکيتي حق او د خپل اختياري حق د صوبو سره منلې شوې ده. نو صوبې په حقه دي چې ډ خپلو شتمنو د خپل اختيار له مخه په خپله خوښه او خپله بيعه خرڅه کړي، معاهده اوکړي او خپلې قانوني او آئيني برخه د ټولو مخکښې تر لاسه کړئ ۔ د دې قانون نه پورته که مرکز يا پر څوک که د پر چا سره څه معاهده کوي. او يا که بل کوم فريق يا ملک ئې ورسره کوي. نو دا به د آئين او قانون خلاف وي . او د غټو آئيني، قانوني او امن و امان د مسلو موجب جوړيډې شي . بله خبره دې واضحه وي چې په زوره قانونه په خلقو ورتپلې خو شي ، خو منلې ئې پرې نه شي.