حسېن بخش کوثر غورياخېل يو نوموړے پښتون سياسي کارکن، عالم او اوديب و چې د پيښور سره ئې تعلق درلود او پۀ 1922ء کښې د پېښور ملا فضل ګنج روډ محله کښې زېږېدلے( : پروفېسر شفع صابر، شخصيات سرحد، مخ 663) ۔د دوي پلار عبدالکريم بخش يو تاجر و چې د بحير کېپسين ضروري سامانونه ئې د يورپ ملکونو پورې وړل راوړل ۔ هم دغه رنګه ئې د يو ټيکدار پۀ حېث هم خپلې ذمه وارۍ ترسره کړې ده ۔د دوي کورنۍ د بډبېرې نه پېښور ښار ته منتقل شوې وه ۔ د برطانوي استعمار پۀ ضد ئې سخت مخالفانه جذبات لرل ۔يو ورور ئې هم ټېکدار و او دے لا وړوکے و چې مور ئې وفات شوې وه ۔ خپلې وړومبۍ زده کړې ئې د ګنج پرايمري سکول نه او پۀ 1937ء کښې ئې د پېښور د يو سرکاري سکول نه لسم پاس کړے دے ۔حسېن بخش کوثر د وړوکوالي نه انقلابي سوچ لرونکے انسان و او د پېښور مشهور عالم مولانا عبدالرحيم پوپلزي نه سخت متاثره و چا چې پۀ مارکسي نظرياتو باندې پوهه لرله ۔ حسېن بخش کوثر د خپل سياسي سفر شروع د (نوجوان بهارت سبها) نه وکړه خو ډېر زر د خان عبدالغفار خان د خدائي خدمتګار تحريک (سرخپوش) کښې شامل شو(2: انور خان ديوانه، زمین کھا گئی اسمان کیسے کیسے، ڈبگری گارڈن پشاور، 1996، ص 60, 61, 62) .د دوي ماما حاجي محمد هم د دې تحريک سرګرم غړے و چا به چې پۀ جلسو او جلوسونو کښې سُور قميص اچولے و د کومې پۀ حواله چې مشهور و۔ د برطانوي استعمار پۀ ضد هلو ځلو پۀ وجه باندې څو څو ځله ګرفتار شوے دے او مختلف وختونو کښې ئې د قېد او بند سختې هم برداشت کړې دي ۔ دوي پۀ اول ځل باندې پۀ 1932ء کښې ګرفتار شوي وو چې دغه وخت ئې عمر لس کلن و۔ پۀ 1940ء کښې د تاريخي ”پښتون“ مجلې مدير هم پاتې شوے دے کومه کښې به چې د برطانوي حکومت پۀ ضد باندې مواد چاپېدل د کوم پۀ وجه چې پۀ 1941 کښې پۀ دوېم ځل باندې قېد کړې شو۔ [i] هم دغه رنګه پۀ 1943ء، 1947ء او 1948ء کښې د ډېره اسماعيل خان، هري پور او پېښور جېل کښې قېد ساتلے شوے دے ۔ دوي به اکثره وئيل چې هر اختر به ئې په يو نوي جېل کښې د سياسي قېدي پۀ حېث باندې تېروۀ ۔ دا هم وئيلي شي چې د قېد پۀ دوران کښې دوي ته يووخت پۀ خوراک کښې زهر ورکړې شوي وو چې د کومې د وجې چې ټول عمر د معدې مريض پاتې شوے دے ۔ د خپل سياست او د ازادۍ د مرام د پاره ئې د وادۀ څخه انکار وکړو د کومې نېټه چې ورته پلار اېښودلې وه ۔د پلار د مړينې نه پس ئې د ورور ښځه (ورندار) هم مړه شوه ۔ ځکه حسېن بخش کوثر غوره وګڼل هم دغه ورور ته ئې دوېم وادۀ وکړو ولې څۀ موده پس ئې دغه ورور هم د زړۀ له دورې څخه مړ شو او دغه رنګه حسېن بخش پۀ کور کښې يوازې پاتې شو۔ د 1976 نه تر 1972ء پورې ئې پۀ کابل (افغانستان) کښې جلا وطني هم تېره کړې ده او دغسې د دې نه پس پېښور ته واپس راغلے دے ۔ د افغانستان نه چې کله واپس راغلو نو د خان عبدالولي خان پۀ مشرۍ کښې پۀ نېشنل عوامي پارټي (نيپ) کښې د يو سياسي او سرګرم غړي پۀ حېث متحرکه و۔ پۀ دې دوران کښې د ئې د خان عبدالولي خان سره نزدې دوستانه تعلقات هم پېدا شوي وو۔ تر دې چې يو بل ته به ئې د کتابونو ورکړه راکړه مستقل کوله ۔ د صدر ايوب خان پۀ ضد ئې د پېښور پۀ ګنج چوک کښې يوه لويه جلسه راجوړه کړې وه د کومې پۀ وجه چې ګرفتار شو او د فوجي عدالتي مقدمو سره مخ و۔ د قېد پۀ دوران کښې دوي خپل زيات وخت د پښتو ژبې او ادب او د افغان تاريخ پۀ ليک لوست باندې تېر کړے دے۔ پۀ يادولو وړ ده چې پۀ 1989ء کښې ئې د پېښور پۀ جېل کښې د اجمل خټک، افراسياب خټک او صوفي جمعه خان سره هم ملاقات شوے و۔ دغه وخت دوي د کابل د اوږدې جلاوطنۍ نه پس راغلي وو۔ پۀ دې ليدنه کښې دوي پۀ شريکه پۀ سياسي احوالو باندې يو بل سره خيالات شريک کړل ۔ حسېن بخش کوثر يو سنجيده او باوقاره محقق و۔ د علمي او فکري رجحان د پښتنو اصل نسل، د پښتو او هندو ژبو ابتدا او ارتقا وه ۔ دغه رنګه دوي د اريائي نظرئې منونکي وو۔ درې کتابونه ئې ليکلي دي چې پۀ دې نومونو دي ۔
- طوفان: يعنې د نړۍ د مذهبونو د اساسي محرکاتو څېړنه، چې پۀ 1958کښې چاپ شوے دے ۔
- هندي يورپي او د دې سامي د ژبو اساس ، دا کتاب پۀ 1960کښې چاپ شوے دے ۔
- د انډو يورپين او د سامي ژبو وېشنه، دا کتاب پۀ 1969ء کښې چاپ شوے دے ۔
پۀ درېم مارچ 1990 ورته د اشنغر(چارسده) د يوتهـ ليګ فيډريشن له خوا پۀ ژبه، ادب، تاريخ او سياست باندې د کار کولو باندې اعزار ورکړې شو۔ د عمر پۀ اخر وختونو کښې پۀ قېدونو او جېلونو کښې سخت ناروغه شوے و د کومې نه پس چې هسپتال ته منتقل کړې شوے دے ۔ دلته هغوي سره د ملاقات کولو باندې پابندي وه ۔ د اوږدې ناروغۍ نه پس پۀ اګست 1993 کښې کښې وفات شو او خاورو ته وسپارلے شو۔(3: انور خان ديوانه، زمین کھا گئی اسمان کیسے کیسے، ڈبگری ، مخ 60, 61)
[i] : د پښتون مجلې د مدير پۀ حواله دا خبره ځنې کتابونو نقل کړې ده خو تر دې دمه داسې کومه ګڼه نشته چې د دوي نامه پرې د ايډيټر پۀ توګه باندې ليکلې شوې وي ۔ دا امکان شته چې پښتون مجله کښې ئې کار کړے وي ۔