خدائي خدمتګار تحريک—نجيب الله شاداب (مترجم)

دا ليکنه شريکه کړئ

د هندوستان د ازادۍ يو شمېر تحريکونه چلېدلي دي۔ انګريز استعمار په رياستي د دغه تحریکونو د وهلو هڅې کړې دي۔ يو شمېر خلقو د جيلونو او سختۍ د رياستي جبر په وجه برداشت کړي دي۔ په زرګونو خلقو د ازادۍ په خاطر خپل ژوند له لاسه ورکړے دے۔ د ازادۍ د تحريک څه سرخېلان په جزیرو کښې ووژل شول او څه ژوندے واپس راغلل۔ د ازادۍ په دې تحريکونو کښې پښتونخوا کښې خدائي تحريک چلولے شوے چې مشري ئې عبدالغفار خان کوله چې په تاريخ کښې ورته خدائي خدمتګار تحريک وئيلے شي۔ د دې تحريک بنيادي خاصيت دا ؤ چې د بنياد اصول عدم تشدد ؤ۔ دا تحريک د تېرې صدۍ په په 20 لسيزه کښې شروع کړے شوے ؤ او تر 1947 پورې روان ؤ ۔د خدائي خدمتګار سره د ملک حکمرانانو هغه رنګ سلوک کولو کوم سلوک چې به ورسره انګريز استعمار کولو۔د خدائي خدمتګار تحريک يو کارکن احمد د باچا خان په شخصيت او خدائي خدماتو باندې په پښتو کښې معرکته ولاړل کتاب ليکلے دے۔يو بل کارکن قاسم جان د دغه کتاب اردو ترجمه کړې ده۔ معروف محقق پروفېسر ډاکټر سيد جعفر احمد مدام د تحريک ازادۍ دستاويزات راټول کړي دي او د نااشنا موادو په شائع کولو کښې شهرت لري۔ هغوي دا کتاب په دوه جلدونو کښې د خپلې ادارې انسټي ټيوټ اف هسټاريکل اينډ سوشل ريسرچ نه شائع کړے دے۔ د دې کتاب دوه جلدونه په 790 صفحاتو مشتمل دي ۔ د دې کتاب ژباړونکي قاسم خان د کتاب په آغاز کښې ليکلي دي چې د باچاخان په ژوند او جدوجهد په مختلفو ژبو کښې کتابونه ليکلي شوي دي خو په خدائي خدمتګار تحريک د احمد کاکا دا کتاب يو ناياته او کامياب کامياب دے۔ قاسم وړاندې ليکي چې د دې کتاب ډ اهميت اندازه د دې نه لګولے شو چې دا کتاب د باچا خان په خواهش د دې لپاره ليکلے شوے ؤ چې د دې تحريک تاريخ د راروانو نسلونو لپاره خوندي کړے شي ۔ نامتو دانشور رياض تسنيم ليکي چې د پښتنو د سياسي تاريخ ته غور وکړو نو د خوشال نه پس باچا خان هغه شخصيت چې پښتنو ته شناخت ، شعور ورکړو او د پښتنو د مسلو ادراک ورته وشو۔ هغه ليکي چې لوستونکو ته به د دې د لوستو نه اندازه ولګي چې د ازادۍ لپاره د پښتنو قربانۍ او مبارزه د دنيا په مقابلې بې مثاله او فخريه دي۔ نامتو محقق او دانشور ډاکټر سيد جعفر احمد د ایک تاریخی دستاویز د عنوان لاندې ليکلي دي چې د بد قسمتۍ د پاکستان د جوړېدو نه پس زمونږ حکومتونو، مقتدر قوتونو، او فيصله کونکو خلقو ماضي څه په دا رنګ راجوړه کړه چې په هندوستان د استعمار کردار او د هغوي خلاف تحريکونه او رجحانات زمونږ د تاريخي بيانيې برخه ونۀ ګرځېدل۔ ډاکټر جعفر وړاندي ليکي چې د نړۍ په نورو ملکونو کښې د استعمار کردار او د هغوي خلاف مزاحمت د ازادۍ محور ګرځول کېږي خو ولې دلته چې د څه ته د ازادۍ تاریخ وائي هغه په اصل کښې د هندوستان د مسلمانانو تضاد او د مسلم ليګيانو د تقسيم هندوستان قيصي د هندوستان د ازادۍ تاریخ ګڼي۔ په دې تاريخ کښې استعمار په ضمني توګه موجود دے ولې زمونږ په تاريخ کښې استعمار په خپل مافیت کښې هغه رنګ نۀ دے موجود ځکه زمونږ د مسلې بنياد زمونږ نه پناه دے، او هغه کردار چې هغې مونږ په حقيقت کښې د اصل جمهوريت نه محرومه کړو ښکاره نۀ دے۔ هغه هم زمونږ د سیاسي بيانيې برخه نۀ ده۔ په غير محسوس طريقه د نوابادياتې دورې نه نوي نو ابادياتې دورې ته داخل شو۔ د باچا خان زوي خان عبدالولي خان د کتاب په سر کښې ليکلي چې خدائي خدمتګار تحريک د هغوي د ماحول او چاپيريال پیداوار دے۔ دې تحريک په خپله دا فرض کړې وه چې د پرنګي د اسلام دوښمنه پاليسو مخالف به کوو‌۔ خدائي خدمتګار تحريک د پرنګي د ټولو دسيسو مخالفت کولو او هغوي دا يقين لرلو چې کۀ ټول هندوستان د ازادۍ په تحريک کښې برخه واخلي نو انګريزان به ډېر زر دا وطن پرېږدي په دې پس منظر کښې انګريزانو دا تحريک خپل دوښمن تحريک ګڼلو۔د وطن او چاپيريال حالات داسې و چې باچاخان او د هغه ملګرو د دې تحريک بنياد کښښودلو۔ ولي خان د خپلې سريزې په اخر کښې ليکلي دي چې پښتونخوا کښې به هېڅ داسې ځاے نۀ وي چې انګريزانو به پکښې د پښتنو وينه نۀ وي توي کړي کۀ په ژور نظر دا کتاب ولوستے شي نو معلومه به شي چې د ازادۍ لپاره پښتنو کومې قربانۍ ورکړي دي۔ د دې کتاب ليکوال احمد کاکا يو نالوستے سړے دے ۔ هغه د کتاب په شروع کښې ليکي چې چې زۀ دا واضحه کول غواړم چې نۀ زۀ اديب او نۀ د ليک کومه خاصه تجربه لرمه۔ زما د دې کتاب مقصد هغه تاريخي احوال په منظر عام راوستل دي کوم چې په تېره زمانه کښې سرزد شوي دي،هغه ليکي چې دا کتاب په اصل کښې هغه ماضي بيانوي چې د نولسمې صدۍ د وړمبۍ لسيزو کښې په زمکه کښې تېره شوې ده خداے خپله هم ليدلي دي او ما ليکلي دي۔ احمد کاکا ليکي چې د ابتدا نه په دې تحريک کښې شامل وم ما د دې کتاب دوه حصی باچاخان ته د حيدر اباد جيل کښې په کال 1963 کښې اورولې وې۔ په 1939 کښې ئې زۀ د ساهيوال جېل ته لېږلے وم کوم چې په ټول پاکستان کښې د بدمعاشانو جېل ؤ۔ باچاخان ئې هم په هغه جېل کښې نظر بند کړے ؤ۔ دا جېل به مدام د دوړو او خاورو نه ډک ؤ۔ ماشي مچان او مېږي په دی جېل کښې ډېر زيات ؤ۔ باچا خان ئې د تنهائي په قېد قيدي کړے ؤ۔ زۀ چې کله دلته راغلم نو باچاخان ماته اوئيل چې لس مياشتې ما هېڅوک نۀ دي ليدلي۔ باچا خان په دفعه 40 کښې بندي ؤ او درې کاله سزا ئې تېروله۔ هغه ته به بېخي په کم مقدار کښې خوراک ورکول کېدو او سرخې کار به ئې پرې کولو۔ احمد کاکا ليکي چې یوه شپه په ګرځېدو کښې ما د باچا خان نه وپوښتل چې ستا په زړۀ کښې د قوم سره د مينې جذبه کله پېدا شوه؟ هغوي اوئيل چې کله زۀ مشن هائي سکول وم نو نو د هغې هېډ ماسټر انګريز ؤ او بغېر تنخوا ئې د خپل قام خدمت کولو زۀ ډ هغه نه متاثره شوم۔ په دغه ورځو کښې حاجي صاحب ترنکزي د ديني مدرسو کار شروع کړے ؤ۔ ما هم په هغې غور کولو چې پښتانه د علم د رڼا نه محروم دي۔تر چې دوي په علم منور نۀ شي مسلې ئې نۀ شي ختمېدے۔باچا خان وئيل چې زۀ به د حاجي صاحب سره کلي ته تلم او ډ هغوي کلي کښې مدرسې جوړې شوې وې۔ کله چې مدرسې زياتې شوې نو انګرېزان ويرېدل او د حاجي د ګرفتارۍ حکم ئې ورکړو۔ په دغه ورځو کښې په هندوستان کښې خلافت جلسې کېدلې په هغې کښې به باچاخان هم شاملېدو۔ مسلمانانو چې د هجرت فيصله وکړه نو باچاخان هم د څو ملګرو سره هجرت وکړو۔ هجرت ناکام شو او خلق واپس راغلل باچاخان چې واپس راغے نو د خپلو ملګرو سره ئې مشوره وکړه چې هېڅ يو قوم د علم نه بغیر خپل منزل ته نۀ شي رسېدے۔ ټول ملګري ورسره موافق شول او د پښتنو ځوانانو جرګه يې راوغوښته۔ په اپريل 1921 کښې ئې ازاد اسلاميه مدرسه جوړه کړه۔ په دې مدرسه کښې قرآن فقه تاريخ اسلام سره عربي،اردو او انګريزي تعليم ورکوي کېدو۔ د دې سره ټېلرۍ ترکاڼۍ او نور هنرونه هم ښودل کېدو۔ ليکونکي ليکلي دي چې هغه په پنځم ټولګي کښې داخل شو کله چې د کلي نه راتلو باچاخان په لاره راروان ؤ ما ورته اوئيل چې زۀ يتيم يم زما سره کتابونه هم نشته او فېس هم نشته۔ باچا خان زۀ ځان ته جوخت کړم او په مخ ئې راله لاس کېښود او ووئيل ئې چې زۀ به خپل بچي ته کتابونه ډوډۍ او کپړې ورکوم او ماته ئې د بهايي جان استاد په نوم يو خط راکړو چې د دۀ نه هېڅ فېس مۀ اخلئ۔ أحمد کاکا په وړمبي ځل د باچاخان د جېل نه د خلاصېدو حال ليکلے دے۔ليکونکي پېښور ته د سايمن کمېشن ذکر هم کړے دے او ليکلي ئې دي چې د پېښور خلقو د کميټۍ د فيصلې نه بائکاټ کړے ؤ۔ کميټۍ له د جمعې ورځې پورې پېښور ته راتګ ؤ د دې نه وړاندې د ډاکټر ګوش په مشرۍ کښې په پېښور جلوس وشو په جلوس کښې ډېرو خلقو سره جنډې وې۔پېښور کښې چې د کمېشن بائکاټ وشو نو کېمشن ناکامه واپس لاړو۔ احمد کاکا په دې دوران کښې د تحريک لپاره د پټ اشتهار ذکر هم کوي په ظاهره خو هغه د حکومت سره ملګرے شوے ؤ ولې کار ئې د تحريک د منظمتيا لپاره په پټه کولو ۔ ليکونکي په هغشنر کښې د کارکنانو سره شوے ظلم په ډېره ښکلې طريقه بيان کړے دے او دغه رنګ د ښځو د بهادرۍ داستانونه يې هم ليکلي دي ۔

دا اخباري کالم د ډاکټر توصيف احمد دے چې پۀ ايکسپريس اخبار کښې چاپ دے

https://www.express.pk/story/2721587/khday-khdmt-gar-thryk-2721587

 

 

نورې ليکنې۔۔۔