اشنا ! ته هم ګرم وې ډېر تېز تلې ( بغدادي پير )
جديد افغانستان د څۀ تېر دوه سوه کاله نه تراوسه د نړي والو او د افغانانو د خپلو کمزورو د لاسه هر وخت په دوام داره ګډوډوۍ کښې پاتې شوے دے په 1838 کښې پېرنګيانو د امير دوست محمد خان په ضد د شاه شجاع په مرسته په افغانستان ړومبۍ جګړه اوتپله شاه شجاع په کابل کښې په زور کښېنول شو امير دوست محمد خان ،بخارا ،ته لاړو خو ډېر زر اړے ګړے جوړ شو د پېرنګيانو سفير ، مېګناټن په یو جرګه کښې اووژل شو د پېرنګي په لښکرو ځاے په ځائے الغاؤ تلغاؤ جوړ شو او په شپاړس زره پوځ کښې یو ، ډاکټر برائډن ، جلال اباد ته ژوبل ژوبل رورسېدو او د تباه لښکر حال ئې بیان کړو.
امير دوست محمد خان هم زر د خپلو لښکرو سره افغانستان ته راستون شو او ځائے په ځائے سيمې ئې اونيولې او په کابل کښې ئې بیا ځان د یو سياسي بندي په توګه اوسپارلو دوست محمد خان پېرنګيانو بیا هندوستان ته د بندي په توګه اولېږلو څه وخت پس شاه شجاع هم په کابل کښې اووژل شو په کال 1955کښې د افغانستان د اړي ګړي ختمولو لپاره هم امير دوست محمد خان ډېر په منت او احترام راستون کړے شو او امير دوست محمد خان یو ځل بیا باچا شو په 1863 کښې امير دوست محمد مړ شو څه وخت پس دهغه ځائے د هغه زوي امير شېر علي اونیولو د افغانستان اړے ګړے بیا زيات شو نو د کال 1878/ نه تر کال 1880 دوېم جنګ د پېرنګي او د پښتنو ترمېنځ اوشو امير شېر علي خان ترکستان ته په تلو کښې په لاره کښې مړ شو څه وخت پس امير عبدالرحمن واک ترلاسه کړو امير يعقوب خان په 1879 کښې د ګندمک او امير عبدالرحمن خان د ډېورنډ تړون په 1893 کښې لاسليک کړو. په شپږم مۍ 1919 کښې پيرنګېانو د غازي امان الله خان په ضد په درېم جنګ کښې بیا لښکرې په افغانستان ورواچولې پۀ دې جنګ کښې پېرنګيانو ځائے په ځائے ماتې اوخوړه په درېم د جون ډز بندي اوشوه په 24 د جولائي په راولپنډۍ کښې خبرې اترې شروع شوې او په اتهم د اګست یو تړون لاسليک شو په افغانستان کښې د پېرنګيانو لاس وهنه په هر شکل بند کړے شوه د افغانستان خپلواکي او استقلال اومنل شو په 19 اګست غازي امان الله خان د افغانستان خپلواکي استقلال په بشپړ ډول اعلان کړو او د یو پرمخ تللي افغانستان لپاره ئې چټک ګامونه واخيستل ايران ترکي او د نړۍ هېوادنو سره ئې ازادې اړيکې جوړې کړې په 1922 کښې قانون اساسي جوړ کړو د افغانستان ملي اوسنے درې رنګه بېرغ ئې جوړ کړو د پرمختګ بېشماره پروژې جوړې شوې خو پېرنګيانو دا هرڅه کتل او زغمل ئې نه اخر دا چې په 1929 کښې د یو تاجک ډاکو حبيب الله کلکاني ،بچه سقه ، سره هم پښتانۀ لښکر شو او غازي امان الله دې ته اړ کړے شو چې هېواد پرېږدي او اټلي ته لاړشي د غازي امان الله خان نه تراوسه پېرنګېانو د افغانستان سره د مذهب په جامه کښې څه کړي ځوان مرګي ليکوال نصير احمد احمدي پۀ یو ناول ،ډېوډ جونز بغدادي پير ، کښې پرې ډېر خوندور لیکل کړي د هغې څه لږه برخه تاسو هم اوګورئ !
حبيب الله ئې نوم دے خو د ،بچه سقه، سقاؤ په ځوي مشهور دے پلار ئې په یو وخت کښې په پېښور کښې ،مشکي و کوڅۍ به ئې لمدولې ځکه ورته ،بچه سقه ،وائي مختلفو ځایونو کښې د غلا ملزم دے په پېښور کښې د سرزور یو دکان هم لوټ کړے و د غازي عمرا خان د کورنۍ غړي هم په کابل کښې په یو لار کښې شوکولي او وژلې وو د امان الله خان ضد سړے دے، ډېر کار ترې اخستے شو. سړے مو خوشے کړو، د انګرېز له خوا یو جوړ شوي ملنګ ورته په لار کښې ووئيل، چې ته به یو وخت د افغانستان باچا شې یو ځائے ورته اوښودو وئيل هلته خزانه به وي روې باسه بچه سقه چې هغه ځائے اوکنستو نو پېرنګيانو پکښې ټوپکې او کالتوس خخ کړي وو هغه ئې غېبي مرسته اوګنړله او روويستل او ډېر ډاډه شو.دا سړے کابل ته لاړو غلاګانې شوکې ئې شروع کړي او په لږ وخت کښې ئې ډېر ملګري پېدا کړل. امان الله خان دې په پوځ کښې شامل کړو بله ورځ ئې یو پوځي افسر وویشت، امان الله خان ئې په سر انعام وټاکه، خو د سقاو ځوي پسې د شور بازار حضرتان عمر مجددي ولاړ و داد تېر وخت صبغت الله مجددي نيکه و او د غازي امان الله خان په غورځولو کښې د پېرنګيانو په ډاډ زور لږولے و. بغدادي پير وائي زه بیا ملنګ شوم او هغه زوړ غار ته لاړم، خانانو او ملکانانو سره اوغږېدم، د سقاو زوي مې د ټولو مشکلاتو حل ګاڼۀ،خلق هسې هم ډک وو زما خبرو نور هم وپړسول، لښکر تيار شو، ۳۰۰ ځوانان مې د کابل شمال ته د ځان سره په مخه کړل.د سقاو زوي مې په يو زړه قلا کښې وليد، ځان ئې د افغانستان باچا ګڼلو د خپلې باچاهۍ په اړه ئې د کراماتو خبرې کولې . ګرم هم نه و پيرانو، ملنګانو، ملايانو، حضرتانو، په غلا تورنو حاکمانو، له وظيفې شړل شوي وزيرانو ټولو د امان الله خان د ورکېدو غوښتنه کوله.جلسې نیول کېدې،فسادونه شروع شول، د سقاو زوي ته ځنو شېخانو د خادم دين رسول الله لقب ورکړو. د سقاو زوي زرګونه کسانو سره د کابل په ښار ورغللل امان الله خان د غزني خوا ته مخه کړه.څو ورځې وروسته احوال راغے چې خادم دین رسول الله خلقو ته خپل اصلاحي پروګرامونه تشريح کوي که چا به د امان الله خان سره د غازي نوم یو کړو سمدستي به ئې ترې سر وهلو.زه لاړم له علماؤ سره کښېناستم. لومړي د شور بازار حضرت وغږېد، د حبيب الله ستاينه ئې وکړه او خلکو ته ئې ووائيل چې هم ده له کپره رويستو. بیا حبيب الله ودريدو خپلې کارنامې ئې شروع کړې وئيل ئې چې د امان الله خان بت پرستي او کفر د دې سبب شو چې د هغه په ضد راپورته شو. اول کمزوري وو نورلس کسان اوڅورلس زره روپۍ وې راسره خو بيا ملائکې مرستې ته راغلې او غېبي مدد اوشو خپله خزانه به په پوځ او مولانو خرچ کوم.د جينکو مکتبونه ئې زر بند کړل، هلکان دې هم نور د مکتب په ځاے مدرسو ته لاړ شي د روغتون عدالت او تعليم اړتیا هم نوره نشته پيران به نور خلک په دمونو ښه کوي . نور په کابل کښې کفري هېوادونه د سفارت حق نه لري صرف انګرېزان سفارت لرلے شي، ځکه دوي له مونږ سره په ګډه کافر باچا راوپرځوو خلکو ته ئې ووئيل نور چرګان او زرکان جنګوئ ځکه چې د افغانستان باچا نور زه يم په ارګ چورتالان اوشو د امان الله خان د کرسۍ یو سپرنګ مې اوليدو قالينونه او ټول قيمتي سامانونه خلقو تښتولي وو په ښار کښې بازارونه هم لوټ کړے شوي وو. په دوه ډلو کښې اتيا کسان محاکمه کړے شول. ځنې ئې زندان ته ولېږل، نورو ته ئې د مرګ حکم واوروو د کابل د ميوزيم مشر ته هم د مرګ سزا واورول شوه ځکه چې وئیل دے د کابل د غټې بت خانې ساتونکے و وزير خزانه هاشم خان ته هم د مرګ سزا واورول شوه ځکه وئيل دے د کافرو معاشي نظام روړي و هغه چغې اوکړې وئيل ئې زه مسلمان یم پېښور ته له تلو يوه ورځ مخکښې ارګ ته لاړم، په چمنونو کښې د ښکلا بوټي ډول ډول ګلان، چمن له بېخه ايستل کېدل، د سقاو ځوي حکم کړے و چې ددې ګلانو په ځائے نورې سبزۍ وکرئ. ښار ته لاړم د پخوا غوندې نظافت نه و ګندونه ډېرانونه پراته وو ډېر کسان په لارو کوڅو کښې ميتيازو ته کښېناستل، لارې کوڅې له شنو چادريو ډکې وې، ښځو، ماشومانو، او ځوانوجينکو سوال کوو. زه ډېر خوشحال شوم ځکه چې ماته وئيل شوي وو چې کله دې هم په دهنده کښې په چا زړه اوسوځلو و نو دا به د برطانيې سره خيانت وي د کابل ښار وران ويجاړ پروت و نور ماته اړتيا نه وه ځکه چې مونږ څه غوښتل هغه مو ترسره کړي وو . اوس زه اویا کلن يم، د مور د مړي سپارلو له یوه ورځ اټلي ته تلے ووم، امان الله خان سره مې ملاقات وکړو په یو پارک کښی ناست و د کوټ بټنې ئې ټولې تړل شوې وې ماشومانو فټ بال کوو بال راغلی دده په اخبار اولګېدو ماشوم ترې مافي اوغوښتنه د ورته په سر لاس کېښود بیا رانه پاڅېدو ما ورته غږ کړو مېلمه پرېدې او ځې ؟ راغلو غاړه ئې راکړه ما وې زه انګرېز یم حېران شو وئيل ئې انګرېز او دومره ښه پښتو ما وئيل زه ډېوډ جونز یم په ۱۹۱۹ کښې درسره په ارګ کښې مېلاؤ شوے ووم بیا په خندا شو وائيل ئې اوس هم رانه نه قلارېږې . ماورته اووئيل زه اوس فارغ شوے یم . پخوانے باچا د ښار په ټولو غريبه برخه کښې اوسېدو. کور ته ئې بوتلم امان الله زۀ د لاسه اونيولم وئيل راځه کور ته دې بوځم چې دا سوچ اونه کړې چې په پردي هېواد کښې بوډا افغان یم او مېلمستيا مې هېره کړې امان الله خان راته اووئيل چې ما او تا دوه ځل مېلاؤ شوي وو . په خبرو کښې امان الله خان سړه ساه واخسته: وئيل ئې اې پېرنګېانو ! حق مو و، وطن مو راغرق کړو کامیاب شوې. ومې خندل: ته هم ګرم وې بيخي ډېر تېز تلې.
غازي امان الله خان ووئيل !
سم وائې! زه تیز تلم، ځکه وخت کم و، ما وئیل چې په خپل ژوند کښې یو پرمختللے افغانستان ووینم. داسې وطن چې اوسېدونکي ئي ددې خلقو په څېر ارام ژوند ولري، لوږه ونه پېژني، تعلیم وکړي، د ځان او نورو په حقوقو پوه شي، ښه او بد ورمعلوم وي، په کورونو کښې د مورچو د جوړولو په ځائے د کتابونو ځائے جوړ کړي. نور ئې په یوه او بل نوم غلط نه کړي. امان الله خان دا هم ووئيل چې ما خپلو خلکو د ژوند اسانتیاګانې راوستل غوښتل لویه ستونزه د خلقو بې علمي او بې سوادي وه زمونږ خلق په هرڅه کښې مذهب رچوي .غلی شو، يودم ئې وخندل: يو وخت څو سپين ږيرې ارګ ته راغلل، دوي په کابل کښې روان رېل ليدلے و.غصه يې نه کنټرولېده، ووئيل ئې چې ښار ته دې د اوسپنې ښامار راوستے، خوراک ئې اور دے شېطان ئې چلوي. ورسره پخپله ووتم، په رېل کښې مې کښېنول، دوره مې ورکړه، پوهه مې کړل چې رېل د مسافرو او تجارتي اجناسو د انتقال له پاره تر ټولو ارزانه او ګټوره لاره ده.ورته ومې ووئيل چې دا رېل له اوسپنې او لرګو جوړ دے د غرۀ د کانړو په سکرو کار کوي، بنيادم ئې چلوي.هر څه ئې په خپلو سترګووليدل، خو کله چې رېل ودرېد، بېرته ئې همااغه پخوانۍ خبره راواخسته، تور شېطان او د اوسپنې ښامار !!! ځکه ما افغانان تعليم يافته کول غوښتل خو د دوي بې سوادې هرڅه وران کړل . ملکه ثریا راته ووئيل چې امان الله خان چې کله د وطن نه راتلو نو لږه خاوره ئې ورسره راوړه هغه ئې په بالښت کښې اچولې او سر ته ئې ږدي وائي ددې خوشبو سره زه ښه کېږم یو د لويديځ پوهاند وائي ده افغانانو دا لویه بدمرغي وه چې د امان الله خان پشان سپېځلے سړے ئې اوبائللو . ملکې ووئيل چې دا هم وائي چې که مړ شوم او دلته مو ښخ کړم نو د وطن دا خاوره راسره په قبر کښې ښخه کړئ. د افغانستان خاورې په ځان هيڅ کله هم تپل شوے ښکېلاک منلی نه دے افغانان څوک محکوم ساتلے نه شي!
دا د غازى امان الله خان د جاه و جلال ورځ!
دا د افغانستان د کمال او جمال ورځ!
ددې ورځ مانځنه تر نن پورې ، دا يادؤنه، يادګېرنه، د لر اؤ بر ولسونو لپاره د تاريخ یو لوي عبرت او سبق دے ۔