سید اسرارالرحمان الحسني ( اسرار د طورو)—م ر شفق

دا ليکنه شريکه کړئ

(15 ستمبر 1939ء__18فروری 2025ء )

په ادبي دنیا کښې (اسرار د طورو) په نوم پېژندلے شوے یو فطري شاعر او صاحب طرز ادیب ؤ۔ کله کله به ئې مضمون مقاله یا نظم په فرضي نوم هم چاپ شو نو دوستانو به زر وپېژندلو چی دا لیکنه د اسرار ده ۔ ”من انداز ے قدت رامے شناسم“ علمي ادبي او سیاسي ماحول کښې ئې سترګې غړولې وې نو په شخصیت به ئې د خپلو ټولو دیني عالمانو بزرګانو اثر ارومرو پرېوتو ۔ پۀ خصوصي توګه د خپل پلار مولانا محمد عنایت الله یو جید عالم دین او مشنهور خدائی خدمتګار ادیب او خطیب ؤ او پروفېسر مولانا حافظ محمد ادریس ( جنوري ۱۹۱۰ء-۲۰ مئ۱۹۶۵ء) د تعليم او تربیت خاص اثر ؤ۔ علامه حافظ محمد ادریس د عربۍ ممتاز سکالر سحر بیان خطیب او صاحب اسلوب اديب ؤ ۔ د دوي پۀ اثر اسرار د طورو هم د شعر وادب او علم و عرفان یو خاص مقام ته رسیدلے و۔ تعلیمی ماهر او د اعلی پايې شاعر او خطیب و لا زلمے ؤ چی نومیالی ادیب او نقاد محترم ایوب صابر په څو څو رنګه ستایلي و۔ جدید پشتو ادب (جون۱۹۷۴) کښې لیکي:

” اسرار طوروی صرف ادیب ھی نہیں ایک البیلے شاعر بھی ہیں۔ انکی نثر پر حافظ محمد ادریس کا رنگ غالب ہے  یہ وہی فلسفیانہ رنگ ہے جس کی وجہ سے خلیل جبران کو پوری مھذب دنیا میں شھرت حاصل ہوئی”۔

“لاله زار د پرهرونو” د اسرار طورو و ړومبۍ شعري مجموعه ده جنوري ۲۰۱۳ء کښې د طباعت په کاليو ښایسته شوې ده ۔ شاعر او نقاد محترم ایاز داؤدزي، محقق ادیب نقاد‌او شاعر سعید ګوهر، مشهور تکل نګار او شاعر ډاکټر اسرار او محقق ادیب شاعر پروفېسر ډاکټر محمدزبېر حسرت پرې سریزې لیکلي دي او د اسرار طورو د کلام محاسن یې بيان کړي دي او د اسرار صاحب د شخصیت او فن مکمله جایزه یې اخستې ده ۔

ایاز داودزي لیکلي دي:

“د اسرار طورو د هنر یو واضحه اړخ دادے چی هغه مذهبي عقيده اخلاقیات پښتونولي او جبلي واردات یو بل کښې داسې تحلیل کړي چی فن یې مقصدیت هم لري او جمالیت هم”۔

اسرار صاحب د وړوکوالي نه د خدایي خدمتګارے تودې سړې لیدلي وې ماشوم هلک ؤ سرې جامې به يې اغوستې وې او د والد محترم‌ یو شاګرد به په اوږه سور کړ ے ؤ او د خدایي خدمتګارانو جلسي له به یې بوتلو او د باچاخان خبرو ته به یې غوږ نیولی ؤ ۔ درېم جمات کښې یې سبق ويلو چې مولانا صاحب  د بابړې د کربلا نه څو ورځې وړاندې د قومي آزادۍ او خدایي خدمتګارے  په جرم کښې د تورو تمبو شاته کړے شو او هری پور جیل کښې یې دوه دوه نيم کاله د مشقت قېد تیر کړے و څۀ غریبي وه څۀ د پلار جدایي،څه ناروغتیا د اسرار طبيعت کښې حساسیت نور شدید کړو۔

مولانا صاحب به جېل کښې هم د قرآن او احادیثو درسونه ورکول د جيل نه چې رها شونو( جامعه اسلامیه اکوړه خټک‌) کښې د حضرت بادشاه ګل صاحب رح په بلنه د مدرسې مهتمم او مدرس وټاکلے شو ۔۔ اسرار یې هم ځان سره بوتلو د شپږم نه اتم جماعت پور ے سبق یې د اکوړي ګورنمنټ هایي سکول کښې وئيلے ؤ۔

محترم اجمل خټک‌ صاحب (قصه زما د ادبي ژوند) کښې لیکلي دي چی یوه ورځ اسرار خپل پلار ماله راوستے ؤ چی دے شعرونه وائي ۔۔اجمل صاحب په تندي ښکل کړو او یو نظم یی ترې واؤریدلو

زه د خپل وطن په نام وننګ یمه
زه د قام دشمن سره په جنګ‌ یمه
پلار چی می د خپل اولس خدمت کوي
زه هم د خپل پلار هسې پتنګ یمه
ما په اکوړي کښې شعر زده کړلو
زۀ د خوشحال خان په رنګ کښې رنګ یمه
اسرار د طورو چی تعلیمي پړاوونه ترسره کړل او د عملي ژوند مېدان ته راغے نو د تعلیم شعبه یې خوښه کړه او د شپیتو کالو عمر کښې د هائير سیکنډري سکول د پرنسپل په توګه‌ یی د ملازمت موده پوره کړله ۔ قابل ذهين شاګردان چی په لویو لو يو عهدو فائز دي اسرار صاحب یو مثالی استاد او خپل محسن ګنړي ۔

ملازمت په دوران کښې اسرار طورو د پښتو ښۀ شاعر ادیب او مصنف په توګه شهرت حاصل کړے ؤ لا کمکے هلک ؤ چې د خدايي خدمتګارے او قامولے جذبه یې په رګونو کښې لکه د تاؤدې وینې ګردش کولو ۔‌

شعري مجموعه ( لاله زار د پرهرونو) کښې د خدایي خدمتګارے او قامولے رنګونه شوخ ځلېږي ۔ عظيم‌ خدایي خدمتګار او قامي محسن خان عبدالغفار خان باچاخان خپل مثالي ائيډيل شخصیت مني ۔

سر تور ؤ خو د غر سره په جنګ لکه فرهاد ؤ
اسرار د ایمل خان د باچا خان خبرې وکړې
خپله ځواني خپله خاني یې د ملته ځار کړه
اسراره زه د بابا چانه انکار څنګه اوکړم
لاله زار د پرهرونو د يوې دعا نه پېل کېږي

دعزت ژوند مې روزي کړے
د ايمان سره مرګون را
الله پاک دې په جنتونو کړي د وفات کېدو نه څو لمحې وړاندی ډایرے کښې لیکلي وو او دا د اسرار صاحب د ژوند‌ اخري الفاظ وو۔

خدایه شفا را که ماله ایمان را
منظومه‌ دعا په دې شعر تمامه شي
ما اسرار له  خدایه پاکه
ښاده ورځ د ټول پښتون را
اسرار د طورو د نظم او غزل دواړو ښۀ شاعر ځکه ؤ چې هغه سره د فطری مینې جذبه وه  جذبه کښې د‌زړه د درد څړیکې وي یوشعور و یو احساس و او تخیل یې اوچت او د نفساني الايشونو نه پا ک ؤ۔ هغه د خپل خوږمن زړه د وارداتو او ذهني کېفیاتو اظهار په ساده پيرایه کښې داسې  کړ ے دے

یو احساس دے چې مې زړۀ چړے چړے کړي
یو شعور دے چې وطن راته زندان شي
ما چې پخپله پوهه د اسرار صاحب شاعرۍ له سمون ورکولو نو هغوي راته وئیلي و نوم  و رله داسې خوښ کړه چې د زړۀ زخمونه پکښې ښکاري نو زما پام د اسرار صاحب د دې غزل یوشعر ته راوګرځېدو ۔

زمانه چې د ستم غشي راسم کا
لاله زار د پرهرونو مې خندان شي
دغسې د کتاب نوم “لاله زار د پرهرونو”۔خوښ کړے شو۔

باچاخان چې د قامولے تحریک له‌ خدایي خدمتګار نوم ورکوو نو یواځې د پښتون ملت غم یې نۀ کوو په سینه کښې یې د ټول انسانیت درد غزونې کولي ۔ په یوه موقع (۲۴دسمبر ۱۹۷۲ء پېښؤ ر)  باچا خان د تقریر کولو په مهال کښې دا جمله د خولي نه لیکونکي هم اوریدلے وه ۔

”  مېږي ته چې خداے په‌ قهر شي نو وزرے ورله اوکړي او پښتون ته چې په قهر شي نو خداے ورله‌ په سینه کښې  دقام درد پېدا کړي ۔ زۀ ‌یې په دې رنځ اخته کړے یمه ۔”

داسرار صاحب پرهر ژړلي زړۀ کښې هم‌ د باچاخان د قامې انساني خواخوږي درد غزونې کولې چې په رنګ رنګ پېرایو کښې یې د هغې اظهار کړے دے ۔

د حجاز په قافلو کښې انتشار دے
هسې نه جرس مې غلے د کاروان شي
ښاغلے اسرار د طورو  په سوچه معنو کښې د الله وحدهو لا شريک او پاک رسول حضرت محمد صلعم عاشق ؤ۔ د حج د سعادت حاصلو لو نه پس هم څو څو ځله د عمرې اداکولو دپاره تللي او د حرمېن شریفېن سفرونه یې کړي وو۔ د زړۀ رنځور ؤ سینه یې څیرلي وه زخمي زخمي و خو همت یې زخمي نۀ ؤ ۔د معاش ګزاره په پنشن وه خو قدرت به ورله اسباب برابر کړل او په ناروغه وجود به یې د خانه کعبې مکرمې او پاک رسول صلعم د روضې منوري زیارتونه اوکړل ۔ خو دا لېونے تنده به يې بیا هم نه ما تېدله دا ټول اظهارونه د‌اسرار صاحب نعتیه کلام “ختم المرسلين صلی الله علیه و آله وسلم ” کښې کتلے لوستلےشئ ۔ چی د روحانی او قامی مينې هنداره دي ۔
د محبت نغمې کووم د ګل اندام دپاره
ما د غزل ژپه ایزده کړه د ګلفام دپاره
دلته مې هم په زړه ورېږے خو که وس مې اوشو
نو مدینې ته به درځمه د سلام په دپاره
حرمېنو کښې د‌ مینې او عقيدت د جذبو شېبو باران کښې هم اسرار د طورو د قوم له غمه بې غمه نۀ و
الله پاک ته به یې سوال زاري کوله چې پښتنو کښې اتفاق او اتحاد پېدا کړےدوي د علم او هنر په کالیو ښایسته کړے دنعت شریف مقطع‌ کښې دعا کوي۔

خاونده دوي کښې ورورولي او محبت پېدا کا
دمېنې سوال درنه کوومه د خپل قام دپاره
دیو بل نعت مقطع کښې هم ددې قومي تمنا اظهار کوي

پښتانۀ په دین دنیا خوشحاله غواړم
دغه فکر مې اسراره ! صبح و شام دے
لاله زار د پرهرونو کښې یو نظم د ے

دبا با قبر له شکرانه فخر افغان باچاخان سره د عقیدت اظهار دے ۔ شاعر د با با قبر له ځي نو ځان سره د مینې یوه ډالۍ وړي :

د صوابۍ زړه پښتو و ړمه
د سردریاب پسته ورشو وړ مه

داباسين مستې چپې، د جيندي جام، د سوات جمال او جلال، د دیر د لیونو ننګ ، د طورو د عالمانو وفا ، د مایارو سوچه ایمان ، دیوسفزیو جګې شملې ، د ملکنډ د غرونو لوړې ځوانۍ ، د باجوړ نه د زلمو سنګیني، د مومندو د ګولوا هنګ ، د تیراه والو کلک ایمان ، دوزیرو د غرګو درز ، د شينوارو جګې شملې ، د نرانو افریدو زور ، د لنډي دغا ړې نوښارو مستي ، د پیښور د شهیدانو کاسې کاسې وینه،  د راڼیزو سوغات بابا له په ملازو وړ ي او ورپسی وایې:

بیا د میروېس او د ټکر بادونه
تمغې د خپلو پښتنو و ړمه
د فدا سرې په وینو سرې مرثيې
رنګ د بابړې د زلمو وړمه
ذکر د نفي د اثبات کوومه
دخپل بابا په مدارات کوومه
په خپل نصیب افسو س کوو چی زمونږ دغه سپېځلے سخن ساز د باچا خان د فکر دمساز او د خپل قوم په درد من شاعر او ادیب سید اسرار د طورو هم له فاني دنیا ځيني ستر ګې پټې کړلې ۔

وایي چې اسرار شو له دنیا نه تېر
نن یې په همځولو کښې غوغا شوله
هغه اسرار دے چرته تلے بیا خبر نۀ شومه
ستا په کوڅه کښې تغړېدلے بیا خبر نۀ شومه
د دۀ د فکر په دنیا کښې د سپوږمۍ رڼا وه
سپينې شغلې ترينه ختلے بیا خبر نۀ شومه
مابه لیدو چی په رڼا به نازېدلو اسرار
دلته یې شمعې بلوولے بیا خبر نۀ شومه

 

 

 

 

نورې ليکنې۔۔۔