د ډاکټر سید وقار علي شاه د کتاب اسلام، نسلیات او قام پرستي – شمس بونېرے

د یوې اهم واقعې ژباړه

زما مخې ته د ډاکټر صاحب دغه پورتنے کتاب د مطالعې د پاره پروت دے. د دې يوه داسې واقعه چې نن پرون اوسبا هرځاے راتلې شي، نو دا ژباړه د ‘پښتون’ مجلې پۀ واسطه ستاسو مخې ته ده.

چې خان عبدالاکبرخان د افغان زلمي تنظيم صدر او ميا احمدشاه چې د دې تنظيم جنرل سکتر ؤ، بيانونه چې د کانګرس پۀ شرکت وو او دا مشترکه بيان ئې خورکړے ؤ:

‘دوه کاله مخکښې مونږ درې تنه ملګرو عبدالاکبر، ميا احمدشاه او عبدالغفارخان او څو نورو ملګرو د افغان جرګې دځوانانو د يو تنظيم بنياد کېښودو او د دې د پاره مو اصول اوضابطې جوړې کړې چې داعمل مخ پۀ وړاندې لاړ شي – مجلس عامله، مرکزي جرګه او لويه جرګه جوړه شوه چې اهمې فېصلې تصفيه کوي.

دقاعدې اوقانون مطابق دا ضروري او لازمي وه چې کومه مسئله پېښه شي، د ټولونه اول دې د غور او منظورۍ د پاره اولنۍ جرګې ته وړاندې شي، بيا دې دوېمې او وروستو دې درېمې جرګې ته دا خبرې منظورۍ د پاره وړاندې شي. د مرکزي کمېټۍ د ممبرانو تعداد څلوېښت او د لويې جرګې تعداد د جرګو نه د يو د نمائندګۍ پۀ حساب وي – پۀ اول کښې مونږ کلو پۀ کلو وګرځېدو اوخلقو ته مو ووې چې راځئ چې د پښتنو شريک کور (مرکز) جوړکړو. مونږ به خلقو ته وې چې ولې د پتنو پۀ ځاے د ورورولۍ جرګې جوړې نۀ کړو چې خپلې مسئلې او مشکلات د دغو ورورولۍ پۀ جرګو حل کړو – دا اواز او پېغام خلقو ډېر خوښ کړو او خاص رضاکار جوړ شول چې زمونږ د جېل پۀ دوران کښې زرګونه پښتانۀ خدائي خدمتګار د جرګې ممبران جوړشول.

د جنګ پۀ دوران کښې چې کانګرس ګوند د سرکار پۀ ضد مبارزې کولې نو زمونږ جرګه د کانګرس ګوند سره د خپل وطن ترقۍ ابادۍ او ازادۍ د پاره اوږه پۀ اوږه ودرېده – تاسو زمونږ د ماضي نه خبر يئ. اګرچې مونږ د کانګرس سره شريکه مبارزه کوله خو زمونږ د ناستې ځاے او دفتر جدا ؤ چې مونږ به ورته د جرګې يا د زلمو دفتر وې. دجنګ نه پس مونږ د کانګرس سره پره جنبه ((شريکه وروري )) جوړه کړه خو پۀ دغه ورځوکښې هم زمونږ جرګې جدا حېثيت لرلو. لا زمونږ تنظيم زمونږ پۀ لاسونو کښې ؤ.

پۀ نهم اګست 1931 عبدالغفارخان دکانګرس سره پۀ بمبۍ کښې يوه معاهده وکړه چې د فرنټئير جرګه به د فرنټئير د کانګرس کمېټي وي او خدائي خدمتګاران به د کانګرس رضاکاران وي او د افغان د جرګې د تورې جنډې پۀ ځاے به د کانګرس جنډه منلې او لګولې شي. دا يو حقيقت دے چې د کانګرس ليډرانو د فرنټئير مشرانو ته اختيار ورکړے چې ځان د تنقيد نه د بچ ساتلو پۀ خاطر تاسو د افغان جرګې نوم او د خدائي خدمتګار خپل نوم ساتلے شئ خو دا جرګه به زړه جرګه اوخدائي خدمتګار به پۀ زوړ ازاد حېثيت نۀ دي بلکې دا جرګه او خدائي خدمتګار به د کانګرس رضاکاران وي. تاسو دا معاهده وګورئ چې حقائق پۀ ګوته او معلوم شي.

کله چې اخبارونوکښې د معاهدې داخبر خور شو نومونږ پۀ درې ویشتم اګست 1931 يواجلاس راوغوښتو چې عبدالغفار خان هم پکښې ناست ؤ. مونږ دغه خبر ملګرو ته ولوستو نو مونږ عبدالغفارخان ته ووې چې د دې معاهدې تشريح او وضاحت وکړه – نوخان صاحب پاڅېدو او وې وئيل چې مونږه ډېره لويه سياسي ګټه وکړه چې د کانګرس کمېټۍ جرګه شو. د هغوي رضاکار به د خدائي خدمتګارو سرې جامې اغوندي او مرکز به اتمانزئ وي. نو د دې نه پس مونږ پاڅېدو او ومو وئيل چې خان صاحب! تاسو چې کومه معاهده دستخط کړې ده نو هغې کښې خو دا ليک دي چې زمونږ د وروڼو جوړه جرګه اوخدائي خدمت ګار به د کانګرس رضاکار دلته وي او دا د خدائي خدمتګارانو خوښه ده چې سرې جامې اغوندي او کۀ دکانګرس د جنډې زرغونې جامې اغوندي او دا افغان جرګه به د کانګرس کمېټي وي. زمونږ کوشش ؤ چې زمونږ زوړ حېثيت دې بحال پاتې شي چې زمونږ او د خلقوغېرت او نوم برقرار پاتې شي خو ناستو خلقو زمونږ خبرو ته غوږ نۀ کېښودو نو تاسو خلقو د معاهدې تائيد وکړو او )عبدالغفارخان( نورو ملګرو. دا ډېره عجيبه خبره ده چې مرکزي جرګه خپله جرګه ختموي او بلې غاړې ته د کانګرس کمېټي جوړه او صوبائي جرګه د منځه لاړه او دا اجلاس ماښام ملتوي شو.

مونږ اجلاس نه لاړو، ولې هېڅ پته نۀ وه چې وړاندې به څۀ کوو؟ عبدالغفار خان پۀ دغې ماښام پېښور ته لاړو او بل سحر جنوبي اضلاع ته لاړو.

زمونږ دا خيال ؤ چې مونږ به داخبره يو ځل بيا دوي سره شريکه کړو. عبدالغفارخان پۀ دولسم ستمبر واپس راغے او مونږ څوملګري ئې ملاقات له لاړو. مونږ ووې چې عبدالغفار خانه! چې د بمبۍ دا معاهده کولو د پاره تا زمونږ نه رضامندي اواختيار اخستے ؤ، د خپل مرکز د ورانولو چې خپلې قاعدې اوضابطې ختمې کړو او خدائي خدمتګار کانګرس ته حواله کړو او مونږ تا ته اختيار درکړے ؤ چې د ګاندهي او جواهرلعل نهرو د کانګرس مشرانو چې دلته زمونږ پۀ ضد پروپېګنډه کړې وه، دا بې بنياده وه. مونږ عبدالغفار خان ته وئيلي وو چې ګاندهي اونهرو ته ووايه چې زمونږ مبارزه د ذات پات او مذهبي بنياد نۀ ده. دوي دې زمونږ نه وېره او خطره نۀ کوي او زمونږ جرګه دومره قوي اومضبوطه وه چې پښتانۀ بل تنظيم اوډله نۀ مني او نۀ غواړي چې د دوي جرګه ختمه شي. مونږ درخواست وکړو چې دا روانه مسئله دې پۀ لويه جرګه کښې حل شي او چې نورتجاويز مو هم ورکړل خوونۀ منل شو نو مونږ دا اراده او فېصله وکړه چې اخباري بيان جاري کړو چې د صحيح حالاتو پته منظر ته راشي. قام ته يادګيرنه ورکوو چې مونږ استعفيٰ ګانې ورکړي او نۀ د خپل کار نه قلار شوي يو. مونږ لکه د غرونو پۀ خپل مقام کلک ولاړ يو. څوک چې استعفيٰ ورکوي، زړه جرګه پرېږدي او کانګرس ته ځي، دا به د دوي خپل ذاتي عمل وي. زمونږ د استعفيٰ افوا ګانې ځکه خورې شوې چې پۀ درې ویشتم اګست چې د کانګرس سره د شاملېدو معاهده ومنلې اوتسليم شوه او مونږ د نورو عهدو اخستونه انکار وکړو. مونږ خپل قام ته وايو چې مونږه به ذاتي دښمني او عداوتونه لرو، اوس هم عبدالغفار خان ته پۀ درنه سترګه ګورو، زمونږ اختلافات پۀ اصولو دي. مونږ ورته ووې چې مونږ دې لکه د جمعيت الهند پۀ شان خپل ځان اوخپله جرګه وساتو. د بمبۍ معاهدې مونږ ته هډوکي پاتې کړل او بدن مو ضائع شو. مونږ جدا او بېله پارټي نۀ جوړوو خو دا وايو چې زمونږ افغان جرګه لا تر اوسه ختمه شوې نۀ ده. خومونږه پۀ دې موقع دا خبره پۀ خلقو کښې نۀ خوروو ځکه چې ممکنه ده چې خلق وائي چې پۀ پارټۍ کښې دننه زمونږ ترمنځ ورانے روان دے. مونږ د قامي خدمت نه انکار نۀ کوو خو زمونږ خواهش اوکوشش دے چې زړه افغان جرګه وساتو. مونږ ډېر پۀ ايماندارۍ اوتفصيل خپل مفروضات وړاندې کړل ځکه چې مونږ پوره دولس کاله د قام او وطن خدمت کړے او کوو. هسې نۀ چې پۀ مونږ شکونه وشي او متل دے چې ساز راځي نو غلو ملکونه وران کړي وي.

د دې ليک د چاپ نه پس باچاخان ليکلي:

زما وروڼو!

ما د عبدالکبرخان او ميا احمد شاه چاپ شوے ليک ولوستو. زۀ د دې پۀ لوستو دغم اظهار نۀ کوم خو د دې ترديد او تريخ حقيقت وئيل او ليکل خپله فريضه ګڼم. زۀ د ذاتي جنګونو نه نفرت کوم او پۀ قلم جنګونه ښۀ کار نۀ دے.

پۀ دغه چاپ شوي ليک پۀ ما ډېر الزامات او ذاتي خبرې شوې دي. زۀ دا ضروري نۀ ګڼم چې د دې ځوابونه ورکړم، خپل ځان اوقام پۀ غضب او تکليف کښې واچوم خو کۀ د دې ليک وضاحت ونۀ کړم نوپۀ قام کښې به يوه بدګماني پېدا شي او زما خاموشي به ما ګنهګار وګرځوي.

پۀ دې ليک کښې وروڼو ملګرو هغه دغه خبرې کړې دي ولې د دوي لويه خبره دا ده چې ولې د لویې جرګې د منظورۍ نه بغېر د ځوانانو تنظيم پۀ کانګرس پارټۍ کښې شامل کړے دے.

نو ټول ملګري د دې قيصې نه خبر دي او د قام او اولس د پوهه کولو د پاره ضروري او لازمي ګڼم چې د دې معاملې د اغاز نه شروع وکړم؛ هغه حقائق داسې دي:

زمونږ ځوان ليګ پۀ ستمبر 1929 کښې جوړ شو. مونږ د پښتنو پۀ شريک کور مرکز جوړولو شروع وکړه او د دې مشکلاتو د ختمولو پۀ لټه کښې وو نو د دې د جوړښت د پاره مونږه جرګه اوخدائي خدمتګار بهرتي کړل. دا صرف پۀ سرحد صوبه کښې وو. څو ورځې وروستو پۀ 1931 کښې مونږ ګرفتار شو نو حکومت پۀ مونږه ځوانانو او خدائي خدمت ګارو ظلمونه او زياتے شروع کړو. زمونږ ملګري پۀ دې رضا شول چې د پښتنو د چقولو او ظلمونو نه د بچ کولو د پاره د هند د نورو سياسي پارټیو د مدد ضرورت دے – نو چې د کانګرس نه بغېر بله ډله د مدد او تعاون د پاره تياره نۀ وه نو د کانګرس ډلې د انساني اوسياسي همدردۍ پۀ وجه مونږ سره تعاون او مرسته کوله او د خپلو اخبارونو پۀ ذريعه ئې دنيا ته د پښتنو د ظلمونو مقدمه پېش کړه. دوي يوه خپله کمېټي د درې ویشتم اپريل 1930 د قيصه خوانۍ د حادثې پۀ باب راولېږله نو دوي به هر ځاے زمونږ سره همدردۍ تعاون او ښېګړې وکړې. نو ميا عبدالله شاه او ميا جعفر شاه پۀ انګريزۍ کښې د حالاتو واقعاتو يو پمفلټ چاپ کړو چې هغې ته زما، عبدالاکبرخان اوميا احمدشاه تائيد حاصل ؤ.

د دې پمفلټ پۀ وړومبۍصفحه پۀ 31 کرښه اعلان وشو چې زمونږ ‘د ځوانانو ليګ’ به د ګانګرس حصه وي او افغان مرکزي جرګې د دې تائيد وکړو. نو حکومت کوششونه او هلې ځلې وکړې چې جرګه دکانګرس نه بېله کړي. نو ما، عبدالاکبر خان او ميا احمدشاه چې پۀ دې غور وکړو نو دې نتيجې ته ورسېدو کۀ جرګه د کانګرس نه بېلوو نو سرکار به مونږ وچقوي او مونږ د حکومت دغه اراده شنډه کړه. د سرکار د جنګ بندۍ نه پس مونږ د جېلونو نه ازاد شو. دا به احمدشاه ته ښۀ ياد وي چې د دۀ پۀ خواهش جرګه پۀ دغه حالاتو کښې د کانګرس حصه پاتې شوه او ما د حکومت د پروپېګنډې پۀ ضد خپل بيان جاري کړو او ميا احمدشاه صاحب پۀ سختو لفظونو کښې ووې کۀ مونږ د کانګرس نه جدا شو نو دا حکومت به مونږ تباه کړي. نو د کانګرس سره د منلو او تلو ښکاره خبره پۀ ډاګه ده او کۀ ميا صاحب تش د پرې جنبې خبره کوي نو دا مناسب ټکي نۀ دي.

د دې نه پس د پېښور د خلقو کانګرس کمېټۍ اعتراضونه شروع کړل نو مونږ د هغوي سره ملاقاتونه وکړل او اعتراضونه لرې شول. نو عبدالاکبر خان او ميا احمد شاه وو چې دوي د جرګې ملګرو د کانګرس کمېټۍ درجه ورکړه او کلو کښې ئې به د جرګې نوم برقراره وي او هېډکوارټر به د اتمانزو مرکز وي. ولې دواړو ډلو دا خبره نۀ منله. خبره اوږدۀ شوه. د دواړو ډلو مشران بمبۍ ته لاړل. ما ته عبدالاکبر خان او ميا احمد شاه ووې چې د دې پېښوريانو نه مونږ خلاص کړه چې جرګه پۀ خپل نوم پاتې شي. مونږ چې بمبۍ ته لاړو نو ميا احمد شاه د بمبۍ نه د خبرو کولو نه مخکښې ستون شو. د هغۀ ګيله دا وه چې دېوي داس ګاندهي هغۀ ته احترام ورنۀ کړو نو دا د دۀ د ذات کمزوري وه چې دومره زر خفه شو. پۀ ځان مئين او قام ئې هېرکړو. کۀ ميا صاحب هلته پاتې شوے ؤ نو دا ټولې خبرې او فېصلې به د دۀ د وړاندې وې او چې زۀ يواځې وم نو ما ته د خپل قام فائدې ډېرې خوږې دي نو ما د بمبۍ دا معاهده خپل قام ته راوړه. ما به دا معاهده بيا هم منسوخ کړې وه کۀ لویې جرګې د دې منظوري نۀ وه ورکړې خو چې دا پۀ اتفاق منظوره شوه نو بيا خو دا فېصله وه او د دې مخالفت خلاف ورزي وه. د ميا احمد شاه ذاتي پروپېګنډه او د خلقو پۀ غوږونو کښې د سازش خبرې کوي، دا به د قام د پاره څومره نقصاني وي چې وائي چې دا معاهده غلطه او خطا ده.

نو وروڼو! دا کوم دستاوېز چې دوي خور کړے، دا تاريخي جرم دے. داڅه چې شوي دي، دا د قاعدې او قانون پۀ شکل کښې شوي دي. ميا صاحب د صوبې ټوله جرګه راوغوښته او هغوي زما د معاهدې تائيد وکړو. دا لويه جرګه ده. پۀ دې کښې داسې هېڅ ضابطه نشته چې د کومې ذکر ميا صاحب کوي. يقيناً دا شته چې دا لويه جرګه به پۀ کال کښې رابللې شي، دا خبره غلطه ده چې زمونږ تړون به د کانګرس سره لکه د جمعيت العلماء يا د سيکهـ لیګ پۀ شان وي. بلکې زمونږ جرګې فېصله کړې وه چې مونږ د کانګرس سره مل او ټل شو. اوس د ټولو نه لويه خبره د جنډې د رنګ ده نو تاسو ته پته ده چې زمونږ د جرګې څۀ خاص رنګ مقرر کړې شوې جنډه نۀ وه، هر چا د خپلې مرضۍ مطابق بېرغ راوړو، ولې اوس چې مونږ د کانګرس پارټۍ ملګري يو نو دغه جنډه اوس زمونږ ده او کۀ څوک نوره جنډه راوړي نو دا د قانون خلاف ورزي ده، د کانګرس پۀ جنډه مونږ لکه د چينۍ پۀ اوبو کښې نۀ وروکېږو. دا د ميا احمد شاه خبرې هسې بوس بادول دي. زما پۀ خیال دا منلې خبره ده چې زمونږ او د کانګرس دوستان او دښمنان يو او پروګرام مو شريک دے. زمونږ اختلاف دا ؤ چې زمونږ جرګه وه، زمونږ خدائي خدمتګارو دلته وو، د هغوي جامې سرې وې، اوس به هم جرګه او د خدائي خدمتګارو جامې سرې وي. نو دا اختلاف ولې او چا راپېدا کړو؟ زۀ نۀ پوهېږم چې عبدالاکبر خان او ميا صاحب دا خدشات ولې خوروي؟ دوي د وتو بهانې ګوري ځکه چې د دې نه مخکښې ميټنګونو او اجلاسونو کښې دوي استعفيٰ ګانې ورکړې وې خو دوي ته واپس شوې وې. خو کۀ د دوي غرض دا وي چې قام کښې بېلتون راولي نو د دې پۀ ځاے خو غوره دا ده چې تحريک او سياست ته دنقصان پۀ ځاے د پارټۍ نه جدا شي.

زۀ د ځان د تعريف نه بغېر خپل قام ته دا خبره ښودل غواړم چې ما د خپل قام د پاره یویشت کلونه خدمت کښې تېر کړي دي. زۀ د قام د خدمت پۀ ځاے د ارام ژوند تېرول ښۀ نۀ ګڼم. ما د قام د خدمت د پاره شپې ورځې ته نۀ دي کتلي. دا کۀ ساړۀ وي کۀ ګرمي وي، باران وي کۀ ږلۍ وي، زۀ کۀ ناجوړه هم يم نو نۀ خپل علاج ته ګورم او نۀ پۀ جېل حېران يم، خو زما خواهش او کوشش دا وي چې خپل قام د دنيا د نورو قامونو سره سيال کړم – زۀ به چرته هم دخپل قام محنت او عزت خرڅ نۀ کړم. تاسو به زما پۀ خدمت يقين لرئ، نوباور وکړئ چې ما دا مناسب ګڼلې ده چې جرګه کانګرس کښې شامل شي. تاسو پۀ پټو سترګو ليدۀ مۀ کوئ، دا زمونږ د محنت او تنظيم برکت دے چې مونږ د نورو قامونوسره پۀ صف او قطار کښې ودرېږو. دا زمونږ د پاره ډېره نقصاني خبره وي چې مونږ پۀ بېلابېلو پارټیوکښې تقسيم شو. نوره دنيا به پۀ مونږ پورې خاندي. نو زما د يويشتو کالو خدمت قامي هلې ځلې او قربانۍ به هوا يوسي – د دې بيان پۀ واسطه تاسو ته يقين درکوم چې کۀ کله زۀ پۀ دې پوهه شوم چې د کانګرس سره پۀ تللوکښې زما د قام نقصان دے نو زۀ به وړومبے کس يم چې د کانګرس پارټۍ نه جدا شم او زۀ به وړومبے کس يم چې د ټولې دنيا پۀ ضد به د پښتنو د مفاداتو د پاره سوله ايز جنګ شروع کړم. نو کانګرس د خپلې لوظنامې لۀ خوا پابنده دے چې زمونږ مرسته او تعاون به کوي. کۀ کانګرس د خپلې لوظنامې نه ستون شو نو زۀ حق لرم چې کانګرس پرېږدم. زما لاس چا هم پۀ پړو د کانګرس سره تړلي نۀ دي.

وروڼو! تاسو خپله سوچ او فکر وکړئ چې د کانګرس پۀ شرکت به مونږ ته څۀ مذهبي يا دنياوي نقصان رارسي؟ مونږ له پکاردي چې پۀ دې وخت د کانګرس سره لاسونه کلک کړو. دا کانګرس پۀ دې وخت کښې زمونږ ښۀ او قوي ملګرے دے نو پۀ دې وجه تاسو ته درخواست کوم چې د عبدالاکبرخان او ميا احمد شاه مۀ ملګرتيا کوئ او مۀ ورسره بله پارټي جوړوئ. تاسو ته د دنيا د خلقو سترګې دي.

21 ستمبر 1931، د مخ 241 نه تر 248 ژباړه

بې سرور ښار کښې حرمتونه د نغمې څوک ساتي؟ 

مونږ لېوني یو، ګنې دا خوشې کوڅې څوک ساتي؟ 

د خپل غرض مامۍ ئې وڅنډلې ما نه، لاړل 

ښکلي هوښیار دي، د شنډ ښاخ سره رشتې څوک ساتي؟ 

دا تور مخونه، دا کږې څهرې لیدل غواړي څوک؟ 

یو زۀ خو نۀ یم، نن سبا لا ائینې څوک ساتي؟ 

زما وهمونو پسې خانده خو تپوس کومه 

دومره رڼو سترګو کښې دا تورې سایې څوک ساتي؟ 

شهیده! اٰفرین بر مرگِ تُو، خو دا ووایه! 

د مړو دې کلي کښې به ستا څلے خازې څوک ساتي؟ 

د محمد نه واخله عن د باچا خانه پورې 

مونږ یو چې اوس هم عقیدې او نظریې څوک ساتي 

دې قتلِ عام کښې هم زما قام پۀ اسره ژوند کوي!!! 

دې کربلا کښې هم لا طمع لۀ کوفې څوک ساتي؟ 

دا د اذان نه وروستو ولې اقامت نۀ کړي څوک؟ 

دا د خداے د کور درشل سره فتنې څوک ساتي؟ 

حیات روغانے

 

دا هم ولولئ

د باچا خان سل کلن تحريک جائزه – شمس بونېرے

د دې کال د ټولو لويه او خوږه ورځ د باچاخاني تحريک انجمن اصلاح الافاغنه …