د خدائي خدمت ګار تحريک تاريخي تسلسل(وړومبي پينځۀ کاله)—ډاکټر محمد سهېل خان

دا ليکنه شريکه کړئ

1929ء

  • په څوارلسم جنورۍ 1929 د افغانستان بادشاه امان الله خان د تخت نه کوزکړ شو۔ باچاخان او د هغو ملګرو افغانانو وروڼو د پاره دولس زره روپۍ چنده جمع کړه او د عبدالاکبر خان په لاس ئې نادر خان ته ورسوله ۔ په يکم ستمبر 1929 يو نوے تنظيم ” د زلمو جرګه ” بنياد کېښودلے شو۔ دې تنظيم ته به ډېرو کسانو افغان يوتهـ ليګ نوم هم اخستۀ ۔ چونکې دا تنظيم ځوانانو ته مختص و له دې کبله پۀ نومبرکښې اتمانزوکښې يوه بله غونډه کښې ” خدائي خدمت ګار” تنظيم جوړولو اعلان وشو۔ چې د دې رکنيت د پاره د عمر، مذهب، جنس او مسلک هيڅ قېد نه و ۔ دسمبر 1929 کښې باچاخان د امير ممتاز خان او سره د نورو ملګرو لاهور کښې د راوي په غاړه راجوړ شوي د کانګرس اجلاس کښې شرکت له لاړل۔ دې اجلاس کښې د باچاخان ملاقاتونه د ګاندهي جي او جواهرلال سره وشول ۔ په 31 دسمبر 1929 لاهور کښې اعلان ووشو چې “هندوستان کو ازادي دي جائي”
  • 1930ء :
  • په 21 او 22 اپرېل 1930 د انجمن اصلاح الافاغنه سالانه جلسه وشوه ۔ سالانه مشاعره پکښې وشوه د شپې ډرامه “خدائي خدمت ګار” پېش شوه ۔
  • په 23 اپرېل باچاخان نحقۍ کښې سره د خپلو ملګرو ميا احمد شاه، صدر سرفراز خان، عبدالاکبر خان او شاهنواز خان ګرفتار شول ۔
  • په 23 اپرېل فېرنګيانو په قصه خوانۍ کښې په بې وسلې کسانو ګولۍ وورولې او دوه سوه او اويا کسان پکې شهيدان شول ۔ په ټوله صوبه کې په زرګونو خدائي خدمت ګاران ګرفتار کړې شول ۔ باچاخان درې کاله قېد شو او ګجرات جېل ته وليږلے شو۔
  • په 22مئ 1930 اتمانزۍ محاصره شوه او پوره اوولس ورځې محاصره وه ۔ دې نه مخکښې په 13 مئ د اتمانزو محمود شاه او عبد الحکيم ګورا فوجيانو وويشتل او شهيدان شول ۔ هم په دې ورځ ګورا فوجيانو عبدالولي خان د ديارلسو کالو عمر کښې د بالاخانې راغوزار کړو او لاس ئې ورله مات کړو ۔
  • په 28 مئ ګورا فوج په ټکر مردان کې په بې ګناه پښتنو ګولۍ وورولې او اوويا کسان ئې شهيدان کړل او يو سل اويا زخميان شول ۔ په مئ 1930کې په پښتون رساله پابندي وولګيدۀ ۔
  • په 24 اګست 1930 سپين تنګي بنو کښې فېرنګي فوج په بې وسلې مسلمانانو پښتنو ګولۍ وورولې او بشمول قاضي فضل قادر اتيا کسان ئې شهيدان کړل ۔ د ميچنۍ حبيب نور ګرفتارکړے شو او څليرويشت ساعته پس پېښور جېل کښې پهانسي کړے شو ۔
  • اګست 1930 کښې مسلم ليګو د خدائي خدمت ګارو سره د کمک نه انکار وکړو ۔
  • په 30 اګست د خدائي خدمت ګارو صوبائي جرګې د کانګرس سره د خبرو فېصله وکړه کانګرس د خدائي خدمت ګارو سره د کمک اعلان وکړو ۔
  • 1931ء:
  • په جنوري 1931ء کښې لندن يوګول مېزکانفرنس کښې ګاندهي جي د خدائي خدمت ګارو د ګرفتارۍ او شوې ظلمونو خبره وچتۀ کړه۔ په مارچ کې ارون ګاندهي پيکټ اعلان وشو او دغه رنګ خدائي خدمت ګارو د رها کولو فېصله وشوه ۔ باچاخان هم په 11 مارچ د ګجرات جېل نه ازاد کړے شو۔
  • په 29 مارچ 1931 د کانګرس سالانه جلسه کښې شرکت د پاره باچاخان سره د څلوېښتو خدائي خدمت ګارو کراچۍ ته لاړو۔ دوه ورځې مخکښې بګهت سنګهـ پهانسي شوے و ۔ باچاخان د بهګت سنګهـ پلار سره غمرازي وکړه ۔ د کراچۍ نه باچاخان د بمبۍ په دوره لاړو۔ د بمبۍ نه باچاخان د جميعت العلمائے هند په دعوت دهلي ته لاړو۔ دهلي نه باچاخان امرتسر ته د ګاندهي جي سره يو ځاے دوره وکړه ۔ واپسۍ کې باچاخان د ټولې صوبې دوره شروع کړه ۔
  • په 9 جون1931 باچاخان په بمبۍ کښې د ال انډيا کانګرس اجلاس کښې شريک شو ۔ جولائي 1931 کښې د ګاندهي جي زوي ديوداس ګاندهي او خورشېد بهن د اتمانزو په دوره راغلل ۔ ديوداس د هغه علاقو دوره وکړه چرته چې فېرنګي د ظلم اور لګولې و ۔
  • په 8 اګست بمبۍ کښې د ال انډيا کانګرس اجلاس کښې د خدائې خدمت ګار تنظيم د کانګرس سره باقاعده الحاق وشو۔
  • په 25 اګست 1931 باچاخان شملې ته لاړو چې دا وائسراے سره ملاقات وکړي ۔ دغلته د باچاخان او فېروز خان نون تاريخي ملاقات کښې د کانګرس سره په الحاق ملنډې وشوې ۔ باچاخان ورته ووئيل چې تاسو مونږ له د دوستۍ لاس راکړئ نو کانګرس سره به اتحاد ختم کړو۔ فېروزخان نون ورته ووئيل جواب درکوم او بيا تر مرګه ئې جواب ورنکړو ۔
  • په 1931 کښې د انجمن اصلاح الافاغنه او خدائي خدمت ګار تنظيم انضمام وشو ۔ په 24 دسمبر يو ځل بيا فيرنګيانو باچاخان، ډاکټر خان صاحب او د ډاکټر خان صاحب ټول زامن ګرفتار کړل ۔ په دې کال په بابړه کې د امير نواز خان جليا ډرامه درد سټيج شوه ۔ چې په نتيجه کښې ليکوال او کار کوونکي شپږ شپږ کاله قيد کړے شو۔
  • 1932ء:
  • باچاخان په هزارې باغ جېل کښې قېد دے ۔ درې کاله قېد بامشقت سزا ورکړې شوې دۀ ۔ په 20 جنوري 1932 صوبه سرحد د چيف کمشنر په ځاے د ګورنر صوبه وومنلې شوه ۔ مارچ 1932 کښې فرنګي فوج د حاجي صاحب ترنګزو په قافله د جهازونو نه بمباري وکرۀ ۔ خو حاجي صاحب بچ شو ۔ په صوبه کښې د سر صاحبزاده عبدالقيوم خان په مشرۍ کښې يو ليجسليټو کونسل اعلان وشو
  • 1933ء:
  • باچاخان هزاري باغ جېل کښې دے ۔ پۀ دې کال تقريبا دولس زره خدائي خدمت ګار جېلونو کښې وو ۔
  • 1934ء:
  • په 27 اګست 1934: باچاخان، ډاکټر خان صيب او د هغه زوے عبيدالله خان درې کاله قېد نه پس خلاص کړې شول ۔ ولې خپلې صوبې او پنجاب ته راتګ باندې پابندي وۀ ۔ باچاخان هندوستان کښې خپله مبارزه جاري وساتله ۔
  • په 29 اګست ئې پټنه کښې يوې جلسې ته خطاب وکړو ۔
  • په 30 اګست ئې ګياه کښې يو جلسه وکړه ۔ په 2 ستمبر ئې اله اباد کښې جلسه وکړه ۔ د اله اباد نه باچاخان او داکټر خان صاحب د جمنا لال بجاج کورته واردا ته لاړل ۔ هلته ئې ګاندهي جي سره درې کاله پس ملاقات وکړو ۔
  • په 30 ستمبر باچاخان د بنګال سرښار کلکتې ته لاړو ۔ هلته ئې په ټاون هال کښې خطاب وکړو ۔ په دې موقع ورسري غني خان، ولي خان، مولانا عبدالکلام ازاد او ډاکټر بي سي رائے هم وو ۔
  • په 2 اکتوبر باچاخان د بنګال سټوډنټس ريډيکل ګروپ ته خطاب وکړو ۔
  • په 7 اکتوبر باچاخان د کوميلا په شجاع جامع مسجد مسلمانا نو ته خطبه ورکړه ۔ د بنګال دورې اخره کښي باچاخان شانتي نکتن د بنګال مشهور شاعر رابندر نات ټېګور سره ملاوېدو له لاړو ۔ دې اداره کښې غني خان هم سبق ووئيلو۔ دې نه پس باچاخان رائې پور ته ورسېد ۔ د هغه ځاے نه بمبۍ ته لاړو او ال انډيا سوا ديشي نمائش کښې ئې ګډون وکړو ۔
  • په 22 اکتوبر باچاخان د بمبۍ سپلانيډ مېدان کښې د کانګرس مشهور رهنما وټال بهائي پټيل په برسۍ کښې شرکت وکړو ۔ په 24 اکتوبر باچاخان د کانګرس سبجيکټ کميټۍ اجلاس کښې شرکت وکړو ۔ په 26 اکتوبر د آل انډيا نېشنل کانګرس اجلاس کښې باچاخان ته د صدارت پېشکش وشو ولې باچاخان ترې انکار وکړو ۔
  • په 27 اکتوبر باچاخان د انډين کرسچن ايسوسي اېشن اجلاس ته تقرير وکړو ۔
  • په 29 نومبر باچاخان د علي ګړهـ دوره کښې لائل لائبريرۍ کښې د پوهتون زده کوونکو ته خپل خطاب وکړو ۔
  • په ۷ دسمبر باچاخان د انډين کرسچن ايسو سي اېشن تقرير په وجه ګرفتار کړې شو او دوه کاله قيد ورته واورولې شو ۔ اول د بمبئ جېل کښې وو او روستو بيا سامبرتي جيل ته ووليږل شو ۔

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

نورې ليکنې۔۔۔