د فېرنګ پر ضد او د دې خاورې د ازادۍ لپاره ګڼ اړخيزه مبارزه شوې ده ـ چې د قلم د لارې يعنې د شاعرۍ، صحافت د لارې هم وه، د ټوپک په ذريعه هم او د سياست په مېدان کښې هم ـ د باچا خان د خدائي خدمت ګار غورځنګ کار که يو اړخ ته پياوړې او اثرانګېز و نو بل خوا همه جهت هم و ـ په دې سلسله کښې د باجوړ خاوره دا وياړ لري چې په دغه تاريخي موقع کښې خپله پوره برخه اچولې ده ـ که د باجوړ مولانا فضل محمود مخفي صېب په خدائي خدمت ګار غورځنګ کښې د باچاخان د يو کلک او ځيرک ملګري په حېث موجود وو نو باچا خان په خپله هم باجوړ د ازدۍ د جنګ د پاره مناسب ګڼلو ـ په دې حواله احمد کاکا په خپل کتاب خدائي خدمتګار ړومبې ټوک کښې ليکي ـ په سنه ۱۹۱۹ کښې هجرت افغانستان ته شروع شوـ د هندوستان مسلمانانو پکښې کمه حصه واغشته او د صوبه سرحد مسلمانانو د سيلمې خپل تيار فصلونه، جايدادونه او کورونه پريښودل ـ ـ ـ ـ ـ ـ هجرت ناکاميابه شو او خلق واپس شول ـ باچا خان هم سره د څو ملګرو باجوړ ته په دې غرض لاړ چې د باجوړ پښتنو سره صلامشورې وکړي او د فرنګي سره د آزادۍ د پاره جدوجهد ته ملا وتړي ـ څنګ چې د ارواښاد احمد کاکا د حوالې سره د باچا خان باجوړ ته د تلو ذکر وشو ـ نو په دې حواله ښاغلي باچا خان د غورځنګ د منډو ترړو په لړ کښې د باجوړ سره تړلي ياداښتونه د خپل تصنېف ” زما ژوند او جدوجهد” ښکلا جوړه کړي ده ـ چې دلته ترې نمونې وړاندي کوؤ ـ باجوړ د رسېدو احوال داسې بيانوي ـ مونږ چې د مخفي صاحب د ځايه روان شو ، ماښام (جار) ته ورسېدو ـ جار وړوکې غوندې کلابند کلې دې ـ مونږ چې ورسېدو د کلا دروازه بنده وه ـ خواؤشاه بل کلې نۀ ؤ،اريان شو چې څه به کوو ـ اخر مې خپل ملګري ته وويل چې ته دروازه وټکوه، هغه چې دروازه وټکوله ـ دننه نه اواز وشؤ چې څوک يې ـ مونږ وويل مېلمانۀ يو، لږ شېبه پس ئې دروازه خلاصه کړه ـ مونږ ته يې ښکته پورته وکتل چې يقين يې راغې چې خطرناک کسان نۀ يو ـ کلا ته يې ننه ايستو ـ دننه جومات ته لاړو ـ ډوډۍ ئې راله راوړه ـ شپه مو په جومات کښې تېره کړه ـ سهار وختي روان شو ـ شپه مو د بابړې ملا صاحب ځاي ته ورسوله ـ ښاغلې باچاخان په ماموندو ، چارمنګ، ناواګۍ او چمرکنډ کښې ګرځېدلي دې ـ په مامومدو ذګۍ کلي کښې د پاتې کېدو په حقله ليکي ـ
“ـ ـ ـ ـ ـ مونږ د ماموندو نور کلي هم وکتل په اخر کې مو ځيږۍ خوښه شوه ، يو خو دا خلق ډېر ستانۀ دار او درانۀ خلق وو ـ بله دا چې دا علاقه لکه د پښتنو د نورو علاقو په شان د انګريزانو نه متاثره نۀ وه او نۀ د انګرېزانو ماجب خواره وو او نۀ يې په پېسو اموخته کړي وو ـ د انګرېزانو سخت مخالف وو ـ انګرېزانو د باجوړ قوم ته لکه د نورو قومونو په شان حساب نۀ ورکوه ـ دلته به يې ماجب خانانو ته ورکولو ـ نو قوم د فېرنګي د اثر نه ازاد وو” . باچاخان په ذکر کلي يعنې زګۍ کښې د مولانا فضل محمود مخفي او مولانا عبېدالله سندهي د راتلو په انتظار کښې پوره چېله تيره کړي وه او ددې امله چې د خلقو شک رانۀ شي ، ځان ئې جمات او مونځ اودس ته محدود ساتلې وو ـ د باچاخان د ليک تر مخه د ځايي خلقو دا خيال وو چې ځه ګني زبرګ يم او دم تعويز له به هم راتلل ـ دلته باچاخان د خلکو د توهم پرستۍ او کمزوري عقېدي واقعات هم قلم ته سپارلي دي ـ ليکي، چې يوه ورځ يوه ښځه راغله، ويئل ئې چې دا زوي مې د درې کالو شو، خو د تي نه، نۀ اوړي ـ ما ورته ووئيل چې سور مرچکې ښه مېده کړه او د تي په غوټۍ ئې پورې کړۀ ـ اميد دې چې زوي دې تې پرېږدي ـ صبا له هغه ښځه د شاتو يو کنډول په لاس شکرېې له راغلۀ چې خداې ستا دعا قبول کړۀ ـ ماشوم مې اوس په زور هم تې نۀ اخلي ـ څنګه چې باچا خان په ماموندو کښې چيله شوې وو او داسې په ډېرو کلو د اولس خبرتيا اوهغوي د غورځنګ سره پاڅېدو او فېرنګ پرضد په خلکو پارولو لپاره ګرځيدو، نو د فخرافغان نور ملګرو او د اذادۍ پتنګانو هم په ځان شپه او ورځ يوه کړې وه اوپه ذکر مبارزه کښې بوخت وو ـ په دې حواله د باچا خان کلک ملګرې فضل رحيم ساقي د باجوړ په خاوره د خپلو منډو ترړو حال داسې بيانوي ـ په يولسم ستمبر باجوړ ته روان شو چې خپلو ملګره پۀ حال احوال هلته پوهه شو ـ ناوګۍ کښې مو شپه شوه، سيدجان هم راسره وۀ ـ پۀ دولسم ستمبر سحر د بابړې ملا صاحب ځاې ته ورسېدو ـ ده هغه زوي ګل صاحب راسره ډېر مينه محبت ښکاره کړو ـ ډوډۍ چائې مو ورسره وکړل ـ په چارمنګ کوټکي مازيګر د خان زاده ملک کلي ته ورسېدو ـ دغلته معلومه شوه چې زمونږ ملګري په خرکي کښې دي ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ په کږه نومې کلي کښي مو ملګري وموندل ، شپې خلکو د چائې ډوډۍ د پاره ووېشلو ـ پۀ څوارلسم ستمبر مو موخې کلي او ګبري کلې وکتو ـ شپه د چا په ګبري کښې شوه او زمونږ په موخه کښې شپه شوه ـ په پېنځلسم ستمبرمو د مېنې په کلو کښې کار وکړو ـ د فېروز کالا سره مو شپه شوه ـ په سپاړلسم ستمبر مو د پالنګ سره کليو کښې کار وکړو ـ زګۍ کښې مو د مليانو سره شپه شوه ـ په اولسم ستمبر په ګټکي کټ کيټ ته لاړو ـ دغلته مو کار وکړو او هم هغلته مو شپه شوه ـ په اتلسم ستمبر د غاښي کلي نښتر او مينه قلاؤ کښې کار وکړو (سرفرازخان ناظم صېب) ګوهاټي ته لاړو او مونږ د سرور ط ملک ځاې ته لاړو ـ هم دا رنګه فضل رحيم ساقي د ماموند، چارمنګ او ناوګۍ په کلو کښې د کار او زيار تفصيلات د قلم څوکې ته سپارلي دي ـ
د ا هغه وخت و ـ چې ړومبے نړيوال جنګ اونخښتو ـ د باچاخان ملګري هغه ته راونۀ رسيدل او داسې دا منصوبه يعنې د قام د پوهولو او پاڅون منصوبه نېمګړې پاتې شوه ـ په دې دوره کښې باچاخان د جار خان د ښه سړيتوب، د خار خان د پوهې، نرتوب ، پښتونولۍ، د ناواګۍ خانانو د ښه والي او کوټکي چارمنګ د خانانو ځېګرور خان او زړۀ ور خان د فېرنګ دښمنۍ او د شينګر ګل د مولانا اميرالدين د قام پرستۍ ډېره په ښو ټکو کښې يادونه کړې ده ـ د باجوړ خاوره د فېرنګ د پنجو نه د ژغورلو د پاره کۀ باچاخان او د هغه ملګرو باجوړ د خپلواکۍ د جنګ د پاره د مرکز په توګه په نظر کښې نيولې وو نو د دې تر څنګ ئې د ازاد اسلاميه سکولونو په لړ کښې هم هېر نۀ وو او په باجوړ کښې ئې څلور مکتبونه پرانستي وو ـ د کوم تفصيل چې د ډاکټر سهېل خان په “څېړنې” کښې داسې بيان کړې دې ـ
” پۀ ۱۹۱۰ء کښې مخفي صېب د ګدر په مدرسه کښې معلم وو دلته د حاجي صېب زوي فضل شاه د مخفي صېب شاګرد ؤ ـ دغه رنګ په سوات رياست کښې اولنې سکول هم مخفي صيب په مارچ کال ۱۹۲۲ء کښې جوړ کړې ؤ په دې سکول جوړولو باندې په مخفي صيب فېرنګي دا تور ولګولو چې دې بالشويک نظريات خوروي ” اؤ دا ارادۀ هم لري چې په ټوله قبائيلي سيمه کښي دا قسم سکولونه جوړ کړي ـ دۀ دا قسم دوه سکولونه باجوړ اؤ سوات کښي د مخښکې نه جوړ کړې وو ـ” د انجمن لاندي مخفي صېب پۀ باجوړ کښې څلور مدرسې جوړې کړې ـ (۱) چارمنګ (۲) باجوړ (۳) باجوړ ښار (۴) چېنګۍ ـ
ددې مکتبونو د درس ژبه به پښتو وه ـ استاذانو به بې د اجرتۀ وظېفه اجراء کوله او د تعليم سره سره به ذده کؤونکو ته يو شمېر هنرونه هم ښودل کېدل ـ په اتمانخيل چېنه ګۍ کښې مکتب د ارواښاد حاکم ميا په سرپرستۍ کښې وو ـ په دې حقله د هغه زوې ميا مسعودجان په يوه ځانګړې مرکه کښې زما سره داسې معلومات شريک کړل . ” دا مکتب د چېنه ګۍ په ډهېرۍ جماعت کښې پرانستې شوې وو ـ دوه کاله او اتۀ مياشتې ئې د علم رڼا خوروله ـ د ښودونکو او منتظيمينو په توګه عبدالمالک فدا، شادمحمد مېږې او محمد اسرار خان هم په دغه جماعت کښې دېرۀ وو ـ ذده کوؤنکو ته به د تعليم سره سره لاسي هنرونه هم ايزده کولې شواو داسې به دوي د پرتوغاښونو، بنېنونو او جرابو د جوړولو چل ذده کولو ـ دا جوړ شيان به بيا د چېنه ګۍ په بازار کښې خرڅولې شو ـ ددې مکتب ډېر شاګردان ووچې په هغې کښې مستيار مرزا، جنوس حاجي، فضل حکيم حاجي، مېدان استاد (عبدالمتين)، ماسټر استاد او نور ډېر وو چې اوس زما نه هېر دي ـ په دي شاګردانو کښې ورسته مستيار مرزا په دغه مکتب کښې استاد شو او مېدان استاد خپله مدرسه هم جوړه کړه ـ لنډه دا چې د باجوړ خاوره او خلک که د باچا خان د سياسي او تعليمي خدماتو نو مستفيد شوي نو دوي د خدائي خدمتګار غورځنګ په ملګرتيا هم ناز کوي ۔
حوالې
- ـ احمدکاکا، خدائي خدمتګار تحريک، يونيورسټي بک ايجنسي، کال جنوري ۱۹۹۱، مخ ۶
- ـ خان عبدالغفارخان (باچاخان)، زما ژوند او جدوجهد، دانش خپروندويه ټولنه، کال ۲۰۱۳ء (دويم چاپ)، مخ ۹۳
- ـ خان عبدالغفارخان (باچاخان)، زما ژوند او جدوجهد، دانش خپروندويه ټولنه، کال ۲۰۱۳ء (دويم چاپ)، مخ ۹۸
- ـ خان عبدالغفارخان (باچاخان)، زما ژوند او جدوجهد، دانش خپروندويه ټولنه، کال ۲۰۱۳ء (دويم چاپ)، مخ ۹۹
- ـ فضل رحيم ساقي، خدائي خدمتګار، مخ ۱۰۵، ۱۰۶
- ـ سهيل خان، محمد، ډاکټر، “څېړنې” ، اعراف پرنټرز، محله جنګي پېښور، کال ۲۰۱۹ء، مخ ۷۸، ۷۹
- ـ ـ مسعود جان، ميا، مخ په مخ مرکه، ځاې ډي ـ سي آفس ضلع باجوړ، نېټه ۳۰ جنوري ۲۰۲۰ء، وخت درې بجې ماسپېخښين