هغه د بره مانېرۍ خان وۀ ـ د فېرنګيانو غوندې ښايسته وۀ ـ سور سپين، دنګه ونه، شنې سترګې، سرۀ باڼۀ او سرۀ وېښته ـ د ډېر ښايست له کبله پۀ کوکو مشهور وۀ ـ د پلار نوم ئې خواجه محمد خان ؤ ـ دوي ټول شپږ روڼه خوئېندې وو ـ د ارواښاد فردوس خان کوکو مشره خور د نوي کلي د خاکسار پارټۍ پۀ مشر رهنما قياش خان وادۀ وه ـ ورپسې ئې يو رور وۀ چې سجاول خان نامه ئې وه او پۀ خپل لاله مشهور وۀ او د کوکو ښې لاس وۀ ـ ورپسې خور ئې پۀ مفرخ شاه وادۀ وه څوک چې د کوکو نزدې ملګرې وۀ ـ کشره خور ئې وادۀ نه وه ـ کشر رور ئې مدثر شاه چې پۀ بابو نوم مشهور دې او د ټولو کشر دې ـ ـ پۀ اولاد کښې ئې څلور زامن او څلور لوڼه دي ـ مشر زوے اروښااد ډاکټر محمد سليم خان د صحت وزير هم پاتې وۀ او سياست سره ئې تعلق لرلو ـ دوېم زوے محمد نعيم خان دے چې د سياست سره تعلق لري ـ د ارواښاد کوکو فردوس خان د ژوند قيصه هم عجيبه وه ـ هغه پۀ کال ۱۹۱۰ کښې زېږېدلې وۀ ـ پۀ کال ۱۹۲۹ ـ۳۰ کښې لا ماشوم وۀ ـ او پۀ اتم جماعت کښې ئې سبق وئيلو چې په جېل بندي شو ـ يوه ورځ د باچا خان د خدائي خدمتګار تحريک د سيوري لاندې يوه غټه جلسه د صوابۍ پۀ مېدان کښې شروع وه ـ ډېر خلق ئې تماشې له راغلي وو ـ دغه وخت د سکول چټي شوه او ماشومان د کور پۀ لور روان وو ـ دغه ماشومانو کښې کوکوفردوس خان هم وۀ چې مانېرۍ ته کور ته روان ؤ ـ چې کله هغه د جلسې خواته راورسېدو نو پښه نيولے شو او د باچا خان د تقرير پۀ تماشه شو ـ دغه ماشوم د باچا خان پۀ خبرو کښې دومره ډوب لاړ چې د خواوشا ورته هېڅ ياد پاتې نۀ شو ـ هغه هېڅ نۀ وۀ خبر چې انګريزان سپاهيان راغلي وو او د جلسې نه تاؤ شوي وو ـ انګرېزان سپاهيانو خلق کښېنولو يو انګرېز کوکو ته هم چغه کړه چې ” کښېنه او سر ښکته که” خو هغه بې خوده د باچا خان پۀ لور کتل ـ انګريزي سپاهيانو دا وګڼل چې ګينې دا ماشوم د هغوي حکم نه مني او باغي دې نو سمدستي ئې د باچا خان سره سم ګرفتار کړو او جېل ته ئې کړو ـ دا ماشوم چې نوم ئې فردوس خان وۀ او پۀ کوکو مشهور وۀ د خدائي خدمتګار تحريک ړومبې کم عمره قېدي وۀ چې جېل ته شو او د تاريخ برخه شو ـ دغه وخت ددۀ عمر ديارلس کاله وۀ کوم چې غني خان پۀ خپل نظم کښې هم وئيلې او ستائيلې دې ـ او کوم چې د غني خان شعري مجموعې “د پنجرې چغار کښې پۀ ” شپږ ازمرو ” او بيا په نظم “اووۀ ګلونه ” کښې هم ياد کړے دے
هرکله چې کوکو قېدي شو نو د سبق سلسله ئې ودرېده او پۀ عملي سياست کښې بوخت شو ـهغۀ پۀ خپل ټول ۶۳ کاله عمر کښې د خپل ژؤند ۱۷ کاله او ۴ مياشتې جېل خوړلې دې کوم چې د باچا خان نه پس دويمه اوږده د قېد موده ده ـ د ولي خان بابا د قېد موده پينځلس کاله ده ـ کوکو خپل د دغه جېلونو دوران کښې زيات وخت پۀ هري پور جېل کښې تېر کړې ؤ ـ خو ورسره ورسره د بلوچستان مچ جېل ،حېدرآباد جېل، جهلم جېل کښې ئې هم قېدونه تېر کړي وۀ ـ يعنې هغه د پاکستان په هر خطرناک او سخت جېل کښې قيد تېر کړے دے ـ مشران وائي چې کوکو کله په قېد کښې و وړوکې و انکرېزانو وئيرول غوښتل د مچ بلوچستان په جېل کښې پرې ميچن چلوله ـ پهره دار انګرېز ورته حکم وکړو چې په سر مېچن اوچورلوه ـ نو کوکو په خپل سر مېچن چلول شروع کړل ـ دغه وخت د انګرېز زړۀکښې ترس راغلو ـ هغه ورته اوې بس معافي نامه وليکه ماشوم ئې خپله ځواني ولې خرابوې معاف به دې کړو ـ ” خو کوکو انکار وکړو چې زه پښتون يم معافي نۀ غواړم ته خپل ظلم جاري ساته ـ ” پۀ کال ۱۹۳۷ کښې چې د برصغير ړومبې اليکشن کېدو نو باچا خان کوکو ته ټکټ ورکول غوښتل چې هغه اليکشن اوکړي خو هغه دغه ټکټ خان عبدالعزيز خان د زېدې صوابۍ ته پرېښودو ـ هغۀ اوئيل چې “عزيز خان کاکا مشر دې دا ټکټ د هغۀ حق دې ” پۀ کال ۱۹۶۰-۶۱ کښې د هغۀ پۀ سر مسلم ليګيانو پېسې ورکړې چې کوکو فردوس خان مړ کړي ځکه چې هغه د باچا خان د خدائي خدمتګار تحريک فرنټ مېن او د باچا خان ښې لاس وۀ ـ دغه دور نه واخله تر کال ۱۹۷۰ پورې پۀ هغۀ او د هغۀ پۀ خاندان ډېرې سختې تېرې شوې وې ـ کله به ئې پۀ سر پېسې ورکېدې او کله به ئې زمکې او کورونه او بسونه نيلام کېدل چې د هغه رور سجاول خان به په خپلو پېسو واپس اخستل ـ خو ددغه سختيو نه، نۀ خو د هغه ټبر ويرېدو او نۀ هغه پخپله روستو کېدو ـ په کومه ورځ به چې مخبر اطلاع راوړه چې ” نن به پۀ کور حمله کېږي ” پۀ دغه ورځ به هغۀ شپه بيا د کور نه بهر کوله ـ د هغوي د کور په شا يو کچه کور ؤ ـ دهغې پۀ يو کوټه به اکثر کسان راختل ـ مخالفينو يوه ورځ پۀ دغه کچه کوټه د هغۀ د مرګ د پاره کسان راوخېژول، کله چې حمله کونکو لاندې اوکتل نو د کور زنانه پۀ انګڼ کښې ناستې وې او ماشومان ورسره وو ـ دغه کښې د کوکو بي بي هم وه چې زوې ورسره پۀ غېږ کښې اودۀ ؤ ــ مخالفينو حمله ونکړه او واپس شو ـ يوه بله واقعه کښې اجرتيانو له پېسې ورکړې شوې ـ څۀ ئې نغدې ورکړې وې او يو ئې پکښې ټو پک مارلې و ـ دغه اجرتي په لاره روان وۀ چې کوکو ورله مخې له ورغلو اواز ئې پرې اوکړو چې : “ځوانه پۀ خېر راغلې، راځه چې چاے اوسخو بيا ځه ـ” دغه کس هغۀ سره کښېناستو او پۀ مزه ئې چاے اوسخله ـ او کله چې اجرتي رخصت شو نو پۀ لاره ئې د چا نه تپوس وکړو وې ـ ” کوکو به چرته ملاؤ شي؟ ـ ـ ـ هغه کس ورته اوې ـ ـ ـ “دا چې چاے دې ورسره اوسخله دغه کوکو وۀ کنه ـ ” اجرتي پۀ مخه لاړو او هغه کسانو ته ئې ټوپک او پېسې او غورزول او بد رد ئې ورته اوئيل چې ” تا زه د داسې سړي مرګ له اولېږلم چې پۀ نۀ پېژندګلو کښې ئې ماله عزت راکړو او مېلمستيا ئې راله وکړه ـ ” دا واقعه د کال ۱۹۷۰ د اپرېل د مياشتې وه ـ دغه ښۀ سلوک د هر خپل پردي سره وۀ ـ څوک هم ترينه په سلام مخکښې شوي نۀ وو ـ هغه د ډېرو خوبيو مالک وۀ ـ د باچا خان په فلسفه نېغ روان وۀ ـ صفا سوتره به ګرځېدو ـ نرمه پسته لهجه ئې وه ـ لکه د باچاخان به ئې پۀ ژمي کښې خړه خامتا او پۀ ګرمۍ کښې د خړ مارکين جامې اچولې ـ صفا سوتره او ساده خوراک ئې ؤ ـ د بره مانېرۍ دخانانو خاندان نه ؤ ـ باچا خان هغه ته او د هغۀ ملګرو له ډېر ښۀ سياسي تربيت ورکړې وو ـ پۀ پسته خلۀ خبرې به ئې کولې ـ هغه باچاخان ته ډېر نزدې وۀ ـ ډېر اوښيار او پويه او زيرک انسان وۀ ـ باچاخان به هغۀ سره هره يوه سياسي صلاح مشوره کوله ـ ځکه د کوکو کور د باچاخان دويم کور بللې شو ـ زړۀ ئې ډېر کلک وۀ او ويره ئې بيخي په سترګو کښې نۀ وه ـ يوه ورځ د کلي مسلم ليګي د محلت يو غريب کولال د کلي د خاورې د کمر نه خالي لاس واپس کړو ددې وېنا سره چې “ځه ورشه هغه بدمعاش کوکو دې راولېګه چې کمر زما نه واخلي ـ” دغه کولال خالي د خرو سره واپس راتلو چې کوکو ورله مخې له ورغلو ـ هغۀ د دعاسلام نه پس ترينه تپوس اوکړو چې ” ولې خالي روان ئې خاوره دې رانۀ وړه؟ ” کلال ورته ټوله خبره اوکړه ـ هغۀ پۀ ارام سره ټوله خبره واورېده او کولال ته ئې وئېل “راځه ماپسې “۔
کولال زاري منت کول چې ” کمر کښې دښمن وسله په لاس ولاړ دے” خو کوکو او نۀ منل او غر طرف ته خالي لاسونه روان شو ـ دغه وخت چې چا هغه ليدو نو ورپسې پۀ قطار کښې روانيدو د کمر پورې چې څو رسېدو يو لوې جلوس ورپسې د کلي د خلقو جمع شوې وو او دښمن غېب وو ـ د علاقې د خلقو د پاره هغه د يو مسيحا کار کولو ـ کله چې پۀ کال ۱۹۷۰ کښې الېکشن وو نو کوکو فردوس خان پکښې د پارټۍ د طرف نه الېکشن ته ودرېدو او پۀ غټ اکثريت ئې خپل سيټ وګټلو ـ دغسې د صوبائي اسمبلۍ سيټ د ګټلو نه پس ئې د خپل اولس د پاره وچت غږ پورته کړو ـهغه چې پۀ ړومبي ځل د جلسې نه فيرنګيانو اوچت کړو او باچا خان سره ئې جېل کښې بندي کړو ـ نو د هغه وخت نه د هغۀ پۀ زړۀ کښې د انګرېز نه نفرت پېدا شوے وو ـ په کال ۱۹۲۹-۳۰ کښې چې کله باچا خان د صوابۍ پۀ دوره وۀ ـ دغه وخت د انګرېز ويره د اولس پۀ زړونو کښې پخه شوې وه او د خدائي خدمتګار تحريک پۀ معنا هم لا څوک ډېر نۀ رسېدل دغه وخت کله چې باچا خان سره کوکو فردوس خان اونيولې شو نو ورسره نور هم ډېر کسان بندي شو ـ باقي کسان خو راخلاص شو خو باچا خان، کوکو فردوس خان د مانېرۍ، حيات خان د ټوپۍ، جرنېل خليل الرحمن د مرغز بندي پاتې شو ـ د ګاندهي جي او ارون وائسراے هند د سمجهوتې پۀ وجه فردوس خان او ملګري بيا ازاد کړې شو ـ ددغه سمجهوتې دننه پۀ کال ۱۹۳۱ کښې فردوس خان بمبۍ ته لاړو ـ پۀ بمبۍ کښې د صوابۍ باجا کلي عظيم خان نوکر وۀ ـ يو مياشت پس عظيم خان کلي ته راغلو او پۀ تحريک کښې شامل شو ـ پۀ کال ۱۹۳۲ کښې چې کله ګاندهي جي د لندن د ګول مېز کانفرنس نه کامياب واپس راغلو نو پۀ دويم ځل ګرفتارۍ شورو شوې ـ ګڼ شمېر خلق ګرفتار شو چې پکښې کوکو فردوس خان، سالار منير خان، صدر ميرغزن، عظيم خان او مولانا ارشاد هم شامل وو ـ تقريبا پينځۀ سوه کسان صرف د صوابۍ نه ګرفتار کړې شو ـ دا ځل بيا نور خلق ازاد شو خو فردوس خان کوکو د قېد د معياد پوره کېدو نه باوجود هم راخلاص نۀ کړے شو ـ او شپږ مياشتې پس ازاد کړې شو پۀ کال۱۹۳۴ کښې د اليکشن اعلان اوشوـ د ارواښاد کوکو زوے محمد نعيم خان وائي چې :” د اتمان نامه پارليماني بورډ د فردوس خان کوکو نوم د اسمبلۍ د ټکټ د پاره منتخب کړو ـ محمد فردوس خان د ځان په ځاے د عبدالعزيز خان ( زېده) نوم وړاندې کړو چې هغه مشر دےاو حق ئې جوړېږي ـ د صوبې پارليمانې بورډ د بحث و مباحثې نه پس عبدالعزيز خان خپل کاغذونه داخل کړل ـ مقابله ئې مشهور شخصيت نواب صاحب صاحبزاده عبدالقيوم سره وه ـ د ووټ ورکولو حق صرف هغه چاته وۀ چاچې به پينځۀ روپۍ ماليه ورکولې شوه ـ خو دغه الېکشن هغۀ پۀ ګڼړ اکثريت سره وګټلو ـ ” محترم م ر شفق صېب پۀ خپل يو مضمون کښې ددغه دور د صوبايي اسمبلۍ او د ارواښاد کوکو فردوس خان پۀ حقله ياداشت کښې کوم چې په ورځ پاڼه وحدت کښې هم په دې مياشت دسمبر ۲۰۲۵ کښې چاپ شوے دے څۀ داسې ليکي:” د خپل ياد په جزيرو کښې ـ د باچا خا ن سپاهي فردوس خان د مانېرئ ” دا دکال ۱۹۷۲ء خبره ده زمونږ صوبه پښتونخوا کښې د نېشنل عوامي پارټۍ او جمعيت العلماءاسلام شريک حکومت ؤ دغو ورځو کښې زه د اطلاعاتو صوبايي محکمه کښې ملازم ؤم ۔ مولانا مفتي محمود صوبايي وزير اعلا ؤ۔ ګورنر ارباب سکندر خان خليل (نېپ) ؤ۔۔۔او صوبايي کابينه کښې د اطلاعاتو وزير محمد افضل خان (خان لاله) ؤ۔ او د صوبايي اسمبلئ سپيکر محمد اسلم خان خټک صاحب ؤ۔ د څلويښتو غړو په اېوان کښې د نېشنل عوامي پارټۍ ديارلس ۔ د جمعيت څلور غړي ۔ اسلم خټک او څو نور ازاد ممبرانو ورسره ملګري وو۔ قيوم مسلم ليګ (لس غړي) او پاکستان پيپلز پارټي (درې غړي) د حزب اختلاف کردار ادا کوو۔ قايد حزب اختلاف د پيپلز پارټۍ رهنما حيات محمد خان شېر پاؤ ؤ۔ د قيوم ليګ غړي سيد مزمل شاه دالتوا تحريک پيش کړې و۔ ده الزام لګولې ؤ چي صوبايي حکومت په اخبارونو دباؤ غورزوي ۔ د اسمبلئ سپيکر د التوا تحريک د بحث دپاره منظور کړو۔ د دې تحريک بنياد د مشرق اخبار يو خبر ؤ۔ دا اخبار دنېشنل پرېس ټرسټ په چوکاټ کښې ؤ۔ مشرق پېښور په ړومبۍ پاڼه يو لويې خبر شايع کړ ےؤاو ورسرہ د ورځپاڼې مشرق د مدير اعلي په نوم د ډايرېکټر اطلاعات سيد اقتدار علي مظهر د يو خط اقتباس هم چاپ کړے ؤ چې په کښې اخبار ته خبردارے ورکړے شوې و۔۔ چي د ګورنر په حواله يا نور سرکاري خبرونه د اطلاعاتو د محکمې په ذريعه خپرؤلې شي ۔ نو د سرکاري تصديق نه بغير داسي خبر چاپ کول نۀ وو پکار۔د مرکزي ټرسټ دې اخبار مشرق د اطلاعاتو د ډايريکټر دغه خط نيمګړے چاپ کړے وـ دخبر پس منظر دا ؤ چې د سوات د يو و ړوکي ډمي اخبار مالک او مدير مياں ګلفروش صاحب ، صوبايي ګورنر ارباب سکندر خان خليل سره په ذاتي توګه ملاقات کړ ے وو۔۔ نو په دغه حواله يې د لېويزخاصه دار فوځ په بابله خبر جوړ کړے او مشرق اخبار کښې شايع کړے ؤ چې د مرکزي حکومت پاليسۍ سره يې تعلق ؤ ځکه نو خبر د عام نوعيت نۀ ؤ وفاقي حکومت سره يې اړه لرله ۔ګورنر صاحب پرې د خفګان اظهاراوکړوچي دغه بيان زما په حواله بې بنياده دې ۔۔ د اطلاعاتو ډايريکټر ته يې سپارختنه اوکړه چې متعلقه اخبار ته هدايت اوکړي چي دا قسمه خبر بغېر تصديقه نۀ خپروي۔ احتياط لازم دے ۔ دا د معمول کاروايي وه د اطلاعاتو محکمه وخت په وخت اخبارونو ته هدايات ورکوي ۔ خو سيد مزمل شاه د تحريک التوا په حواله يو اخباري بيان کښي دعوې کړې وي چي دۀ سره داسې ثبوتونه شته چې د نېپ ،جمعيت حکومت اخبارونو ته دړکې ورکوي ۔ورځ نېټه راته يا د نۀ دي خو په کومه ورځ چي صوبايي اسمبلۍ کښې د التوا په تحريک بحث و نو د اطلاعاتو ډايرېکټر مظهر صاحب انفارمېشن افسر ، مير فضل الرحمان او نوره عمله کښې زه (شفق)هم شامل ووم او پريس ګېلرۍ کښې ناست وم ۔ د کاروايۍ تماشا مې کړې وه ۔ د اطلاعاتو محکمې پوره تياري کړې وه او د اطلاعاتو وزير ته يې فايل ورکړ ے ؤ۔کاروايي چې شروع شوه نو سپيکر اسلم خټک صاحب اووې ۔ دې تحريک سرہ زۀ ھم دلچسپي لرم ځکه چي د صحافت شعبې سره مي تعلق پاتې شوے دے ۔ سيد مزمل شاه چې د التوا په تحريک تقرير کوو او د ډايريکټر انفارمېشن د خط حواله يې ورکړه نو پکار وو چي د اصل خط کاپي يې پيش کړے وے ۔او د خط پوره متن يې ايوان ته اؤرولے وے ۔ خو مزمل شاه صاحب هم هغه د اخبار نيمګړي چاپ شوې خط تراشا وړاندې کوله نور ورسره هيڅ نۀ وو۔ دغه وجه وه چي د اطلاعاتو وزير محمد افضل خان جوابي تقرير کښې ترې سمې بڼې والوزولي او په متعلقه اخبار يې هم ټکونه اوکړل چي” ستا په غاړه کښې خو پخپله د غلامي طوق (نيشنل پريس ټرسټ) پروت دې۔ نو تۀ په کومه خوله د صحافت د آزادئ خبره کوې تۀ خو پخپله غلام يې۔ موجوده مرکزي حکومت په څومره اخبارونو پنجاب پنچ،دي سن ،زندګي او نورو مجلو پابندي لګولي ده ۔ زما د پارټۍ اخبار ورځپاڼه شهباز د دي خلاف اداريې ليکلي دي او تۀ چې د ټرسټ اخبار يې دوه کرښې خبر نۀ شې ورکولې او نن لګيا يې د جمهوري آزادئ علمبردارانو ته ، دازادۍ درسونه ورکوئ ۔!”
اپوزيشن رهنما جارج سکندر زمان (اردو کښې)’ د اطلاعاتو وزير افضل خان ته خواست وکړو، “ستا وېنا د سرو زرو په کاغذ د ليکلو جوګه ده خو که دا تقرير اردو کښې شي نو ښۀ به وي” ۔افضل خان صاحب اردو کښې تقرير شروع کړو۔ دې مهال کښې يوه لطيفه دا اوشوه چې افضل خان صاحب د ډايريکټر انفارمېشن خط اورول غوښتل ۔ اوريجنل خط ورسره فايل کښې پروت ؤ ۔ خو وزير موصوف دومره جذباتو کښې راغلې ؤ چې خيال يې اونکړو د خط په ځاے يې په خط ليکلي تبصره شروع کړه د پيپلز پارټۍ ممبر عبدالصمد خان د طورو اعتراض پورته کړو چې ” پوهه نۀ شو ـ وزير صاحب اصل خط اوروي که تبصره پېش کوي؟” د صمد خان اعتراض زما په خيال صحيح ؤ خو افضل خان يو دم راؤګرځيد وئيل يې “عجيبه ده تاسو په پښتو نۀ پو هېږئ نو ما اردو کښې تقرير شروع کړو۔اوس چي په اردو هم نۀ پوهېږئ نو زۀ يې درته په انګرېزۍ کښې وايم ” او بيا يې ټول تقرير انګرېزۍ کښې اوکړو۔ د غسې د نېپ ،جمعيت، مخالفو ډلو ممبرانوپه راپورته شوي تحريک ښۀ اوږدۀ تقريرونه اوکړل ۔د نېشنل عوامي پارټۍ منتخب غړي او مشهور خدايي خدمتګار فردوس خان صاحب ته چي بلنه ورکړې شوه نو هغوي اول معذرت اوکړو چې ” دناروغۍ له کبله ماته اودريدو کښې تکليف دے زۀ به په ناسته څو خبرې اوکړم ” سپيکر صاحب اجازت ورکړو ۔ فردوس خان کا کا د (مانېرۍ) کرسۍ کښې ناست په قلاره پسته لهجه کښې بيان شروع کړو۔
” سپيکر صاحب !
زمونږ يو معزز غړي د التوا تحريک پېش کړې دے چې حکومت په اخبارونو دباؤ غوزوي ،او د ثبوت دپاره يې د انفارمېشن د ډايريکټر ديو خط حواله ورکوله خو هغه خط تراوسه په ډاګه نۀ کړے شو چې مونږ پرې غور اوکړو او جاج يې واخلو چې د خط د کومي جملې نه او د کوم لفظ نه داسې بويي راځي چي د اخبارونو او صحافت په لوري دحکومت رويه جارحانه يا غېر جمهوري ده ۔ خو هرکله چې د شخړې اصل بنياد ښکاره نۀ شو۔ نو دا بحث ختم شو ولې زۀ بيا هم دا وايم کۀ دا رشتيا وي چې زما د پارټۍ حکومت په اخبارونو سترګې برندوي او زور ورکوي نو تر ټولو اول به يې زه غندنه کوم ځکه چې زۀ او زما د کاروان ملګرو خدايي خدمتګارانو ټول عمر د تحرير او تقرير د ازادۍ دپاره اواز پورته کړے دے۔ قربانۍ مو ورکړي دي او د دي مقصد ترلاسه کولو دپاره مو هرقسمه سختي او تکليفونه زغملي دي ۔ او اوس هم زمونږ دغه عقيده او نظريه ده ۔
سپيکر صاحب !
مونږ چې په دي ايوان کښې ناست يو۔ دي ته معزز ايوان وئيلي شي۔او د ايوان غړي معزز اراکين بللي شي۔ دا معزز ايوان يوه جمهوري اداره ده دلته د جمهوريت پالنه کولي شي نو ښايي چي زمونږ خبرې او زمونږ رويه هم جمهوري وي ۔ فردوس خان کاکا اووې۔
“سپيکر صاحب !
زۀ د احترام په توګه نوم نه اخلم خو لږه شېبه وړاندي زما يو ورور د مخالفې ډلې يو معزز غړي چي تقرير کوو نو ما د هغه يو دوه جملې ځان سره اوليکلې ستاسو توجه ورته راګرځوم دے ورور خپل تقرير کښې اووې ۔ “حکومت نوشتهِ ديوار پڑھ لې”!
“ميں حکومت کو متنبہ کرتا ھوں”
دا جملې د جمهوري رويې څرګندؤنه نۀ کوي جمهوريت خوښ سړي په داسي لهجه کښې خبرې نۀ کوي دا انداز خو د امرانو ښکاري د معزز ارکانو لهجه او رويه هم جمهوري وي ـ”
د اسمبلئ اجلاس چې برخاست شو د ايوان نه بهر اووتو نو د ورځپاڼې شهباز ايډيټرلوے صحافي اومحقق اديب نقاداوشاعر پوهاند قلندر مومند مې اوليدو ۔ د سلام کلام نه پس يې ماته اووې ۔”ته دې اجلاس کښې موجود وې؟ او ټول تقريرونه دې واؤرېدل ؟ما اوئيل “او جي زۀ هم ووم او ټول تقريرونه مې واؤريدل ۔” قلندر صاحب لمانه بيا پوښتنه اوکړه ۔
“رشتيا رشتيا اوايه د ټولو نه ښۀ تقرير د چا ؤ ؟”
ما ورته جواب کښې اووې تر ټولو ښۀ تقرير د فردوس خان کاکا ؤ۔ خپلې موضوع سره سم هره جمله صفا اضافي لفظ په کښې نۀ ؤ۔ قلندر مومند صاحب زماپه جواب خوشحاله شو ۔ زۀ يې خپلې سينې ته جخت کړم او وې ويېل ۔”دا ځکه چې فردوس خان کاکا د باچاخان سپا هي دے “دا زما قلندر مومند صاحب سره خپل ژوند کښې دوېم ملاقات ؤ او هغه چې فردوس خان کاکا سره دعقيدت اظهار کوو نو سترګو کښې يې اوښکې هم ځلېدلې ۔ ” ( م ر شفق) ۔ دغه وخت کوکو کاکاجي د زړۀ مريض ؤ ـ سينه ئې خرابه وه ـ د ټول عمر جېلونو د هغۀ صحت برباد کړے ؤ ـ داسې وئيلې شي چې کوکو فردوس خان او د هغۀ ملکرو ته پۀ جېلونو کښې شيشې او نور ضرر رسان مواد هم خوراکونو کښې ورکړې شوي وو چې د هغې له کبله د ټولو يعنې عبدالعزيز خان زېده، منير خان بابا کوزه مانېرۍ او سالار خان د مانېرۍ، نجو بابا تقريباً ددغه قسم مرضونو ښکار شوي وو ـ د اسمبلۍ دغه دور کښې هغه پۀ لېډي ريډنګ اسپتال کښې داخل کړے شوے و او هم هلته کښې ئې د زړۀ پۀ دوره سا ورکړې وه ـ فردوس خان کوکو يواځې ښۀ مقرر نه وۀ بلکې ډېر ښۀ ليکوال هم وۀ د هغه د لاس ليک په مجله ” توښه ” کښې په کال ۱۹۷۰ کښې د “خان لاله په نوم چاپ دي کوم چې مونږ د خوېندي ادبي لخکر خال له اړخه چاپ کېدونکې خپلې دردانې مجلې کښې هم دوباره چاپ کړې دي ـ دهغه په حواله د غني خان ليکلي ياداشت دلته شريکول ضروري ګڼم ـ دغه ياداشت ما د غني خان د شعري مجموعې د ،” پنجرې چغار نه اخذ کړي دي ـ د غني خان شعري مجموعه ” پنجرې چغار ” پۀ کال ۱۹۵۰ د اکتوبر پۀ مياشت کښې چاپ شوې وه ـ دغې کښې ټوله شاعري د جېل د ورځو ده ـ پۀ دغه مجموعه کښې د “شپږ زمري ” پۀ نوم يو نظم کښې غني خان څۀ داسې ليکي ـ” پۀ ۱۹۴۹ ع کال کښې زۀ پۀ دريم ځل د هري پور جېل ته راورسېدم ـ دا زما د بنديدو دوېم کال وو ـ پۀ دې دوران کښې ما د پېښور او حيدراباد جيلونو سنده جيلونو کښې ډيرې بدې ورځې تيرې کړې وي ـ مونږ ټول ياران دوستان خپل خپلوان د پاکستان پۀ ټولو صوبو کښې خواره بند وو ـ خو د هري پور جيل ماته د کور پشان ښکاريدو ـ ځکه چې دې کښې زما بابا ډير کلونه تير کړي وو ـ د هغۀ د لاس ډيرې ونې دلته کښې شنې ولاړې وې ـ زۀ د حيدراباد دجهنم نه دلته پۀ کال پس راغلم ـ او پۀ ډيره موده پس مې يو وړوکې د زيړو ګلونو نه ډک بوټې وليد ـ هر سحر چې زۀ به پاڅيدم نو د هغه سلام له به لاړم ـ زۀ پۀ انګلستان، يورپ او امريکه کښې ډېر ګرزيدلے يم او ډېر لوي لوي باغونه مي ليدلي دي ـ ولې دومره ښايست او رڼا پۀ يو بوټي کښې هم نۀ وه ـ څومره چې دغې غريب او ارزان ګل له د خوا د اوسپنې تورې پنجرې او چاپيره تور ماحول ورکړې وو ـ دې پنجره کښې ماسره نور شپږ ملګري وو ـ پير شاکرالله د ګوجرو ګړۍ ـ خانخيل مهردل خان د هوتي د نواب هوتي ورارۀ ـ جهان زېب خان د رزړو زما د ترور زوے ـ فردوس خان د مانيرۍ چې مونږ ورته د مينې نه کوکو وايو ـ زرين خان د مياسې د پارليمنټ ممبر ـ يوسف خان بابو خيل ـ يو ماښام دماغ اوتښتيد، دا د ټوقو شعر مې اوليکه او ډوډۍ نه پس مې واورو ـ
” دلته کښې پنجره ده په کښې شپږ دي ازمري
څوک غټ، څوک اوږدۀ دي، څوک څاربه دي څوک نري
روره پاکستان عجب جوړ کړے چړيا ګر دے
بند په کښې ديوان، پيريان ازوزي ښاپيري
۱- ورته مخامخ وړه پنجره ده د کوکو
مخ ئې اوچ يو بندې دې په مثل د ماکو
رنګ ئې د فرنګ دې خوي زړۀ دې د پښتون
تن ئې د بلبلې خو همت د هلاکو
وئ اوکنه ، اوکنه هن کنه هن هن کنه
ياره کۀ رب زۀ کړم ددې ټولو ټولواکو
زۀ به دا څاربه څټونه کړم يو ځل نري
دلته کښې پنجره ده په کښې شپږ دي ازمري
۲- اخوا تې زرين دے د وطن نوم ئې مياسه
هر ماښام او باسي د خبرونو خلاصه
غاښ د غريب نشته ګيني خوښ ئې دي چرګان
هره ورځ کدو خوري ورکې خوار له دلاسه
تن ئې د چنچڼې دې خو عقل د لقمان
خيال کښې انتشار وي او زړګي کښې تلوسه
حرص د دنيا ته لګوي د ننګ کوري
دلته کښې پنجره ده په کښې شپږ دي ازمري
۳- بل په کښې يوسف دے هاضمه د غريب ورانه ده
هر وختې قصه د اډرقو پوکو، روانه ده
دال ئې هوا بند کړي، الوګان ئې اينه سيزي
غوړ ئې زړه له بد دي
مساله ئې په ګردو ګرانه ده
مالګه ئې سترګې زيړې کړې خوروا ئې شونډې اوچې کړې
دې جيل ته حيران دے، جيل خانه دۀ ته حېرانه ده
چاے چې ډېره اوڅکي لګي اټکي پرې نري
دلته کښې پنجره ده پکښې شپږ دي ازمري
۴- خوا کښې ئې دې پير شاکرالله زمونږه خان
هرچاته رسي، ټيپر، او ګړه الوګان
دې خواته سپي ګل، اخوا غوړي، اخوا صابون
تله په لاس ناست وي د چلونو کئ بيان
ځان د لوږي مړ کړي خو اشنا له ډالئ وليږي
کاش چې وې ددۀ پشان ټول زمونږ پيران
ماله ګړه راکړي، يار له وليږي تري
دلته کښې پنجره ده پکښې شپږ دي ازمري
۵- ديخوا تري مهر دل دے ، دے زمونږ وړوکې رور
چرته چې دې ناست وي، هلته وي خندا او شور
يو موټي وجود کښې ئې يو غر د نرتوب پروت دې
سل مرګه به واخلي وابه نۀ خلي يو پيغور
تل په بل سورلي کړي، په فطرت پېدايشت خان دے
تري ئې جوړ کړې دې غرور کښې ځان له کور
خيال ئې د موسي او خاندان د ساسري
دلته کښې پنجره ده پکښې شپږ دي ازمري
۶- ـ خوا کښې ئې لالي دې زما کشر زما ورور
قيد ئې کړو په دې چې دے دے زوي زما د ترور
دې په زړه باتور وو ځکه کور له د غم راغې
شته ځلمي ځلمي زما د خپلو بچي نور
دا وړوکې زړه څنګ د وطن مينې تاله که
دا خو دې له جوړ وو چې کړي خاورې د عشق اور
دا ړوکې زړه څنګه دهوکه نۀ که سامري
دلته کښې پنجره ده پکښې شپږ دي ازمري
غني خان ليکي
” چې دا شعر مي واورو نو ټول ملګري مې چپ شو ـ يوسف خان خو راسره خبرې بندې کړې ـ زرين کاکا مهر دل خان ته خپل زړه سپک کۀ ـ مهر دل خان هم خفه شو ـ ډېر بد رد ئې راته اووې ـ زه ډېر خفه خپلې چکۍ ته روان شوم ـ ناګهانه مې هغه وړوکې د زيړو ګلونو بوټې وليد ورسره خوا کښې کيناستم ـ هغه اوې ـ ولې خان نن خو ډېر خفه ئې ـ ماوې ټول دوستان مې خفه کړي دي ځکه خفه يم ـ ما خو ټوقه کوله ـ خو هغوي تري بوقه جوړه کړه ـ وې خان دا خپله خله دي هم قلا ده هم بلا ده ـ دانګلي نه دانګلي ـ بل شعر وليکه ـ نو په دغه ماښام ما د خپل ژوند اوله قصيده وليکله او د تجربي په طور م خپلو ملګرو ته واوروله ـ اوهو په هغه ماښام زۀ په ټوله دنيا ښۀ دوست او لوے شاعر شوم او کوم شعر چې زما ټول مرور دوستان زما مينه ناک ياران کړل هغه ليکم ” غني خان دغه شپږ ازمري بيا د ” اوه ګلونه” پۀ نوم داسي ستائي
اووۀ ګلونه
يو وړه غوندې پنجره کښې
په يو ګټ کښې ددې جيل
د اوؤه ګلو جوړ کړې ـ ازادئ له چا اميل
۱- اول ګل ئې زرين خان دې چې په مات او ګوډ وجود
د الله الله سور وئ په تنور کښې د نمرود
پوئ په سود او پوئ په زيان په دماغ لکه لقمان
د يو خيال او خوب د پاره
په خندا خوښوي زيان
که ړوند پريوزي سور انګار ته
همت نۀ دې حماقت دې
چې هم سوزي هم روان وي
دا مردي دا شجاعت دې
د رستم نه بهادر دې
د “مياسي “ړوکې نانا
د ترخو چايو پيالو کښې ئې کړه ډوبه جيلخانه
۲- ورپورې دې فردوس خان
په مخ سپين په زړۀ نازک
د پشتو په نوم او ننګ کښې
د فولاد د ګټې کلک
لاوړوکې شان هلک وو
چې پرې اوشو امتحان
د ليلې په عبادت کښې د رقيب شو بنديوان
د دنيا په واړو نرمو
په پستو په خوږو پوهيږي
چې پښتون په تيرو سر شي
دې ئې لاس کښې اوغورزيږي
خپله ګټه خاني پريګدي
کند راواخلي د ملنګ
ځان په ننګ خاورې ايري کړي
چې پښتون ته واخلي ننګ
رب دي بوزي مانيرۍ ته
چې کئ بيا د اډې سيل
د اووه ګلو جوړ کړې ازادئ ته چا اميل
( فردوس خان د ۱۳ کالو په عمر کښې اول ځل جيلخانې ته راغلے وو ـ ( غني خان )
۳- ورپسې زما چکۍ ده چې لږ سم يمه ډير وران
په ميراث کښې مې زبرګي ده خو په فکر کښې شيطان
يم پيدا د هشتنغره
خو په فکر اتمان خيل
يو کږه ورانه ويجاړه
غوندې زاڼه ددې سېل
قسمت جوړ بدرنګه زوے که
د هما وښکلي پلار له
نصيب شپول د ازغو ورکه
د پستو ګلو ګلزار له
خو د بخته تيخته نشته
زه پرې تنګ يم د هر چانه
ماته دې غم او تکليف کښې
دي د ژوند تيرول ګرانه
ولې څه وکړم ورکيږم
که جدا ځمه د سيل
د اووه ګلو جوړ کړې ازادئ له چا اميل
۴- راپسې روکې لالي دې
پاکستان ترينه يريږي
چې تاريخ انګريزي وايې
نو جناح صاحب قاريږي
د کالج نه ئې راوښکه د ژوندون تورې کوڅې ته
او د مرګ د کورې راوست د ژوندونو مدرسې ته
دلته هغه تعليم مومي چې په کل جهان کښې نشته
جيل چې ښئ هغه ښودنه د تعليم امکان کښې نشته
درد او غم هغه استاد دې
چې لقمان او افلاطون
ارسطو سقراط بقراط په مخ کښې د زبون
دې بندي د انصاف نۀ دے
دې بندي د چا د ذيل
د اووه ګلو جوړ کړې ازادې له چا اميل
۵- ورپوري چکۍ کښې پروت زما يار د هوتي خان
په وجود يو موټې غوښه
په ځيګر لوے پهلوان
که عيشونه که خندا وي
که وې حوري که غلمان
هيڅ ئې ټينګ نکړي چې جوړ شي
د مستۍ تورې ميدان
کاش چې دې خانانو راوړې يو څو دارنګې خانان
خو افسوس دې دا بل نشته په هوتي او په مردان
څه بل څوک محفل کښې خاندي
يو مشال يوه رڼا کړي
چې مهر دل کړي ګوتې پورې
ټول محفل شي چراغان
ړوکې ګل او ډير سرور دې
په دې ګل کښې د رامبيل
د اووه ګلو جوړ کړې ازادۍ له چا اميل
۶- ورپسې شاکرالله دې د هماؤ نه اوښيار
په خندا خندا پوره کړي د هر چا د کور بيګار
داسې پير دې چا ليدلې
چې خان اوبخي مريد ته
په خندا د حسين سترګې سرسايه يوسي يزيد ته
که د عقل په حساب ئې
وي د زرو خزانې
دې به و يا سکندر
يا دارا د زمانې
خو افسوس چې لاس ئې نشته د زړګي په پيمانه
ځکه تش ژوندون ته وائ د ګلونو افسانه
په شړشمو ګذاره کړي يار د عطرو د پليل
د اووه ګلو جوړ کړې ازادۍ له چا اميل
۷- اخيرے دے يوسف خان د غني نه مرور
هم ئې مال په شمله داؤشه هم تاله ئې شو ځيګر
پلار ئې غر وو د سدم ننګيالې او توره باز
پوئې په ننګ او په پښتو وو د جنون په خيشته راز
لکه باغ په ګل خيشته وي داسې وو په ده سدم
ژوندې کاؤ د پښتون زړه ئې
دژوندو سترګو په نم
ئې خيشته په نامه ښکاري ټول خانان د بابو خيل
د اووه ګلو جوړ کړې ازادۍ له چا اميل
درې څلور مو نوکران دي
پښتانه دي څوک هندکيان دي
يو چاچا يو ميرقدم دې اسرافې او اکرم خان
اکرم خان د نغرودې کړي کدو ښه دپلاؤ
وي مدام ئې باندې کړې تود او تريخ شانې تالاؤ
چاچا ښه پوره بيره دې ميز کرسئ لګوي چسته
خو روژو غريب خراب که
نوکري ئې شوله سسته
اسرافې او مير قدم پښتانۀ دي په نسب
خواران کئ زمونږ خدمت
ښه په چغه ښه په درب
دا ماليان دي اوبه واچئ په شنو بوټو د رامبيل
د اووه ګلو جوړ کړې ازادۍ له چا اميل
(۱۹۴۵ هري پور جيل )
چرته چې به د باچاخان د خدائي خدمتګار تحريک او باچا خان نوم راځي نو د کوکو فردوس خان د نوم نه بغېر به دغه قيصه نيمګړې وي ـ د خدائي خدمتګارو د تحريک دغه ملګري د تاريخ پۀ پاڼه لکه د پښتو د کاڼو کلک پراتۀ دي کوم چې په اوبو کښې نۀ روستيږي ـ دغه بې غرضه بې لالچې مينه وه چې هغوي باچا خان سره کړې وه او باچا خان د دغه مينې په بدل کښې هغوي د خپل وجود برخه ګڼلي وو ـ ارواښاد زما مشر ترۀ و ـ اکثر د کور مشران سړي د ماشومانو پۀ لور پام نۀ کوي خو کوکو کاکاجي د ډېر ښکلي خوي مالک ؤ ـ کله چې به د جېل نه بهر و زيات وخت به ئې په خپله حجره کښې تېرولو سحر او مازيګر به کور و ـ هغه به مونږ ټول ماشومان د کور د کوهي په غاړه جمع کړو په خپل لاس به ئې بوقه د اوبو ډکه د کوهي نه پۀ څرخه راوباسله او په مونږ به ئې د دغه بوقې اوبۀ اچولې ـ وړو ته به ئې د لامبه چل ښودلو ـ څنګه به غاښونه پاکوي ـ څنګه به پوزه پاکوي او د بدن نه به خيري څنګه پاکوي ـ څنګه به بدن پۀ توليه اوچوي ـ دا ټولې خبرې به ئې مونږ وړو ته کولې ـ چې کله به مونږ کښې يو کس ورانې اوکړو نو وئېل به ئې ـ”کم عقلې بونېروالې پۀ پېتۍ شکرې غواړې ” هغه وخت مونږ نۀ پوهيدو چې ددغه خبرې مطلب څۀ دے ـ اوس راته احساس کېږي ـ د هغه خپل روټين و چې سخت پابند ئې و ـ هغۀ به سحر د چايو سره ګبين او ټوسټ يعنې ډبل روټۍ خوړله ـ ښۀ خوراک به ئې کولو ـ د مېوې استعمال به ئې باقاعده کولو ـ خبرې به ئې ډېرې پۀ ارام سره کولې ـ د يو ښۀ سياست دان او انسان ټولې خوبۍ ئې لرلې ـ باچا خان پرې ډېر ميئن وو ـ په کال ۱۹۷۳ کښې د کوکو کاکاجي صحت ډېر خراب شوې و د ډېرو مياشتو نه پۀ ليډي ريډنګ هسپتال کښې داخل وو ـ يو سحر پرې د زړۀ دوره راغله او دغه دوره خطرناکه ثابته شوه دغه د اپرېل د مياشتې شپاړسمه نېټه وه د کال ۱۹۷۳ سحر يولس بجې هغوي په ليډي ريډنګ هسپتال کښې ساه ورکړه ـ د مرګ اواز ئې په صوابۍ کلي او ګرده پښتونخوا کښې لکه د اور خور شو ـ دغه وخت د هغوي ملګري سره د باچا خان ولي خان او غني خان په زړه غمژن وو ـ په جنازه کښې ئې د صوبې د ګوټ ګوټ نه د هغه وخت نامتو سياستدانانو سره سره اولس په غټه شمېره ګډون کړې وو چې پکښې د هغه وخت د اسمبلۍ غړي او د هر مکتبه فکر سره تړون لرونکې شامل وو ـ مولانا مفتي محمود او اسلم خټک دعا له راغلي وو ـ کله چې د هغوي د مړينې غږ خور شو نو هغه وخت پۀ کلي سم ماتم شو ـ اولس ډېر خفه وو يو کال پۀ کلي کښې د چا کور کښې ښادي نۀ وه شوې ـ تيار ودونه ځنډولې شوي وو ـ کال پس هم چې د کلي خلقو خاموشي اختيار کړې وه نو رور سجاول خان ئې پۀ خپله دېره چې پۀ مشين يادېږي ـ پۀ رېډيو خبرونه اوغږول او پۀ حجره کښې ئې دا اوئېل چې ـ ” غم او ښادي رور خور دي ـ د نن نه پس خپلې ښادۍ شروع کئ ” د هغې نه پس د کلي نارمل ژوند شروع شو ـ ددې نه به د احترام بل غټ ثبوت نور څۀ وي ـ کوم چې ددغه مشر کلي اولس کړې وو ـ مشران وائي چې باچا خان او ولي خان دواړو ارواښاد کوکو پۀ خپلو لاسو خاورو ته سپارلې ؤ ـ باچا خان پۀ ژړهغوني اواز خطبه وئيلې وه چې پکښې دا خبره کړې وه ـ “نن ما ګل خاورو ته اوسپارلو” د درې واړو دې پۀ ګور نور شي ۔ امين ۔۔۔