د پښتنو تاريخ د خدائي خدمتګار تحريک د باني خان عبدالغفار خان المعروف باچا خان د ذکر نه بغېر نيمګړې دےـ د دغه تحريک او د باچا خان د نوم او وجود پۀ ټولنه او دنيا يو غټ اثر پاتې دےـ د هندوستان د ازادۍ پۀ تحريک کښې هغوي د خپل پښتون اولس دپاره او د هغوي د روڼ سباؤن د پاره ډېر لوړ سوچونه کړي ؤـ هغوي کور پۀ کور او حجره پۀ حجره د پښتون قام د بېدارۍ مبارزه کړې وه او د هغوي د ويښولو صرف کوششونه نه بلکې د نوي نسل د پاره ئې د ازادۍ مدرسې هم جوړې کړې وې، ددغه ملي پاڅون غرض پۀ پښتنو کښې د بېدارۍ او ازادۍ احساس پېدا کول او د ترقۍ د پاره لارې هوارول ووـ پۀ دغه غرض باچا خان د ” انجمن اصلاح افاغنه ” پۀ نوم باندې د خدائي خدمتګار د سيوري لاندې آغاز وکړوـ باچاخان ځان سياسي غړې نه ګڼلو بلکې ځانته به ئې د پښتنو خدمتګار وئيلو، هغوي خپل اولس د ژوند پۀ هر ډګر کامياب غوښتل، هغه که د تعليم مېدان ؤ او که اقتصادي، سياسي، تهذيبي او يا ثقافتي مېدان ؤ- دغه سوچ او دغه تحريک د پښتنو پۀ ژوند کښې يو لوې تحريک پېدا کړو د معاشرې نورو څانګو سره سره باچاخان د ادب او صحافت مېدان هم پۀ نظر کښې ساتلې ؤ د دغه مقصد لاندې ئې د پښتنو د پاره د “پښتون ” پۀ نوم د مجلې اجراء هم وکړه د هغوي غوښتنه وه چې قام دې د خپلو فني، فکري، معاشرتي او جمالياتي بېدارۍ نه کار واخلي او د خپلو تجربو لاندې دې پۀ عملي توګه چامتو شي او د خپلو قلمونو پۀ ذريعه دې هم کار او مبارزه شروع کړي هغوي د سړو سره سره د ښځو نه هم دغه غوښتنه کوله چې خپل ليکونه پۀ پښتون مجله کښې د چاپ د پاره راولېږي هله به پۀ پښتون قام د پرمختګ لارې ازادېږي ځکه مونږ وئيلې شو چې د خدائي خدمتګارو تحريک د پښتنو سماجي او قامي ژوند بيخي بدل کړو مجله پښتون پۀ دغه لړ کښې د سياسي فکري بدلون پۀ رڼا کښې د مزاحمت او انقلاب پۀ معنا اولس پوهه کړل دغه تحريک د سړو سره سره داسې ليکوالانې ښځې هم پېدا کړې چې د ادب او سياست پۀ مېدان کښې ئې نوم پېدا کړو ـ ددغه د پاره چې ښځې د ليک طرف ته پام اوکړي سړو د ښځو پۀ نومونو ليکل هم اوکړل که د مثال پۀ توګه د نوښار يوه خور، د صوابۍ او د لوند خوړ خوئېندې او داسې نور ګڼ مثالونه شته د دې مقصد صرف دا ؤ چې مېرمنې هم د ادب اړخ ته راشي، باچا خان د ښځو پۀ بابله ډېر فکر کولو هغۀ به وئيل چې ” د ازادۍ د دروازې کنجي ستاسو لاسو کښې ده “د هند د وېش نه لږه موده وړاندې د ښځو شعور تر کافي حده پورې ويخ شوې وو دا هم د دغه تحريک نتيجه وه ددغه نه واخله تر دا دمه که مونږ ښځې په ادب او سياست کښې وينو دا لار د دغه تحريک رڼا روښانه کړې ده د دغه دور د ازادۍ د تحريک او د خدائي خدمتګارو ملګرې سيده بشریٰ بېګم المعروف س ب ب د پښتو ادب او پښتون تاريخ پۀ پاڼه ځلېږي، س ب ب د نوښار د تحصيل پۀ زيارت کلي کښې په کال 1922 کښې د پښتو ژبې سپېځلي شاعر ابوالمعاني حکيم مياں ازاد ګل کاکا خېل کره زېږېدلې ده، دغه د غلامۍ دور ؤ او مرد او زن د پاره د تعليم د حاصلولو څۀ ذريعې نۀ وې، خو د دې مېرمنې دا خوش قسمتي وه چې کور ئې د علم خزانه وه د کور ماحول ئې علمي او ادبي ؤ، نو دغه کمې ئې پوره شو ۔ د قرآنِ مجيد ترجمه ئې کړې ده، د حديثونو کتابونه ئې وئيلي دي، د اردو ، فارسي او پښتو ليک لوست ئې د ډاکټر الطاف ګل مرحوم نه زده کړې ؤ ـ
س ب ب په وړوکوالي کښې د خپل نيکه سره د سرخ پوشو جلسو ته تله ډېر په کچې عمر کښې ئې د پښتون قام سره مينه او د فېرنګي نه نفرت خپل کړو، د دولسو کالو په عمر کښې ئې په شريعت بِل ړومبې مضمون وليکلو چې پکښې ئې پۀ دليل سره ددغه بل مخالفت وکړو، دا په 1935 کښې په ” ازاد پښتون “ کښې چاپ شو، هغې د ښځو د حقونو د پاره پۀ خپل قلم مبارزه کوله او مضمونونه به ئې ليکل هغې به پۀ دليل سره د خلقو د بدو عملونو غندنه کوله، د ملايانو د غلطو دليلونو نه منکره وه، هغې ټپه کړې وه چې
که ننګيالي زلمي پۀ شا شو
فخر افغانه جينکۍ به دې ګټي نه
ددې ټپې نه د هغې د باچا خان سره د عقيدت او د قام د درد اندازه لګېدے شي
س ب ب پۀ ادبي سفر کښې د ړومبۍ پښتنې افسانه نګارې تاج هم پۀ سرکړو کله چې هغې
يوه افسانه ”نامراده جهان آرا“ په کال 1937 کښې وليکله او په دغه کال افغان اخبار “بمبئ” کښې چاپ شوه، د دې افسانې بنياد د ښځو بې وسي او مجبوري ده، س ب ب د اخبار بمبئ اعزازي مديره هم وه،
په دغه زمانه کښې په ګڼ شمېر اخبارونو او رسالو کښې د س ب ب شعرونه ، مضمونونه چاپ کېدل، د پېښور شهباز اخبار، د چارسدې ”ازاد پښتون“ او د اتمانزو ”پښتون“ کښې به ئې ليکونه چاپ کېدل، په کال 1941 کښې د دوۀ ورځني ”بانګِ حرم“ خوئېندو پاڼې ته ئې قيصي او افسانې ليکلې، په کال 1956 کښې د دې د شعرونو مجموعه د ”زيري“ په نوم چاپ شوه، ناچاپه ئې ډېره شاعري پاتې ده، س ب ب خپله شاعرۍ کښې د قامي جذبې، انساني اخوت، مينې، خېګړې او په خصوصي توګه د پښتنو ښځو تعليم باندې ډېر څۀ وئيلي دي، د دوي په شاعرۍ کښې د خاورې سره مينه او بې ساختګي ده، د وېنا ژبه ئې ساده روانه او زړۀ راخکونکې ده، د هغې پۀ وېنا کښې دومره زور ؤ او داسې مزاحمتي چغه وه چې هغې ته د انقلابي شاعرې خطاب ډېر په کچې عمر کښې ورکړې شو، هغې د خپلې شاعرۍ مېدان له نظم هم خوښ کړې دے او نثر هم، هغه پۀ خپل نظم کښې څۀ داسې وائي
چې په زړۀ کښې مې رڼا ده
توره شپه د غم سبا ده
په دنيا ناممکن نشته
د عاقېلانو دا وېنا ده
هر بنده چې همت بائېلي
ژوند هغه ته يو بلا ده
د غزل هم ښه ليکواله ده ـ د غزل شعرونه ئې څۀ دا رنګ دي
يم د قفس مرغۍ بندي د وتو لار مې نشته
فراق د ګل بل تکليفونه د پنجرې تېروم
د الوتو وزر مې مات دې پرواز څنګه اوکړم
عمر د جېل نه د وتلو په اسرې تېروم
په هرې شپې پسې رڼا د سحر راشي مدام
زۀ به تر څو د بېلتانۀ تودې تيارې تېروم
س ب ب پۀ خپله خاوره ورکه مئينه وه، هغې پۀ خپل نثر او نظم کښې د وطن پۀ حقله پۀ اوچت اواز غږ پورته کړې دے، د وطن مينه څۀ پۀ داسې ډول يادوي وائي چې
زمونږ په وينو دې تازه شي اوچ بوستان د وطن
يو ځل دې زار په معشوقه شي عاشقان د وطن
نسلونه واړه ائينده به محبان وي د قوم
که په بېدارو پټو لوې شي فرزندان د وطن
ذلت، غربت، جهل زمونږه د عمل شامت دے
راځئ چې پوئ کړو ځان په دې سود و نقصان د وطن
د غافل قام نوم و نشان په دنيا نۀ دې پاتې
تاريخ به هېر نۀ کړي هيچرې بهادران د وطن
س ب ب چې څومره په ليک کښي نره وه دغه رنګ دغه ښکلې پېغله تر اخري ساه پورې په خپل قام او ژبه مئينه پاتې شوه ـ
زما خوش بختي وه چې د هغې د تمامي ژوند رو برو ړومبې او اخيري انټرويو ما کړې وه، په کال 2000 کښې د هغوي په کور کښې چې دوېم پښتو عالمي کانفرنس تياريانې کېدې نو د ارواښاد سليم راز بابا پۀ وېنا د هغې د تاثراتو اخېستو د پاره هغې سره ما ملاقات کړې ؤ، ما چې کله هغه اوليده د هغې پۀ لاس کښې ډنګورۍ وه، په پښو کښې ئې سپينې چپلې پۀ پښو وې، اودي قميص او سپين پرتوګ ئې ؤ، سپينه لوپټه ئې په سر وه، دغه وخت يو ښکلې پښتنه پېغله زما مخې ته ناسته وه، اوس هم د هغې خبرې زما په غوږونو کښې ګرځي چې ما ورنه تپوس اوکړو
” بي بي ستاسو پښتون قام ته څۀ پېغام دے؟ ”
زر ئې جواب راکړو
“په خپلو خوئيندو لوڼو دې سبق اووايئ بې ځايه قدغنونه مه لګوئ ،په خپله وينه اعتبار اوکړئ او د هغوي ملا مضبوطه کړئ، بيا لږ صبر اوکړئ او بيا وګورئ چې پښتون قام په اسمان کښې ستوري تسخير کوي او که نه ؟
تپوس : ” بي بي د پښتو ژبې مستقبل څنګه وينئ؟ ”
پۀ خندا شوه
” اول خفه ؤم ځکه چې زما نه پس زېتون بانو او سلمي شاهين وې، نن خوشحاله يم چې تۀ هم زمونږ د قافلې ملګرې ئې او سبا به درسره نورې ملګرې شي، د پښتو سباؤن روښانه دے، زما ارمان به پوره شي که زۀ يم او که زۀ نۀ يم “ ۔ ۔ ۔
دغه وخت زما په فرمائش هغې خپل شعرونه څه داسې ووئېل
په خبرو کښې شوم پټه لکه بوئ د ګل د پاڼو
که مې شوق څوک د ليدو که، دا کتاب تصوير زما دے
س ب ب خپل ژوند د پښتون قام د پرمختګ پۀ اميد تېر کړو، د هغې باچاخان سره بې کچه مينه وه، د باچا خان د خدائي خدمتګار تحريک دغه نه ستړې کېدونکې پېغله تر اخيري ساه پورې باچاخانۍ پاتې شوه، د باچا خان د خدائي خدمتګارو تحريک يو جهان متاثره کړې وو، پۀ هغې کښې نورې هم ګڼ شمېر ښځې وې خو کومو مېرمنو چې پۀ عملي توګه خپل غږ اولس ته رسولې وو، په هغې کښې دويم نوم مونږ د الف جانه خټکه اورو، دغه د تحريک يوه بله ملاله وه چې د پښتو ادب او د خدائي خدمتګار تحريک يوه مېړنۍ پښتنه، نۀ ستړې کېدونکې او نۀ يرېدونکې مېرمن او د س ب ب ملګرې وه چې مونږ ئې پۀ دغه سفر کښې هغې سره غبرګه وينو، دغه خدائي خدمتګاره شاعره چې پۀ اوچت غږ به ئې بې وېرې ترهې شاعري کوله او د ښځو د حقونو غوښتنه به ئې کوله ـ پۀ دغه وجې د دغه وخت مليانو او مسلم ليګيانو هغه پۀ مخه واخېسته، د هغې د يو نظم پۀ جواب کښې يو مسلم ليګي د هغې په حقله يو شعر داسې ليکلې ؤ
چې خټکه مسلمانه کانګرسي شي
خدايه واخلې تۀ زمونږه داسې خور
الف جان خټکې د دغه شاعر د شعر پۀ جواب کښې وليکل چې
الف جان وائي آمين ما دې خداې واخلي
ښۀ د دې غلامستان نه ماته ګور
الف جان بي بي پۀ ځاې ګيله منه وه ځکه چې نه خو د دغه رنګ پښتنو په سوچ و فکر کښې لاتراوسه بدلون راغلے دے او نۀ به راشي، خو چې بيا هم کوم لږ ډېر بدلون شته دا هم غنيمت دے ـ
د دې دواړو مېرمنو دور ډېر زرين وو، د دغه دور شاعرانو په خپله شاعرۍ کښې د ترقي پسندۍ، قام پرستۍ او رومانيت نه هم کار اخېستې دے هر چا په خپل انداز کښې شاعري کړې ده مونږ دا وئيلې شو چې دغه دور د شاعرۍ زرين دور دے دغه وخت کښې د نورو نه هم استفاده شوې ده که چرې مونږ س ب ب د دغه زرين دور ړومبۍ ښځه شاعره وينو نو الف جانه خټکه ئې دوېمه شاعره ښځه ده، هغې هم د انګرېز د غلامۍ په دور کښې سترګې غړولې دي ـ
همېش خليل صېب په پښتانۀ ليکوال کښې د الف جانه خټکه په حقله څۀ داسې ذکر کوي” الف جانه خټکه هم د هغه اهل قلمو په زمره کښې د يو باعمله پښتنې شاعرې په حېث د ښکاره مقام مېرمن ده چې زمونږ ادبي دنيا ئې په ځاې وياړي “
دغه مېرمن الف جانه خټکه په کال 1346 هجري د روژې په شپږمه ورځ د کوهاټ ضلعې په احمدي بانډه کښې د غني شاکر کره پېدا شوې ده، ابتدائي تعليم ئې تر اتم جماعت پورې حاصل کړې ؤ، د پښتو انټرز امتحان ئې پۀ پرائيوېټ توګه پاس کړو، روستو ئې اېم اے د پېښور يونيورسټۍ نه اوکړه، په پرچې کښې ورته د الف جان خټکې په حقله سوالونه هم مخې ته راغلل چې هغه پرې ډېره خوشحاله شوه او خوند ئې ترې واخېستو، وادۀ ئې د ولور په بدل د اولسو کالو په عمر کښي شوې ؤ، دغه وادۀ الف جان ته قبول نۀ شو او واپس د پلار کور ته راغله او د کلي په سکول کښې استاذه شوه،
الف جان خټکه د خدائي خدمتګار تحريک نظرياتي ملګرې وه، د پاکستان د جوړېدو نه مخکښې د هغې ليکونه په “ پښتون ” رساله کښې د غلامۍ خلاف د رڼا سمبل ؤ، د دې مضبوط پښتون اواز د ازادۍ په جدوجهد کښې د مبارزينو ملګرې وۀ، د شاعرانو زياتره برخه دې جدوجهد کښې شامل وه الف جانه خټکې د قلم د خاوندانو سره څنګ په څنګ د قلم خدمت کولو، هغې د يوې با عملې پښتنې شاعرې په حېث يو ځلنده حېثيت لرلو، د هغې کلام د پښتو او پښتونولۍ د ژور احساس نه ډک دے، د خپل قام په بدحالۍ دړدمنه وه او د پښتون قام د پرمختګ خواهش منده هم وه، هغه خپله شاعرۍ کښې څۀ داسې وائي
پښتونه پورته شه قامونو کښې خپل قام پورته کړه
بيا په دنيا کښې د پرېوتي پښتون نام پورته کړه
بيا په دنيا کښې د قامونو انجمن جوړېږي
دې انجمن کښې د ګمنام پښتون نام پورته کړه
د جهالت الزام په تا باندې په ځاې لګېږي
د خپل تعليم انتظام اوکړه دا الزام پورته کړه
د الف جان نصيحت بيا واوره عمل پرې اوکړه
پښتونه پورته شه قامونو کښې خپل قام پورته کړه
د الف جان خټکې دا نظم د هغې يو يادګار نظم دې چې پکښې د جهالت په تيارو کښې د ښځو د ډوب ژوند خلاف احتجاج دے او د دوي د بنديوان ژوند حقيقتونه پکښې په واضحه ډول ښکاري، هغه وائي چې ۔ که ښځه سړي سره څنګ په څنګ اونۀ درېږي نو ترقي به څنګه کېږي ۔
دا مې مطلب نۀ دے چې ظلم د خپل پلار وښايم
زړونه وريتۀ د خپلو خوئېندو په انګار وښايم
سينې ټوريم د دهرم پور او د ډاډر وکسه
هلته سل زر ژوندي لاشونه په بستر وکسه
په مريضانو کښې نسبت د ښځې نر وکسه
او نتيجه ئې په دفتر کښې د ډاکټر وکسه
تۀ د مذهب په نوم په ما څومره ظلمونه کوې
تۀ ئې مذهب بولې زما پۀ خيال کفرونه کوې
ښځې هم زړونه لري زړو کښې خواهشات لري
سر کښې مازغه لري مازغو کښې احساسات لري
دا بې ګناه مرغۍ دې بند کړې په پنجرو کښې ولې
وايه کړې ښځې دې ژوندۍ په اديرو کښې ولې
يو دې تعليم نه کړې محرومې د ړندو په مثال
بل دې بندي کړې په کورونو کښې د غلو په مثال
ډېر په ذلت ورته نظر کوې د سپو په مثال
په نا خبره ئې وهې د پردو خرو په مثال
ځان له حق غواړي چې د بل حق ورکوي چرته دي
هسې دعوې د سړيتوب کوي سړي چرته دي
د الف جان خټکې د جذبو اظهار د دغه شعرونو پۀ ژبه چې مونږ ګورو نو ګوته پۀ خلۀ پاتې کېږو يعنې د نن وخت د يوې ازادې ښځې په نسبت دغه لږې پابندې ښځې څومره د سوچې ذهن مالکانې وې، که د دغه مېرمنو د جذبو يوه برخه هم پښتنې ليکوالې مېرمنې خپلې کړي نو بې شکه چې د پښتون سباؤن به روښانه شي، خو دغه مېرمنو له هم د باچاخان د خدائي خدمتګارو د تحريک پشان تحريک او يو د باچا خان پشان لار ښود پکار دې چې اميد ئې کېدې شي ـ