فضل الرحيم ساقي او خدائي خدمتګار تحريک—ډاکټر سيد ظفرالله بخشالے

دا ليکنه شريکه کړئ

ښاغلې فضل الرحيم ساقي ( پېدائش کال: ١٩٠٤ء، د وفات ١٩٩٤)دخدائي خدمتګار غورځنګ په مخکښ شاعرانو کښې و دوي د پلار نوم عبدالعزيز خان و ښاغلې ساقي د چارسده په وردګه نومي کلي کښې پيدا شوي و په قام محمدزې و دوي د باچا خان سره په خدائي خدمتګار تحريک کښې اوږه په اوړه ولاړ و مونږ که د دغي تحريک نورو شاعرانو ته وګورو نو ټولو شاعرانو د سامراج خلا ف ئي آواز اوچت کړي د پښتو قام د ورسته پاتي ورځي غم ئي ژړلي دې دوي د باچا خان د عدم تشدد لاره اختيار کړي وه او د معاشري د اصلاح د پاره خپل قلم توان ساتلې دې که مونږ دغي تحريک شاعرانو ته ځير شو نو ډير شاعران لکه فضل محمود مخفي،عبدالماک فدا ، سعادت خان جلبل ، کرامت شاه فولاد ، شاد محمد ميږې ، ولي محمد طوفان ، خان مير هلالي او داسي نور ډيران شاعران چې په خپله شاعري کښې د خوار اولس غم او درد ژړلي دې او د معاشري د اصلاح کولو کوشش ئي کړي په دغه شاعرانو کښې يو فضل الرحيم ساقي هم دې ۔ خدائي خدمتګار تحريک د پښتنو يو قامي تحريک او جديد تحريک دې، د دې تحريک په برکت باچا خان او ملګرو يې د پښتنو په سيمه او نوره نړۍ کښې يو ډېر ښه پهچان ورکړو، خدائي خدمتګار تحريک نۀ يواځې سياسي تحريک وو بلکې دې تحريک د سياست او اصلاح او د قام د خدمت سره د پښتو ژبې، صحافت او ادب په ترقۍ کښې هم بنيادي کردار ادا کړې دې، د خدائي خدمتګار تحريک په حقله باچا خان پخپله داسې وايي:  مونږ چې د لاهور نه واپس شو نو په اتمانزو کښې مو لويه جلسه وکړه، زۀ په جلسه کښې راپاڅېدم او خلقو ته مې ووې چې تاسو خو اودۀ يئ او سړي څۀ کوئ چې د هندوانو ښځې هم رابېدارې شوې او هغوي سړو سره يو ځائې د ملک د ازادۍ دپاره ملا تړلې ده او جدوجهد کوي۔ تاسو خو لږ دې نمرخاتۀ ته وګورئ څومره لوئې سېلاب راروان دې او سېلابونه همېشه اودۀ قومونه وړي، پاڅئ ويښ شئ او ملا وتړئ، تاسو خو وګورئ، پېرنګيان وايي چې هندوستان مونږ په توره فتح کړې دې، دا زمونږ دې او مونږ به پرې حکومت کوو او ګټه وټه يې زمونږ ده، هندوان پېرنګي ته وايي چې تاسې مونږ په زوره نيولي يو، اوس چې مونږ پوهه شو او متفق شو خپل وطن درنه اخلو، دا زمونږ وطن دې اوس به پرې مونږ حکومت کوو، تاسې د دې نه خبر يئ که نه؟ زۀ مو خبروم چې خبر شئ، د هندوانو او پېرنګيانو په دې جنګ دې چې پېرنګې وايي چې هندوستان کښې به بادشاهي مونږ کوو او هندوان وايي چې دلته به بادشاهي مونږ کوو او مسلمانان د غفلت په خوب اودۀ دي، نو اې پښتنو وروڼو زۀ ستاسو نه پوښتنه کوم چې تاسو به څۀ کوئ، ناست به يئ دواړو ته به دعا کوئ او د غلامۍ او پټتي توب ژوند به تېروئ۔ (مونږ چې هلکان وو، غوزان به مو کول، لويه دائره به مو راښکله او په هغې کښې به مو غوزان کښېښودل، ګټه بائېلات به د دوو لوبغاړو وو، يو درېم سړي به دواړو له غوزان راټولولو هغه سړي ته به يې پټتې وئيلو، چې چا به غوزان وګټل نو هغه ته به يې دوه غوزان د ګټې ورکول) نو اې پښتنو تاسې ته وايم دا د پټتي توب ژوند خوښوئ او که تاسو هم ځان د دې وطن مالکان ګڼئ؟ نو پاڅئ او ملا وتړئ او دا خپل ملک خپل کړئ۔ جلسه په ډېر جوش و خروش ختمه شوه او په پښتنو زما د تقرير ډېر ښۀ اثر وشو”۔[i] ۔۔ په دې باب فخر افغان باچا خان وړاندې داسې ليکي: “بله شپه بيا راغله او راته يې ووئيل چې مونږ په دې کار ډېر غور او فکر وکړ، مونږ د قوم او ملک د خدمت دپاره د هر قسم تکليفونو، مصيبتونو او قربانيو ته تيار يو، بيا مونږ کښېناستو او په دې خبره مو غور کولو چې د دې نوي جماعت نوم دې څه وي، زما دا خيال ؤ چې په دې پښتون کښې د خدمت خيال نشته، په دې جماعت مونږ يو داسې نوم کښېږدو چې د پښتنو په دماغ کښې د خدائې دپاره د خدمت خيال پېدا شي، قسم قسم نومونه پېش شول خو زمونږ خوښ نۀ شول۔ د شپې زما په زړۀ کښې د خدائي خدمتګار نوم راغې چې سبا له دوي راغلل نو ما ورته دا نوم وړاندې کړ، د دوي هم خوښ شو او دعا د خېر پرې وشوه، دې نوم زمونږ په زړونو کښې يو قسم اطمينان پېدا کړو، مونږ پښتانۀ خدائي کار او خدمت هغه کار او خدمت ته وايو چې بې د کومې طمعې، غرض او اجرت نه د خدائې دپاره کوو او خدائې خو خدمت ته ضرورت نۀ لري، د خدائې د مخلوق خدمت د خدائې خدمت دې”۔[ii] ۔۔۔۔۔ د خدائي خدمتګار په حقله د باچا خان زوې او د دۀ د سياست رښتينې ملګرې خان عبدالولي خان په خپل کتاب کښې د خدائي خدمتګار تحريک په حقله داسې ليکي: “په کال ١٩٢٩ء کښې د انډين نېشنل کانګريس سالانه جلسه په لاهور کښې وشوه، دا ځائے چونکې پېښور ته نزدې ؤ، د دې وجې نه کافي زلمي او د افغان جرګې غړي تماشې له تلي وو۔ هلته هغوي جلسې وليدې، جرګې وليدې، تقريرونه يې واورېدل او هر څۀ پرېږده چې رضاکاران يې وليدل، چې وردۍ يې اچولې وې او د جلسې ټول انتظام يې کولو او زلمي څۀ چې جينکۍ رضاکارانې يې وليدې او ډېر زيات متاثره راغلل، ولې چې مونږ ګني د دې جينکو نه هم بې خونده يو څۀ؟ د دې وجې نه باچا خان د دوي لويه جرګه په اتمانزو کښې راغونډه کړله او فېصله وشوه چې د رضاکارانو يو جماعت دې جوړ شي، چې د افغان جرګې سره مرسته کوي، خو ځان له به جدا تنظيم لري او وردي به يې وي۔ په دا شان د کال ١٩٢٩ء په اکتوبر کښې د “خدائي خدمتګار” په نوم د يو تنظيم رده کېښودې شوه، اوله خبره چې باچا خان په دې لړ کښې وکړه، هغه دا وه چې دا تحريک نۀ يوه سياسي ډله ده او نۀ يو سياسي جماعت دې، بلکې دا د پښتنو يوه ورورولي ده چې هر پښتون پکښې پکار دې چې برخه واخلي”۔[iii] ۔۔۔۔ خدائي خدمتګار تحريک په پښتنو کښې دومره ژور اثرات وغورځول چې ټول خلق ورته حېران پاتې وو، د خدائي خدمتګارو د خدمت او برداشت په نتيجه کښې که يو خواته انګرېزان ويرېدل نو بل خواته ځوانانو په دې تحريک کښې شپه او ورځ شموليتونه کول، په دې حقله عبدالاکبر خان اکبر داسې ليکي: “خدائي خدمتګار تحريک داسې زلمي پېدا کړي وو چې هغوي ته مرګ او سختۍ ټوقې ښکارېدې، په خپل کردار او عمل يې د پېرنګي کبر، غرور داسې مات کړو چې بيا يې سترګې پورته نۀ کړې”۔[iv]۔  لنډه دا چې خدائي خدمتګار تحريک د پښتنو په سياسي تاريخ کښې يو داسې سياسي تحريک ؤ چې هغه ټول خلق د ځان سره ملګري کړل او د پېرنګي په مقابله کښې يې ودرول، د دې د ټولو نه لويه وجه دا وه چې دا تحريک په عدم تشدد باندې ولاړ ؤ، پرامن تحريک ؤ، که به انګرېزانو په خدائي خدمتګارانو هر قسمه ظلمونه کول نو دوي به برداشت کول۔ فضل الرحيم ساقي دې مبارزې ته د صبر جنګ وئيلې دې، ځکه يې د دې دورې په ځينو برخو يو سياسي تاريخي کتاب ليکلې چې نوم يې “د صبر جنګ” ورکړې دې۔ د خدائي خدمتګار تحريک سره د خپلې ملګرتيا په حقله فضل الرحيم ساقي پخپله ليکي: “زۀ هم په ابتدائي دور کښې خدائي خدمتګار شوې وم، سره وردي مې جلسې جلوس دپاره اغوستله، جلسه کښې به مې نظمونه وئيل او د خپل کلي د خدائي خدمتګارو ليکل لوستل به مې هم کول”۔[v] فضل الرحيم ساقي د خدائي خدمتګار تحريک کلک ملګرې پاتې شوې دې او په دې لاره کښې يې د نورو کارونو په څنګ کښې څو ځله جېل ته هم تلې دې۔ د جېل يوه واقعه داسې ليکي: “د اختر ورځ وه خو مونږ ټولو قېديانو دومره څۀ پېدا نۀ کړل چې روژه مو پرې ماته کړې وې، اوبۀ وې خو هغه هم يخې وې، دې کښې هغه ملازم بيا راغې په ډوډي يې لاس کېښود او پۀ اوچت اواز يې ووې کومو دووسانو چې پيپې راوړلې دي او کومو دله ګانو چې بارکونه وينځلي دي، ټول پورته شئ او بيا يې ووينځئ، ښۀ صفا شوي نۀ دي۔ دغه د اختر مبارکي وه چې پۀ کنځلو راکړې شوه۔ هغه کسان لاچار وو بيا پاڅېدل او بارک يې دوباره ووينځلو، مونږ خفه زهير پۀ خپلو خپلو بسترو ناست وو چې پۀ دې کښې يو تن پاڅېدو چې وې کتل نو پۀ ډيوډۍ باندې يونين جېک نيم کښو شوې ؤ، هغه راغې او مونږ ته يې حال ووې چې خلقو وکتل نو هر چا وليدله چې جنډه نسکوره وه، دې کښې ملازمانو خبر راوړو چې سپرنټنډنټ او داروغه حکم چند موټر کښې اېبټ اباد ته د اختر خوشحالۍ له روان وو چې موټر پرې واوړېدو۔ سپرنټندنټ خو په ټکي مړ دې او داروغه سخت زخمي دې، ګېډه يې شلېدلې ده، قېديانو باندې په رښتيا اختر شو، ډېر خو پکښې د خوشحالۍ نه ګډ شول”۔[vi] ۔  فضل الرحيم ساقي د شعر و ادب او د جېلونو د سختو تېرولو نه پرته په ځينو عهدو هم کله نا کله پاتې شوې دې، خو په دې لاره کښې يې په ډېر ايماندارۍ کارونه کړي دي، لکه پخپله چې وايي: “په ١٩٢٨ء کښې پښتون اخبار بيا جاري شو، په هره لسمه ورځ به چاپ کېدۀ چې په پښتنو کښې د هغۀ نظمونو او مضمونونو نوې روح پوکلو۔ د خدائي خدمتګار تنظيم د نوي سره وشو، سرخپوش هم منظم شو او د امداد دپاره د برانچ د تپې، تحصيل، ضلعې جرګې جوړې شوې۔ زۀ د کلي د سرخپوشو سېکرټري شوم او د جرګې هم، جلسې او جلوسونه وو، مشاعرې وې ما او عبدالمالک استاذ او شاد محمد مېږي به په جلسو او مشاعرو کښې نظمونه وئيل۔ ستي جان د پړانګو ښۀ شاعر او خدائي خدمتګار ؤ، هغۀ به هم نظمونه جوړول او وئيل به يې خو سبق يې نۀ ؤ وئيلې نو په ليک لوست باندې نۀ پوهېدۀ، بيا زۀ د تپې شېخو هم سېکرټري شوم او د تپې د جرنېل فتح محمد سېکرټري هم شوم او په سرډېرو کښې مو دفتر پرانستو”۔[vii]۔  فضل الرحيم ساقي په خدائي خدمتګار تحريک کښې په مختلفو عهدو پاتې شوې دې، په دې حقله ساقي پخپله ليکي:  “١٩٣٥ء کښې د خدائي خدمتګارو نه پابندۍ پورته شوې، پارليمنټري بورډونه جوړ شو، الېکشن وشو، د هندوستان په يوولسو صوبو کښې اتو صوبو کښې د کانګرس وزارتونه جوړ شو۔ په ١٩٣٨ء کښې د خدائي خدمتګارۍ نوې تنظيم جوړ شو، زۀ د برانچ د جرګې سيکرټري شوم، يوه مياشت پس د تپې د جرګې سيکرټري شوم، شپږ مياشتې پس د تحصيل د جرنېل د سرخپوشو خدائي خدمتګارو د دفتر سيکرټري شوم”۔[viii] ۔ د پورته حوالو نه ښکاره شوه چې فضل الرحيم ساقي په مختلفو دورو کښې په مختلفو عهدو پاتې شوې چې دا ورنه څرګندېږي چې فضل الرحيم ساقي په يو وخت د سياست په مېدان کښې د تحريک په بېلا بېلو عهدو پاتې کېدل، قامي شاعري کول، د مشاعرو او جلسو دپاره شعرونه او نظمونه ليکل، د پښتون رسالې دپاره يې وخت په وخت ليکنې هم کړي دي، په خدائي خدمتګار تحريک او په سياست يې نظمونه ليکلي چې دلته به يې د نمونې په توګه وړاندې کړم ۔

“خدائي خدمتګار:

د ښۀ پاک ښکلي ژوندون د مصطفٰيص نه
له ډېر صبر د مريمېرض د عيسٰيع نه
له جرات او بې باکيو د موسٰىع نه
له بې لوثه قربانيو د يحيٰىع نه
له ابوبکررض او عمررض له صدقه عدله
د عثمانرض صاحب له زهده له حيا نه
د عليرض له سخاوت او شجاعته
له مضبوط زړۀ د حسېنرض د کربلا نه
د منصور د بې ساخته اعلان حق نه
د امام اعظم د علم د رڼا نه
د خوشحال خټک له کلکې ارادې نه
عملي جذبې او پاکې مينې ستا نه
راله جوړه دې خدائي خدمتګاري کړه
د پښتون د سترګو تور فخرِ افغانه
ستا لمن او د ساقي دواړه لاسونه
دي بيل نۀ شي سوال کوم د پاک مولا نه”[ix]
فضل الرحيم ساقي د سوال ځواب د سرليک لاندې په يو بل نظم کښې داسې ګويا دې:”سوال ځواب

انيس سو انيس کښې سرخپوش شوې يمه
هرې جلسې جلوس له تلې يمه
په پکټنګونو ودرېدلې يمه
په جېلخانو کښې کړېدلې يمه
په کچرو رېډونه ما کړي دي
زما په شان کارونه چا کړي دي؟
درنې مېچنې اوړۀ کړي دي ما
بېړۍ په جېل کښې ګرځولي دي ما
باټي د دال او ساګ څټلي دي ما
بېنتونه څو ځله خوړلي دي ما
د پښتونخوا داسې ځنګل نشته دې
چې زما هغه ځائې کښې پل نشته دې
چې تقرير کړم په خلقو اور ولګي
جلسه کښې هر طرف ته شور ولګي
سينو کښې زړونه ښور ماښور ولګي
زنده باد چغې لور په لور ولګي
دا تنسته مې خدايه تاله درکړه
د شهادت درجه دې چاله ورکړه
خاونده! دا له مرګ پس ژوندون
د خوشحالۍ او د خپل وس ژوندون
ستا په نظر کښې هر نفس ژوندون
د خپل اختيار او د هوس ژوندون
چې هره ورځ يې د اختر ورځ وي
او هره شپه پکښې د قدر شپه وي
دا ښکلې شپه او ورځ دې چاله ورکړه
د شهادت درجه دې چاله ورکړه”[x]
د خدائي خدمتګار تحريک په دوران کښې د قيصه خوانۍ پېښه يوه ډېره خونړۍ پېښه وه چې د انګرېزانو له خوا په پښتنو دومره زيات ظلم وشو چې د انګرېزانو نوې نسل به د خپلو نيکونو په کړنو شرم او خجالت محسوسوي۔ په دې حقله ساقي داسې ليکي:

“د قيصه خوانۍ د شهيدانو ياد:

په لپو څښلي دي ظالم د مظلومانو وينې
قيصه خوانۍ کښې بهېدې د شهيدانو وينې
تئيس اپرېل سن تيس کښې جنګ د ازادۍ ؤ زمونږ
تويې کړې وې د قام دپاره کانګرسيانو وينې
مونږه له سر و ماله تېر يو د وطن په مينه
بهېږي جنګ د ٰازادۍ کښې د ځوانانو وينې
ټوله دنيا کښې هيڅ يو څيز داسې ٰارزان نشته دې
لکه ارزانې دي زمونږ د غلامانو وينې
مونږ د عدم تشدد ورسره جنګ کړې دې
ناحقه تويې کړلې زمونږه ظالمانو وينې
د پرهرونو د ځوانانو تلې چپې د وينو
د کونډو رنډو بهېدلې د چشمانو وينې
په مشين ګن سوري اوري زلمي يادېږي زمونږ
وهي تن جوش د ٰازادۍ د عاشقانو وينې
ماڼۍ به پرېوځي د ظالم سرمايه دار په خپله
چې ورته ډنډ چاپېره شي د مزدورانو وينې
ساقي! دنيا ته کړه ښکاره ظالم انګرېز په ګوته
لکه حسېن تويې کړه د خپلو ماشومانو وينې”[xi]
د خدائي خدمتګار تحريک سره د پښتنو زلمو د زلمي پښتون په نوم يو تنظيم جوړ کړو چې د خدائي خدمتګارو دفاع پرې وکړي، ځکه مسلم ليګيانو به خدائي خدمتګاران تنګول۔ په دې حقله باچا خان ليکي:
“څه وخت چې زمونږ خلق د مېجر خورشيد د دې ارادې او سکيم نه خبر شول نو هغوي د خدائي خدمتګارو د حفاظت دپاره نوې جماعت د غني په مشرۍ کښې جوړ کړو چې نوم يې “زلمې پښتون” ؤ او په دې کښې هغه ځوانان شريک شول چې د چا عقيده په عدم تشدد باندې نۀ وه، ولې چې هغوي په دې غرض دغه جماعت جوړ کړې وو چې خدائي خدمتګار خو تشدد نۀ کوي، د دوي عقيده په عدم تشدد ده، د دوي خلاف د تشدد سازشونه کېږي نو دوي اعلان وکړو چې دا جماعت صرف د خدائي خدمتګارو د حفاظت دې، د دې په مقابله کښې مسلم ليګو د غازي پښتون په نوم يو جماعت جوړ کړو، لېکن پښتون قوم زلمي پښتون پسې وو او مسلم ليګ کښې چې کوم خانان د پېرنګيان تالي څټ وو، هغوي په دې نتيجه ورسېدل چې قوم د خدائي خدمتګارو سره دې نو که د زلمي پښتون او غازي پښتون جګړه جوړه شي نو مونږ مسلم ليګو کښې به يو کس هم ژوندې پاتې نۀ شي نو په دې وجه د مېجر خورشيد هغه سکيم کامياب نۀ شو”۔[xii] ۔ د زلمي پښتون په جوړېدو کښې د غني خان سره فضل الرحيم ساقي ملګرې ؤ، په دې کار کښې يې د غني سره دورې کړي او د دۀ سره يې زلمې پښتون په ډېر لږ وخت کښې منظم کړې۔ په دې حقله د نورو خلقو د حوالو په ځائې پخپله د فضل الرحيم ساقي حواله رااخلم چې خبره په ښه ډول روښانه شي۔  “په ٤٧-١٩٤٦ء کښې چې مسلم ليګ زور واخستو او دا ويره پېدا شوه چې کۀ خدائي خدمتګار دغسې په اهنسا (مينه محبت) کار بند وي نو کېدې شي چې مسلم ليګ يې کور کور کښې حلال کړي۔ د باچا خان زوي عبدالغني خان ماته ووې چې د زلمي پښتون په نامه يو تحريک شروع کوو چې په وسله پُر وي، ما وې ښه، دغه وخت کښې دې د سنټرل اسمبلۍ ممبر هم ؤ۔ روان شو، يو ملګرې دوه مو نور هم ځان سره کړل او وړومبۍ بسم الله مو د بنو نه درسته کړه۔ ما ته خدائي خدمتګار او د هغوي کلي معلوم وو او د غني خان دپاره دغه سرټيفيکېټ کافي ؤ چې د باچا خان مشر زوې ؤ۔ مشرانو خدائي خدمتګارو به مانه پټه پوښتنه وکړه چې مونږ خو هم دا ضرورت محسوس کوو خو د باچا خان به څه جواب کوو؟ دغه ذمه واري ما واخسته او په مخه يې خپلو کشرانو ته د وردۍ لستوڼي تور کړل او ټوپکې يې ور په اوږه کړې۔ بنو کښې ډېره ښه کاميابه دوره وشوه، بيا کوهاټ ته راغلو، محمد اسلم خان سالار مو ځان سره کړو او دلته هم د ټوپکو تماچو نمائش شروع شو۔ د پېښور زلمي چې خبر شو نو دوي خو د خدايه غوښته خو باچا خان د هر چا په خولۀ کښې لومه وه چې هر کله باچا خان هم پرې خاموشي اختيار کړه نو خلق زړور شو او يو شو چې پېښور کښې هم د خدائي خدمتګارو د کشرانو او د هغوي د حاميانو ټوپکې په اوږه وې او يو دوره مو د مردان د ضلعې وکړه، هغوي هسې هم د نورو ضلعو د کار نه خبر شوي وو، يوه هفته کښې دننه دننه ټول په وسله شول، اوس د باچا خان ټولې جلسې د وسله دارو زلمو په سېوري کښې کېدې”۔[xiii]۔  اوس د فضل الرحيم ساقي د خبرو نه دا خبره په ښه توګه څرګنده شوه چې نوموړي د خدائي خدمتګار د تحريک په دوران کښې د زلمي پښتون په فعاليت کښې ښه پوره پوره برخه اخيستې ده چې د دې نه دا څرګندېږي چې فضل الرحيم ساقي يو ډېر کلک او ډېر په ژوره توګه باشعوره سياسي کارکن او مبارز پاتې شوې دې او په دې وخت کښې يې نۀ يواځې سياست کړې دې، بلکې د سياست سره سره يې د خپل قلم مبارزه هم په ښه ايماندارۍ ترسره کړې ده ۔

    [i]       خان، عبدالغفار، زما ژوند او جدوجهد، ٣٥٤، ٣٥٥ مخونه۔

[ii]      همدغه اثر، ٣٥٦ مخ۔

[iii]      خان، عبدالولي، باچا خان او خدائي خدمتګاري، لومړے ټوک، ٩٢، ٩٣ مخونه۔

[iv]      اکبر، عبدالاکبر خان، د برصغير پاک و هند په ٰازادۍ کښې د پښتنو برخه، اګست ٢٠٠٩ء، يونيورسټي پبلشرز پېښور، ٣١٤ مخ۔

[v]       ساقي، فضل الرحيم، خدائي خدمتګار، ٢٠١٢ء، امن پرنټنګ پرېس پېښور، ٦٦ مخ۔

[vi]      ساقي، فضل الرحيم، خدائي خدمتګار، ٨٤ مخ۔

[vii]     همدغه اثر، ٨٧ مخ۔

[viii]     ساقي، فضل الرحيم، ژوندون، ١٩٧٩ء، ٢٢ مخ۔

[ix]      ساقي، فضل الرحيم، ډک جام، ١٩٥٧ء، د رهبر د اشاعت څانګه، ٦ مخ۔

[x]       همدغه اثر، ١٩ مخ۔

[xi]      همدغه اثر، ١٠٤ مخ۔

[xii]     خان، عبدالغفار، زما ژوند او جدوجهد، ٦٨٧، ٦٨٨ مخونه۔

[xiii]     ساقي، فضل الرحيم، خدائي خدمتګار، ٢٠١٢ء، باچا خان ريسرچ سنټر، ١٨٣، ١٨٤ مخونه۔

نورې ليکنې۔۔۔

ANP میډیا سِل

  د کوند پارلېماني هلې ځلې د عوامي نېشنل پارټۍ د مرکزي او صوبائي کونسلونو غونډې الف( د مرکزي کونسل غونډه: د عوامي نېشنل پارټۍ

ټوله ليکنه ولولئ