د دستار نامې پنځم او شپږم هنر د تیر اندازۍ او اب بازۍ دے ( لنډه کتنه )–فضل مومند

دا ليکنه شريکه کړئ

د دې نه وړاندې چې مونږ د خوشحال خان خټک پۀ څلورو هنرونو بحث وکړو۔ اوس د دستار نامې پنځم هنر د تیر اندازۍ دے، خوشحال بابا تیر اندازي هم یو هنر ګڼي ـ خوشحال بابا لیکی چې ]د غشي ویشتل سنت دي. رسالت پناه ص وته چا ووې چې کومه وسله بهتره ده. جواب ئې ورکړو الرّمي الرّمي یعني غشے غشے 1] ۔ دلته خوشحال بابا د یو حدیث مفهوم راخستے دے چې مکمل او اصل حدیث داسې دے ـ عَنْ عُقْبَةَ بْنِ عَامِرٍ قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ ﷺ وَهُوَ عَلَى الْمِنْبَرِ يَقُولُ: “وَأَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّةٍ، أَلَا إِنَّ الْقُوَّةَ الرَّمْيُ، أَلَا إِنَّ الْقُوَّةَ الرَّمْيُ، أَلَا إِنَّ الْقُوَّةَ الرَّمْيُ.” -2“۔ (صحیح مسلم، حدیث نمبر: 1917) ۔ عقبه بن عامر فرمائي چې ما د رسول الله (ص) نه پۀ ممبر اورېدلي چې وئېل یې ”او د دوي په وړاندې څومره چې تاسو کولې شئ د خپل قوت سره تیار اوسئ ـ خبر اوسئ چې قوت په غشي ویشتل کښې دے، خبر اوسئ چې قوت په غشي ویشتل کښې دے، خبر اوسئ چې قوت په غشي ویشتل کښې دےـ3) ۔ دغه احادیث د غشي ویشتل (رمي) اهمیت او فضیلت څرګندوي، او مسلمانان هڅوي چې دا مهارت زده کړي او مشق وکړي ۔ دا حدیث په مختلفو الفاظو سره روایت شوے دے. د عقبه بن عامر (رض) نه یو مشهور روایت یې دا هم دے:”عَنْ عُقْبَةَ بْنِ عَامِرٍ قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ ﷺ يَقُولُ: “مَنْ عَلِمَ الرَّمْيَ ثُمَّ تَرَكَهُ فَلَيْسَ مِنَّا، أَوْ قَدْ عَصَى4) ۔ (صحیح مسلم، حدیث نمبر: 1919) ۔ یعنې: څوک چې د غشي ویشتل زده کړي، بیا یې پرېږدي، نو هغه له مونږ څخه نه دے، یا یې نافرماني کړې ده5۔) د غشي پۀ اړه یو بل حدیث داسې روایت شوے دے ـ”ارْمُوا، وَأَنَا مَعَ بَنِي إِسْمَاعِيلَ.”6) (صحیح البخاري، حدیث نمبر: 2899) ۔ یعنې: غشي ویشتئ، زه د بني اسماعیل سره یم 7) ۔ بل روایت دا دے”عَنْ عُقْبَةَ بْنِ عَامِرٍ قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ ﷺ يَقُولُ ۔ “إِنَّ اللَّهَ يُدْخِلُ بِالسَّهْمِ الْوَاحِدِ ثَلَاثَةَ نَفَرٍ الْجَنَّةَ: صَانِعَهُ يَحْتَسِبُ فِي صَنْعَتِهِ الْخَيْرَ، وَالرَّامِيَ بِهِ، وَالْمُمِدَّ بِهِ.”7“ (سنن أبي داود، حدیث نمبر: 2506) ۔ یعنې: “الله تعالی د یو غشي په وسیله درې کسان جنت ته داخلوي: هغه څوک چې یې جوړوي، هغه څوک چې یې ولي، او هغه څوک چې ویشتونکي ته غشي ورکوي ۔ 9“ دغه احادیث ښيي چې د غشي ویشتل نه یوازې د جسماني روزنې یوه بڼه ده، بلکې یو عبادت هم ګڼل شوے، ځکه رسول الله ﷺ مسلمانانو ته د دې د مشق سپارښتنه کړې ده. خوشحال بابا هم د همدې سنت ته اشاره کړې ده. خوشحال بابا وړاندې لیکي چې د تیر اندازۍ د علم رساله لویه څو جزه ده ـ پۀ هغې کښې ډېرې قاعدې د تیر اندازۍ کښلي دي 10) ۔ دلته خوشحال بابا د تیراندازۍ هنر ته ځانګړې توجه ورکړې ده او دا یې د زړورتیا، مهارت، او د ژوند د بقا یوه مهمه وسیله ګڼلې ده ۔ هغه پخپله د یو جنګي سالار تجربه لرله او د تورې، غشي، نیزې او نورو وسلو په استعمال ماهر ؤ. په خپلو شعرونو او نثري آثارو کښې یې د تیراندازۍ د قدر یادونه کړې ده، او اشاره یې کړې چې د دې فن لپاره ځانګړي اصول، قواعد او مشقونه شته ۔ د خوشحال بابا مطلب دا دے چې دا یوازې یو جسماني مهارت نه دے، بلکې یو فکري او روحاني مرکز ته هم اړتېا لري ـ خوشحال بابا د غشي ویشتو د لیندې یا قبضې پۀ اړه وائي چې قبضۀ بهرامي چې بهرام ګور پۀ هغه قبضه غشي ویشتل . غشے ئې تر هاتي پریوتلے وۀ، بله شېر چنګل وغېره. ډېرې قبضې یادې شوې دي. هاجت نیشته چې واړه وکښلے شي. پۀ هره قبضه چې وي. خو استعمال ډېر بویه څو ډېر مشق د غشي کېږي. هومره ئې مټ او شست ورته جوړېږي. کۀ مشق ئې یوه ورځ پرېښودے شي. د لسو ورځو کمي پۀ تیر اندازۍ کښې وشي 11۔ خوشحال بابا د تیراندازۍ د وسایلو (قبضو) په اړه ځانګړې مطالعه لري. د “قبضه بهرامي” ذکر مونږ ته دا ښايي چې هغه د لرغوني تاریخ ښه مطالعه کړې وه . بهرام ګور، چې د ساساني سلطنت ایران له مشهورو پاچاهانو څخه ؤ، د ښکار او جنګي مهارتونو د پاره مشهور ؤ. بهرام ګور پۀ هندوستان هم حمله کړې وه، سندهـ او مکران ئې د ایران سلطنت برخه جوړه کړې وه، بهرام پنجم (مشهور بهرام ګور) ۔ دورِ حکومت: 420 – 438 میلادي ۔ ساسانی سلطنت (ایران) لقب: “ګور” (یعني د ځنګلي خرونو ښکاري)12 ۔ دا چې خوشحال بابا د بهرام ګور د لیندې (قبضې) ذکر کوي، دا ښائي چې هغه د تاریخي شخصیتونو د جنګي هنرونو څخه اګاه ؤ ، او دا یې خپلو پښتنو ته د زده کړې د پاره وړاندې کړي. خوشحال بابا ټینګار کوي که یو کس د تیراندازۍ مهارت زده کړي، نو باید دوامداره مشق وکړي. هغه وائي ۔ ”کۀ مشق یې یوه ورځ پرېښودے شي، د لسو ورځو کمي پۀ تیر اندازۍ کښې وشي“ ۔ خوشحال بابا وړاندې د فارسۍ یو بېت راوړے دے ۔( اگر خواہی کہ گردی قادر            انداز  بینداز و بینداز و بینداز 13) کۀ تۀ غواړے چې زۀ ښۀ تیر انداز وے. نو بیا مشق کوه ( ۔ خوشحال بابا وړاندې لیکي چې : ”د تیر اندازۍ مشق پۀ نرمه لینده بویه خاک تود وته دې نزدې پۀ یوۀ قدم، پۀ دوه قدمه ودرېږي. څو لینده نرمه وي. خومره بهتره. یو ئې مټ پکښې ښۀ جوړېږي بل ئې د غشي زیان نۀ وي. بل ئې ګُرت پکښې ښۀ پوخ شي. بل ئې شست پکښې صاف شي. کۀ لینده ټینګه وي، دا واړه بر عکس وي مټ ئې پکښې و ترعېږي، ګُرت ئې رنځور شي لکه د شوره پشت اس شا ، غشي ئې ماتېږي. غرض چې د نرمې لیندې پۀ مشق کښې سفائېدي (څۀ فائدې) ډېرې دي .دا بېت چا ښۀ وئېلے دے14۔ مونږ د خوشحال بابا د پورته متن نه دا نتیجه اخستې شو چې د نرمې لیندې پۀ مشق ډېرې ګټې دي او د کلکې او سختې لیندې ستونزې ئې ډېرې ښودلې دي. لکه ګُرت خرابوی یا درد کوي ، مټ زخمی کوي او غشي پکښې ماتېږي ـ خوشحال بابا د خپلو خبرو پۀ ترڅ کښې د فارسۍ دغه بېت راوړے دے ـ (از کمان سست سخت انداختن  کار هر بافتده و حلاج نیست 15) ترجمه: چې لینده نرمه ساتې ښۀ روغ ویشتل کا. خو دا د هر ډینډپي کار نۀ دے ـد فارسۍ دغه پورته بېت د هخدا علی اکبر پۀ تالیف ” امثال و حکم ” کښې د ” جامع التمثیل ” نه داسې رانقل شوے دے. ”کار هر بافتده و حلاج نیست     از کمان سست سخت انداختن 16“ هخدا علی اکبر امثال حکم جلد3 ۔ صفحه 1172 . ۔ د زیات تحقیق باوجود هم د دغه شعر شاعر معلوم نۀ شو۔ خوشحال بابا وړاندې لیکي، د مشق لینده دې بېله وي، د ښکار د جنګ لینده دې بېله وي، هغه چې پۀ نرمه لینده مشق ډېر کا. ټینګه د هغۀ د وړاندې هیڅ نۀ وي. تعریف د ښۀ لیندې دادے، چې هم پۀ نرمه ولي هم پۀ ټینګه، هم پۀ ښي ولي هم پۀ کیڼه. لکه څوک ئې پۀ ټینګه لینده کا. دے ئې پۀ نرمه لینده وکا. کمال د دې هنر دا دے چې غشے ئې تر غوا، تر مېښې هسې ازاد پریوځي، چې د غشي پرخانې پۀ وینو ککړې نۀ شي ـ هر ګاه چې پۀ دا فن کښې کامل شي، نور دې سل یا زیات یا کم غشي مقرر کا ـ چې پۀ هره ورځ استعمال د غشیو پۀ خاک توده پۀ نرمه لینده کاندي چې هېچرې ناغه نۀ شي ـ“ پۀ اخري متن کښې خوشحال بابا وائي چې د تیر چلولو د پاره بېلابېلې لیندې دي.د مشق د پاره یو قسم لینده وي، د ښکار او جنګ د پاره بیا بل ډول لینده وي. خو اصلي کمال دا دے چې سړے دې باید پۀ دغه ټولو کښې ماهر وي ـ چې هم په نرمه لینده تیر چلولے شي، هم په ټینګه لینده، هم د ښي لاس نه، هم د کیڼ لاس نه او دا مهارت یوازې د ډېر مشق او سخت محنت سره حاصلېږي ـ

پ۰د دستار نامې شپږم هنر د آب بازۍ :

ستار نامې د شلو هنرونو پۀ بابونو کښې تر ټولو ورکوټے باب هم دا د “آب بازۍ ” باب دے ـ خوشحال بابا د متن پۀ اغاز کښې لیکي چې دا دوه هنره یاد شوي، یو تیر اندازي، بل اب بازي ۔ نور هر چې دي پۀ کسب یاد شوي، کۀ آب بازي د چا زده نۀ وي لوئې نقصان واقع کېږي، آب بازي پۀ دوه درې رنګه ده. تش بازو ،شناځ، د کدو دګړي ، ښۀ لامبوزن هغه دے چې دا ئې واړه زده وي، او ګني تش بازو تر واړو بهتر، کۀ تش بازو ئې زده نۀ وي شناځاو دا نور ئې زده وي، دا هیڅ ـ کلي ضرر لري. پۀ ځان خوني چې تش بازو لامبو ئې نۀ زده وي ، پۀ شناز پۀ کدو به زړۀ ور توب پۀ سیند کا مګر ضرور وي لامبوزن لره بویه، کۀ هر څو ډېر لامبوزن وي هم دې پۀ دریاب، پۀ ګرداب دلاوري نۀ کا. د اور، د اوبو، د مار، د مزري سره څۀ دلاوري ۔ ډېر لامبوزن پۀ بې طمع ځائې کښې ډوب شوي، ډېر پهړوګان (پاړوګان) د مار د چوټه و ګور ته لاړ دي ـ 1 ۔ خوشحال بابا پۀ خپل شاهکار “دستار نامه” کښې د آب بازۍ (لامبو وهلو) هنر پۀ درېیو قِسمونو وېشي: تش بازو، شناځ، او د کدو لامبو. تش بازو هغه خالص مهارت دے چې یو څوک بغېر له کومې وسیلې لامبو وهي. “شناځ” د هوا نه ډک شوے مشک یا د پوستکي کڅوړه ده چې د بدن لاندې وي او لامبو پرې ووهل شي. د کدو لامبو بیا د اوچو کدوانو دګړيو پۀ مرسته لامبو ته وایي ـ پښتو ټولنې د کډو ګړې لیکلي اوګورئ دستارنامه کابل چاپ صفحه 26 ـ خوشحال بابا ټینګار کوي چې یو ښۀ لامبوزن باید دا درې واړه طریقې وپېژني، کۀ نه پۀ سیند، ګرداب یا طوفان کښې زړورتیا هېڅ معنا نۀ لري. د هغۀ پۀ خېال ، پۀ ژوند کښې د نجات، تدبیر او سمه پوهه مهمه ده، ځکه ډېر زړور خلق د اوبو، مار یا اور ښکار شوي دي. دا پیغام یوازې د لامبو پۀ هنر نه، بلکې د ژوند پۀ ټولو برخو لاګو کېږي ، احتیاط د زړورتیا برخه ده، او بې احتیاطه جرآت، بربادۍ ته لاره هواروي ـ خوشحال بابا د پورته باب احتتام د عبدالرحمان جامی د فارسۍ پۀ ېؤې قطعه سره کړے دے ،او پۀ مزکوره قطعه کښې ئې د خپلو خبرو د پخلي د پاره پوخ دلیل راوړے دے ـ قطعه :

غره مشو بانیکہ جہانت عزیز کرد

ای بس عزیز راکہ جہان کرد زو دخوار

مار است این جہان و جہان جوی مارگیر

از مار گیر مار برارد گہی د مار ـ 2م ص 40

مزکوره قطعه ډاکټر عبدالحکیم شاه خټک پۀ خپل کتاب “څېړنه او سمون ” کښې داسې لیکلې ده ـ

غره مشو باین کہ جہانت عزیز کرد

ای بس عزیزراکہ جہان کرد زود خوار

ماراست این جہان و جہان جوئے از مار گیر مار برآرد گہے دمار ـ 3 ص130

ترجمه: پۀ دې مه غره کېږه چې دا دنیا تا ته عزت درکوی، ډېر خلق شته چې دنیا ته معزز وو، خو دغه دنیا رسوا او خوار کړل.دا دنیا د مار پۀ مثال ده، او وګړي ئې پۀ مثال لکه د پاړو دي،ځینې وخت خو مار پخپله راپاسي او پاړو وچیچي ۔

 

نورې ليکنې۔۔۔