د مردان کالج “شفق” مجلې د پښتو برخې يو ناوياته څېړنه( 1952 نه تر 2025)–ډاکټر محمد جواد شفق

دا ليکنه شريکه کړئ

مردان کالج: د پښتونخوا د مردان ضلعې هغه لويه تعليمي اداره ده چې په سن 1952 کښې ددې بنياد کېښودے شوے دے او دا کالج د مردان په سينه په څلوېښت ايکړه رقبه کښې ارت بېرت پروت دے چې ددې عمارت تاريخي حيثيت څه کم درې اوويا کلن ته رسي چې دې ادارې د تعليم په میدان کښې د ډېر لوې لوې خلقو تربيت کړے دے ۔چې په موجوده وخت کښې څه کم 5000 طالبعلمان په بېلا بېلو شعبو کښې زده کړې کوي او د يولسم دولسم کلاسونو سره سره د بې اېس څلور کلن پروګرام هم لري چې په مردان کالج کښې ټول ټال شپاړس مختلفې شعبې دي۔پښتو، اردو، انګريزي، اسلاميات، سماجيات، سياسيات ، جغرافيه ، تاريخ، رياضي، اقتصاديات ،شماريات، کمپوټر، کيميا،طبيعات، حېوانات ،نباتات۔

د مردان کالج په ابتدائي دور کښې وړومبے پرنسپل پروفېسر شيخ احمد حسن صاحب وۀ او په پروفېسرانو صاحبانو کښې پروفېسر حافظ محمد ادريس ،پروفېسر محمد سيد تقويم الحق کاکاخېل ،پروفېسر اطهرحسين زبيري ،پروفېسر اسماعيل سيټهې ،پروفېسر عبدالرؤف اوپل، پروفېسر شوکت واسطي،پروفېسر فضل قادر، اشرف بخاري ، رشيد احمد باچا ،غوندې لوې پوهان شامل وو۔

د مردان کالج پرنسپلان صاحبان:

1:پروفېسر شيخ احمد حسن (1952-1953)

2:پروفېسر محمد اسماعيل سټيھی (1953-1956)

3:پروفېسر فېض محمد خان(1957-1958)

4:پروفېسر حافظ محمد ادريس( 1958-1959 )

5:پروفېسر محمد اسماعيل سټيهي(1959-1962 )

6:پروفېسر ډاکټر ساجد علي (1962-1964)

7:پروفېسر عبدالستار (14-3-1964 تر 7-10-1966)

8:پروفېسر اېم ارطوسي1966-1967  ۸-۱۰-۱۹۶۶ تر ۱۴-۱-۱۹۶۷

9:پروفېسر ميا عبدالغني(15-1-1967 تر 22-1-1967)

10:پروفېسر غلام سرور( 23-8-1967 تر 11-9-1969)

11:پروفېسر مرزا انور بېګ برلاس(12-9-1969 تر 10-11-1969)

12:پروفېسر شوکت واسطی(11-9-1969 تر 16-1-1970 )

13:پروفېسر عبدالرؤف اوپل(17-1-1970 تر 10-8-1973)

14:پروفېسر رشيد احمد (11-8-1973تر 12-9-1977)

15: پروفېسر محمد عارف نسيم(13-9-1977 تر19-2-1978) 

16:پروفېسر محمود احمد زېدی(20-2-1978 تر16-7-1978 )

17: پروفېسر مرزا منظور احمد(17-7-1978تر24-4-1979)

18: پروفېسر فېضان احمد(25-4-1979 تر6-6-1981)

19: پروفېسر اطهر حسين زبېری(6-7-1981تر20-10-1987)

20: پروفېسر شمشېر خان (21-10-1987 تر10-7-1991 )

21: پروفېسر عبدالحق افندي(11-7-1991 تر24-1-1992)

22: پروفېسر هدايت الله خټک(25-1-1992 تر31-1-1992)

23: پروفېسر عطاءالله جان(1-8-1992تر20-3-1993)

24: پروفېسر ډاکټر عبدالرؤف(21-3-1993 تر8-9-1993)

25: پروفېسر عبدالودود(9-9-1993تر13-2-1995)

26: پروفېسر عجب خان خټک(14-2-1995تر31-11-1995)

27: پروفېسر شمشېر خان(1-12-1995 تر31-1-1996)  

28: پروفېسر شمس القمر(1-2-1996تر14-1-1997) 

29: پروفېسر عمر ګل(15-1-1997تر15-1-1997) 

30: پروفېسر افضل رضا(1-6-1997تر31-7-1998)

31: پروفېسر روح الله جان(1-8-1998تر31-3-1999)

32: پروفېسر عمر ګل( 1-4-1999تر 8-10-1999)

33: پروفېسر روح الله جان(9-10-1999تر 8-5-2000)

34: پروفېسر میا شیرین(9-5-2000تر 24-9-2000)

35:پروفېسر ډاکټر حنیف اسلم (25-9-2000تر29-10-2000)

36: پروفېسر تاج ملوک(30-10-2000تر 24-9-2001)

37: پروفېسر محمد نذير (25-9-2001تر2002)

38: پروفېسر سيد فياض علي شاه (8-2-2002تر 2002)

39: پروفېسر ډاکټر خالد خان خټک(2002 تر 2003)

40: پروفېسر فضل ربي (2003 تر 8-2004 )

41: پروفېسر ډاکټر حفيظ الرحمن (8-2004 تر 2010)

42: پروفېسر تاج ملوک (2010 تر6-8-2010)

43: پروفېسر سيد فريد الله شاه(7-8-2010 تر25-10-2010)

44: پروفېسر سيد فياض علي شاه (26-10-2010تر 15-12-2016)

45: پروفېسر عبد الجليل(16-12-2016 تر 28-2-2017) 

46:پروفېسر غلام فاروق(1-3-2017 تر 31-12-2017 )

47: پروفېسر شاه زمان(1-1-2018  تر 12-9-2018)

48: پروفېسر سيد الطاف حيدر(29-9-2018 تر 31-7-2019)

49: پروفېسر محمد طارق جان( 1-8-2019 تر30-4-2020 )

50: پروفېسر منظور علي(1-5-2020 تر25-2-2021)

51: پروفېسر طارق جان ( 25-2-2021تر 21-9-2021)

52: پروفېسر محمد ابرار اخونزاده( 21-9-2021 تر 7-10-2025 )

53: پروفېسر ډاکټر سيد تسکين علی شاه (7-10-2025 )تر دې حال

شفق مجله:

چې څنګه په سن 1952 کښې مردان کالج جوړ شو دغسې ورپسې يو کال پس سمدستي د کالج ادبي او تحقيقي کليزه مجله «شفق» چې يو لوې تاريخي پس منظر لري چې ددې ابتدا د 1954 نه پروفېسر حافظ محمد ادريس صاحب اوکړه۔چې ددې په حواله د هغوي خپل دليلونه او تجويزونه څۀ داسې وړاندې کړي۔

“بيا چې مونږ په نوي عمارت پسې تلوسه شروع کړه نن پي۔ډبليو۔ډي۔«چې په ګرامر مؤنث دے فېروزاللغات» رانه ګوته ولګوله او سره د کندو د خټنو او بوچړو کښې يا لکه د ۔۔۔۔۔۔مړي په چونه ګچ قبر کښې ټهېکې په کرسيو هغه ټولې ماتې شوي دي ښه) کښیناستو نو سترګې اومښلې او ګېر چاپیره مو وکتل چې دا په رښتياني کالج جوړ شو او هغه کالج به څه وي چې خپل مېګزين نۀ لري نو ددې د پاره مونږه افيميانو يو آل مردان کالج کانفرنس راوغښتو او لکه د چرسيانو د سلغے چيلم ووهي «پښه پښه» يا د بل په ژبه کښې «شپه شپه» راواچوي او دوړي ويشتل شروع کړي دغسې مونږ هم پکښې ايله خپله وويشته۔

زما تجويز دا وۀ چې د رسالې نوم کلپاڼۍ وي ځکه چې پخوا زمانه کښې يو هوښيار فيرنګي کاکا وئيلي وۀ چې کلپاڼۍ په اصل کښې چلپاني ده او دا چل لکه د “چل چل دے نو جو ان “غوندې د” ټک” په معنا نۀ دے چې “روانې اوبه” دې ترې مراد شي بلکې دا”چل” د چلول” په معنا دے د کلپاڼۍ يا چلپانۍ معنا” چلولې اوبه”دي ځکه چې د ملاکنډ د غرونو نه تر نوښاره پورې پرې د چا لاس نۀ توريږي او هېڅ پرې اوبۀ خور نۀ کېږي (هائے هائے! اعتراض مۀ کوه۔د ډاکټر بلو په زمانه کښې دلته نۀ بجلی وه او نۀ پمپونه) نو زما دليل دا وۀ چې زمونږ مېګزين به هم چلولے مېګزين وي چې استاذان به ئې ليکي او په چونډۍ نسوارو چا نسواري چاچا ته ور وبخښي۔

«داسې يو څو دليلونه مې نور هم وړاندې چې هغه به تاسو ته خپله معلوم وي خو۔۔۔۔۔۔۔۔۔خو۔۔۔۔۔ زما تجويزونه او نۀ منلے شو او کلپاڼۍ خواره هسې بهېږي په دې کښې د يو ګوټ يو افيمي داسې چغه کړه لکه محمد شاه رنګيلا او نادر شاه په وختو کښې چې زمونږ چا مشر چغه وهلې وه چې “شفق”به څنګه وي دا رنګين نوم چې زمونږ مشر واورېدۀ زر ئې شاباس ! او آفرين ووئيل او د‌ د کالو مېرمن د هر چا بهابي شوه»

«يوه خبره بله هم وه چې مرګے راته مخکښې اودرېدۀ ما وے چې بنده هغه ډهلي وال شفق د سحر شفق وۀ او دا مردانے شفق د ماښامي شفق دے نو يه ساده بنده لږ فهم اوکړه او بيا شفق ته مۀ ور وړاندې کېږه ځکه چې په ژوند کښې دوه شفقه نۀ وي دغه چي وۀ دغه وجه وه( او يو څو وجې نورې هم وې)چې د شفق د پښتو برخې جعمداري کښې مولانا عبدالحۍ صاحب ته اوبخښله خو چې څۀ موده تېره شوه او مولانا روغ  رمټ پاتې شو نو غلې غوندې مې پرې خپله نامه اوخېژوله او د ” نسوارو ډبلے ” نومې مضمون مې پکښې ورديکه کړو

زۀ او بيا زۀ: زما نه وړومبے په شفق کښې د پښتو پاڼې کمې وې او پښتو عاجزه فقيره به د اردو او انګريزۍ تر مينځه لکه د اوس په شان زيړه زبېخلې پرته وه زۀ پخوا لږ زورور ووم نو پاڼې مې ورله زياتې کړې او پښتو مې د مينځ نه غاړې ته چې دا د پښتو رساله ده او د پښتون نه چې پښتو لرې کړې نو هيله بیله کوټڼۍ نون پاتې شي چې نه فيروزي موندے او نه خان کېدے شي په دې څۀ که نوم ئې فېروز خان شي۔»

الحمدالله نن دغه تاريخي ادبي علمي مجله شفق د مردان کالج پښتو څانګې نه زما دوو تکړه شاګردانو حسینه خان او زهرا روغاني زما په نګرانۍ کښې د بې اېس پښتو مقاله

(د مردان کالج د «شفق » مجلې پښتو برخې تجزياتي مطالعه ) 1954نه تر2023 پورې دا د صدو شواخون تر سره کړو۔چې دا زما خواهش وۀ چې ددې تاریخي او ناوياته مجلې به څوک داسې تحقيقي کړاؤن وکړي۔نن زما دغه ارمان په حقيقي معنو کښې پوره شو او ښۀ وه د مودو مودو د تاريخ د دوړو لاندې پټ مخ پروت شفق نه نن دغې دوو تکړه څېړنکارو د زمانو دوړې اوڅنډلې او د شفق تتوالے ئې په روڼوالي بدل کړو  او لکه د رڼې هندارې ئې اوځلولو ۔دا مقاله د لوستلو سره تعلق ساتي۔

چې ټول ټال 156 صفحی لري او په څلورو بابونو وېش ده۔چې تړون ئې د مردان کالج ستر ښاغلي پروفېسر حافظ محمد ادريس او پروفېسر ډاکټر همايون هما په نوم شوے دے۔او په وړومبي باب کښې د مردان کالج لنډ تاريخ او د شفق مجلې تاريخي پس منظر ډېر په منظم انداز کښې وړاندې شوے دے۔دويم باب۔کښې د شفق مجلې د ابتدائي دور نه راواخله تر دې دمه پورې د منظوم اصنافو تجزيه شوې او ټول منظوم اثارو پکښې سره د ليکونکو د نامو سره په جدول کښې په ترتيب درج شوي دي ۔دغه شان دريم باب کښې د شفق مجلې د پښتو نثرې اثارو تجزياتي جاج اخستے شوے دے او د ابتدائي دور نه تر دې وخته پورې د ټولو مجلو نه د پښتو نثرې مضامينو په مربوط شکل کښې محفوظ کړې شوي دي ۔او په څلورم باب کښې د شفق مجلې د پښتو برخې مديرانو په منظم ډول سره تر دې وخته پورې څه داسې څېړنه شوے ده۔

1:شفق مجله(1954)،پښتو برخه نګران۔پروفېسر حافط محمد ادريس

2:شفق مجله(1955)پښتو برخه نګران۔پروفېسر حافط محمد ادريس

3:شفق مجله(1958)پښتو برخه نګران پروفېسر تقويم الحق کاکاخېل

4:شفق مجله(1959) پښتو برخه نګران پروفېسر تقويم الحق کاکاخېل

5:شفق مجله(1960)پښتو برخه نګران پروفېسر تقويم الحق کاکاخېل

6:شفق مجله(1960-1961)  پښتو برخه نګران پروفېسر تقويم الحق کاکاخېل

7:شفق مجله(1963) پښتو برخه نګران پروفېسر تقويم الحق کاکاخېل

8:شفق مجله(1969-1970)پښتو برخه نګران پروفېسر هدایت الله خټک

9:شفق مجله(1971-1972)پښتو برخه نګران پروفېسر هدایت الله خټک

10:شفق مجله(1973-1974)پښتو برخه نګران پروفېسر محمد سعيدخليل

11:شفق(1975)حافظ ادريس نمبر خصوصي ګڼه پښتو نګران پروفېسر رشيد احمد، مرتب: محمد همايون هما

12:شفق مجله(1983-1984) پښتو برخه پروفېسر شمس الحق

13:شفق مجله(1988-1989) پښتو برخه مدير پروفېسر ميا عنوان الدين کاکاخيل

14:شفق مجله(1989-1990)پښتو برخه مدير پروفېسر ملتان شاه افريدي

15:شفق مجله(1990-1991)پښتو برخه مدير پروفېسر ملتان شاه افريدي

16:شفق مجله(1993-1994) پښتو برخه مدير پروفېسر خادم شاه

17:شفق مجله(1994-1995)پښتو برخه مدير پروفېسر خادم شاه

18:شفق مجله(1995-1996) پښتو برخه مدير پروفېسر خادم شاه

19:شفق مجله(1997-1998)پښتو برخه مدير پروفېسر صفدر علي ګګياڼے

20: شفق مجله(2003-2004) پښتو برخه مدير لېکچرر صفدر خان صفدر

21:شفق مجله(2004-2005) پښتو برخه مدير لېکچرر محمد عارف عارف

22:شفق مجله(2007-2008)پښتو برخه مدير لېکچرر محمد عارف عارف مرستيال لېکچرر منېر خان

23:شفق مجله(2010-2011) پښتو برخه مدير پروفېسر ډاکټر عرفان خټک

24:شفق مجله (2015-2016)پښتو برخه  مدير پروفېسر ډاکټر عرفان خټک مرستيال لېکچرر فضل رشيد

25:شفق مجله (2017-2018) پښتو برخه مدير پروفېسر ډاکټر عرفان خټک

26:شفق مجله (2019-2019)پښتو برخه مدير پروفېسر ډاکټر عرفان خټک

27:شفق مجله(2019-2020)پښتو برخه مدير پروفېسر ډاکټر عرفان خټک

28:شفق مجله(2020-2021)پښتو برخه مدير پروفېسر ډاکټر امير زاده مرستيال لېکچرر احسان الله زريان،او مدثر احمد يوسفزے

29:شفق مجله(2021-2022)پښتو برخه  مدير پروفېسر ډاکټر امير زاده

30:شفق مجله(2022-2023) پښتو برخه مدير پروفېسر ډاکټر امير زاده مرستيال لېکچرر محمد جواد شفق

31:شفق مجله (2023-2024)جے ايم سي پښتو برخه مديران رخسار علی رخسار لېکچرر شيما

32:شفق مجله (2025)جے ايم سي پښتو برخه مديران لېکچرر احسان الله زريان او لېکچرر شيما  مرستيال طالبعلم اسحاق خټک

تحقيق يو ډېر زړۀ چاؤدون کار دے او دوي دغه خپل تحقيقي کاوش ښه منظمه ډول تر سره کړے دے چې ورته په دې ستر کار او زيار ډېره مبارکې وايم۔

که‌ مونږ دې دواړو څېړنکارو ته نرې جينکې ووايو نو په دې کښې به هېڅ باک نۀ وي۔ او لاس په دعا يم چې داسې پښتنې مېرمنې دې خداے نورې هم ډېری کړي چې د دوي غوندې د خپلې مورنۍ پښتو ژبې او ادب د پاره داسې ژورې تخليقي او تحقيقي هڅې اوکړي

نورې ليکنې۔۔۔