دا چې غرونه هوارېږي
ځنګلونه هوارېږي
د انسان مادي هوس کښې
اميدونه هوارېږي
يو خوا ته کۀ د ماحولياتو افاقي مسئله ده، بل خوا زمونږ صوبائي حکومت نوره هم زياته کړه. ډېرې بې دردۍ سره لګيا دي او د دوو پېسو دپاره ئې زمونږ د صوبې جمالياتي مخ خيچن کړو او قدرتي حسن پسې داسې لګېدلي دي لکه ظالم ښکاري!
زمونږه پښتونخوا پۀ جمالياتي توګه ډېره منوره ده، قدرتي حسن، نظارې، غرونه، سيندونه وغېره ددې سيمې ميراث او زينت دے. زۀ چې پۀ کومه ضلع کښې اوسېږم، يوه وادي ده. قدرتي حسن، نظارې، غرونه، پښتونخوا ته د تګ لار، اټک پل او پکښې ‘لنډے سيند’ درياے کابل بهېږي. د دې سيند پۀ غاړه ډېرې زياتې اونې، بوټي او جانګۍ دي. د دنيا مرغۍ ورته راځي؛ څۀ ځائي دي او څۀ نقل مکانۍ کوي ـــ خو بس پۀ زمکه ئې يو جنت راعطا کړے دے نۀ چې صرف د جنګ قيصې بلکې د لامبوزنو قيصې، د پېغلو د منګو سندرې وغېره وغېره ډېره ژورتيا لري. خو اوس دا رونق چمک پۀ تتدېدو دے. مونږ پښتون قوم د اول نه ستي پتي يو. زمونږ ژبه او ثقافت پسې خو خلق لګيا دي کار کوي ځکه چې اوس ئې پۀ سيند لاس پورې کړو. د سيند غاړه به پۀ غاړه پاتې نۀ شي او زمونږ د سيند پۀ خوا کښې چې کوم غرونه دي هغه هم.
پۀ تېر دولت کښې چې پروېز خټک د اکسائز اېنډ ټېکسېشن وزير ؤ نو د ټولو نه غټ ګُر د دۀ دا ؤ چې چرته به ئې لېر يا کنده وليده نو زر به ئې ورته ډانګې (کلوټ يا پولګې) ووهلې او هم پۀ دے کرتب کښې ماهر ؤ نو ډېر ئې څۀ پېدا کړل. پۀ کاکا صاحب کښې، منائي کښې، ګل ډېرۍ کښې ـــ لنډه دا چې چرته به لېر يا کنده ليده بس پولګے به ئې ورته وهلو او اوس چې دا ځل وزيراعليٰ شو نو سم کار ئې ورته ووې او پۀ غټه سطح ئې وانه شروع کړه. زمونږ لنډے سيند چې رونق، زينت او ورثه ده، ئې ګنده کړو او لا لګيا دي. پۀ غرونو کښې بمونه خلاصېږي، بې درېغه رانړېږي، ټرالۍ ترې نه ډکېږي او د سيند پۀ غاړه تشېږي. يو خوا خو زمونږ د صوبې خزانه هم لپنګه شوه او بل خوا ماحولياتو ته يوه غټه وېره ده. دا د شپېتۀ اربه روپیو ټېکه ده او دوي خو به پرې دغه يو يا زيات نه زيات دوه اربه خرڅ کړي. في الحال منظور شوې د 60 ارب ټېنډر دے او هم دومره به بيا منظورېږي.
دا بوټي، جاړې، سيندونه، غرونه، کندونه، ژورې،لهړونه د زمانو راهسې پۀ طبيعي توګه ساز شوي دي او هم دې سره سره نور مخلوق هم پېوند اخستے دے او کۀ دا لېرونه دي يا کندې دي يا د سيندونو غاړې دي، د ځناورو پکښې خپلې خپلې ژالې، غارونه او سوړې دي، دې کښې ګوتې وهل نظام ګډوډېدل دي او هم د دې سيند پۀ غاړو غاړو ډېر زيات Amphibians (چې پۀ اوچه او لونده دواړو وسېدے شي)، چې دغه پولګو سره به نیست و نابود شي. د ډېرو مخلوقاتو ژوند به پۀ خطره کښې شي او اکثر مونږ مجله کښې لولو “او نن يو بل مخلوق د دنيا څخه ختم شو”، خو دوي خو اوس د سپګې د پاره کند سوزوي خو انجام ئې ورته پته نشته. زمونږ د زمکې نه چاپېره Ozone Layer (د اکسيجن چاڼ) د مخکښې نه اغېزمن شوے دے. بله مسئله دا ده چې دې سيند سره زمونږ د زمانو روايتو، جمالياتو او تاريخي ورثې پرتې دي لکه دلته زمونږ کلي مصري بانډه کښې د خوشحال بابا د کور اخري نړېدلے دېوال پاتې دے او زمونږ نه پورې نيم پۀ سيند کښې ډوب او نيم ښکاره د هندوانو څۀ اثاثې پاتې دي او داسې ډېرې نخښې نخښانې دي چې دې کلوټونو سره به دا هر څۀ ورک شي. بل خوا د زړۀ هم څۀ حق شته دے. سيند سره ورکې شوې قيصې چې صرف زړۀ ته يادې دي، د کاغذاو دماغو وتې دي، ګنډلې شوي دي او کۀ دا اثار ورک شول نو زمونږ پېژندګلو هم ختمه شوه. لکه پخوا به پېغلو اکثر پۀ دا ډول سندرې وئېلې “دا د ګودر غاړه ده او دا د ګودر غاړه”، خو پس د دې نه به پکار وي چې زمونږ پېغلې دا سندرې ووائي:
دا غاړه اوجاړه ده
بل اړخ ته شاړه ده
دلته خشاک مۀ کوه
دغه يوه جاړه ده
دې کښې زمونږ د سماج د پوهې د کمۍ وجه ده. دا زمونږ د خلقو د پوهې سطح ده چې څومره ورڅخه بد کوي، پۀ خوشحالۍ به ورته هرکلے وائي. چې پروېز خټک څنګه اعلان وکړو “زۀ به تاسو ته سيند نه دواړو اړخو ته بندونه وهم”، بس دې خلقو بې سوچه د خوشحالۍ نه چغې کړې. چا پروېز خټک، چا عمران خان او چا پي ټي اٰئي زنده باد نعرې شروع کړې، خو چا هم پۀ دې څۀ تنقيد څۀ چې سوچ قدرې ئې هم ونۀ کړو چې دا څۀ دي او څۀ کېږي؟ خو زۀ پۀ يو راز هک پک پاتې شوم چې د نورې محکمې غېر سياسي تنظيمونه چې پۀ سېل سپاټه، ځنګلونو يا ماحولياتو کار کوي، چرته غېبې شوې دي او کۀ نه د غېبي لاس اغېز پۀ هغوي هم شوے دے.
پۀ څومره توندۍ سره چې د ماحولیاتو قتل عام روان دے، دومره پۀ دې حقله اولس کښې شعور بېدارېدلو. تبدیلي سرکار د بلین ټري سونامي پۀ نوم اولس بې غوره کړو. څۀ موده وړاندې دغه سونامۍ کښې هم د هیلي کاپټر د تېلو بوي ښکاره شو او پۀ دغه منصوبه کښې د غبن خبرې مخې ته راغلې. نزدې ورځو کښې د خپور شوي یو سرکاري رپورټ تر مخه کومې سل کروړه )بلین( اونې چې یادېدې، هغه دوه د پاسه شل کروړه وختلې. سوال دا پېدا کېږي چې داسې ولې وشول؟ سوال دا پېدا کېږي چې اٰیا دا غبن به هم هضم کړے شي؟ سوال دا پېدا کېږي چې د ماحولیات سره به دا ‘انصاف’ تر کومې روان وي؟
دې بنیادي نکتې ته چا هم پام نۀ دے کړے چې د بلین ټري سونامي چې اوس ئې حقیقت مخې ته راتلل شروع شوي دي، د پاره د ارباو روپیو خرچه کولو پۀ ځاے دغه سیمو ته د ګېس یا د لرګي متبادل بل کوم خشاک )ایندهن( رسولو منصوبه بندي ولې ونۀ کړې شوه؟ کۀ خلق خشاک د پاره د اونې او ځنګلونو کټائي پرېږدي نو ډېر زر به د ماحولیات متناسب کېدلو نتیجې مخې ته راشي.
پېښور “ګرین” کولو د پاره کروړونه روپۍ چې تبدیلي سرکار خرچ کړې وې، او هم کروړونه ئې پېښور خلقو ته شین ښودلو د پاره پۀ تشهیر خرچ کړې وې، څنګه پۀ هنر او خاموشۍ سره هغه شین پېښور بیا کندې کندې کړے شو. پۀ قول د عمران خان، “جنګله بس” د پاره د ښار یواځینے ارت سړک هم نیم د “جنګله بس” د خېټې لاندې کړے شو. هغه جنګله بس چې پۀ پنجاب کښې پرې تنقید کېدلو، هغې د پاره پۀ اربونو روپۍ د اېشیائي ترقیاتي بېنک نه واخستې شوې.
دا چټلې کور ته چا رتوړې؟ مونږ پښتون پۀ خپله د خپلې ناپوهۍ د لاسه! پوهه به مو راشي خو چې اوبۀ د ورخه تېرې شي. بې انصافي به ووینو خو کۀ د ‘انصاف’ تبدیلۍ ته مو پۀ پرانستو سترګو وکتل.