د دهرنې )پرلت( نامه اورېدو سره پۀ ذهن کښې عجيبه شان عکسونه او انځورونه مخې ته راځي. لکه چې ښۀ ډېر خلق راغونډ شوي دي او اولسي لارې او سړکونه ئې بند کړي دي، خلق او د هغوي څۀ پۀ نوم مشران پۀ )اے سي او بلټ پروف( کنټېنرو ولاړ دي، د کنټېنر نه پۀ اوچت اواز د سازونو او سندرو اوازونه راوځي او پۀ پنډال کښې نر او ښځې پۀ دغه سازونو او سندرو د مستۍ نه ګډېږي.کنټېنر نه د پارلېمان پۀ شان مقدس ځاے باندې لعنتونه وئېلے کېږي کوم چې اصل کښې پۀ پارلېمان نۀ بلکې د پاکستان پۀ هغه 21 کروړه اولس لعنت وي چا چې پۀ خپلو ووټونو خپل دغه نمائندګان پارلېمان ته لېږلي دي. د بېلا بېلو سياسي مشرانو کردار کشي کولے کېږي او د هغوي پۀ اړه سپکې خبرې کولې کېږي. د پښتون قام څادر پورې ملنډې کولے کېږي د کوم تاريخ چې د نړۍ د يو شمېر هېوادونو د وجود نه هم پخوانے او تاريخي دے او د يو پښتون د پاره دا څادر او د دې څادر نه جوړه شمله او پګړۍ د ټولې نړۍ د بادشاهت نه زياته درجه لري.
د دهرنې پۀ سټېج د تهرډ امپائر د اشارې انتظار کولے شي، د سپريم کورټ د ودانۍ جنګله باندې پرتوګونه وچولو ته غوړولے شي، د دهرنې ګډون وال د سرکاري ټي وي چېنل پۀ دفتر حمله کوي او سامانونه ماتوي.
او يا بيا څه مذهبي انتها پسند او شرخوښي خلق د تحريک ختم نبوت پرده کښې د اسلام اباد او پنډۍ د ټولو نه مصروفه سړک باندې دهرنا ورکوي، روډ د هر قسمه ټرېفک د پاره تر مودو پورې بندوي، پۀ سټېج هر هغه چاته کنځلې کوي د چا نوم چې پۀ خولۀ ورځي، پۀ خلقو د کفر فتوې لګوي، هغه سپريم کورټ او د هغې ججانو ته کنځلې کوي څوک چې پانامې نه راغلۀ او اقامې کښې ونښتل، پوليس او اېف سي باندې پۀ کاڼواو لرګو حملې کوي، پۀ هغوي د انسو ګېس ګولۍ وروي ، سرونه ورله ماتوي، خو بيا هم رياست خاموشه دے او تماشه څۀ چې پۀ پښو ورته پرېوځي او روغې د پاره ثالثان لټوي. د دواړو دهرنو ګډون والو غوښتنې الف نه تر ي پورې سراسر غېر ائيني او غېر قانوني وي.
دا هغه خيالات دي چې د دهرنې نوم اورېدو سره پۀ ذهن کښې چورلکونه وهي. د پاکستان دننه مېن سټريم الېکټرانک او پرنټ ميډيا هم دې دهرنو ته لس لس او دولس دولس ګېنټې کورېج ورکولو او پۀ هر چېنل باندې د چېنل هر کوربه پۀ دې دهرنو ټاک شوز کول. اخبارونه به هم د دې دهرنو د خبرونو او پۀ دې د تبصرو نه ډک وو.
يو بل اړخ ته د پښتون قامي جرګې پرلت ؤ، د چا چې ټولې غوښتنې “جېنوئېن” )ائيني او قانوني( وې. نۀ د دې دهرنې ګډون والو د بل چا ټوپک پۀ خپله اوږه اېښودے ؤ نه د بل چا پۀ اېجنډا روان وو، دهرنا کښې د هر قسمه سياسي او سماجي ډلو خلقو ګډون وکړو، نۀ دوي ټاکلے شوے حکومت لرې کول غوښتل او نۀ دوي ته د تهرډ امپائر د اشارې انتظار کوۀ. نۀ پۀ دهرنا کښې چا کنځلې وکړې، نۀ ئې د چا کردار کشي وکړه. دا دهرنا لس ورځې روانه وه خو نۀ روډ بند شو، نۀ ئې پۀ پارلېمان حمله وکړه، نۀ ئې سرکاري يا غېر سرکاري ودانو ته زيان ورسولو او نۀ عام اولس ته.
خو پرنټ او الېکټرانک ميډيا پۀ دې دهرنا پۀ مکمل توګه خاموشه وه، هډو داسې ښکارېدل نۀ چې د د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته زرګونه پښتانۀ د خپلو ائېني او قانوني غوښتنو د پاره راغونډ شوي دي او پرامن احتجاج کوي. د يو څو غېر سرکاري ټي وي چېنلو د يو څو کوربنو نه پرته نور هېچا پۀ دې دهرنا هېڅ ونۀ وئیل. بل اړخ ته نړيوالې ميډيا نيو يارک ټائمز، الجزيره، بي بي سي، مشال رېډيو، وي او اے رېډيو، هندوستان ټائمز او دي ګارډین دې دهرنې ته ښۀ پوره کورېج ورکړو.
د پاکستانۍ ميډيا لۀ خوا د پښتون پرلت دا بلېک اؤټ ګڼ شمېر سوالونه راپورته کوي. اٰیا پښتانۀ د دې رياست وګړي نۀ دي چې ميډيا دا امتيازي سلوک کوي؟ ايا پۀ دې دهرنا کښې سندرې او ګډا نۀ وه ځکه کورېج ورنۀ کړے شو؟ ایا د کورېج نۀ ورکولو وجه پۀ دې دهرنا کښې کنځلې نۀ کول او سپکه وېنا نۀ کولو وو؟، ايا سرکاري ودانیو ته زيان نۀ رسول او پۀ هغې حمله نۀ کول د دې دهرنې د کورېج نۀ کولو وجه وه؟ او يا د تېرو دهرنو د کورېج هدایات د يو “مخصوص” ځاے نه جاري شوي وو او دې دهرنې ته د کورېج نۀ ورکولو “خصوصي احکامات” د هغه مخصوص ځاے نه جاري شوي وو.
ياده دې وي چې دا دهرنا پۀ کراچۍ کښې د وزيرستان ‘وير’ نقيب الله محسود د سندهـ پوليس لۀ خوا پۀ يو جعلي پولیس مقابله کښې د وژنې وروستو د ډېره اسماعيل خان نه د احتجاج پۀ توګه شروع شوې وه چې د بنو، کوهاټ، پېښور، چارسدې، مردان او صوابۍ د لارې د اسلام اباد پرېس کلب ته ورسېده چې وروستو پۀ ټول پښتون قام د مسلط شوي ‘رياستي جهاد’ پر ضد احتجاج کښې بدله شوه. پاکستاني رياست او د هغوي دياړيمارو چې د خپلو پاليسیو لۀ کبله پۀ پښتون قام او پښتنو سيمو کښې د افغانستان پۀ شمول کوم ‘غېر مقدس جهاد’ د تېرو څلوېښتو کالو راهسې مسلط کړے دے پۀ هغې کښې تر اوسه پورې د لکهونو پښتنو وينې توې شوي دي خو رياست اوس هم د طالبانو د مرستې نه لاس نۀ اخلي بلکې د خېبر پښتونخوا د اوسني ‘لبرل اسلامي حکومت’ پۀ لاسو د دغه طالبانو روحاني پلار پۀ لاس ورله د صوبې د اولس د ټېکس پېسو نه پۀ کروړونو روپۍ هم ورکوي.
د دې ټول صورت حال عکاسۍ د پاره مونږ د عمران خان، طاهر القادري او خادم حسېن رضوي د دهرنو پۀ وخت د پاکستاني اخباراتو د ‘کورېج’ څۀ عکسونه دلته د موازنې او عبرت د پاره راوړو. د دې تر څنګ به د وړومبۍ فرورۍ نه تر لسمې فرورۍ د ‘پښتون پرلت’ پۀ دوران کښې اخباری عکسونه دا خبره پۀ ډاګه کړي چې دلته ‘ازاده میډیا’ کوم حبس او جبر کښې محاصره ده ـــــــــــــــــــــــ