اداريه (مۍ 2018)

فاټا کښې د اعليٰ عدالتونو د عملدارۍ بِل

د قبائیلي سیمې د اولسونو د مستقل اذیت سلسله د یوې اوږدې مبارزې نه پس یو نوي پړاو کښې داخلېږي. سېنټ کښې قبائیلي سیمې د پېښور هائيکورټ پۀ دائره کښې راوستلو د پاره بِل پۀ اتفاق رایې سره منظور کړے شو.

د هندوستان د وېش د ورځ څوارلسم اګست 1947 نه تر دې دمه اویا (70) کلونه او اتۀ (8) میاشتو پورې د دې سیمې اولس د ‘ازاد قبائیل’ پۀ نامه د یو ارټیکل 247 لاندې د بنیادي انساني حقوقو نه محروم کړے شوي وو. نۀ د اپیل حق، نۀ د دلیل حق، نۀ د وکیل حق ـــ دې اویا کاله او اتۀ میاشتو کښې د قبائیلي سیمې دننه د ریاست لۀ خوا د برطانوي سامراج تور قانون دومره بد اثرات مرتب کړل چې نتیجه کښې ئې دا سیمه د نړیوالو جنګونو مېدان جوړ شو. د پښتنو د جغرافیائي وحدت د پاره د فخرِ افغان باچا خان اصولي او منطقي موقف ته کۀ غداري ووئیلې شوه نو د نړیوالو قوتونو جنګ د پاره د پښتنو زمکه کښې جنګي تربیتي او بهرتي کېمپونه لګولو باندې د خان عبدالولي خان مخالفت هم غدر وبللے شو. هم دې تسلسل کښې د امن او سولې د پاره د ملي مشر اسفندیار ولي خان مطالبه د ریاست د مفاداتو سره تصادم وګڼلے شو. نن چې اولس د اویا کلونو او اتۀ میاشتو دې تاریخي سفر ته ګوري نو د پښتنو د وطن غېر فطري تقسیم او دلته د جنګ کاروبار تودوونکو مسلم لیګیانو سیاسي فېصلو ته به ښېرې کوي.

د اویا کلونو او اتۀ میاشتو دا موده هم د قامونو پۀ تاریخونو کښې د یوې ساه هومره وخت وي ـــ مونږ اوس هم د هغه ټولو سیاسي قوتونو مننه کوو چې د خېبر پښتونخوا سره د فاټا د ادغام موقف کښې ئې خپله رایې د عوامي نېشنل پارټۍ او فاټا د اولس تله کښې کېښوده؛ خو اٰیا دې د پاره به نور وخت هم ورکولے کېږي؟ او کۀ وخت ورکولےکېږي نو څومره به ورکولے کېږي؟ د پښتنو خاوره د ‘مقدس جهاد’ پۀ نوم وحشیانو ته پرېښودلې شوې وه او دې ټوله دوره کښې د فاټا د هر استوګن زړۀ د انساني المیو د قیصو نه ډک دے. د ترهګرۍ پۀ ضد د جنګ نعره کښې دا ضرورت پېښ شو چې د ملک پوځ د خپلو سیمو قبضه کولو د پاره پۀ لویه پېمانه عملیات پېل کړي!!! دا ضرورت ولې پېښ شو؟ د زرعي نامې سره پۀ جنګي معیشت د انحصار کولو نتیجې کله هم د امن، پرمختګ او سوکالۍ وعدې ریښتینې کولې نۀ شي.

د پاکستان سیاسي او عسکري اشرافیه باید دا حقیقت ومني چې د ریاست دننه د اوسېدونکو قامونو تر منځ عمراني معاهده تر هغه وخته اولسي قبولیت نۀ شي حاصلولے تر څو چې د ریاست استوګنو ته ائیني، قانوني، معاشي او سماجي حقونه د شوې معاهدې سره سم مساویانه ورکول یقیني شوي نۀ وي.

پۀ دې ټوله موده کښې د الزامونو، فتوو، کردار کشۍ او د ریاستي او غېر ریاستي تشدد زغملو باوجود عوامي نېشنل پارټۍ پۀ ائین، جمهوریت او سیاسي مبارزه خپل باور کله هم کمزورے کړے نۀ دے. کله چې دا ملک یو ‘زمینِ بے آئین’ ؤ او دلته د خدائي خدمتګارو منتخب حکومت پۀ غېر ائیني، غېر انساني او غېر اخلاقي طریقه مات کړے شوے ؤ نو هم د سُور بېرغ مشرانو د ائین او جمهوریت خبره کړې وه او چې کله دې ملک ته ائین ورکړے کېدو نو هم پکښې د سُور بېرغ مشرانو خپل کلیدي کردار ادا کړے دے. کله چې هم ائین ته ګواښ شوے دے نو د عوامي نېشنل پارټۍ مشران د ائین او جمهوریت د پاره هر ازمېښت ته سینه ډال کړې ودرېدلي دي.

فاټا کښې د اعليٰ عدالتونو د عملدارۍ بِل سېنټ کښې منظورۍ نه پس د صدرِ مملکت توثیق ته پاتې دے چې دې نه پس به دا باقاعده د ائین برخه شي. د ارټیکل 247 لرې کولو د پاره به هم ترمیم مخې ته راوړے شي. دا عمل چې څومره زر وشي، دومره به ښه وي. څومره زر چې وفاق مالیاتي کمېشن نه د فاټا د پاره ترقیاتي بجټ منظور او فنډ جاري کړي، غوره به وي. ملي مشر اسفندیار ولي خان تسلسل سره دا مطالبه کوي چې د راتلونکو عام انتخاباتو نه وړاندې دې خېبر پښتونخوا سره د فاټا مرجر وکړے شي او فاټا ته دې صوبائي اسمبلۍ کښې د نمائندګۍ حق ورکړے شي. ملي مشر د مرجر مطالبې سره د جنګ نه د متاثره فاټا د ودانۍ د پاره د اضافي مالي پېکج سره سره پۀ دې جنګ کښې د ځپل شوو، ژوبل شوو او قتل شوو خلقو د وارثانو د پاره هم د مالي مرستې غوښتنه کوي. عوامي نېشنل پارټي پۀ سیمه کښې د ژوند د نوي اغاز، د اقتصادي هلوځلو او اولسي حرکت پرېوانۍ د پاره د غېر ضروري چېک پوسټونو ختمولو مطالبه هم مخې ته راوړي. د فاټا خېبر پښتونخوا سره ادغام به د ‘انتظامي’ او ‘قبائیلي’ علاقو دا کرښې د منځ نه یوسي او کوم قوتونه چې د شخصي، تنظیمي، ادارتي او ګوندي ګټو د پاره د جنګونو بیوپار کوي، هغوي ته به د خپلې بیانیې تبلیغ او عملي کولو لار کښې سیاسي او اولسي مزاحمت لکه غر ودرېږي.

تعمیري سفر دې هم دغسې جاري وي. فاټا کښې د اعليٰ عدلیې د عملدارۍ منظوري یو ګام دے، هیله چې دا ګامونه توند شي. پۀ امن، جمهوریت او سماجي انصاف باور لرونکو ته مبارکي او ‘کوئټې ته ښۀ راغلاست’.

پرائيوېټ ايجوکېشن ريګولېټري اتهارټي او موجوده تنازعه

پۀ ملک کښې ‘ادارې قومي دهارې ته د ننویستو’ او د ‘قومي دهارې’ نه د پرائیوېټائزېشن پۀ نوم د ویستو سلسله د اویایمې لسیزې نه روانه ده. د ادارو اعداد و شمار، د هغوي پرمختګ یا ړنګېدل او داسې نور معلومات اګرچې هر حکومت خپله وړاندې کوي نو ځکه باغ هر وخت شین ښائي. خو مبیّنه قومي دهارې ته د ادارو د وړو راوړو دې کشاله کښې د ادارو بېخ بنیاد وویستے شو. د بدقسمتۍ نه د غېر سنجیدګۍ او غېر ذمه وارۍ دې رویې سره خصوصاً د تعلیم نظام غرق کړے شو. د ‘پرائیوېټ ایجوکېشن رېګولېټري اتهارټي’ قیام بده خبره نۀ وه خو د معروضي حقیقتونو نه سترګې پټولو او د انتظامي نکتو د ادراک نه بغېر یوه ‘امپورټډ هائيبریډ’ پالیسي راوړل کله هم ښۀ نۀ وو. کله چې د پرائیوېټ سکولونو د پاره دغه ریګولېشن منظورکړے شو او سکولونه هم اعتماد کښې واخستے شول نو د هغې نه پس د انټرنېشنل ډونرز، حکومت او پرائیوېټ سکولونو د تکون تر منځه د انتشار صورتحال مخې ته راوړو نه ډډه پکار وه. اوس هم باید وخت نور خراب نۀ کړے شي؛ د اسمبلۍ د اېکټ رڼا کښې دې ‘ډسټرکټ سکروټني کمېټي’ د سکولونو د معیار او فیس پۀ لحاظ درجه بندي او د دغه درجه بندۍ پۀ بنیاد دې قوانین لاګو کړے شي. ټوله نړۍ کښې پرائیوېټ سېکټر اولس ته سهولتونه ورکولو کښې خپل کردار ادا کوي. کۀ یو خوا حکومت خپلې کړې دعوې او وعدې سر ته نۀ شي رسولې او بل خوا پرائیوېټ سېکټر هم پۀ تنازعو کښې ښکېل کړي نو دا به لوے انتشار مخې ته راوړي. خېبر پښتونخوا کښې د تبدیلۍ دعويٰ کوونکي تحریک انصاف کۀ یو خوا د ‘یونیورسټي اېکټ’ پۀ نوم یونیورسټۍ بغېر د وائس چانسلرانو نه چلولې او چې بیا کله د خپل ټاکلي معیار نه حکومت وروستو شو نو زیاتره وائس چانسلران ئې امپورټ کړل؛ دغسې کالجونه د ‘بورډ اٰف ګورنرز’ پۀ نوم د خود مختاره کولو پۀ نامه پرائیوېت کول؛ د ایجوکېشن سروس اېکټ پۀ نوم څلورو کالو نه استاذان پۀ هړتالونو کښې ساتل او داسې د تعلیمي اېمرجنسي او تعلیمي انقلاب پۀ نوم د قوم مستقبل سره ټقالې وشوې. د تحریک انصاف حکومت پینځۀ واړه کلونه صوبه پۀ اېډهاکیزم وچلوله. د حکومت د پینځۀ کالو دننه تعلیمي پالیسي او د ‘یکسان نظامِ تعلیم’ دعويٰ د کال 2017 د لسم بورډ نتیجو نه څرګنده ده. باید دې لړ کښې د دانشمندۍ نه کار واخستے شي. موجوده حکومت د درې دېرش ورځو مېلمه دے؛ خپل پینځۀ کلن ائیني مدت کښې خپلې پالیسۍ پوره کولو کښې پاتې راتلو د پاره دې د قوم د بچو مستقبل نۀ مخدوش کوي. د پرائیوېټ سکولونو د مالکانو، حکومت او والدېنو د تکون تر منځه د هغه ګلالو مستقبل ته کتل پکار دي چې زمونږ راتلونکے سباوون دے.

 

دا هم ولولئ

د باچاخان او ولي خان کليزه

پۀ باچاخان او ولي خان ډېر زيات کار شوے دے، ډېر پرې روان دے کېږي …