د بونېر ‘شېخ سعدي’ – طارق زمان چغرزے

د قد نه مندرے او پۀ شرعي لحاظ پۀ تول کره پوره دے. جمالياتي حِس ئې ډېر ګړندے او مړنے دے. د جمالياتي ذوق سرحدونه ئې هم يو شمېر دي. د جذباتيت دائره کار ئې ډېر عجيبه دے. لوستونکے او اورېدونکے ډېر زر خپل مندري، ګړندي وجود او فن ته مائله کوي. د فن پارې […]

اندرے سيرينکو – ژباړن: محمد نويد

پاکستان کښې پښتانۀ د سيمې امن د پاره يو شوي دي پېښور ښار کښې د پښتنو د سياسي لارښودانو، قبائلي مشرانو، د اولسي، ټولنيز او مذهبي ډلو نمائندګانو پۀ “پښتون قامي جرګه” کښې ګډون کړے دے. ]داسې جرګې مخکښې هم شوې دي، خو[ دا ځل پۀ وړومبي وار مختلف الفکر مشران يو ځاے شوي دي […]

سوچ، ژبه او رويه – نور الوهاب خټک

پۀ خپلو مازغو لږ بوج اچول او يو کار يا خبرې ته غور يا فکر کول سوچ ګڼلے شي. د دغې سوچ پۀ وجه دغه انسان يوه نتيجه جوړه کړي، بيا دغه نتيجه د خپلې ژبې پۀ ذريعه نورو خلکو ته منتقل کوي. کله کله د ژبې پۀ ځاے د نثر يا شعر پۀ شکل […]

of سپي – ارشاد پښتون

    سپے يو داسې ځناور دے چې د ژوند ډېر اړخونه او حوالې لري. پۀ بده هم ياد دے او پۀ ښه هم – د بد کار نه بد نام ډېر دے او احمد دين طالب وئيلي دي چې بد کار ښۀ يې، بد نام نۀ شې؛ ځکه چې “بد کار نۀ کړي د […]

وباء (افسانه) – ډاکټر همدرد يوسفزے

دا پۀ ژوند کښې دوېم ځل ؤ چې د هغۀ لاسونه رپېدل. هغۀ ته ياد شو؛ يو ځل هغه وخت چې د ميډيکل کالج پۀ اول ورځ پۀ ډائسېکشن هال کښې د اناټومي پروفېسر سلمان سرجيکل بلېډ د يو مړي پۀ خېټه نيغ راکاږو او طالب علمانو ته ئې د مړي د اعضاء ښودلو درس […]

وباء – عبدالغفور لېوال

څۀ داسې ورځې راغلې، چې انسانان لۀ خپلو دواړو لاسو داسې وېرېږي، لکه ګورت د جلادانو کښې دوه غبرګې تورې چې یو د بل مسکا نه ځان پټوي یو بنیادم ته د هر بل بنیادم خولۀ داسې ښکاري لکه توره سمڅه ډکه لۀ تورو بلاګانو او لۀ رویو یا شیشکو څخه هېڅ خوږه غېږه نشته […]

د قصه خوانۍ پېښه: د پښتنو بېداري او د پېرنګي سرکار د تهذيب دائره – ډاکټر اسفنديار دراني

د تاريخ پۀ پاڼو کښې داسې پېښې موجودې دي چې هغه د انسانيت د تقاضو پۀ محال پۀ ښو الفاظو کښې نۀ دي يا دې شوې. پۀ دغو پېښو کښې يوه پېښه د قصه خوانۍ پېښه هم ده چې د پښتنو پۀ تاريخ کښې پۀ خونړۍ پېښه ياديږي. هم پۀ دې پېښه کښې د پښتنو […]

د افغان بربادۍ څلوېښت کاله – رؤف يوسفزے

د 2019 د دسمبر اووۀ ويشتم تاريخ باندې د افغان جنګ څلوېښت کاله پوره شو. پۀ دې وخت کښې پۀ لکهونو خلق ووژلے شو. پۀ افغان زمکه سړک، سکول، هسپتال او کتابتون د بارودو پۀ برکت پۀ ايرو کښې باد شو. د دې نه علاوه پۀ لکهونو خلقو خپل سرونه بچ کولو د پاره د […]

د نوابزاده صبح صادق شاعري او قلمي مبارزه – پروفېسر عزيز قرېشي

ټېرے پۀ ادبي نړۍ کښې ځان ته يو جوت مقام لري. دلته د خوشحال خان خټک اولاد د اکوړه خېلو پۀ نوم ځان ته يوه بېله محله لري. د دغې کورنۍ چشم و چراغ نوابزاده صبح صادق چې شجره ئې خان علين مکان سره پۀ لسم پشت کښې ملاوېږي او صادق صاحب ډېر پۀ وياړ […]

ولي خان بابر: رښتيا ويونکی شهيد ژورنالست (نهم تلين) – نور محمد بابر

پښتانۀ وائي، عمر دې ډېر شه خو تر کومې؟ کۀ څوک ډېر هم وپائي، خو تېر پۀ اخره د مرګ ورځ ټاکلې ده. قران کښې هم الله پاک فرمائي، )مفهوم( “هر ژوندی به د مرګ خوند خامخا ويني، هېڅ څوک لۀ مرګه نۀ شي پاتې کېدی.” پۀ دې نړۍ کښې څۀ داسې انسانان هم شته […]