عوامي نېشنل پارټي د احتجاجي سیاست تازه غورځنګ – رحمت شاه قرېشي

ګراني + میډیا + نېب زور هسې پېغور شي چې همت ورسره مل نۀ شي ورک هاغه مشال شه چې تیارۀ شي او دے بل نۀ شي داسې کله کېدے شي چې پۀ قام به سخته وي او عوامي نېشنل پارټي به د خپل قام د پاره اواز او قدم پورته نۀ کړي؟ عوامي نېشنل […]

پۀ خبر زما نظر – لیاقت سیماب

. د افغانستان د اولسمشر ډاکټر اشرف غني پاکستان ته سفر د افغانستان اولسمشر ډاکټر اشرف غني پۀ اووۀ ويشتم جون پاکستان ته راغلو؛ پاکستاني واکمنو سره ئې رسمي خبرې اترې وکړې، شپه ئې پاکستان کښې وکړه، لاهور ښار ئې هم وکتلو او پۀ اتۀ ویشتم جون کابل ته ستون شو. د ډاکټر اشرف غنې […]

پۀ پاکستان کښې د قومیتونو مسئله )دوېمه/ اخرۍ برخه( – نور الامین یوسفزے

  نن چې څوک دا خبره کوي چې څوک “دو قومي نظريه” نۀ مني هغه دې د پاکستان جغرافيې نه وځي نو هم دغه خلق دغه نظريه د ستر شاعر او مفکر علامه محمد اقبال سره تړي او حال دا دے چې هم علامه محمد اقبال دې لړکښې وائي: ايک هون مسلم حرم کى پاسبان […]

د خېبر پښتونخوا نوو ضلعو د پاره د عوامي نېشنل پارټۍ انتخابي منشور

اے اېن پي ‘قبائیلي سیمې’ – چې یو وخت کښې پېرنګ د خپلو مفاداتو د پاره د ‘ازاد قبائل’ پۀ رومانوي احساس سره د ژوند، پرمختګ او تهذیب نه شوکولي وو، نن د ‘خېبر پښتونخوا’ برخه ده. نن د پاکستان هر سیاسي ګوند فخر سره وائي چې د ‘فاټا’ خېبر پښتونخوا سره یو کولو کښې […]

# J u s t i c e 4 S a r t a j K h a n د ‘پښتون’ د مشاورتي بورډ د اجلاس نیمګړې ایجنډا – خان زمان کاکړ

@khanzamankakar پر دوه ویشتم جون پۀ باچا خان مرکز پېښور کښې د مياشتنۍ “پښتون” مجلې د مشاورتي بورډ ناسته رابلل شوې وه. ما هم پکښې ګډون درلود. د ناستې ايجنډا د جولائي او اګست د ګڼو د پاره موضوعات او مواد سنجول او برابرول وو. د جولائي د ګڼې د پاره د پښتونخوا پۀ نوو […]

د جولائي سلېکټر، سلېکشن او سلېکټډ – ډاکټر خادم حسېن

‎پۀ 2014 کښې چې کله د امریکې حکومت اعلان وکړو چې افغانستان نه به غټې او درنې امریکائي دستې وځي او صرف د تربیت، څارنې او هوائي دستې به پاتې کولې شي؛ دې منصوبې اعلانېدلو سره سم پاکستان کښې د نواز شریف د پاکستان مسلم لیګ د منتخب حکومت پۀ ضد ‌‌‌‌‌‌ډي چوک اسلام اباد […]

سردار اودهم سنګهـ، میا راشد حسېن او هارون بلور درې زلمي روحونه – حیات روغانے

د تشدد او عدم تشدد د ردعمل دوه بېلګې زمونږ وړاندې درې زلمي روحونه دي – سردار اودهم سنګهـ 31 جولائي 1940 میا راشد حسېن 24 جولائي 2010 هارون بلور 10 جولائي 2018 زمونږ د وړاندې د 1919 نه د 2019 پورې د سل کلونو مزل دے. مونږ د سلو کالو پۀ وړومبي سر د […]

مخکتنه د خدائي خدمتګار کلتوري اغېزې – ډاکټر سید ظفر الله بخشالي

د ښاغلي ارچيوال صاحب د کتاب ‘د خدائي خدمتګار کلتوري اغېزې’ د مخکتنې دستورې د پاره زما پۀ شمول ډاکټر خادم حسېن، ډاکټر سهېل خان، طارق پښتونيار، شوکت سواتي او ځينې نورو ملګرو ته هم بلنه وه. پۀ دولسم جون زۀ د ډاکټر سهېل خان، ډاکټر شهزاد چې د کوهاټ میډیکل کالج زدکړیال دے، عثمان […]

د عوامي نېشنل پارټۍ سوات د صدر ښاغلي ایوب اشاړي ويډیو پېغام – ‘پښتون’

ما نۀ مخکښې سیکیورټي غوښتې وه او نۀ به ئې وغواړم، دعويٰ به مې پۀ محمود خان وي. پۀ نهم جون د ګرانۍ خلاف زمونږ د عوامي نېشنل پارټۍ پۀ هره ضلع کښې احتجاجي مظاهرې وې چې دغه لړ کښې پۀ سوات کښې هم عوامي نېشنل پارټۍ يو بهر پور پروګرام کړے ؤ، ځکه چې […]

اداريه – جولائي 2019

پاکستان نېشنلیانو د پاره مېرنے دے، خو خپل د چا دے ؟ د جولائي میاشت سره تړلې درې واقعې لوستونکو ته یادوو: 28 جولائي 2017: ‘وزیر اعظم’ میا نواز شریف د خپلو اثاثو دننه ‘د دوبۍ تنخواه’ نۀ ښودلو باندې د ارټیکل 62 ترمخه نا اهله کړے شو. 29 جون 2018 : پېرس کښې د […]